دایټالوی کارکونکو په نیونوکی بریتا نوی ځوکونو لاس درلود

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

دافغانستان ولسمشر حامدکرزي دشنبه په ورځ دافغانستان او پاکستان لپاره دايټاليا له ځانګړي استازي ايتيليو ماسيمواينوچي سره دجمهوري رياست په مقر کې وکتل ، دمعلوماتو له مخي  په دې کتنه کې د لښکرګاه ښار په ايمر جنسي روغتون کې د وسلو او چاوديدونکو توکو د شتون په خاطر ددغه روغتون ديو

شمير ايټالوي او افغان کارکوونکو د نيونې دموضوع په اړوند خبرې وشوې . دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس په دې بيان سره چې دتروريستي بريدونو د ترسره کولو لپاره دهلمند ولايت د ايمر جنسي روغتون د بهرنيو او کورنيو کارکوونکو د هڅو په باب د ادعا ګانو په برخه کې څيړنې دوام لري ددغه بهير په شفاف والي باندې ټينګار وکړ او ډاډ يې ورکړ چې دقانون په چوکاټ کې به عادلانه څيړنې او تحقيقات وشي . دهيواد جمهور رييس دغه راز وويل که چيرې ددغو څيړنو نتيجه طرحه شوي ادعاګانې تاييدې کړي دافغانستان خلکو ته به سخت تکان ورکوونکى وي . دغه راز جمهور رييس کرزي دايټاليا او افغانستان اړيکې لرغوني وبللي او څرګنده يې کړه چې دايمر جنسي روغتون پيښه يوه جنايي مسئله ده . او ددواړو هيوادونو په اړيکو باندې به کومه ناوړه اغيزه ونه لري . په مقابل کې د ايټاليا ځانګړي استازي ددغې پيښې په شفافو او عادلانه څيړنو باندې د ټينګار په ترڅ کې ددغه هيواد دصدراعظم سيلو يو برلوسکوني ليک دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس ته وسپارل . دافغانستان او پاکستان لپاره دايټاليا ځانګړي استازي دغه راز ټينګار وکړ که چيرې طرحه شوي ادعاګانې سمې ثابتې شي دايټاليا خلکو او حکومت ته به هم تکان ورکوونکى وي . ده دغه راز وويل چې دايمر جنسي روغتون دايټالوي کارکوونکو نيونه او تحقيق ددواړو هيوادونو په دوستانه اړيکو باندې کومه اغيزه نه لري
دبله طرفه د ایمرجنسي په نوم د ایټالیا خیریه موسسې د جمعې په ورځ وویل چې د افغانستان په هلمند ولایت کې د دې موسسې د کارکوونکو په نیونه کې به ښايي بهرنیوپوځیانو په تیره بیا بریتانوي ځواکونو لاس لرلی وي
د ایمرجنسیي موسسې ،چې مرکزي دفتر یې د ایټالیا په میلان ښار کې دی، یو ډاکتر، یوه نرسه او یو لوژیستیکي مامورپوره یوه اوونۍ دمخه (شنبه/اپریل۱۰)له خپلو شپږ افغان همکارانو سره ونیول شول او پر دوی تور پورې شو چې په هلمند ولایت کې یې د ځانمرګو بریدونو او د دې ولایت د والي ګلاب منګل د وژلو دسیسه جوړه کړې وه دا کسان د لشکرګاه په ایمرجنسي روغتون کې ونیول شول او د هلمند د ولایتي چارواکو په وینا له هغوی سره د ځانوژنې واسکټونه، لاسي بمونه او تمانچې موندل شوې دي
د بریتانیا دفاع وزارت ویلي چې د ایټالیایانو د نیولو په عملیاتو کې نړیوالو ځواکونو برخه نه لرله خو د هلمند د والي په امر بریتانوي سرتیری روغتون ته لیږلی شوي ول څود ایټالویانو او افغانانو له نیولو وروسته د روغتون ساتنه وکړي
د ایمرجنسي موسسې موسس ګینو سترادا وویل : ډېر احتمال شته چې د نړیوال ایتلاف ځینوغړیو هیوادونو دې په دې نیونو کې لاس لرلی وي اویا دې لږ ترلږه د نیولو په باب په پرېکړه کې شامل وي
ده زیاته کړه د انګلیستان(بریتانیا) حکومت څرنګه جرات وکړ چې خپل وسله وال پوځیان د ایټالیايي این جي او له لوري فعال شوی روغتون ته ولیږی ؟
ښاغلي سترادا چې په روم کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې پوښتنه وکړه : که ایټالیايي پوځیانو د بریتانیانوالو له لوري په کوم جوړ شوي روغتون دا ډول برید کړی وای ، څه به پیښ شوي وو؟
امیرجنسي موسسه غواړي چې  په روم کې د درو ایتالویانو د خوشي کېدو لپاره مظاهره وکړي
سترادا وویل چې د دوی د روغتون کارکوونکي بالکل بې ګناه دي اودرې لکه څلوېښت زره خلکو د دوی د خلاصون لپاره یو تومار لاسلیک کړی دی
په روم کې د ایټالیا د بهرنیوچارو وزارت وویل چې یو ایټالوی مقام په کابل کې د درو ایټالویانو د لیدلو لپاره محبس ته ورغلی وو. د هغه په وینا درې واړه روغ جوړ ول .
ایمرجنسي له ۱۹۹۹ څخه په افغانستان کې فعالیت کوي او د لشکر ګاه په روغتون کې د هرچا درملنه کوي
د دې موسسې مقاماتو مخکې ویلي وو چې د دوی کسان د دې لپاره نیول شوي چې دوی د طالبانو درملنه هم کوله
ایمرجنسي په خپل روغتون کې د وسلې د موجودیت په باب توضیحات نه شي ورکولی خووايي چې ممکن د دې روغتون کوم افغان ساتونکي به د رشوت یا تهدید په وړاندې وسلې او چاودونکي مواد د دوی په روغتون کې پټ کړي وي
په هر صورت اوس دې ته اړتيا ده چې افغانان د خپل هیواد د برخليك په اړه په ګډه د مسووليت احساس وكړي، په دې برخه كې يوازې ولسمشر او حكومت مسوول نه دى، يوازې دولتي ارګانونه مسووليت نه لري، هغه مشران او سياسي شخصيتونه هم همدومره مسووليت لري چې تر اوسه يې يوازې امتياز تر لاسه كړى دى خو د مسووليت له اوچتولو اوږې سپكوي. افغانستان د ټولو شريك كور دى، او د دې كور ويرونه او وياړونه د ټولو افغانانو شريك دي، خو بهرنيان نه زموږ د وياړونو شريك دى او نه د مسووليتونو پای رحمت اله روان!