پــرانــیــســــتـــه لـــیــــک

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
دوکتور صلاح الدین سعیدی – سعید
د ټولو نه د مخه  دافغانستان د طالبانو  رهبری شوریٰ (داسلامی امارت مسؤولین) دی په ډیر دقت ولولی !
د لوی او بخښونکی الله تعالی به نامه!
د افغانستان  وګړی او د نړی خیر خواه انسانان د افغانستان، سیمی او نړی  دسولۍ چاری او جاری انکشافات په ډیرکلکه تر غور او 
کتنی لاندی لری.
ريښتیا خو دا ده چې په دی دری لسیزو کې  د روانو چارو او کړکیچونو اود افغانستان د خلکو د غمیزی  اصلی بوج او قربانی د افغانستان د خلکو په اوږو  بار او دی ملت ته ملا ماتوونکی ګذارونه ورکوی.  
په حق دی  تراژیدی او غمیزی ته د پاي ټکی د ایـښودلو هڅی، هلی ځلی او عملی اقدامات   د ټولو وطن پالو، با احساسه، رسالتمندو، خیر خواه  او با دیانت انسانانو او افغانانو اساسی او بسټیزه دنده ده.  
د ویلو او تأکید وړ ده چې ‌د افغانستان، سیمی او نړی حوادث داسی په چټکی تغییر کوی چې  ډیر ځلی د هغو د تعقیب او نوو حالاتو د وضعیت د تر لاسه کولو او خبرویدو د تعقیب  څخه وروسته پاتي کیږو.
په دی دیرش کلنه پروسه  کې نه بدلیدونکی حالت  د  افغانستان د خلکو قربانی او ددوی دغمیزی لړی ده چې پایداره پاتی اوزمونږخلک ورسره هره ورځ لاس او ګریوان دی.
تاسی پوهیږی چه په نړی کې دروانو ناخوالو، حالاتو او د افغانستان د خلکو په دی تراژیدی او غمیزی  کې ډیر عوامل او فاکتورونه تأثیر لری.  داعوامل داخلی او بهرنی عوامل دی. ددی غمیزی عوامل  او دحل لیاری   څه زمونږ په لاس او څه د نور بیا دبهرنیو په لاس کې دی.
زما په پوهه هغه اداره ، حکومت  او زعاعت  قوی دی اود  مسایلو د حل لیاری او د هغو د عملی کولو توان  لری چې د خلکو په زور منځ ته راغلی وی او د خلکو د ارزښتونو ستاتندوی او پالندوی وی.
د ډیر تأسف ځای ګڼم چې لا تراوسه د افغانستان مسایل په بهـر ، بهرنیانو او د بهرنیو منافعو د اولویت ورکولو پر بنسپ تصمیم نیول کیږی. نمونی او مثالونه یی  زیات دی خو زه ستاسی مبارک حضور ته یو څو  وروستی بیلګی  او نمونی  وړاندی کوم.
د آزادی  د رادیو د مای د میاشتی د شلمی( ۲۰۱۰ م) نیټی دخپرونی په حواله کله چې ښاغلی حامد کرزی د افغانستان اوسنی جمهور رئیس په دی وروستو کې د یو ستر هئیت سره واشنګتن ته سفروکړاو دامریکایی مقاماتو سره یی وکتل نو دوی هلته په  د سولۍ  په   ۳۶  پاڼیزی  کړنلاری او نقشی خبری او توافقات وکړل.
ښاغلی ح.  کرزی ددی پلان د عملی کولو لپاره مخکی له دی چه ملت ته مراجعه وکړی د هغه تصویب او هوکی یی د بهرنیانو نه اخیسل لازمه وګڼل.  ددی پلان یوه نسخه په شپیګل کې نشر ته رسیدلی. په دی پلان کې داسی ویل کیږی که لوړ پوړی طالبان خپل روابط د القاعده د سازمان سره قطع کړی د ملل متحد د تورلست نه به حذف شی. او بهر کې به ورته پناهنده ګې ورکړل شی.
زه تأسف کوم چې د ملل متحد تورلست د ملل متحد په تصمیم نه بلکی د دریم خوا د موافقو او تصامیمو په بنسټ لنډ او اوږدیږی. دا برخورد د حتی د ملل متحد د سازمان نوم او  اتوریتی ته توهین بولم. بیا نو د تعجب خبر نه ده چې خلک پدی سازمان دیو ګوډاګی سازمان د نوم اطلاق کوی.  
همدارنګه د دی پلان په بنسټ ویل کیږی چې که د طالبانو صفوف خپله وسله په زمکه کیږدی نو د عدلی تعقیب سره به مخامخ نه شی. اضافه کیږی چه دوی به له سره تربیه کړای شی، دوی ته به کار ورکړل شی او ...
زه داسی پوښتنه کوم چې همدا اوس په زرهاو خلک په کوڅو او بازارو کې ګرځی کار نه لری او څوک ورته د کار میندلو هڅه او پلان نه لری اما دوی دا وعده ورکوی چې تسلیمی طالبانو  به دوی له  سره تربیه او دوی ته به کارورکړی. نه پوهیږم ځان غولول دی که نور؟
دشپیګل په حواله چې امریکایی مقامات د اوس لپاره ترجیح ورکوی د طالبان د رهبری سره د مستقیمی مذاکری په ځای باید د طالبانو د صفوف سره په اوسنی اداری د هغوی د ادغام لپاره  کار وشی. اما د طالبانو د رهبری سره باید د قدرت له موضع نه او د قندهار د عملیاتو نه وروسته مذاکره کیـږی.
داچې د بی اعتباری حالت ته به دپای ټکی ایښودل کيږی او د مخالفینو مشرانو به  ح. کرزی د حکومت تر سیوری لاندی په امن کې راته یوه غیر عملی  او غیر معتمده خبر ښکاری. هغه د ګیدری قباله ده.
داپورتنی تقسیمات راته غیر عملی او ګران ښکاری. داسی غیر ستندره او تاریخ وهلی برنامی او تګ لاری علمی او دیموکراتیک اساس نه لری  او عملا د دنیا او خلک په دی توګه تیر ویستل دی چې دادی بن بست نه دی او ابتکار د عمل او  یو تګلاری  شته.
دا یو بله هڅه ده ترڅو ددوی  حاکمیت ادامه ومومی. داسی غیر عملی  پلانونه  اونقشی عملا د وخت تیرول دی. د افغانستان د غمیزه اوږدول او نړی تیر ویستل دی.
د دی نشریی په حواله ښاغلی باراک  اوباما او ښاغلی کرزی موافقه وکړه چې دری عمده پښتون ګروپونو ته لکه د ښاغلی ملا عمر، ښاغلی حکمتیار، او ښاغلی جلال الدین حقانی ته په چې د بن د کنفران (۲۰۰۱ م کال د  دسامبرد میاشتی)  په کنفرانس کې یی حضور نه  لروده د افغانستان په آینده کې ځآی ورکړل شی. داچې داکار به څنګه عملی کیږی او څومره به دافغانستان د نورو خلکو او قومونو د موافقی او عدم موافقی موجب شی – روښانه نه ده .....
دافغانسان په غمیزه کې د ټول نه دا تپوس کیږی چې آیا تاسی  د   بن د کنفرانس په شانی د افغانستان  زعامت او رهبری د بهرنیو نه او د کنفرانسونو او داسی مشابهو ټولنو په اساس او بنسټ او د دده او دهغه په  خوښی  اخیستل  او تعیینوول غواړی؟
آیا لاتراوسه پدی باور نه یاست  که بنسټیز حل غواړی باید د مردم سالاری او د  خلکو د ارادی اصل د حل اصلی لاری باندی باور نه لری؟ څومره باید نوری وینی توی شی؟ څومره باید نور کوندی او رند شی او تباهی وشی چی بیا تاسی په دی واقعیت پوه شی؟
آیا داسی کیدای شی چې د یو څو سیاسی او نظامی ګروپو په نظر و سلا د  بهر څخه او د بهرنیانو په فرمایش یو شمیر  افغانان  تصمیم ونیسی او ملت به بیا له یاده وباسی؟ آیا دا به ددی غمیزه اوږدوالی کم کړی؟ زما په منطق  او پوهه نه.  
زمونږ په باور که  د بن کنفرانس  دیو پیل لپاره په یو ډول مستدل کړای شی او یو غیر طبیعی لار د وقت اوضرورت په اساس ومنل شی. نو آیا کله به د افغانستان خلکو ته دا حق ورکول کیږی چه خپله اداره په خپل لاس کې نیسی او خپل زعامت او بهتری نسخی انتخاب او غوره کړی؟
د پاکستان د آی اس آی پخوانی رئیس جنرال حمیدګل  داسی وایی چې افغانی طالبان خسته شوی او ددی نه  وروسته په افغانستان کې په حکومت کولول اصرار نه لری.  اما غواړی په مستقیما توګه د امریکی سره وغږیږی.
دشپیګل د نشریی به حواله جنرال حمیدگل هغه څوک دی چې افراطی رنګ او بوی لری.
حقیقت خو دادی چې د جنرال حمید ګل او ددوی د  پالیسی په بنسټ د پاکستان اصلی پالیسی میکرانو په ستراتیژیو کي  د یو مستقل، په ځان متکی او آباد افغانستان په نامه هیواد او دولت نه ځایــږی.
شپيګل لیکی چې جنرال حمید ګل د پاکستان د نظامی استخباراتی د اداری  د هغه مشرانو څخه و چې په ۱۹۹۰ کال کې یی د طالبان وحرکت تأسیس او وپاله.  او دی همدا اوس هم د طالبان د مشرانو سره نږدی اړیکی لری او شپیګل اضافه کوی چې دی افراطی دارد.
دانشریه  ددی مقالی په آخری  برخه کې د ښاغلی ګلبدین حکمتیار مهاجرت سعودی عربستان ته او د هغه د زوم داکتر بهیر راتګ او ادغام د ښاغلی ح. کرزی په کابینه کې مطرح کوی.
حقیقت خو دادی چې د پاکستان ددولت درسمی سیاسیت سره غیر رسمی افغانی ضد متوازی سیاست وجود لره او لری. د پاکستان اوسنی ملکی اداره داسی هڅی کړی چې افغانی ضد سیاست نه لاس واخلی اما په ډیرو مواردو کې لیا هیڅ کار نه دی شوی.
داچې د پاکستان پخوانی جمهور رئیس جنرال  پرویز مشرف په دی وروستیو کې  پاکستان ته د واپس تګ اوپه سیاست کې د پاکستان د صدراعظم او یا هم جمهور رئیس په توګه د تلو خیال اظهار کړی او عملا همدا اوس اوس د پاکستان په پوځی او استخباراتی برخه کې څومره امکانات لری هم د تشویش او بی قرار خبر ده.  
خبری ډیری دی خو زه به نیغه ټوګه بیا  ددی لیکنی اصلی مطلب ته راګرځم.   
په صداقت اوریښتینی توګه باید ووایم چې ددی طرح شوو  پوښتنو او ملاحظاتو  بعضی برخو ته زه شخصا ځواب لرم اما د درنو وطنوالو د خبرتیا لپاره ، د خپلو معلوماتو د تکمیل لپاره او د افغانستان په چارو کې د نورو خواو د دریځو دروښانولو او لوستونکو او وطنوالو ته د قضاووت او تصمیم لپاره مطرح او وړاندی کول غواړم.
زه په دی کلک باور لرم چې د افغانستان خلک ددی حق لری چې  د پورتنیو او دا نورو  پوښتنو  ځواب او ستاسی دریځ واوری او معلومات تر لاسه کړی.  
آیا داچې کوم پښتون ګروپونه دی قدرت ته راشی او کوم ګروپونو ته بایدد دی وطن په زعامت کې د قومی محاسبی په اساس برخه ورکړای شی او کوم قومونه همدا اوس په غیر متوازن ډول په حاکمیت کې برخه لری؟ دا او   داسی نورو ویشنو او تقسیماتو باندی  د افغانستان خلک په  قومونو او قبیلو په سیاسی قدرت کې ویشل او په دی ډول د افغان ملت او تابعیت اصل په ۲۱ پیړی کې اساسی او یواځنی دقیقه لار ده نه  نیول،   او په واقعیت کې د نورو استخباراتی ، جـیـبی، فامیلی روابطو په بنسټ د غنیمت په ویشلو کې ټولو هغه خواو ته برخه ورکول چي نظامی ځواک لری او خراب کاری کولای  شی، مصروف ساتل،  ملت  او سولۍ ته نور  رنځ او کړاو په برخه کول  - د ډیر تأسف او نه منلو خبری او طرحی دی.  
مونږ په دی کې د افغانستان د کشالی د حل لار او د سولۍ لار په داسی پلانونو او نقشو کې نه  وینو.
کنفرانسو، جرګی، سیمینارونه، ناستی ولاړی، لیدنی کتنی په هر سطحه او کچه  د مقدماتی توافقاتو د رسیدو لپاره یو پیل کیدای شی. اما اصلی او نهایی خبره باید ملت په یو آزادو اوشفاف انتخابات  او ټاکنو کې بیان کړي.
دا دډیر تأسف او د افغانستان د خلکو د تشویش خبر ده چې لاتراوسه د افغانستان د سیاسی ځواکونو اصلی تارونه د پاکستان د استخباراتو په لاس کې دی. د پاکستان د جنرال حمید ګل خبری داسی ښکاره کوی چې دی په  اطمینان او دقیق اعتقاد د طالبانو لخوا غږیږی. دا حالت  د  افغانستان خلکو ته د منلو وړ نه دی. د حالت د  طالبانو د حرکت دلیا تجرید موجب ګرځی.  
داچې  افغانی زعامت د ښاغلی باراک اوباما سره  د افغانستان د بی ګناه انسانانو د وژلو استدلال په دی ډول مطرح کوی چې د افغانستان داوسنی اداری د بدنامی سبب به شی او ښاغلی باراک اوباما په خپل انتروی کې تکراروی چې د بی ګناه او ملکی انسانانو وژنه نه تنها د بدنامی او غیر بدنامی له لحاظه بلکه د انسانی له لحاظه هم مونږ ته مطرح ده . او تاکید کوی چې مونږ افغانستان ته د وژنی لپاره نه یو تللی.
د ډیر ډیر تعجب خبر ده. داچې  ښاغلی باراک اوباما د انسان او انسانیت اصل مطرح کوی او زمونږ مسؤلین د خپلی چوکی د ساتلو علت اصلی ګڼی. واقعا  د تعجب او تأسف خبرده.  
بیا هم د پورتنیو معلومات په لوستو د افغانستان خلک حق لری چې  پوښتنه وکړی.
بیا بیا ددی خبری مطرح کول غواړم چې آیا لیا تر اوسه هم د بن دکنفرانس برخوردونه او روشونه  چې دافغانانو د سرنوشت په هکله په بهر کې او د ډیر ځلی د پردو په لاس تصمیم نیول کیږی موجه کار او د حل لیار ده؟ آیا دا دملت حق نه دی چې د آزادو او شفافو انتخاباتو او ټاکنو په تر سره کولو  کې خلک تصمیم و نیسی او وټاکی چې کومی  نسخه او کوم خلک او احزاب په خپل رهبری او زعامت ته د معیینی مودی لپاره ټاکي او وړاندی کوی؟
آیا دا دایمی رهبران  او دایمی زعماء  د اوسنی  دیموکراسی او آزادی د اصولو په خلاف نه دی؟ هغه اصول چې نړی پری تاکید کوی.
آیا  د افغانستان اوسنی حاکمیت ددی او یا کوم بل بهرنی اداره دا حق لری چې د افغانستان در زعامت د ټاکلو تصمیم ونیسی او یا د چاسره د غنیمت په ویش توافق ته ورسیږی؟  
آیا بیا هم د خلکو اراده نادیده نه نیول کیږی؟
آیا دا د چا حق، منطقی، دیموکراتیک او دحل لیاره ده چې د افغانستان د زعامت افراد د قوم او ژبی په بنسټ راوستل شی؟
آیا داسی تصامیم په افغانستان کې قومی او قبیلوی تعصباتو ته لمن وهل نه دی؟
آیا  جنرال حمید ګل د پاکستان د آی اس آی پخوانی رئیس د طالبانو دحرکت  په نماینده ګی او یا هم رهبری دا پورتنی  اظهارات کولو حق لری؟
آیا جنرال حمید ګل  دا صلاحیت لری چې د طالبان د حرکت په نامه داسی مشخصی او واضح کړنلاری او مواضع بیان کړی؟
آیا دی او داسی نوری دده په شان  د افغانستان د سیاست اصلی تارونه ددوی  په لاس کې نه دی؟
د طالبانو حرکت او یو څه نور سیاسی فعالیتونه او ډلی د  ټولو بهرنیو ځواکونو په عاجل او بلاقیده اوشرطه وتلو ټینګار کوی.  دغه هدف ته د رسیدو لپاره طالبان د خپلی الفتح په اعلامی کې یواځینۍ وسیله د وسله وال جهاد تداوم بولي. د طالبانو  حرکت   په افغانستان کې در اسلامی امارت قایمول غواړی.
زه په دی باور یم چی یو ګوند ، سازمان او حرکت چې د یوبرنامه لری نو ددی برنامه د تحقق لپاره مشروع مبارزه کول او سیاسی قدرت ته ځان رسول مشروع او به ځای خبر ده. دخیر او خدمت لپاره سیاسی قدرت ته ځان رسونه عبادت دی. نو داسی پوښتنه کیږی او دعقل سره برابر خبر نه ده چې اوس نو طالبان اسلامی امارت نه غواړی او سیاسی قدرت ته رسیدل نه غواړی. دا دقیقه او په ځای خبر نه او  منطق یی نه شی قبلولای. خبره پدی کې نه ده چې څوک داسی او یا هغسی برنامه نسخه او کړنلاره لری . عمده مشکل ددی نسخی د تحقق لیاری دی. چې د ټوپک له لیاری او د متمدن برخورد او لارو؟
که په دی باور یو چې چې  افغانی مسایل باید خپله افغانان به مسالمت آمیزډوله حل اوفصل کړی؟
که چیری داسی وی نو هغه بهرنی  ځواکونه چه له طالبانو او نورو خواو سره   دی د هغوی د بیرته تګ او عدم مداخلی تضمین به څوک ورکړی؟
که داسی وی چه دهغوی شته والی مجاز او د نور شته والی حرام ګڼی هم خپل نظر ولیکی.
ستاسی د الفتح په اعلامیه کې د متجاوزینو او بهرنیو د قتل، مرګ ژوبلی او نابودی کړنلاری او د افغانانو اوافغانی ادارو چې د افغانستان د اوسنی حاکمیت سره کار کوی د نابودی  پروګرام مطرح شوی.
د طالبانو د رهبری شوری  په خپلی د الفتح په نامه اعلامیی او کومی بلی اعلامی  کې د کومی عمرانی،  علمی ،  دخیر او عام المنفعه پروژو ، د افغانانو د کوچنیانو در روزنی د مراکزو او دهغوی د کارکوونکو د امنیت تضمین ، د علم او فرهنګ د مراجعو او کارکوونکو د امنیت  تضمین د روغتونونو او شفاخانو او روغتیای پروژو د امنیت تضمین د کتاب ، قلم او معلم د امنیت  تضمین او داسی نوری چه ستاسی د مقاومت او ملی والی د بڼه او خاصیت تضمین نه دی کړی. دا حالت د افغانستان خلکو او د نړی خیرخوا انسانانو ته دمنلو وړ نه دی.  که چیری داسی تضمینات لری لطفا مونږ ته یی را په ګوته کړی؟  که نه لری ځواب مو څه دی؟  د الله تعالی سره هر څه دی او هغه به انشاء الله د خیر تضمین کوی. خو دنیا د اسبابو دنیا او فانی دنیا ده.  الله تعالی ته تګ مخکی لرو.  داسی نشی چې در خیر دخدمت به مقصد شر ته خدمت و شی.
زه په دقت او قطعی ډول ویلی شم داسی کړنلاری او داسی د پردو تصامیم به یواځی او یواځی ددوی  د منافعو او مصالحو د ساتلو برنامی وی او د افغانستان د خلکو غمیزه به لیا نوره هم اوږده کړی.
داسی له پاسه  جوړ شوی او دیسانت شوی حاکمیتونه ددی صلاحیت او اتوریته نه لری چط د افغانستان او سولۍ دا کړکیچ او د افغانستان د خلکو غمیزی ته دی د پایان ټکی کیږدی.
د افغانستان خیر خواه خلک باید دی ته به پوره دقت او پام متوجه اوسی چې دی هم.  دا دافقانستان د کشالو حل نه دی اودا دافغانستان د منجلاب نه د وتلو لار نه ده.
په دی توګه د  افغانستان ددی اوږدی تراژیدی او  غمیزی  دنورو ټولو خواو له استازو اویا پلویانو نه هیله لرم چې په دی هلکه خپل دریځونه د مشخصوپوښتنو او مشخصو ملاحظاتو په هکله درنو لوستونکو او وطن والو ته وړاندی کړی تر څو د هغو په لوستلو او د معلوماتو په تر لاسه کولو خپل دریځ، پوهه او هلی ځلی  دخیر، سعادت او ریښیتارپه لار کې سره شریکی کړو.
له دی کبله چې خبری ډیری او د افغانستان دخلکو د غمیزی لړی او بحث اوږد دی نو لطفا  د مشخصو پوښتنو په مطرح کولو سره  تاسی نه امید لرم  مشخص، ښکاره او په نیغه  توګه د همدغه مطروحه ملاحظاتو او پوښتنو ځواب د افغانستان خلکو او ماته د مطبوعاتو له لیاری ولیکی.
زه په دی باوریم چې ددی پوښتنو د ځواب ترلاسه کول زمونږ حق دی.

ددرنو لوستونکو او وطنوالو څخه هم په درناوی هیله لرم چې په همدی مشخصو مسایلو او پوښتنو او یا هم د ځواب په صورت کې خپل مشخص، لنډ او مستقیم لیدو لوری او نظر د لوستونکو او وطن والو د خبرتیا ، قضاوت  او سالم دریځ لپاره په دی لیکنه اضافه کړی.
زما د خوشحالی او قدردانی سبب به وګرځی که چیری په همدی مطرح شوو مطالبو متمرکز شو.

د میدیا او  ویب پاڼو له درنو او ښاغلو چلوونکو نه هیله لرم چې داپرانیسته لیک، لیکنه ، پوښتنی او ملاحظات د درنو لوستونکو او یا هم د طالبان د شوری  او نورو لوستونکو د دریځونو  د ترلاسه کولو لپاره په ځانګړی ځای کې  ځای په ځای  او خپور کړی.
والسلام علی من اتبع الهدی;
.