په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې احتجاج ليک

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سويډن دمالمو ښار

د ۲۰۱۰ داپريل  ۱۵

دبشر دحقوقونړيوال سازمان دايران ددولت لخوادافغانانوسره  دوحشيانه اوغيري انساني کړنوپه وړاندي ولي چوپتياغورګړې ؟

انسانيت ،بشردوستي او اسلامي ورورگلوی دې ته وايي ؟

 

داهم د ايراني چارواکو لخوادافغان ولس سره داسلامي اخوت بېلگه

دڅولسيزوراپدې خوادنورومصيبتوپه څنگ کښي دافغاني کډوالوسره په ايران کي ددولتي چارواکولخواډير غير انساني اوغير اسلامي کړنې کېږي ،ددغووحشيانه تيريودقربانيانوچيغي په دوامداره توگه دآزادی راډيواوهغوافغاني تلويزيوني پروگراموله لاري چي له بهره نشرېږي دټولونړيوالوتر غوږوپوري په دوامداره توگه رسېږي ،مگر متاسفانه دايراني اخوندانولخوادافغان کډوالوپه وړاندي  ددغووحشی کړنواو بشری ناورين دمخنيوی  اوختمېدوپه خاطردملگرومتودسازمان په گډون دهيچااوهيڅ کوم نړيوال سازمان لخواکوم اقدام ندئ سوی .ځکه خودغوايراني اخوندانودهرڅه په مقابل کي معافيت پيداکړی اودټولونړيوا لوا صو لو خلاف هر هغه څه کوي کوم چي دوي ئي غواړ ي  .

دادی اوس ئې ددغوبشري حقوقوخلاف  کړنوسرحد  پر خپل سر دخپلو غير عادلانه محکودپرېکړوترنامه لاندي دافغانانوعلني ډله ايزواعدامو ته راورسيد .

دلاسته راغلوکره معلوماتوله مخې همدا اوس  (( ۵۰۰۰ ))  زيات افغانان د ايراني  زندانو په تورواو تاريکو کوټوکي دډيري مودې  راپدې خواشپي اوورځې سباکوي . دهغې جملې نه ئي د اېراني چارواکو د تېري مياشتي  د اعلان  له مخې ((  ٣٠٠٠ )) افغانان چي په تيرو څو کلونو کي د قاچاق په تور نيول سوي وه دپېژندل سوو وحشيانواوماهروسړي وژنکو قاضيانو دمحکمې لخواپه اعدام محکوم سوئ دي، دغو راپورونو په ټوله نړی که دهر احساس لرونکی انسان  وجدان ته ټکان ورکړ .

په ايران کې پداسې شرايطوکي افغانان په وحشانه ‌بڼۀ اعدامېږي  چې  تنهاڅو اونۍ وړاندي ددې هيواد مشر احمدي نژاد د دوستانه سفرپه نامه کابل ته راغلی واودلته ئي زموږ په کورکي  پدې بهانه چي دافغان ولس سره خواخوږي لري  په ډيره بې شرمۍ سره ستونۍ پدې خبروڅيري کړ چي گويابهرنيان بې گناه افغانان وژني .  دده په ويناامريکا دوه مخۍ سياست کوي، خوخپله دوه مخي اوغيراسلامې څېره دوجدان په هنداره کي نه ويني! داخودخواه اوځان غوښتونکی  اوداسلام پر نامه ماهر ،پېژندل سوي اوتاريخي سوداگر افغانان دخپلي هغي وعدې  خلاف اعداموي کوم چي دواړو هېوادونوتر منځ  داسې تړونونه لاسليک سوې ده ،هلته ليکل سوی  که ايران يا افغانستان د يو بل وگړي دکوم ۍرم په توردمحکمې په حکم  اعداموي نوبايد يودبل دولتي اړونده چارواکو دپوهاوي اوخبرتيا  لپاره اړين معلوما ت ورکړ ل سي .

دبهرنيو چارو دوزير دمخکنی ويناپر اسا س ايران حکومت دامنلې وه چي ټول افغان بنديان افغاني لوري ته وسپاري مگر دايران دولتي چارواکي په خپله دغه وعده وفاونه کړه ،ددي پر ځاي چي هغوي افغاني لوري ته وسپاري تر اوسه ئي بېله کوم دليل نه دخپلي تعصبي محکمې دپرنسيپونوپر بنياد ۴۵ نفره داعدام په نامه په شهادت ورسول اوپه ډيره بې شرمی اوسپين سترگۍ سره  داعدام سو له کورنيوڅخه دهرمړي دجسد دسپارلو په بدل کي  ئې د  دوه ميليونه تومنه غوښتنه پيل کړېده .

دايران ددولت ددغه افغان  دښمنه سياست اوکړنوپه وړاندي د افغان حکومت  داډول ساړه غبرګون  هم ټوله نړۍ حيرانه کړېده ،اوداسوال ئي راپورته کړی چي کېداي سي افغان  دولت پدې ډول خپلي ملي گټي  اود خپل هيواد د اتباعو ژونداوحقوق په بهرنيو هيوادوکي خوندي  اوله تېری نه  وژغور ي ؟

موږدبهرنيو چارو دوزارت دغه ډول  بې مسوليته څرگندونې چي وايي ايراني چارواکودومره زيات نه دي اعدام کړي ،دافغان ولس دغوښتنو اوحقوقوخلاف اودافغانا نو افتخاراتواونړيوال اعتبارته سپکاوی بولو .

که له نوروهېوادونه غواړوچي زموږ دهيواد اتباع په افغانستان کي محاکمه سي  بيانوولي دايراني جلادی اخوندانوڅخه داغوښتنه نه کېږي؟؟؟ ددې پر ځاي چي له هغوي سره ددې وحشانه اوغير انساني عمل په مقابل کي دسياسي اړيکوپر دوام خبري وسي ،متاسفانه زموږ ځيني دولتي چارواکي دهغوي دوحشيانه کړنوددفاع اوسپيناوي  لپاره بې منطقه  دليلونه راوړي .

مگر افغانان  اودبشري ټولنې غوڅ اکثريت داسوال کوي چي :

۱/  دايراني چارواکو ځان غوښتونکی سياست دپلي کېدودغه ډول بڼه دنړيوالونورمونواوښه گاونډيتوب له اصولوسره برابره ده؟

۲/ ايادا((۳۰۰۰)) کسان په رښتياسره مجرمين وه ؟اوددوي  محاکمې عادلانه وې او کنه ؟

موږته له ايران څخه راغلو افغان کډوالوداسي قيصې هم کړې، که چيري هغه افغان زلمی اوځوانان  چي ددوي دڅارگرواداروتردوربين لاندي راسي اوغواړي هغه په افغانستان ،عراق اويامنځني ختځ کي داسلام څخه ددفاع په نام دپوځی عملياتولپاره وروزی ،له ايراني چارواکوسره داوړانديز ونه مني اوياله تعليم گاه نه وتښتی کله چي ددوي پلاس ورسی نودنشه ئي توکودسوداگروپه نامه ئي په اعدام محکومه وی اويائي پر خپل سره دسحرايي محکمې پر بنيادله منځه وړي .

۳/ ايراني چارواکي داثابتولاي سي  چي دغوتورنوکسانو  مدافع وکيلان لرل اوکه نه؟

۴/ دنړيوالومنل سوو ديپلوماتيکو نورومونوپر بنيادکله چي دغه افغانان په مختليفو وختو کي  دايراني چارواکو لخوا ونيول سول ،ايا دوي ته داحق ورکړه سوچي په ايراني کي دافغاني ديپلوماتيکو ادارو سره تماس ونيسي  اوله هغوي نه دخپل حق ددفاع په خاطرمرسته وغواړي ؟

۵/ ايادبشردحقوقونړيوال سازمان اويا نړيوال سره صليب ته داحق ورکړه سوی چي له دغوزندانيانونه په مطمينه او ارامه فضاکي پوښتنه وکړي چي ولي دوي بنديان سوی دي ؟ اوداسي نوري په لسهاوپوښتنې چي زموږ په باوربې جوابه  به پاته سي .

ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه چي  دڅوکالو راپدي خواپه افغانستان اوسيمه کي سياسي ،پوځی اوټولنيز حالات له نږدې څاري  اوتل ئې دافغانانودبرخليک اوبشري حقوقودپايمالېدوڅخه  ددفاع په خاطر خپل نظر اوغبر گون  اعلان کړی ، داځل هم له ټولواړونده نړيوالوسازمانو اوافغان دولت نه په کلکه اوجدي غوښتنه لري چي :

۱/ پدافغانستان  دولتي  دا ړونده ارگانو له مسولينوڅخه جدې غوښتنه کووچي دولتي دندي دملت  اوملي گټو دساتلولپاره سرته ورسوي .دولتي ادارې دملت په وړاندي حقوقي ،سياسي  او اخلاقي مسوليتونه لري چي سرته رسولې ئي دهردولتي چارواکي  ملي اوقانوني دنده بلل کيږي .يودولت هغه وخت دخلکو لپاره دمنلو وړدی کله چي ددوي لپاره دعادي او انساني ژوند امکانات  برابرکړي اوپه   نړيوال ډگرکي دهغوي له ملي گټواوبشری حقوقو نه دفاع وکړي .

داچي ايراني چارواکي دافغانستان سره کړې لوزنامې ترپښولاندي کوي اوپه ټوله ځان غوښتنې سره دټولومنل سوو نړيوالو نورمونوخلاف ئي ۴۵ افغانان اعدام اوداعدام دالړئ به تر هغو اوږدېږي تر څودايراني چارواکوپه وينا۳۰۰۰ نفره له طبعي حق اوژوندڅخه پدې خاطرمحروم سي ترڅوڅرگنده کړی چي دوي پر خپل سره بې له کوم ډارنه څومره وحشيانه کړنې ترسره کولاي سي .افغان دولت حق لري دخپلو اتباُعوله حقوقوڅخه ددفاع په خاطر دملگرو ملتواونورونړيوالو سازمانوله لاري ددي وحشت ددرېدو غوښتنه وکړي .

۲/ ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه په افغانستان  کي د کورديپلوماتيک مشرتابه  او په ځانګړي توګه د ملګرو ملتونو سازمان  سرمنشي ،دامنيت شورا، اروپايي ټولنې دبشردحقوقونړيوال سازمان ،داسلامي هيوادوکنفرانس سازمان ،شانگهاي تړون غړي هيوادواوپه ځانگړې توگه دروسيې له ولسمشرنه  په کلکه غوښتنه کوي چي دافغان کډوالوپه وړاندي دايراني چارواکودا  غير انساني عمل ،نړيوال  جرم اوپربشري حقوقو باندي تيری وبولي اودهغه په ټپه درېدوغوښتنه وکړي  .

۳/ دنړۍ په  ټول هيوادوکښي دبشری احساس له خاوندانوغوښتنه لروچي  ايراني اخوندان دډله ايزي وژنې دمجرمينو اونړيوالوقوانينوڅخه دسرغړونکوپه توگه  دمځکې پر مخ هر انسان ته وپېژندل سي .

هرې خواددوي پر خلاف دنفرت اومخالفت اوازونه پورته سي . دوي نۀ يوازي افغانان وژنی بلکي بې شمېره هغه بېگناه ايرانيان  چي له دو سره موفق ندي هم له تېغه تيره وي، چي څوک پرې خبرنه دي .

۴/ دملگروملتودامنيت شوراڅخه غوښتنه کووچي دايراني چارواکولخوادافغان کډوالوسره ددغه ډول بشری ضدکړنوپه مقابل کښي دغوسرکښوته امنيت شورالخواديوه ځانگړې بنديز په لگېدوسره شرمېدونکې جزا ورکړل سي .

۵/دملگروملتوسازمان بايددايران لخواداټومي فعاليتودمخنوی په څنگ کي پدې هيوادکي  پر بشري حقوقوباندي دتېری مسله هم په همدې پيمانه  ترجدي کنتر ول اوڅېړني لاندي ونيسي  .

۶/ داد افغانستان د علماو شورا،پارلمان ،دبشردحقوقوددفاع سازمان  ،تش په نامه مدنې ټولنې اوسياسي گوندونه ،دادجهادي تنظيمورهبران  اودبشردحقوقومدافعان ولي چوپه خوله ناست  اوپه ايران کي دافغان غيرتی ولس دبې عزتۍ  او وژنې ننداره کوي ؟

۷/ په ټوله نړۍ کښي  له فرهنگی ټولنواوافغان کډوالوڅخه هيله کوو چي دخپلو زورېدلواوکړېدلوکډوالوله رواحقوقوڅخه ددفاع په خاطردايراني چارواکوپه وړاندي خپل دنفرت اواز او ځيغه پورته کړي .

 

په سويډن کي ددوستی فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب حبيب الله غمخور

يادونه :

د احتجاج  ليک يوه کاپي په افغانستان کي دملگروملتوسازمان ځانگړې استازي دفتر يونما،داروپاپارلمان دنړيوالو اړيکوجرگه گۍ ، دامريکابهرنيو چارو وزارت  اونورواړونده سازمانوته ولېږل سوه .