د بهرنيو ځواكونو شتون د جنگ د دوام اساسي عامل دئ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
د حزب اسلامي افغانستان مشر انجنير حکمتيار د فايننشل ټايمز او وال سټريټ ژورناليست انانډ گوپال سره دافغانستان په روان حالاتو مرکه کړي ده او خپل نظر یی په لاندی ډول ځرګند کړي دي.
۱پوښتنه: اوس مهال ستاسو د حركت موقف په كوم حالت کې دئ، آيا ځواكمن شوى ؟ د پخوا په شان دئ او كه كمزورى شوى ؟

ځواب: دې ته په پام سره چي نورو ډلو په خپل خپل وار ولس ته بد امتحان وركړ او ناكام شول، عملاً ئې وښوده چي نه د هېواد د ادارې او د يوه قوي مركزي حكومت جوړولو توان لري او نه له بحرانه د هېواد د ايستلو او د بهرنيو ځواكونو د لاسوهنو د مخنيوي لپاره طرحه، ځينو له پرونيو اشغالگرانو سره لاس يو كړ او د دوى د گټو لپاره له افغانانو سره وجنگېدل او ځيني له اوسنيو نيواكگرانو سره يو ځاى شول او د دوى تر قومندې لاندي له خپل ولس سره وجنگېدل، خپل اعتبار ئې په بشپړه توگه له لاسه وركړى، نن د اكثريت افغانانو د اميد سترگي د حزب په لوري دي، په ولس كي د حزب نفوذ د پخوا په پرتله ډېر زيات شوى.
۲-پوښتنه: په دې وروستيو كې د مذاكراتو د پيل او جګړې ته د پاى د ټكي كېښودو په موخه ستاسو د تنظيم د يوشمېر استازو يوې ډلي له كابل څخه ليدنه وكړه، ستاسو تنظيم ولې غواړي اوس دغه خبرې پيل كړي ؟ ځكه چې پخوا يې دغه شان مذاكرات نه غوښتل
ځواب: موږ تل د بحران په سوله ييز حل ټينگار كړى، جگړي ته نورو اړ كړي يو، د روسانو د وتلو په مهال هم موږ غوښتل چي قدرت يوه موقت حكومت ته ولېږدول شي، او بيا نوى حكومت د ملت رأيي ته د رجوع له لاري وټاكل شي، ملگرو ملتونو د نجيب په شمول زموږ له طرحي سره توافق وكړ، خو كي جي بي، سي آى اې او د دوى سيمه ايزو ملگرو دا پروسه تخريب كړه، ايران تر ټولو زيات خباثت وكړ، شمالي ائتلاف د مسكو او واشنگټن په وينا او د ايران په وساطت جوړ شو، او د روسي فوځونو نيمگړي جنگي مأموريت دغي ډلي ته وسپارل شو، اوس مو د صلحي هڅي هغه مهال پيل كړې چي د اوباما په شمول ځينو غربي مشرانو په لومړي ځل له افغانستانه د خپلو فوځونو د ايستلو په اړه اظهارات پيل كړل، وئې ويل چي د افغانستان بحران نظامي حل نه لري او په جگړي سره د رژيم مخالفينو ته ماتې نشي وركولى. نو ځكه مو يوه جامع، عملي او معقوله طرحه وړاندي كړه، په دې موخه چي د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته هغه څه بيا تكرار نشي چي د روسي فوځونو له وتلو وروسته وشول، غوښتل مو ټول افغان لوري په دې توافق وكړي چي جگړه به د تل لپاره پاى ته رسوي، له دې وروسته به اقتدار ته د رسېدو لپاره نه وسله كاروي، نه به په بهرنيو ځواكونو تكيه كوي، نه به د بهرنيو د وسلو او پيسو په زور قدرت ته د رسېدو هڅه كوي، نه به د خپل رقيب د ځپلو او حذفولو لپاره ناروا توطئو ته لاس كوي.
۳-پوښتنه: آيا د جگړي د ختمولو او يا درولو لپاره د بهرنيو ځواكونو وتل يوازينۍ لاره ده او كه نوري لاري چاري هم شته ؟
ځواب: د بهرنيو ځواكونو شتون د جنگ د دوام اساسي عامل دئ، د دوى له وتلو پرته جگړه پاى ته نشي رسېدى، څوك چي په افغانستان او دې سيمي كي د جگړو پاى غواړي؛ بايد له څو خبرو سره توافق وكړي: بهرني ځواكونه دي له افغانستانه ووځي، د افغانستان په كورنيو چارو كي دي د بهرنيو؛ په ځانگړې توگه زموږ د گاونډيو او د روسيې، امريكا او هند په شمول د هغو ځواكونو لاسوهني متوقف شي چي دا بحران د دوى د رقابتونو له امله راولاړ شوى، افغانانو ته دي دا حق وركړى شي چي د خپلي خوښي نظام جوړ كړي او د خپلي خوښي مشران غوره كړي، موږ چي د ميثاق په نامه كومه طرحه وړاندي كړې دا په سوله ييزه توگه د بحران د حل او د جگړي د پاى ته رسولو تر ټولو آسانه او عملي لار ده.
۴-پوښتنه: له امريكا وروسته ( د امريكا له مداخلې پرته ) د خپل ځان لپاره په يوه افغان حكومت كي كوم رول پيش بيني كوئ ؟ آيا غواړئ او يا هيله لرئ چې د يوه ولسمشر په توگه د هېواد مشري وكړئ او كه لومړى وزير ( صدراعظم ) شئ ؟
ځواب: زه اوس د خپل هېواد آزادي او خپلواكي غواړم، د بل هيڅ څه په اړه فكر نه كوم، د ځان لپاره هيڅ څه نه غواړم، موږ په خپلي طرحي كي هم نه څه د ځان لپاره غوښتي او نه د حزب اسلامي لپاره، غواړو د هر حزب او شخص موقعيت د افغان ولس له لوري وټاكل شي، ټول دې ته رابلو چي د خپلي ډلي د مقام او موقعيت په اړه نه په خپله پرېكړه وكړي او نه له بهرنيو وغواړي چي په زړه پوري موقعيت ورته بيمه كړي.
۵-پوښتنه: ستاسو په نظر، افغانستان ته له راتلو وروسته بهرنيانو كومه لويه غلطي او تېروتنه كړې ده ؟
ځواب: افغانستان ته راتگ په خپل ذات كي يوه لويه تېروتنه وه، بيا پر هغو ډلو تكيه كول بله غلطي وه چي په مسكو او تهران پوري تړلې وې، امريكايانو چي په افغانستان كي څه كړي نو په حقيقت كي ئې د مسكو او تهران په گټه كړي دي، د جگړي مصارف او تلفات امريكايانو او د دوى ملگرو گاللي خو گټه ئې تهران او مسكو ته رسېدلې، حقيقت دا دئ چي امريكايانو كابل او بغداد د ايران لپاره فتحه كړي.
۶-پوښتنه: كه ستاسو حزب جګړه بس كړي، پر طالبانو به يې اغيزه څه وي ؟
ځواب: زموږ او د هر هغه چا چي د افغانستان له وضعيت نه دقيق معلومات لري؛ انگېرنه دا ده چي كه حزب اسلامي د بحران د حل په اړه له كومي طرحي سره توافق وكړي نو د مقاومت د ليكو اكثر جنگيالي به له دې طرحي سره توافق كوي، د ملت اكثريت به ئې ملا تړ كوي، پاتي محدودو كسانو ته به دا گرانه شي چي له دې طرحي سره د اوږدې مودې مخالفت ته دوام وركړي.
۷-پوښتنه: د القاعده او اسامه بن لادن په اړه څه فكر كوئ ؟ كه امريكا له افغانستان څخه ووځي نو هغوى څرنگه ضمانت كولاى شي چي القاعده به نور افغانستان د يوه پټنځاى په توگه نه كاروي ؟
ځواب: القاعده اوس په افغانستان كي فعال او پراخ حضور نه لري، د القاعده لپاره اوس عراق او صومال تر افغانستان ډېر مناسب او په زړه پوري مراكزو باندي بدل شوي، امريكايان په دې ښه پوهېږي چي په افغانستان او ټولي دې سيمي كي د القاعده د غړو شمېر سلو ته نه رسېږي. څوك به دا احمقانه محاسبه ومني چي د دغو محدود شمېر كسانو د وژلو يا نيولو لپاره دي يو نيم لك مسلح ځواكونه له څو زره ميله لري افغانستان ته راشي، په داسي حال كي چي په تېرو نږدې نهو كلونو وحشيانه جنگ سره ئې نه دا كسان ونيولى شو او نه ئې ووژلى شو!! موږ په خپلي طرحي كي ويلي دي چي د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته به بهرني جنگيالي هم په افغانستان كي نه وي. افغانان تيار دي چي دا تضمين وركړي.
۸-پوښتنه: د افغانستان د اوسني ولسمشر حامد كرزي په اړه ستاسو نظر څه دئ ؟
ځواب: تر كورني او بهرني سخت فشار لاندي داسي ولسمشر چي نه د اعتماد او باور وړ ملگري لري او نه د هېواد د ادارې لپاره باكفايته او اهل ټيم.
۹-پوښتنه: په دې وروستيو كې داسې راپورونه خپاره شو، چې د افغانستان په شمال كي د حزب اسلامي او طالبانو ترمنځ جگړي شوي، په دې اړه څه نظر لرئ ؟
ځواب: نږدې يو كال كېږي چي د طالبانو ځينو مشبوه كړيو، د هغو بهرنيو لوريو په وينا چي تر دې د مخه ئې طالبان له حزب سره جنگولي وو، د حزب په خلاف د جگړو پرېكړه كړې، خپله پرېكړه ئې د يوې اعلاميې په ترڅ كي اعلان كړه، په ځينو سيمو كي وړې وړې نښتي هم رامنځته شوې دي، خو موږ نه غواړو له كومي افغاني ډلي سره په نښتو كي ښكېل شو.
۱۰-پوښتنه: تاسو له يوې اوږدې مودې راهيسي جگړه كوئ، څرنگه توانېدلي ياست چې په دغه موده كي د ښو او سختو شرايطو ( لوړو- ژورو ) پرمهال خپل مورال لوړ وساتئ ؟
ځواب: سخت حالات ځيني روزي او د ستونزو د تحمل او زغم استعداد ته ئې وده او مضبوطيا وركوي او ځيني له يأس سره مخامخ كوي او د هغوى تحمل او زغم ځپي، الحمد لله چي زه په لومړۍ ډلي كي يم د خپلي مبارزې په تېرو دوه څلوېښت كلونو كي مي هيڅكله د ضعف او يأس احساس نه دئ كړى، پر هغه الله تعالى مي پوخ او بشپړ باور دئ چي دا خور او پراخ عالم ئې پيدا كړى او هر څه ئې د هغه په واك كي دي، شپه او ورځ د هغه په اراده ځي او راځي او د مرگ او ژوند پرېكړي د هغه له لوري كېږي. دغه ايمان او باور زه له يأس نه خوندي ساتلى يم.