حزبی وحدت دحزب دټولو غړو غوښتنه ده

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

ملی یووالی،ملی تفاهم،اتفاق ، اتحاد اوبالاخره ګوندی وحدت دهیچا شخصی غوښتنه کیدای نه شی او نه دزور له لاری پر چا باندي تحمیل کیدای شي دا دیوه هیواد دوګړو مشترکی هیلی ، ارزوګانی او غوښتنی دی چی د نوموړی هیواد دټولو خلګو ارزو ګانی او هیلی په کی دتل لپاره نغښتی او ساتلي وي

دهیواد وګړي دکامیابی ، خوشبختی بریالیتوب په لوري بیله تعصبه دیوه اوبل سره دښه ژوند کولو ا وهیواد ته دښه خدمت کولو په خا طر سره یو ځای کیږي، همداراز  ملی یووالی او مشترک تفاهم او وحدت دیوه هیواد دمادی او معنوی ارزشتونودساتنی او په هیواد کی دیوی سالمی رهبری اوغوره لیډرشیب درامینځ ته کیدو په خاطر تر ټولو غوره او بهتره لاره ګڼل کیدای شي .
متا سفانه  زمونږدګران هیواد افغانستان خلګ  دملی یووالی،ملی تفاهم اوګوندی وحدت دنه درلودلو په یوه ستره سیاسی خلا کی شپی او ور ځی سبا کوي او دژوند په ډیرو سختو لحظو کی دپردیو په لمسون دیوه او بل په مقابل کی استعمال شوی او لاهم استعمالیږي دافغانستان دیوه ډیر عادی وګړی ځخه نیولی تر ولسمشر پوری دپردیو له لور ي په مختلفو نومونوهره ور خ د تهدید او فشار سره مخامخ کیږي دسولی پرځای جنګ،،ددوستی پرځای دښمنی،دسالمی اداری پرځای رشوت او اداری فساد،دوضعی دښه کیدودرغنده پيشنهادونو پر ځای دیوه اوبل پر ضد توطیی او دسیسی،ددتیروناوړواختلافاتو دهیره ولو پرځای ونوواختلافاتو ته لمن وهل او دزړو زخمونو دوباره تازه کول ټول هغه ځه دی چی دافغانستان دخارجی دښمنانو له لوری تر سره کیږي دا ټول هغه ځه دي چی زمونږ هیواد او خلګ نور هم دمرګ وژورو کندو ته ټیل وهی ددی ټولو نا خوالو علت په افغانستان کی دملی یووالی اویوه سیاسی دموکراتیک  واحد ګوند او حزبی وحدت نه در لودل کیدا شی.
ما هیځکله هم داسی کوم مطلب نه دی لیکلی کوم چی ځینو دوستانو په جواب کی لیکلی دی چی((کودتایی ډله غواړی وښایی چی د ګوندی وحدت برخلیک ددوی سره تړلی دي)) ما ځو ورځی مخکی یوه بله لیکنه تر دی عنوان لاندی درلوده چی ((تاریخ یوه پاڼه اویا فصل کیدای نه شی)) چی ځوک دی حکم وکړی بلکی دعادلانه قضاوت په خاطر باید دتاریخ ټولی برخی مطالعه شی، هیله لرم که زحمت نه وی بعضی دوستانو که تر اوسه وما هغه لیکنه نه وی لوستلی هغه یوځل دسپرغی په ویب سايټ کی ولولی پس له هغه ممکن دځینو بعضی غلط ګمانونه رفع شی او ښه اوبد دیوه اوبل سره بیل کړي،زه دهیځ خاصی ډلی اویاګروپ  په طرفداری باندی خبری نه کوم زما هدف عام دی دټولو افغانانو او دحزب دټولو غړو ځخه می تقضا داده چی ټولی هلی ځلی مو باید په افغانستان کی دملی یووالی ،ملی تفاهم اویوه غښتلی سیاسی دموکرات واحد ګوند دجوړیدو په خاطر متمر کزی وي اودافغانستان دنجات یوازنی لاره هم همدا کیدای شي اوبس.
داچی کودتایی ډله ځوک دی او ځه غواړی په دی باب مخکی ډیری ځیړنی او لیکنی تر سره شو ي دی اوپه دغه باب د قضاوت کولو حق تنها دافغانستان خلګ لری، نه یوازی څو محدود دګوتو په شمار متعصیب حزبی شخصیتونه چی دافغانستان دبیګناه خلګو په وینو یی لاسونه ککړ دي، دخلګو پر شخصی داریویی اود بیت المال په چور او چپاول باندی تورن دی،چی همدا اوس دافغانستان ځخه تیښتیدلی اوبیرته په افغانستان کی دژوند کولو امکان نه لري،دغه ډله هیځکله هم نه غواړي چی په افغانستان کی یو قوی سیاسی دموکرات واحد ګوند جوړ شی دوی دهری ممکنی ناوړه لاری غواړی چی  ددغه اقدام جلوګیری او مخه ونیسی په دی خاطر دحزبی غړو تر مینځ وتو طیو او دسیسو ته په پرخه پیمانه لمن وهی ددی ګټه په هم دی کی ده چی اوبه همیشه خړی کړي  او دحزب دغړو توجه دخپلو ځانونو ځخه بل طرف ته وګر ځوي، زه  بیاهم دومر ه اضافه کول غواړم چی دکودتا ډله پر ځای چی ښاغلی غورځنګ صافی لیکلی دی باید کو دتایی ډلي ولیکلی شی ځکه چی دافغنستان دخلق دموکراتیک ګوند په ۴۵ کلن تاریخ کی یوازی یوه ډله او یایو ګروپ نه ؤ چی کودتا دی کړي وي اویا دی وتوطیو او دسیسو ته لمن وهلی وی بلکی داسی ناوړه ډلی او لاسونه ډیر ؤ او اوس هم شته چی لا تر اوسه پوری یی هم زړونه په توطیو او دسیسو یخ شوی نه دي، او په هغه پخوانیو د توطیو او دسیسو نه ډکو لارو بیاهم روان دي لا نورهم په هغه زړه او ناکامه لاره قدمونه ږدي او دحزب غړی دخپل ځان په ګټه په یوه نامه اوبل نامه سره ویشی او غواړی ددرواغو اوجعل کاری له لاری په خارجی ملکونو کی خپل ځانونه وکاذب شهرت ته ور سو ي،لکه چی په یوه انترنیتی جعل کاره پا ڼه کی می ولوستل چی دپا ڼی چلونکی دحزبی فعا لینو په نما ینده ګی ځینی وختونه په خپل نامه اعلامیی نشرو ي او لیکلی دی چی دفلانی ښار دحزبی فعا لینو دکیټی په نما ینده ګی اوداسی نوری.... لیکنی ، ولی باور وکړی په هغه ښار کی چی دغه ښاغلی اوسیږی دځوحزبی ملګرو سره می تما س ونیوی او ورځینی ومی غو ښتل چی ستاسی په ښار کی دحزبی کمیټی دغړو اعلا میه می ولوستله باور وکړ ي چه هغه ملګری په خندا شو او په هیځ هم خبر نه ؤ او را ته یی وویل چی په دغه ښار کی زه یو ځونفره حزبی غړی پيژنم چی بیله  کوم حزبی ارتباط ژوند کوی او شپه اوورځ په خپلو شخصی کارونو مصروف دی دلته نه کومه حزبی کمیټه شته او نه هم مونږ کوم نما ینده لرو وروسته ما ور ته دهغه ښاغلی نوم معرفی کړی چی غواړی دځان ځخه نوی رهبر جوړ کړی بیا هم باور وکړي چی هغه راته وویل چی په دی نامه مونږ دلته ځوک نه پيژنو،
نن ورځ نسبت ټولو وختونو ته  وګوندی یووالی ته ضرورت احساسیږی هغه شخصیتونه چی ودغه هدف ته درسیدو په خا طر شپه او ور ځ هلی ځلی کوي ددی سره مر سته دحزب دټولو غړو ایمانی او وجدانی وظیفه ګڼم ،د حزب وفاداره غړی خپل ځانونه باید په بی جهته او بی فایدی خبرو اوتر وخت تیرو موضوعاتو باندی چی دحزبی غړو ترمینځ کومه خاصه نتجه نه لری جز بدبینی او دښمنی مصروف نه کړی ،ټوله توجه باید ددی ته جلب شی چی ځرنګه کولای شو دافغانانو تر مینځ دملی یووالی او ملی وحدت وستر ارمان ته ځانونه رسه ولی شو زما په نظر ودغه هدف ته درسیدو په خا طر تنها یوه لاره شته چی هغه په یوه قوی سیاسی دموکرات حزب کی دټولو حزبی فعا لینو او دهیواد دټولو ملی شخصیتونو راټولیدل او یو ځای کیدل دي،دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند په داخل کی ،دپردیو اجنتان،کودتا چیان،دبیګناه خلګو قاتلان،چپاولګران،توطیه ودسیسه بازان،اوتجارت پیشه اشخاص کم نه دی دهغوی دوجود ځخه دافغانستان دخلق دموکراتیک یا هم دیوه واحد ګوند دلیکو پاک ول دحزب دوفادارو غړو تر مینځ ومکمل اتحاد ،یووالی او وخت او زمان ته ضرورت دی تر اوبو دمخه باید خپلی پښي لو ځی نه کړو،اتحاد او یووالی دپیروزی یګانه لاره ده .وسلام رحمت اله روان