د كوچيانو او هزاره ؤ ستونزو ته باید سیاسی رنګ ور نه کړل شي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
رحمت اله روان
متاسفانه په وردګو ولايت كې د كوچيانو او هزاره وو تر منځ د لومړۍ جګړې نه وروسته يو ځل بيا جګړه شوې ده چې مړي او ټپيان هم لري ،دکوچیانو او هزارو تر مینځ په تیرو اتو کلونو کی څو ځله دغسی جګړی رامنځ ته شو ي دی هر ځل ددغی ناوړه معضلی دحل لپاره  دهیواد دولسمشر له لوری ځانګړی کمیسیون او پلاوی ټاکل
شوي دی خو دغه ستونزه  لا تر اوسه په اساسی توګه نه ده اواره شوی.
په دې بايد ټول لوري ښه و پوهيږي چې افغانستان د ټولو افغانانو شريك كور دى، په دې شريك كور كې هیځوک د بل د حق د غصب حق او واك نه لري، د كوچي او هزاره اوسنى ستونزه هيڅكله په عاجل بنياد او داسې ګواښونو معقول حل ته نشي رسيداى چې ځينې ډلې او افراد يې هڅې كوي. ،که چیری داسی وایی تیر کال خو دغه مساله دولسمشر کرزي له لوری حل شوه چی کوچیانو له بهسودو ځخه را وګرځیدل ,بیا ولی دغه پيښه تکراریږي داځکه چی تر اوسه پوری اساسی حل نه دی پيدا شو ي او په دغه پروسه کی دوا ړه لوری ، اوسنی دولت او هغه کمیسیون چی ددغی معضلی دحل په خاطر ټاکل شوي دی ملامت بولی
د کوچيانو او هزاره ګانو ترمنځ له شخړو نه په تیرو او اوس دواړو حالاتو کې سياسي ډلې او د شرايطو زېږند هغه قومي مشران ګټه پورته کوي، چې په همدغسې کړکیچنو او قومي او سياسي شخړو کې خپل مشرتوب او پايښت ويني. په تیرو او اوس دواړو وختونو کې دا هم په ډاګه شوې، چې هغوي له دا ډول قومي شخړو نه د خپلو ځانونو او خپلو بادارانو په نفع کار اخستي دي. په دې منځ کې ولس دي، چې د نورو د ناولو اهدافو د پليتابه په لار کې قرباني کيږي.
سره له دې چې دا مسئله يوه حقوقي مسئله ده، خو په دې وروستيو کې هڅه شوې چې له دې مسئلې سياسي ګټه پورته شي او ويل کيږي چې په دې مسئله کې بهرني هیوادونه لاس لري چې د ايران نوم په کې تر ټولو وړاندې راځي ، په دی خاطر چی نوموړی هیواد تلاش کوی چی نوموړی موضوع ته سیاسی رنګ ور کړی تر ځو دعامو افغانانو تو جه دهغه عمل ځخه کوم چی د بی ګناه افغانانو اعدامول په ایران کی دي دخپل ځان ځخه ودی اختلاف ته واړه وي او افغانان په خپل مینځ کی په جنګ دتل په شان مصروف وساتی ، لکه ځرنګه چی معلومه ده هر ځل ددغی معضلی د مطرح کیدو سره سم په کابل کې يو شمیر کسانو چې ځانونه د کوچیانو او هزاره وو مشران بولي، په اړونده قومونو کې د نفوذ پيدا کولو لپاره دې دې مسئلې ته سياسي رنګ ورکړى او دا مسئله يې پر دولت د فشار په توګه هم کارولې ده. اوس هم ددې خبر له خپرېدو سره سم يو شمیر کسانو او سياسي ډلو سخت غبرګون وښود او د ولسي جرګې د ټاکنو او د سولې دملي مشورتي جرګې د تحريمولو ګواښ يې وکړ.حال داچی په افغانستان کې هره ورځ د بهرنيو له خوا په وحشيانه ډول ملکيان وژل کيږي خو د تاسف ځاى دا دى چې يوې دغې سياسي ډلې هم کوم غبرګون ونښود او نه يې هم د ټاکنو او د سولې د جرګې د تحريمولو ګواښ وکړ. له دې ښکاري چې دغه ډلې فاشستې ډلې دي او يوازې د خپلو شخصي ګټو لپاره دخارجی استعمارګرو کړیو په هدایت او مشوره دې مسايلو ته سياسي رنګ ورکوي.
د کوچيانو او هزاره ګانو ترمنځ په شخړه کې د تلفاتو او مسالې د شدت په اړه ډېري له مبالغې کار اخستل کيږي. دغه مبالغه او تبليغ ډېري د هغو اړخونو له خوا کيږي، چې نه غواړي دغه دوه ټبرونه په سوله کې څنګ ترڅنګ ژوند وکړي. هغوي له همدغسې مسايلو نه په استفادې سره هڅه کوي، په ټولنه او سياسي جرياناتو کې خپل موقف او دريځ مطرح کړي.
په کابل کې له دې شخړې نه متفاوت انځور وړاندې کيږي. ځينې لوري، چې په شخړه کې خپلې ګټې خوندي بولي او له دې لارې د امتيازاتو په لټه کې دي، موضوع خورا حساسه څرګندوي، خو د هغو واقعيتونو د پلټنې زيار نه باسي، چې هلته د سيمې خلک او دواړه متخاصم اړخونه ورسره مخامخ دي. له نږدې نه د واقعيتونو له درک پرته دا قضاوت ستونزمن دي، چې وويل شي، څوک بريد ګر دي او څوک له ځان نه دفاع کوونکي. دغسې قضاوت نه يوازې دا، چې د سياسي ډلو ټپلو حيثيت زيانمنوي، بلکې په هغوي پورې تړلي رسنيز او ټولنيز بهيرونه هم زيانمنولاي شي.
دلته يوه مساله مهمه ده دا چې متاسفانه د ولسي جرګې هزاره وكيلانو د جرګې له غونډو سره پريكون كړى دى، په داسې حال كې چې دا د مسالې حل لاره نه ده، ددې پر ځاى دوى بايد د كوچيانو له وكيلانو سره په ګډه د استدلال او منطق په زور د مسالى د حل يوه لاره موندلې واى حقوقي مسايل په سياسي فشارونو نشي حل كيداى. په دی مساله کی که دولتی ار ګانونه او دواړو لوروته سیاسی ډلی او اشخاص خپل مسؤلیتونه درک نه کړی دغه لانجه به دحل پرځای نوره هم اوږده شی او بیا به یی دحل لاره ډیره مشکله وي
ددې شخړې په باب يو ښه زيرى اوس دادى چې د ولسمشرۍ دوهم مرستيال له يوه جګپوړي پلاوي سره پرون د وردګو ولايت دايميردادو ولسوالۍ ته ولاړ او د ښكيلو لوريو د استازيو سره په يوه دوه پړاويزه حل لاره توافق ته رسيدلى دى، خداى دې وكړي نور په دې لانجې كې يو څاڅكى وينه هم تويې نشي او همدغه اوربند په يوه تلپاتې سوله بدل شي.
افغان دولت ته په دې برخه کې تر ټولو ډېر مسووليت راجع کيږي، ځکه دا د نن ورځې ستونزه نه ده، بلکې له تیرو اتو کلونو راهيسې ولس ددې شاهد دي، چې د وردګو په بهسود ولسوالۍ کې کوچيان او هزاره ګان په نښتو او تاوتريخوالي کې پايي. ددې ستونزې اساسي حل په کار دي . دولت بايد اوسمهالو شرايطو او د کوچيانو اقتصادي او ټولنيز وضعيت او اړتياوو ته په پام سره، د هغوي لپاره ځمکې او څړځايونه بیل کړي. په هغو سيمو کې، چې ددوي او سيمه ييزو خلکو ترمنځ شخړې راپورته کيږي، د دواړو اړخونو ځمکني حدود بايد معلوم شي. کوچي ته دې د هغه څړځاي وسپارل شي او ځايي خلکو ته د هغوي ځمکې. دولتي ملکيتونه دې له قبالو سره يوځاي کوچيانو او نورو مستحقو مالدارانو ته وسپارل شي. په دې توګه به د هر لوري حدود څرګند او پر يوه او بل د بريد مخنيوي شوي وي. دغسې د کوچيانو د ژوند ښه والي لپاره بايد هغوي ته د کرکيلې ځمکې ورکړل شي، د مالدارۍ چارې يې د څړځايونو په تثبيت سره وده وکړي او بالاخره ټول هغه امتيازات ورکړل شي، چې په يوه مدني ټولنه کې نورو وګړو ته ور کول کيږي
افغان دولت ته په کار ده چې ددې مسئلې د دايمي حل لپاره کار وکړي تر څو له يو اړخه دا ستونزه حل شي او له بله اړخه د دغو فاشيستانو دغه ناوړه تجارت دهمیشه لپاره پاى ته ورسيږي. پا ی رحمت اله روان