په کابل کی دسولی مشورتی جګړی په باب دطالبانو او حزب اسلامی جلا جلا اعلامیی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اول: دسولی مشورتي جرګې په هکله دطالبانو اعلامیه
په افغانستان کې دیرغلګرو امریکایانواودهغوﺉ دمزدورانو دناکاموهلوځلو له جملې څخه یو هم دسولې په نوم دملي مشورتي جرګې دایرول دي . دغه په اصطلاح ملي مشورتي جرګه چې

طرحه ریزي یې دافغانستان او پاکستان دپاره داوبامادخاص استازي ریچاردهالبروک لخوا دروان کال په پیل کې شوې خوپه افغانستان کې میشتویرغلګرو اودهغوئ لاس پوڅې ادارې ته دورپیښو امنیتي اوسیاسي ستونزوله امله دوه ځلې ترخپل ټاکلي وخت ځنډیدلې اوس په داسې حال کې چې په ټول هیوادکې یرغلګربهرنیان اودهغوﺉ تالي څټي داسلامي امارت دمجاهدینودبریالیوعملیاتوترمرګونو ګذارونولاندې دي دامریکایانو له خوا یواځې دنړیوالو ذهنیتونو دمصروفولو په غرض ددغې مصنوعي جرګې ددایرولو خبرته هوا ورکول کیږي اوپه عین حال کې پرکندهارباندې دسترو عملیاتو اعلانونه هم دجرګې له سولیزوشعارونو سره یو ځای زمزمه کوي
دافغانانوپه منځ کې دجرګو اومرکو کلتور یوعنعنوي خصوصیت دي اوهغوﺉ دتاریخ په اوږدوکې خپلې ډیری ذات البیني ستونزې دهمدغه ویاړلي امتیازاوخصوصیت په مټ حل کړې خوداپه هغه صورت کې چې جرګه دافغانانوله لوری په خپلواکه افغاني اراده دافغانانودمشکلاتو دحل دپاره جوړه شوی وي. اسلامي امارت په داسې حال کې چې دخپل مسلمان غیرتي ولس دغې ویاړلې عنعنې ته درناوی لري دافغانانوپه تاټوبي کې دبهرنیانوپه دستور جوړیدونکې فرمایشي مشورتي جرګه دافغانانو د تاریخي عنعناتو سپکاوی بولي اودهغې د دایریدوپه هکله خپل دریځ په لاندې ټکیوکې اعلاموي:
۱ـ داچې په اوسنیوشرایطوکې افغانستان دبهرنیانو تراشغال لاندې دی لهذا د بهرنیوعسکروپه سیوری کې دبهرنیانو په فرمایش ددغې جرګې په شمول داشغالګروبهرنیانو هره هڅه یواځې دهغوﺉ دشخصي ګټو دخوندیتوب هڅه بلل کیږي او دافغان ځوریدلي ولس لپاره دخوشالۍ اوسوکالۍ هیڅ تمه نشي تری کیدلای
۲- له یوې خواپه افغانستان کې د ترورزيم په نوم د امريکې پيل کړې استعمار ي جګړې اوس خپل اعتبار بايللی په ټوله نړۍ کي د دې ناروا جګړې په خلاف مظاهري روانې دي او په هیواد کې دننه دکرزی اودهغه دادارې اعتبار په صفر کې ضرب ده ، له بلې خوا د مجاهدينو ورځ په ورځ زیاتیدونکواوسختیدونکو کاري بريدونو په تيره بيا د الفتح برياليو عملياتو امريکايي استعمار او انډيوالان سخت سربداله کړي دي، غواړي چې خپلو عسکرو او ولس ته په درواغو ښکاره کړي چې موږ د سولې هڅې کوو خو طالبان سوله ايزحل نه مني او نه په مشورتي جرګه کې د افغان ولس استازي د مخالفينو شرايط مني. ترڅووښیي چې په افغانستان کې روانه جګړه د امريکې د مجبوريت جګړه ده نه دهغوﺉ دخوښې اقدام ، اوپه دي ډول ددې جرګې په توسط عامه اذهان اغفال اودخلکو په سترګو کې خاورې وشیندي له همدې امله ددې جرګې جوړيدل، په افغانستان کې د امريکې د جنګ د دوام لپاره يوه بله پلمه ده نه سوله ییزه هڅه .
۳ـ بهرني اشغالګرځواکونو اودهغوﺉ مزدوران له دغې تش په نوم مشورتي جرګې څخه یواځې دیوې تبلیغاتي وسیلې په توګه کار اخلي اوهغه د ملي مشورتي جرګې په نوم سره دافغانانونماینده جرګه معرفي کوي خو په حقیقت کې دهمدغې جرګې ټول ګډونوال داسې کسان دي چې لیستونه يې د امريکايانوله خواترتیب شوي او دکابل ادارې ته سپارل شوي اوهغوﺉ عملا په یوه نوم نه په یونوم دکرزي په بیواکې ادارې پوري تړون لري ،دهمدې ادارې اودهغې داشغالګروملاتړو تنخوا خواره اودهغوئ دګټو دخوندیتوب لپاره کارکوي . داسې کسان نه اولسي مخور بللای شي اونه په هیڅ ډول دافغان مجاهد ولس استازیتوب کولای شي.
۴ـ دافغانانو لپاره ترټولولویه ستونزه ددوﺉ په خپلواک هیوادکې دبهرنیو یرغلګروموجودیت دی دغه تش په نوم مشورتي جرګه دبهرنيو اشغالګرو ځواکونو دوتلو په اړه دهېڅ ډول پريکړې صلاحيت نلري؛ بلکی ددې لپاره جوړیږي چې څرنګه وکولای شي دغو یرغلګروته په افغانستان کې دخوندي ژوند شرایط برابرکړي نه داچې هغوﺉ ته له افغانستان څخه دوتلو دستور ورکړي ؛ لهذا ددې جرګې ګډونوال یواځې داجنبي مداخلې ملاتړي بلل کیږي نه دولس واقعي استازي
۵ـ یرغلګرو بهرنیانو اودهغوﺉ بیواکو غلامانو تردغې جرګې مخکې هم داضطراري لویې جرګې اوهمدا راز دمنطقوي امن جرګې په نوم ناکامې هڅې کړې چې دافغان ملت هیڅ دردیې نه دی دواکړی ؛دسولې تش په نوم دغه مشورتي جرګه هم دهغو تکراري هڅو یوه ناکامه کړۍ ده چې هسې دنړیوالو دتیر ایستلو په منظور په کار لویدلې اودملت اساسي ستونزوته پکې هیڅ ځای ندی ورکړل شوی دافغانستان په تاریخ کې جرګې دتصمیم نیولواوپریکړودپاره رابلل شوې اودمشکلاتو په حل کې یې غوڅې فیصلې کړې لهذا جرګه دفیصلو مر جع ده نه دمشورو  
۶ـ دافغانستان اسلامي امارت د دغې تش په نوم مشورتي جرګې مرسته وال او ګډونوال دافغانستان دغمیزې اصلي عاملین بولي اودهغوﺉ دهرراز نارواپریکړو مقابله به دهغوﺉ په مقابل کې داسلامي جهاد په تداوم اواستمرارسره کوي ،دلوي خدای جل جلاله په نصرت اودخپل مسلمان ملت په مرسته به دیوه خپلواک او په خپلو پښوولاړاسلامي نظام دپاره مبارزه کوی ،یرغلګر بهرنیان به دي ته مجبوروي چې دقضيې اساسي او واقعي حل ته غاړه کیږدي اوپه دې سره به دخپل ولس درد ونکې غمیزې ته دپای ټکی ږدي . ان شاء الله تعالی .
والسلام
/دافغانستان اسلامي امارت
۱۸/۶/۱۴۳۱- ۱/۶/۲۰۱۰
دوهم:د مشورتي جرگې په اړه د حزب اسلامي داعلاميې متن
بسم الله الرحمن الرحيم

د کرزي مشورتي جرگه له دې امله خاص اهميت نه لري چې د دولت د خوښې خلک په کې راغونډيږي، د کومې پرېکړې واک نه لري يوازې مشورتي جرگه ده. مجاهدين په کې برخه نه اخلي، امريکايان دا اختيار نه ورکوي چې د فوځونو د وتلو او د بحران په اړه داسې پرېکړه وکړي چې د افغان ولس د هيلو ترجماني وکړي او زمونږ ملي گټې تضمين کړي. امريکايانو تر جرگې د مخه اعلان وکړ چې اوس د صلحې او له مخالفينو سره د خبرو مناسب وخت نه دى، د کابل چارواکو ته يې امر وکړ چې جرگه وځنډوي، په هغه صورت کې به د دايرولو اجازه ورکوي چې د دوى شرايط مراعات شي.
د امريکايانو او د دوى د لاس پوڅي حکومت دا خبره په قاطع الفاظو ردوو چې د مجاهدينو مشران دې سعودي يا کوم بل هېواد ته پناه يوسي. د حزب اسلامي مجاهد مشر محترم ورور حکمتيار صاحب به د ژوند تر پايه په خپل هېواد کې او د خپل مظلوم ولس په څنگ کې وي، اشغالگران به وزي او ان شاء الله ژر به وزي. اشغالگران دې کرزى او د ده ملگري له ځان سره بوزي. مونږ نه د سعودي له حکومت سره ارتباط لرو او نه د دوى په واسطه له امريکايانو يا بل لوري سره مذاکرات لرو.

 

ر.ن