کودتايي ډله غواړي وښايي چې د ګوندي د وحدت برخلیک د دوی سره تړلې دی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

غورځنګ صافې

یادونه: لږه موده د مخه، په «سپرغۍ» او ښایي څو نورو سایټونو کې د ښاغلي رحمت اله «روان» څو پرله پسې لیکنې خپرې شوې، چې په اړوند یې ما دا څو کرښې وکښلې خو د شخصي بختیاوو له امله- چې سفر پکې شامل و- بریالې نه شوم ترڅو د خپریدو لپاره یې اقدام وکړم. په هرحال،

پدې چې د لیکنې منځپانګه او موضوع لاتر اوسه په ګڼو سایټونو او وبلاګونو کې په شدت روان بحث سره ژور تړاو لري ، نو ځکه هیله کیږي چې د خپریدو په اړه یې پاملرنه وشي.  بی له شکه چې انټرنت د انسان د فکر یوه لویه لاسته راوړنه ده. ښايي یوازینې خدمت چې د هغې لپاره کیدای شي د امریکې د سي. آی. ای. منندوی واوسو هغه به «انټرنټ» وي. دا هم د یادونې وړ ده چې د ګلوبلایزیشن د اوسني عصر په راوستلو کې – که ښه وي یا بد – د انټرنټ ونډه خورا پراخه اوسیدلې ده. تاریخي پیښې او اسناد چې پخوا یا ورکیدل او یا یوازې غوره کسانو ورته لاسرسې درلود، اوس له موږ- تاسي څخه یوازې د یو «کلیک» (کښیکاګلو) په اندازه واټن لري. د بیلګې په توګه، هغه ظلمونه چې د ایران استبدادي حکومت یې له څه دپاسه دیرشو کلونو راهیسې د پټولو هڅه کوي د انټرنټ په مټ د شیبو په ترځ کې د نړۍ ګوټ ګوټ ته د مستندو انځورونه او فلمونو په توګه لیږدول کیږي. ښايي لوستونکي خبر وي چې په دی وروستیو کې څه رنګه د یو ایراني لوړپوړي، سیاسی- مذهبي اخوند ویډیو، چې د خپل مادون د میرمن سره د زنا په حال کې په پټه فلمول شوې، خپره شوه او په دی توګه چې یې «پټه په لستوڼي کې نوشله، د هغې پیالې جهان په ننداره شو». نن ورځ انټرنټ د مستبدو او مفسدو حکومتونو د رانسکورولو یوه لویه ننګوونکې آله ګرځیدلې. (البته چې له دی اسانتیا څخه د بدې ګټې اخیستنې موارد هم بی شمیره دي). خو، په هرحال، ګورئ چې سرپه دنیا موږ د «جام جم» شاهدان وګرځیدو. ده معجزه او که نه؟ نو وا��م چې «ټیټ یې مه بوله او غورځنګ ورباندې مه کړه» ځکه چې دا «لوی ګړنګ» نن سبا لوی دولتونه لاندې – باندې کوي، وګړي خو لا یو خوا پریږده. له موضوع څخه به لرې نه ځم. دا وړاندلیکنه مې ددی لپاره اړینه وګڼله چې په دی وروستیو کې زموږ د ځینو «شاه زلمیانو» جام له بامه رالودلی او پخوانۍ ټولې دعوی یې ورته دورغ ثابتې کړي. او د دی ډرامې په راسپړښتنه او په انځوریز ډول برسیره کولو کې انټرنټ لوی نقش لوبولې او د ډرامې د لوبغاړو خوب یې وروسته له ۲۰ کلوونو الوزولې او د وجدان! هینداره یې ورمخته ایښې. خو دا رسوا کسان د ښاغلي «کلنټن» په څیر (وروسته لدی چې رسوا شو) د عذر غوښتنې پر ځای – هم پخپله او هم یې ځیني حاضرباشان – راوتي ترڅو خپل عمل توجیه کړي او یا لږ تر لږه د خلکو ذهن په نورو ببولالو بوخت وساتي. زما د اوسنۍ لیکنې موخه هم د همداسي یو ښاغلي سره ده چې نه پوهیږم په دی لوبه کې د «حاضرباش» نقش لوبوي او یا مرکزي نقش پرغاړه لري. په هر صورت!د ښاغلي رحمت «روان» ځیني لیکنې مې ولوستې، چې څه موده دمخه، د یادی شوی موضوع په اړه د «سپرغۍ» په ویب سایټ کې خپرې شوي. نوموړې لیکوال په داسې حال کې د یادوشویو ويډیوګانو د لوبغاړو په دفاع راوتې او پاڼې توروي چې پخپله له اصلي لوبغاړو څخه هم د ګوند د غړو پوښتنو ته تاب او ځواب ورک دی. هغه څه په وړاندې چې چې عظیمی، علومی، وکیل، مزدک او ... لاځوابه پاتې دي، دا دی ښاغلې رحمت اله او څو نور کسان ورته دفاعیه جوړوي او په لټه دي چې ټوله قضیه معکوسه څرګنده کړي. لکه چې دا حالت د پښتو یو ځوان شاعر د شعر په ژبه انځور کړې، چې وایي :چې په خوښه زما نه ويد هغه څه نوم بدنام کړم بیا ورجوړ کړم تعریفونههرڅه سم د زړه په کام کړمموجوده لیکنه کې هڅه کیږي چې د نوموړي ښاغلي لیکوال (ر. روان) د لیکنو منځپانګه او موخې په مختصره توګه تر بحث لاندې ونیول شي. د یادونونې وړ بولم چې د ښاغلي روان سره مختنۍ پیژندګلوۍ نه لرم او هغه سره په دی لیکنه کې اختلاف یوازې د نوموړي د لیدلوري په اړه دی او له کوم شخصی تضاد څخه سرچینه نه اخلي. د ویډیو کلیپونو په اړوند د ښاغلي رحمت اله روان د لیکنو څخه څرګنده او ښکاره ده چې نوموړې پخپلو لیکنو کې له پیله تر پایه یوه خبره لکه د ژاولو په څیر ژوي او هڅه کوي چې د یادو شوو کلیپونو د لوبغاړو تور مخونه پاک کړي او پرځای یې د هغه کسانو او ویب سایټونو مخ تور کاندي چې ددی لوبغاړو د نقش په اړه پوښتنې لري او کلیپونه يې د عامه قضاوت لپاره په انټرنټ کې پرلیکه کړي. (فکر کوم چې په داسې حال کې ښه وي چې لومړې د انټرنټ مخ تور شي، ځکه چې دا فساد خو د همدې له کبله منځ ته شو. نه انټرنټ و او نه به دا هنګامه!). زه د ښاغلي روان په املايي غلطیو پسې نه ګرځم او تبصره ورباندې نه کوم ځکه چې هغه په ما پورې اړه نه لري او زموږ د بحث موضوع هم نده او همدا راز هیله مند یم چې ښاغلی «رحمت اله» (د ځواب په پلمه) زما د شخصی نیمګړتیاوو په لټه له موضوع څخه بهر «روان» نشي. روان نورو ته وایی چې څه مو «زړې خبرې» رابرسیره کړي دي؟ «دا کلیپونه دنن خبره نه ده دا تقریبا د ۲۰ کالو مخکی خبره ده». کله چې مې د روان صاحب دا خبره واوریده نو په سوچ کې ولاړم چې: سړیه دا د خدای بنده خو هم رښتیا وايي، ولی موږ زړې خبرې راسپړو او ګټه یې څه شې ده؟ خو لږ څه چې نور هم لوستلو ته ادامه ورکوم بیا ګورم چې ښاغلې لیکوال پخپله د وخت ماشین په ریورس کې اچوي او لاپسې شاته ځي او هغه کسانو ته چې دی دمخه وئیلي و چې ۲۰ کلنې خبرې خو ډيرې «زړې» دي ورته ۳۰ کلن مړي له برسیره کوي او ټولو ته وایي چې تاسي لاړ شئ او د ارواح ښاد نور محمد تره کي د مړګ جنایي قضیه وڅیړۍ چ�� «ایا هغه خپله شخصاْ امین مړ کړی او یا د امین په دستور د هغه ډلی دا جنایت تر سره کړي؟». هو، ښاغلي «روان» لکه د خپل خلیفه ګانو په څیر موږ په تورو نخوتو پسې لیږي او په دی توګه د ځان لپاره وخت ګټي ترڅو (خپل په اند) ناخبره ګوندیان راټول کړي او ځني «واحد ګوند» جوړ کړي. زه دی ښاغلي ته دا وینا لرم چې که منطق یاری نه کوي نو پریږده چې دا «باتجربه جنرالان» لکه څنګ چې ستاسي په وینا «هر وخت په هرنوع حالاتو کی [یې] دفاع کړې ده» اوس هم پخپله خپل له ځانه دفاع وکړي او خپل د کړنو ځواب ووايي. او که چیرې «روان» پخپله په دی «باتجربه» کسانو پسې د روانو خلکو څخه وي بیا نو هغه بیله خبره ده. ښاغلې روان احساس راپارونکې خبرې هم کوي. مثلا هغه کسانو ته چې په خپله یې یو وار د «آی. اس. آی. اجنټان» بولي، بیا ورته بلنه هم ورکوي چې کابل ته ولاړ شي او د هغه شهیدانو «کونډې او یتیمان» دی وګوري چې د «حافیظ اله امین» (حفیط الله امین) لخوا وژل شوي دي او که «رحم او انسانیت» لري نو د «بالاهسار د پیښې» په هکله دی څه ولیکي. ښاغلې روان، ددی خبرې معنا څه ده؟ ایا موږ داسې پوه شو چې دا کار (کودتا) د حفیظ الله امین څخه د غچ اخیستلو پخاطر ترسره شو؟؟؟ ایا هغه حکومت چې په وړاندې یې کودتا ترسره شوه د حفیظ الله امین حکومت و؟ ایا د ملګرو ملتو د سولې پلان هم د «امین» یا د«آی. اس. آی.» پلان و چې ددی شرموونکې توطئې په نتیجه کې شند کړای شو؟؟ ایا پدې دوو حکومتونو کې – چې یو یې په شورویانو او بل یې په پنجشیریانو ړنګ کړای شو – هیڅ توپیر نه شته؟؟؟ښاغلې رحمت اله روان خپل په لیکنه کې دوګنې موقف غوره کړې. نوموړې پداسې حال کې چې خپل د «واحد ګوند» د ملاتړ دپاره ګوندیان همکاري ته هڅوي او د تیرو اړیکو او ګډې مبارزې د درنښت ساتلو وړاندیزونه مخ ته ږدي خو د بلې خوا خپل د ګوند یو مصور تاریخ یوازې په همدې سبب ناارزښته بولي او ورته «پخوانی» او «ډیر زاړه» بریښي. عجبه ده، تاسو خو لکه د ملایانو په څیر، چې قران (عظیم الشان) یوازې خپل په ګټه تفسیروي، له پخوا څخه یوازې هغه څه غوره کوئ چې تاسي خپلو موخو ته نږدې کوي او پاتې یې «ډیرې زړې» خبرې او «د کرکې، نفرت او تعصب» نه ډک «تبلیغات» بولئ. دا کوم انصاف او «عدالت» دی؟ ښاغلې ر. روان چې د ۱۵۵ پرلیکه لیکنو صاحب دی او د یو کتاب د خپریدو زیرې یې هم کړې نو څرګنده ده چې پر دی طبعی اصل به تر هرچا ښه پوهیږي چې نن د پرون او سبا د نن له بطن څخه زیږي او دا هم طبعی ده چې موږ خپل نن د پرون په هینداره کې وینو او د هغې په رڼا کې د نالیدلي راتلونکي په لور د بریا په هیله خپله لاره هواروو.بی له شکه چې د ګوندیانو بیا راټولیدل او د یو لوی او یو موټي ګوند بیاجوړیدل د هیواد او هیوادوالو د ګټو سره سمون لري. دا یوه لویه او سپیڅلې دنده ده چه خاماخا باید ترسره شي. زموږ افغانانو داسې باور دی چې د هر لوی او سپیڅلي کار لومړۍ خښته باید په مبارکو لاسونو کیښوول شي. سمه ده چې په اوسني شرایطو کې د داسې پاکو کسانو مندل ګران کار دی، خو دا په دی مانا نه ده چې موږ په سیاست کې رسوا شوي کسانو پسې ولاړ شو چې سبا مو بل چاته په بل قمار کې وبایلي او بیا راته (لکه د ښاغلي علومي په څیر) د ختیځ او لویدیځ د مخالفتونو قصې پلمه کړي او په دی توګه هم ځان غلط کړي او هم نور.د ګوندیانو د یوموټي کولو لوی مسئولیت د خیانت له باره پر کږو شوو وږو تر کومه ځایه ولړل غواړئ. مګر داسې نده چې کوږ بار تر منزله نرسي؟ په دی ټول ښه پوهیږي چې د دې ګواکي «واحد ګوند» لومړي خښته ان له ۹۲ کال څخه دمخه د ملي ضدو فعالیتونو په موخه د روسانو په ملاتړ د هیواد دښمنه وګړو لخوا ایښودل شوې. او لکه څنګ چي وايي:« خشت اول چون نهد معمار کجتا ثریا میرود دیوار کج »پاتې شوه د ویډیو کلیپونه مسئله. یادشوي ویډیو کلیپونه د هیواد د روان تاریخ د یو چرخشي پړاو هغه صحنې پردې ته راکاږي چې د اغیزو په پایله کې یې « شپیته زره » بی ګناهه کابلیان د مرګ کومې ته ټیلوهل شول، ستاسي د خپل «ډموکراتیک (وطن) » ګوند لاسته راوړنې یې، چې د اوږدو هلوځلو، مبارزاتو او بی شمیره قرباانیو ثمره وه، په یو دو کې د منځنیو پیړیو د ځواکونو په ځولۍ کې ورډالۍ کړاې شوې او هیواد او هیوادوال یې د یو بل ویروونکي ناورین پر ټغر کښینول.داباید ومنو چې ښاغلې روان ځینې خبرې رښتیا لیکي خو بیایې عمدا او د معلومو موخو پر بنا خړوپړوي او غواړي چې خپل د لوستونکي پام د موضوع له محور څخه وباسي او په پیراموني چاپیریال کې یې سرګردانه کړي. ښايي د لیکنې دا طرز یې د ښاغلي نبي عظیمي څخه زده کړې وي. هغه لیکي چې: «دا دافغانستان دخلق دموکراتیګ ګوند د تاریخ یوه تحمیلی برخه ده چی دبیګانګانو [(روسانو؟)] له لوری او د هغوی د فشار په وجه په هغه مشخصه مرحله کی ورباندی وتپله شوه او د افغانستان دخلق دموکراتیک (وطن) ګوند یی د بیلتون او جلا والی سره مخامخ کړي». لکه څنګه چې وویل شول ښاغلې روان ریښتیا لیکي خو د کومې لاچارۍ په وجه، چې خپله پرې ښه پوهیږي، خبره نه بشپړوي او عمومي وضع خواته ټوپ اچوي. راځئ چې د پاسنۍ وینا په منځپانګې دا پوښتنه وکړو چې: د ګوند دا تاریخي برخه کومو «بیګانګانو تحمیل» کړه؟ او د فشارونو څخه هدف څه دی؟ او بله مهمه پوښتنه دا ده چې د دی «تحمیل» او «فشار» د عملی کولو لپاره له کومو ګوندي مهرو څخه استفاده وشوه. هغه وخت چې باید د یادوشویو ویدیو کلیپونو ګوندي لوبغاړو خپل د ګوند او ملي ګټو څخه د دفاع په لیکه کې دریدلې وای، ولی د «بیګانګانو» د لاس آله وګرځیدل؟ ایا دوی په سیاست نه پوهیدل، کمکیان ول، پرون زیږیدلي ول؟؟؟ نه داسې نه ده، برعکس دوی ښه پوهیدل خو په هغه وخت کې د دوی سیاسي محاسبه څه نوره وه. دوی ګمان وکړ چې اوس به د لیوني په کونه (وبښئ) ونه زرغونه شي او دوی به یې سیري ته کښیني او د لا لوړو منصبونو او مقامامونو خاوندان به شي. خو هغه لیونې (احمد شاه مسعود) تر ټولو هوښیار راوخته او دوی یې د ممیز د لرګیو په شان یو په یو له صحنې څخه لرې غورځار کړل. روان صیب وایي: «له کومی ورځی چی د دو ګوندونو (حزب متحد ملی او نهضت فراګیر دموکراسی و ترقی فغانستان [(افغانستان)]) ترمینځ د اتحاد او یووالی په نتجه کی د یوه [(یو)] واحد ګوند د جوړیدو اعلان وشو ورسره سم دستی د افغانستان د خلق دموکراتیک (وطن) ګوند داخلی او خارجی دښمنانو تر پښو لاندی سور اور بل شو دي».نه پوهیږم چې دلته به د «داخلی او خارجی دښمنانو» څخه د ښاغلي لیکوال موخه کوم کسان وي ولی تر کومه چې د پورته یادو شویو «دو ګوندونو» د «اتحاد او یووالي» پورې اړه لري باید ښاغلي لیکوال ته ورپه یاد کړل شي چې د دی دوه ګوندونو د رهبرانو د یووالی قصه څه نوې خبره نده بلکې همدا د بحث لاندې ویډیو کلیپونه یې موږ ته په یادوي چې دوی په ۱۳۷۱ کال کې د یو مشترک اقدام لپاره – چې موږ یې توطئه او تاسي یې د «بیګانګانو فشار» بولئ او په خپله دا لوبغاړي یې «افتخار» بولي – یو موټي شوي ول تر څو د وخت جمهور رئیس ترور، د ملګرو ملتونو د سولې پلان شنډ او د شمالي ټلوالې په وجود ��ې د شورای نظار په مرسته د قدرت په ګډۍ خیټه واچوي، چې لومړې هدف یې نیمګړې، دوهم یې – له بده مرغه – ترسره او په دریم کې بې برخې پاتې شول. څرګنده ده چې د نوموړو («متحد...» او «نهضت») ګوندونو په لیکو کې د ګوند ډیر پاک غړي هم موجود دي چې د ۱۳۷۱ کال په توطئه کې ښکیل نه ول مګر بیا هم د ځینې مصلحتونو په وجه او یا هم د ناپوهۍ په عالم کې په دوي پسې «روان» دي، خو هیڅ سالم سیاستوال د تاریخ ځپلو او په رسوا «رهبرانو» پسې نه ځي. نو په ډاډ وئیلې شم چې د دوې د ملګرتیا عمر به اوږد نه وي. د جمشید «پایمرد» اقدام د دی خبرې د پخوالي لویه بیلګه ده. ښاغلې لیکوال په بل ځای کې وایي: «ددی ضرورت نشته چی د دشمنانو په خوله په اوس اساس وخت کی په دی زاړه شوو او تر وخت تیرو ویډیویی کلیپونوباندی بازی وخوری او د واحد ګوند دجوړیدو دلاری خنډ وګرځیږی». بیا هم وایم چې اتحاد ښه خبره ده او نیک کار دی. خو که د اتحاد میښه په اتحاد ماتوونکو لیوانو وسپارئ نو خاورې به یې تر منزله ورسوي؟ اصله خبره داده چې د دی په اصطلاح رهبرانو نغاره له بامه لویدلې او رښتینې څیرې یې رابرسیره شوي نو ځکه دا وار یې د «اتحاد» پلمه مخ ته کړې او نارې وهي چې دا ویډیوګانې خو زموږ د توطئې صحنه نه ښکاره کوي بلکه د ویډیوکلیپونو د خپرلو عمل په خپل ‌ذات کې د ګوند د «وحدت» په وړاندې یو توطئه ده. ایا پرته له دی کودتايي عناصرو وحدت ناشونې دی؟ اصلاْ دا کودتایي ډله خپل د ګوندونو غړو ته مستقیم او نامستقیم اختارونه ورکوي چې که چیرې د کودتاچیانو برخلیک د ویډیو کلیپونو د واقعیت پربنا وټاکل شي نو دابه د ګوند د وحدت د برخلیک په معنا وي. ددی همدې لپاره هدایت ورکوي چې دا فلمول شوي واقعتو بی اهمیته وګني. او په تیره بیا کوم وحدت؟ طبعی ده چې هغه «وحدت» چې دوي یې سناریو جوړه کړې. ښه مبارک. خو لږ تر لږه مو خو پر دی پوه کړئ چې دا کوم نوې «وحدت» دی که د ۱۳۷۱ کال د وحدت ادامه ده؟په اصل کې د دی ویډیو کلیپونو خپرول نه یوازې دا چې د کوم اتحاد او یووالي په وړاندې توطئه نه ده بلکه پخپله یوه لویه تاریخي توطئه بربنډوي او د مترقی «نهضت» د مدعیانو نقابونه څیروي او د اصلی اتحاد په لور زموږ لاره هواروي. دا هم رښتیا خبره ده چې هغه څه چې د ویدیوکلیپونو د لیدلو څخه وروسته ثابیتږي کومه نوې خبره نده. د ۱۳۷۱ کال د شمال د توطئې په اړه خورا زیات اسناد، لیکنې او کتابونه د مخه خپاره شوي ول چې ددی لوبغاړو د رول په اړوند پکې ډیرڅه کښل شوي. خو دوی پرې منکر ول او وئیل به یې چې: نه صیب موږ خو معصومې موسیچې یو، ملامت خو هغه سړې و آ چې په دار شو، که موږ ملامت وای نو داسې به په هسکه غاړه په افغانستان کې نه ګرځیدو او داسې به مو «فراګیر» او «متحد» ګوندونه په افغانستان کې نه راجستریدل او زموږ د غور لالا د کمکي ورور («بریالی») جنازې ته به «محقق» په شتاب نه دانګل. خیر په هر صورت، دا خبرې نه خلاسیږي. ښاغلې روان موږ په هغه صورت کې یو د بل پر خبرو پوهیدی شو چې خپل ځایونه بدل کړو. یعنې تاسي باید د دی پیښې د څیړنې او پوهیدلو لپاره د افغانستان ملي ګټې معیار وګرځوئ تر څو هغه څه ووینئ چې په دی لیکنه کې یې د وئیلو هڅه شوې او همدا راز څوک باید د یو کودتاچې او توطئه کوونکي په پوزیشن کې ځان مجسم کړي ترڅو ستاسي په څرګندؤنو هغسې پوه شي چې تاسي یې غواړۍ. پای