د بهرنیو چارو وزارت یا په بهرنیو هیوادو کی د سیلا نیانو مرکز

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
مستمند
په ډیره خواښینی سره مو خبر تر لاسه کړ چه ډیر زیات شمیر وطنوال د ایرا ن د اخوندی رژیم له خوا په داسی حال کی په اعدام محکوم شول چه له ځانه یی د دفاع  حق نه درلود ،او ډیره له غم او اندیښنی څخه ډک خبر خو دادی چه کله داخبره  اعلام  شوه  چه د باندنیوچارو محترم وزیر او دهغه وزارت سفیر ّ په  تهران کی لا د نورو
عادی افغانانو په شان هیڅ معلوات هم نلری ، نو د داسی وطنوالو د احوال پوښتنه به ځوک وکړی چه د وطن د ګټو مدافع یی په وطن او وطنوالو نوی خبر،هغوی ځکه هم د وطنوالو په حال باید نوی خبر چه هغه اول باید  د خپلو تنظیمی بادارانو په شان اول د ځان او بیا د بادار د جیب د ډکولو کارونه سرته ورسوی؟

د مکررو معلو ماتو څخه چه په افغانی سایټو کی خپریږی داسی څرګندیږی چه ګمان کیږی د باندنیو چارو د وزارت لایحی تغیر کړی وی او په خارج کی چه څوک مقرر کیږی د هغو ستر ارمان او هدف د ځان پوره کول او ورپسی هم هلته په بی ساری توګه عیاشی کول د ځان وظیفه او مکلفیت ګڼی ، نه د وطن د منافعو دفاع
او یا هم د مظلومو وطنوالو له حقوقو څخه دفاع؟
چه ددی ادعا لپاره شه او څرګند مثال په استرالیاکی د افغان د سفیر د خاص نفر هغه بی کنتروله شوق وه چه له محلی سکرتری سره در لود او موضوع یی پولیس او محکمی ته ورسیده.
ددی وړ مطالبو یو بل ژوندی مثال هم د کم بخته احمدزی په نوم یو افغان وه چه له بده مرغه یی دری[ فارسی] نوه زده او په لندن کی د افغانی  سفارت د کارکونکو له خوا په شه تنظیمی او جهادی ټکولو سره له سفارت څخه چه د تنظیمی ډاکوګانو مرکز وه او دی وشړل شو.
او همدارنګه نور دیر مثالونه موجود دی چه هره ورځ د انتر نیت پر پاڼو کی لیدل کیږی.
کله چه داسی وی چه زموږ له بی وسه او مظلومو وطنوالو او یا هم د ملی منافعو څخه په باندنیو هیوادو کی دفاع  نه کیږی نو بیا خو لازمه نده چه موږ د نورو هیوادونو په شان په باندنیو هیوادو کی نمایندګی ولرو هغه هم یوازی د څو فرمایشی کورنیو د افرادو د ثروتمند کیدو لپاره او یاهم د هغوی د عیاشی لپاره .
د مثال په توګه باید ایتالیا هیواد ته اشاره وکړم چه د هغوی د هیواد وګړی په مستند او عملی ډول د تروریستی اعمالو په تر سره کولو سره و نیول شول لیکن په ډیره چټکی سره نه تنها بیرته خوشی شول بلکه د بی ګناهی اعلان یی هم په داسی حال کی وشو چه لا تر اوسه د هلمند د والی د مطبوعاتی کنفرانس انګازی هم د هرچا په غوږوکی موجودی دی او له بند څخه خلاص شول او خپل ګران هیواد ته له خپلو مبارکو تروریستی واسکټو  سره ورسیدل، دی ته وای سفیر او دی ته وایی وزارت امور خارجه، یا هم د باندنیو چارو مبارک وزارت!
اما اوس که موږ خپل د باندنیو چارو وزارت د ایتالیا له باندنیو چارو سره مقایسه کړو نو د ځمکی او اسمان فرق یی دی هغه خپل تروریستان په نره او په رڼا ورځ خلاصوی او زموږ د باندنیو چارو نران د خپلو وطنوالو له معمولی احصایی څخه هم معلوات نلری ، پاته خو شوه د هغوی څخه دفاع !

دی ته وایی اصلی او جهادی نماینده؟
د محترم د فراهی موضوع خو اوس لا ډیره زړه شوه او حتی ډیر عادی انسان هم پر دی باندی خبر دی چه هغه د آی – ایس – آی لخوا وتیښتول شوه او د معمولی تجارتی موادو پشان پر هغه القاعده خرڅ شو چه پاکستان یی له وجود څخه منکر دی خو له هغه بی ساری ګټی نه چه د القاعده او بی قاعد ی په نامه یی تر لاسه  کړی ، کوی او لا په چټکی سره داسی بازی کوی چه ګویا د تروریزم مرکز پاکستان ندی،بازی دوام لری .خو زموږ په اسلامی او جهادی رژیم کی داسی انسانان نشته چه د متقابل عمل ابتکار وکړی او دهغه په نتیجه خپل پیاوړی او وطن دوست دپلو مات را خلاص کړی؟
دی  ته وایی اصلی د سیلا نیانو وزارت!
دا سوال پیدا کیږی چه اوسنی رژیم نه د جنګ دی او نه د ننګ .
نه په داخل کی د ځان د دفاع توان لری او نه په بهر کی د خپلو اتباعو څخه د دفاع توان او طاقت نه پر خپله د     د دریدو توان لری او نه هم د نورو د پښو د دریدلو حوصله او یا هم ګذشت ،هغه څه چه په هغه کی ساری نلری او نه څوک ورسره مقابله کولای شی هغه چور او چباول دی اوبس؟
اخیر ترڅو؟ او ایا اینده به څوک پیدا نشی چه له غلو او داړه مارانو څخه حساب وغواړی؟
محترم پرو فیسر ربانی چه د محترم کربلای کشتمند پشان په وړه ګوله ګزاره نه کیده نو یی د اریانا افغان د هوایی شرکت د طیارو په خرڅولو کی مناسبه چاره وکړه او دادی اوس به بیا د نورو مشهورو غلو پشان یو ځل بیا د ولسی جرګی د عضویت لپاره حتمی  ځان کاندید کړی ځکه چه تر اوسه به یی لا د کړوسو غم نوی خوړلی هغه هم حق لری چه ددی وران او جنګ څپلی وطن په چو ر او چپاول کی باید خپله ونډه تر لاسه کړی افسوس او په هزار واره افسوس د
هغه  چه پر حال چه د عیال د ګیډی د مړیدو لپاره په یوه مړی ډوډی پسی له کوره ورک شی او بیا په بیګانه وطن کی د ظالمو دښمنانو منګلو ته ولویږی د هغو به ځوک غم وخوری هغه باید اعدام شی او بیایی د بدن غړی ورڅخه و ایستل شی ترڅو د ناروغو قاتلانو لپاره هم د ژوند وسله شی!!
په درنښت
مستمند