پښتو غونډله پوهه (نحوه) Print E-mail
Wednesday, 13 February 2008 01:00

ليکوال: پوهنيارجانداد الکوزی د لغمان دښوونکو دروزنې عالي موسسې استاد او پوهنمل محمد آقا شېرزاد د کابل دښوونې او روزنې پوهنتون استاد





1385 لمريزکال





بسم الله الرحمن الرحيم


د کتاب ځانګړنې



نوم پښتو غونډله پوهه (نحوه)

ليکوالان پوهنيار جانداد الکوزی او پوهنمل محمد آقا شیرزاد
خپرندوې صميم ادبي ټولنه
چاپچارې صميم خپرندويه ټولنه
کمپيوز او ډيزاين رفيع الله (ستانګزی)
کمپيوټر چارې رفيع الله (ستانګزی)
چاپ شمير 1000 ټوکه
چاپ کال 1386 لمريز کال
لړ 5
ګرځنده ټليفون شمېره: 0700383798 , 0799883813 او 0700308908
برېښناليک پته: This e-mail address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it
This e-mail address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it




د ترلاسه کولو ځايونه:


کابل: چنار کتاب پلورنځی، د کابل شپه غالې ته څېرمه د ده بوري سړک
پښتونخوا پېښور: دانش کتابتون او يونيورسټي بک.
لوی کندهار: ارګ بازار، سيد احمد قانع
لوی ننګرهار: عبدالمجيد مومند کتاب پلورنځی او ګودر کتاب پلورنځی
لويه پکتيا: الفتاح کتاب پلورنځی، ګرديز.
خوست: روهي کتابتون، سردار ولي. سپين جومات ته څېرمه.
کوټه: ايمان کتاب پلورنځی او صحاف کتاب پلورنځی
ميدان وردګ: قاري امين الله
لوګر: رفيع الله ستانګزی 0700308908
بغلان: شمس کتاب پلورنځی
مزار شريف: رسالت کتاب پلورنځی
کندز: قاري نورالله کتاب پلورنځی
هرات: احمد شاه ابدالي کتاب پلورنځی



لړ ليک


سرليکونه
سريزه
پښتو غونډله پوهه (نحوه)
۱ـ دغونډله پوهې تعریف او پیژندنه
۲ـ د غونډله پوهې اړیکي د تشریحي ژبپوهنې له نورو څانګو سره
۳ـ د غونډله پوهې واحدونه یا برخې او اجزاوې
۴ـ عبارت
۵ـ د عبارت خصوصیات اوځانګړتیاوې
۶ـ د عبارت ډولونه
۷ـ د غونډ او ترکیب ځانګړتیاوې
۸ـ دتیر بحث پوښتنې
۹ـ غونډله (جمله )
۱۰ـ دغونډلې ځانګړتیاوې
۱۱ـ د تیر بحث پوښتنې
۱۲ـ په غونډله کې د مورفیمونو ترمینځ اړیکي
۱۳ـ دغونډلو تر مینځ دمورفیمونو اړیکو ډولونه (عطفی ، تابعي، ملتیا او تړني) اړیکي
۱۴ـ دتیر بحث پوښتنې
۱۵ـ دغونډلې برخې او اجزاوې
۱۶ـ دغونډلو او جملو اساسي اجزاوې
لومړی: مبتدا اوډولونه یې
(په نوم ، ضمير، معدود او معدودي عبارت او دکلام په نورو برخو سره مبتدا )
۱۷ـ ساده ، ترکیبي او متعدد مبتدا
۱۸ـ په غونډله کې دمبتدا ځای
۱۹ـ د تیر بحث پوښتنې
دوهم - خبر
۲۰ـ اسمي او فعلي خبر
۲۱ـ نومیز اسمي خبر او ډولونه یې
(نوم ، ستای نوم ،اونومځری دنومیز خبر په توګه
۲۲ـ ساده ،ترکیبي او متعددخبر
۲۳ـ تفضلي خبر
۲۴ـ په غونډله کې دخبر ځای
۲۵ـ په جمله کې له مبتدا سره د خبر سمون
۲۶ـ دتیر بحث پوښتنې
۲۷ـ دغونډلې پیروې برخې
۲۸ـ بشپړوونکی او ډولونه یې
۲۹ـ ټاکونکې او ډولونه یې
۳۰ـ نحوي قید او ډولونه یې
۳۱ـ متعدد قیدونه
۳۲ـ په غونډله کې د نحوي قید ځای
۳۳ـ د غونډلې بشپړ اند توکونه
۳۴ـ په ِغونډله کې څپه ،خج او آهنګ
۳۵ـ بیلتون او پیوستون
۳۶ـ د تیر بحث پوښتنې
۳۷ـ نومواله او کړواله غونډله
۳۸ـ د ساده اویوستوې غونډلې مانیز ډولونه
لومړی:- بیانې ساده غونډله
دوهمه :ـ انشایي ساده غونډله او ډولونه یې
(پوښتنې، امر ، خطاب ، تعجب ، تمنایي ، قسمیه ، دوعایه ، ټینګاري ، ګماني یا احتمالي غونډله )
۳۹ـ دتیر بحث پوښتنې
۴۰ـ دغونډلې جولیز ډولونه
لومړی.:- ساده غونډله او ډولونه یې
۴۱ـ دتیر بحث پوښتنې
دوهم : غبرګه (مرکبه ) غونډله اوډولونه
۴۲ـ دتیر بحث پوښتنې
دریم :ـ ګډه ( آمیخته) غونډله
څلورم ګډله (مختلطه) غونډله
۴۳ـ د پورته بحث پوښتنې
۴۴ـ اصطلاحات او متلونه
۴۵ـ دجملو او غونډلو تجزیه او تحلیل
۴۶ـ دتیر بحث پوښتنې



سريزه:

که څه هم د پښتو ژبې د غونډله پوهې لپاره له ډيرې وړاندې زمانې نه را پدايخوا زمونږ د ژبې ګرامر ليکونکو او پوهانو ښايسته ډيرکار کړيدی او هرهر چا د خپل توان او پوهې په معيار په دې برخه کې ليکلي اثار ددې مينه والو ته وړاندې کړيدي.
د پيرمحمد کاکړ دمعرفه الافغاني څخه نيولې بيا تر ننه پورې په سوونو ليکلي اثار د لوستونکو خدمت ته وړاندې شوي دي خو هغه ګرامري لیکنې چې دخپلوعلمي ارزښتونو له مخې نه هیریدونکي او تلپاتې دي دلته یې په لنډیز سره د ځینو یادونه کوو.
۱ـ د پښتو ژبې لیار کتاب چې ښاغلي ارواښاد وزیرمحمد ګل خان مومند په ۱۳۱۷ کال کې لیکلی او دپښتوصرف او نحویې په اړه په زړه پورې څیړنې لري .
۲ـ د پښتو نحوه : کتاب چې ښاغلي محمد اعظم ایازي په ۱۳۲۷ ه ش کال کې ليکلی او دکابل په عمومي مطبعه کې چاپ شویدی . دا اثر دنحوې په باب پور څیړنه لري او په زړه پورې ګټه ترې اخستل کیدای شې.
۳ـ قواعد پښتو دهمدې محمد اعظم ایازي یو بل لیکلی کتاب دی چې په ۱۳۱۸ ه ش کال کې لیکل شویدی.
۴ـ د پښتو صرف ونحو: دسید خیال بخاري اثر دی چې په ۱۹۸۳ م کال کې په پښتورکې چاپ شوی دی او د صرف ونحوې په باب پوره پوره څیړنې پکې شویدي.
۵ـ ژبښودنه : د ارواښاد پوهاند صدیق الله رښتین اثر دی چې په ۱۳۴۱ه ش کال کې د پښتو ټولنې له خوا خپور شوی دی . دا هم د خپل وخت علمي اثر او پوره پوره معلومات لري حتی اوس هم د یو علمي ماخذ په بڼه په درسي مکتبي کتابونو کې ترې کار اخیستل کیږی.
۶ـ پښتو پښویه : په نوم ښاغلي پوهاند دوکتور مجاوراحمد زیار په ۱۳۶۲ کال کې یو داسې کتاب دکابل پوهنتون له خوا په چاپ رسولی چې ددې علمي ارزښت دومره زیات دی چې په روانه پیړۍ کې ساری نه لیدل کېږي او د پښتنو لپاره یوه ستره او ارزښتمنه ذخیره بلل کیږي.
۷ـ پښتو داووم ، اتم او نهم ټولګی لپاره درسي کتابونه دي چې د (۱۳۶۰)څخه تر (۱۳۶۸) ه ش کال پورې دافغانستان دمعارف له خوا په چاپ رسیدلي او د پښتو صرف ونحوې پوره پوره څیړنه ورکې شویده .
۸ـ پښتو نحوه : دآغلې پوهندوې ډاکترزرغونې اثر دی چې د کابل پوهنتون له خوا په چاپ رسیدلی دا کتاب په ۱۳۶۶ ه ش کال کښیې لیکل شویدی اود پښتو نحوې په باب پوره اوکره څیړنه لري آو ښه معلومات پکې راټول شویدي .
۹ـ ګرامر پښتوجز دوم: د پوهاند صدیق الله رښتین یو بل اثر دی چې په (۱۳۷۰) کال په کابل کې خپور شوی. دا اثر هم د صرف ونحوې په باب پوره څیړنه لري او دیو ښه مآخذ په ډول ترې کار اخیستل کیدای شې .
۱۰ـ هغه متفرقه څیړنې چې دصرف ونحوې په باب په وږمې مجله او کابل مجله کې خپریدو ته سپارل شوې او نن سبا د علمي مآخذونو په ډول ترې کار اخیستل کیدای شي .
۱۱ـ د پښتو ژبې لنډ ګرامر(صرف ونحو): د ښاغلی څیړونکی سید محی الدین هاشمي لیکنه ده چې په ۱۳۸۳ ه ش کال کې دا کتاب د آریک ګرځنده کتابتونونو دادارې له خوا خپور شوی او د پښتو صرف ونحوې په اړوند پوره څیړنه لري او یو علمي ارزښتمن اثر دی.
۱۲ـ ځینې نورې لیکنې د بهرنیو پوهانو له خواو هم شویدي خو دلته یادونه دومره اړینه نه بریښې نو ځکه مو ترې صرف نظر وکړ.
دا وو هغه لیکلي اثار چې د پښتو دغونډله پوهې په اړوند له هغوې څخه پوره کار اخیستل شویدی .
د پښتو غونډله پوهې دا لیکلنی بې له کوم فصل او باب نه څیړل شوی څرنګه چې داد یو درسي پروګرام لپاره لیکل شوی او دښوونې او روزنې پوهنتون پښتو ژبې او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې په دریم سیمستر کې تدریس کېږي نو ځکه یې په لیکنه کې داړتیا وړ مفاهیم او ټاکلي درسي مفردات په نظر کې نیول شوي دي او کوښښ شوی چې یواځې په هغو موضوعاتو څیړنه وشي چې د پښتو څانګې محصلین ورته ضرورت لري او په یوه ټاکلي سمستر کې دهغې دتدریس امکان وی .
دې ټکي ته په پاملرنه په دې اثر کې لومړی دغونډلې پوهې پیژندنه شوې اوددې علم اړیکي د تشریحي ژبپوهنې دنورو څانګو سره جوتې شوي دي . د عبارت او ترکیب ځانګړتیاوې په ګوته شوي او هم په غونډله کې د مورفیمونو ترمینځ اړیکې څرګندې شوې دي .
دویم د جملې په اساسي برخو اوددې برخو په موقیعتونو او همدارنګه د جملې پیروي برخې څیړل شوي دي .
دریم : د جوړښت ساختمان او مانا له مخې د جملې په ډولونو باندې بحث شوی.
څلورم: داړوندتیا په صورت کې اصطلاحات اومتلونه د اړتیا له مخې څیړل شوې دي او په پای کې د محصلینو د لاښې پوهیدنې لپاره د جملې تجزیې ته ځای ورکړل شوی او دهرې برخې پوښتنې د هغې برخې په پای کې راوړل شوي دي .
موږ په دې باور یو که دپښتو څانګې محصلین او پښتو ژبې مینه وال پورته ذکرشوومطالبو له تدریس نه لازمه ګټه واخلي نو په اړوندې برخې کې به دلازمو وړتیاو درلودونکي شي.

په درنښت
پوهنمل محمد آقا (شېرزاد)



پښتو غونډله پوهه (Syntax )


د غونډله پوهې (نحو) تعریف او پیژندنه :
غونډله پوهه پښتو اونحو عربې کلمه یا اصطلاح ده چې لغوې مانا یې لار ، طریقه ، روش ، دود او طرز ده . مګر دتشریحي ژبپوهنې یا ګرامري مانا له مخې غونډله پوهه یا نحوه د ګرامر هغه برخه ده چې په جمله کې د کلیمو دمطابقت ، ارتباط ، ترتیب اوترکیب څخه غږیږي .
او یا په بل عبارت نحوه هغه پوهنې ته وایی چې د یوې ژبې د جملو ،عبارتونو، غونډونو (ترکیبونو) جوړښت ، ترتیب ، تنظیم او جوړښتي نظام تر څیړنې لاندې نیسي.
داچې په پښتو ژبه کې غونډله پوهه د عربي ژبې دنحوې او دانګلیسي ژبې له سنټکس سره په یوه ټاکلي ګرامري مفهوم او مانا استعمالیږي نو که دا اصطلاح دیوناني ژبې دسنټیسس داصطلاح سره پرتله کړو نوګوروچې په دواړو کلیمو کې یوه ګډه ریښه پرته ده یعنې د سنټ(Synt ) برخه په دواړوکې شریکه ده چې دترکیب ، یوځای کیدو او ګډون په مانا راتلای شې.
نو څنګه چې (Synthesis ) د برخو داجزاو دترکیب په مانا دی نو ( Syntax ) هم دژبني ترکیب په مانا ترجمه یا ژباړل کیدای شي .
په همدې اساس ویلای شو چې په نحوې سیستم کې دنحوې واحدونو او دهغوۍ د مربوطه اجزاووڅخه بحث کیږي او دهمدغونحوي واحدونو تجزیه ،ترکیب ،ترتیب او څرنګوالی نحو بلل کیږي .

دغونډله پوهې اړیکې د تشریحي ژبپوهنې یا د ګرامر له نورو څانګوسره :

غونډله پوهه د خپلې څیړنې په وخت کې دتشریحي ژبپوهنې دنورو څانګو سره سمې اړیکې لري . ځکه چې دژبې مورفولوژیکي جوړښتونه تر ډیره ممکنه ځایه پورې د نحوي نظم جوړښت اوترتیب سره ځانګړې او ټاکلې دنده لري.
سربیره پردې هغه مانا لرونکي عناصر چې عبارتونه اوجملې جوړوي په واقیعت کې همدغه مورفیمونه دي چې دیوې ژبې په ګرامري جوړښت کې ستره ونډه اخلي.بله داچې دنحوي واحدونو تجزیه ، ترکیب او ترتیب دګرامر په نورو برخو کې لکه په مورفولوژي، اشتقاق پوهنه او لغت پوهنه کې هم تر څیړنې لاندې نیول کېږي خو هغوی لفظي واحدونه د غونډله پوهې او نحوې په سیستم تر څیړنې لاندې نه نیسي او نه یواځې لفظي واحدونه د جملې او یا غونډلې کامل او بشپړ مفهوم افاده کولای شې .
همدلته ده چې د ګرامري مختلفو پوهنو ترمینځ ځینې مشابهتونه او ورته والی لیدل کیږي خوهره پوهنه دخپلې تیوري داساساتو له مخې موضوع څیړي نوځکه د نژدیوالي سره سره دموضوعاتو بیلوالی هم لري .
یعنې په غونډله پوهه کې یواځې د جملو ترکیب ، تجزیه ، جوړښت او د جوړښت سیستم مطالعه کیږي او په مورفولوژي او اشتقاق پوهنه کې لفظي جوړښتونه په نظر کې وي.
لکه چې دمخه مو هم وویل غونډله پوهه (Syntax ) هغه علم ته وایې چې مونږ ته دجملې او غونډلې د جوړولو قاعدې او د هغې اجزاو ترتیب اودکلیموترمینځ رابطه یود بل سره راښي.
د ژبې په ګرامري مطالعه کې دالفاظو مانا او لفظي جوړښت دواړه په نظرکې نیول کېږي یعنې څنګه چې الفاظ دمفاهیمو دبیان لپاره کارول کیږي نوکه چیرې دلفظ مفهموم په په ګرامري شرحه کې له نظره وغورځول شې ګرامري شرحه دبې مانا غږونوپه شرحه بدلیږي او که چیرې یواځې دالفاظو مفهموم شرحه شې اونور بدلونونه اولفظي ځانګړتیاوې له نظره وغورځول شې نو څنګه چې دمفاهیمو بدلون او تغیر دکلیمو دلفظي او اشتقاقي تغیرونو معلول دی نو پدې پرته دعلت او یا پرته دمعلول څخه څه نتیجه نه تر لاسه کیږي .ددې خبرو په پای کې داسې نتیجه اخیستلای شو :
دنړۍ په ژبو کې هره ژبه په خپل وار که له یوې خوا د ژبپوهنې په نسبت ځینې ګرامري خصوصیات لري ولې له بله پلوه ځانګړي او شخصي خصوصیات هم لري چې دهرې ژبې په سټرکچر او جوړښت پورې اړه لري، خوداچې په پښتو ژبه کې دصرف ونحوې د څیړنې موضوعات سره بیل دي نوځکه جلاجلا څیړل کیږي اودڅیړنې موضوعات یی هم سره جلا دې اوهره برخه پ بیلو اصولو اوقواعدو څیړل کیږي .

دغونډله پوهې واحدونه یا برخې او اجزاوې :

دغونډله پوهې دواحدونو تر څیړنې دمخه به هغو واحدونو باندې خبرې وکړو کوم چې دهغو په اړوند د ژبپوهانو او ګرامرپیژندونکو تر مینځ د نظرونو اختلاف موجود دی اود پښتو اودري ژبو ګرامر لیکونکو هغه په ډول ډول نومونو یاد کړیدي.دساري په ډول ترکیب، فقرې، تګمیم، اصطلاحات اومتلونه ځینو ګرامر لیکونکو عبارت اوترکیب د یو نحوي واحد په توګه تر څیړنې لاندې نیولي او ځینو دعبارت برخه بیله اویا خوسره په خپلو ګرامرونو کې رواړي نه دي او ځیني داسې څیړنې هم شته چې هغوی دعبارت واحد هم د ترکیب تر عنوان لاندې څیړلی دی .
همدارنګه دفقرې په باب چې کومې څیړنې شوې له هغو ی څخه په ډاګه دامعلومیږي چې دوی مرکبه یا غبرګه جمله تر بحث لاندې نیولې چې بیایې یوه برخه اساسي او بله تابع جملې په شان ښودلې اودفقرې نوم یې پرې ایښی دی .
همدغه ډول د (تګمم،اصطلاحاتو، متلونو اودجملو د حذف د برخې ) څیړنه په ډیره ستونزمنه توګه څیړل شوې اوکوم مثالونه اونمونې چې په دې برخه کې وړاندې شوې هغه هم اوږد او تفصیلي بحث غواړي . ځکه چې له یوې خوازمونږ ګرامرونه زیاتره په عنعنوي څیړونو ولاړ دي او له بلې خوا دتقلید په بڼه څیړل شوي دي .
دا ډول موضوعات نه یواځې په غونډله پوهه یا نحو کې شته بلکې په فونولوژي (اوازپوهه) ،مورفولوژي(صرف یاګړپوهه) کې هم شته لکه په فونولوژي کې د (غږ اوآواز ) ،او نیم وال (سیمی واول) آوازونه چې ځینې ګرامر پوهان یې کانسونینټ یا بیواکو اوازونو کې شمیري .
په مورفولوژي کې هم همدا ډول د یادونې وړ بحثونه شته د مثال په توګه د (صوت نوم) اود (قیدونو) موضوع چې داهم د غوروړدي .
په هرصورت له دې یادونې څخه مو هدف داو چې لومړې خو باید زیار وایستل شي چې د ګرامر هره برخه په خپل چوکات کې وڅیړل شې یعنې هغه څه چې په فونولوژي پورې اړه لري د بیلګې په ډول دآواز ،توري او په اواز پورې تړلې ټولې څیړنې په فونولوژې کې راشي او دموضوعاتو لپاره دې حدود وټاکل شي.
هغه څه چې دمورفولوژي په علم پورې اړه لري هغه دې دهمدغه برخې لاندې راشي او په هغوواحدونودې خبرې وشي چې په مورفولوژي پورې اړوندیږي دابه سمه خبره نه وي چې (مرکبې کلیمي یا مرکب مورفیمونه ) په نحوه کې دوهم ځل تر بحث لاندي راشي دا اړینه او سمه خبره ده چې همدا مورفیمونه اوکلمیې په مورفولوژي کې هم څیړل کیږي او په غونډله پوهه کې په جملو ،عبارتونو اونورو واحدونو کې هم همدا مورفیمونه اوکلیمي راځي خو په مورفولوژي کې دهمدغو مورفیمونو یو اړخ او په غونډله پوهه کې دهمدې مورفیمونوبل اړخ په نظر کې وي او په پورته هره برخه کې ددوی دندې اود څیړنې طریقې ، دهغوی تحلیل اود بحث لارې بیلې دي .
دابه نادره وي چې د جملې، عبارت اوترکیب تر عنوان لاندې مونږ فقرې (Clause ) همدرانګه متلونه اواصطلاحات هم راوړو. پوهاند دوکتور مجاوراحمد زیار د (پښتوسپنبویې) په کتاب کې دا موضوعات سره ښه جلا کړي او بیا یې هغوی ته حدود او چوکاټ ټاکلي او دغونډله پوهې د اساسي برخې څخه یې بیلې بیلې څیړلي دي چې وروسته به یې په خپل ځای اووخت کې یادونه وشي.
له پورتنۍ یادونې وروسته بیرته خپلې ټاکلې موضوع ته راګرځو او په نحوي واحدونو خپلې خبرې پیل کوو .دا چې غونډله پوهې په واحدونوکې عبارت او جمله په لومړي سرکې ځای لري نومونږ هم لومړی (عبارت ) تر څیړنې لاندې نیسو او ورپسې به په غونډله اود هغې په ډولونو او جوړښتنونو رڼا اچوو او په پای کې به په متلونو او اصطلاحاتو څیړنه وکړو.



عبارت (Phrase )


ځینو ګرامر پوهانو عبارت ،غونډله او ترکیب دیو نحوې واحد په توګه تر څیړنې لاندې نیولی خو زما په اند دا واحدونه تر یوعنوان لاندې څیړل یو څه ستونزې را پیداکوي او دمثالونو په وړاندې کولو کې لږه ګډه وډي مینځ ته راځي. ښه به دا وي چې د عبارت نحوي واحد له پورته نورو نحوي واحدونو څخه جلا وڅیړو .
په پښتو ژبه یا نورو هغه ژبوکې چې له پښتوسره همریښه دي ځینې داسې خپلواک مورفیمونه او کلیمې شته چې داړیکو په لرلو یوله بله سره یوځای کیږي او په تولیز ډول یوه ترکیبي بڼه پیدا کوي .
خو ددې خپلواکو مورفیمونو دا یوځای والی او ګډون د جملو او غونډلو په ډول پوره مانا او مفهوم نه لري او دغونډلې په ډ‌ول بشپړ مطلب او مفهوم لوستونکو یا اوریدونکو ته ورانتقالولای شي. نو دهمدغه اصل او بنسټ له مخې د ژبې پوهان عبارت داسې راپیژني :
ددوه یا زیاتو خپلواکو مورفیمونو داسې یو ځای کیدنه چې پوره مانا ورنه کړي او یو مورفیم یې د بل تابع وګرځي عبارت بلل کیږي .یا په بله وینا ددوه یا زیاتو خپلواکو مورفیمونو داسې یو ځای کیدل چې نحوي رابطه سره ولري خو مورفیمونه یې یو بل ته تابع او بشپړ مفهوم نه ورکوي عبارت بلل کیږي .دعبارت د پیژندنې لپاره لاندې څو مثالونه راړو :
خړه وریځ ، دسرک غاړه ، پنځه کتابچې ، روغ بدن ، او داسې نور ...
په پورته عبارتونوکې (وریځ ، سرک ، کتابچې، بدن) کلمې نومونه او تابع کوونکي دي او د (خړه ،غاړه ، پنځه ، روغ) کلمې تابع شوي کلمې دي چې د (خړه ، اوروغ) کلمې صفتونه ، د (غاړه )کلمه نوم اود (پنځه )کلمه عدد دی او ټولې خپلواکې کلمې دي.

د عبارت خصوصیات او ځانګړتیاوې

د عبارت نحوې واحد لکه د غونډلې پوهې دنورو واحدونو په ډول ځینې مشخصات او ځانګړتیاوې لري چې په لنډیز سره په لاندې ډول سره ښودل کیږي .
۱ـ عبارت د غونډلې دیو جز یا یوي برخې په ډول راځي اود غونډلې په ډول پوره مانا نه افاده کوي که چیري وغواړو چې پوره مانا ترې واخلو نو مجبور یا اړ یو چې له دې عبارت سره دخبر یوه بله برخه ملګرې کړو تر څو پوره مانا د غونډلې په شان پیدا کړي .
د بیلګې په ډول که ووایو چې (زما کور) نو داعبارت شو ځکه چې پوره مانا او مفهوم نه ادا کوي نوکه اوس وغواړو چې له دې بشپړ مفهوم دغونډلې په شان واخلو اړیو چې دخبر برخه لکه ( ودان شو ) ورسره یو ځای کړو او په مجموع کې ووایو (زماکور ودان شو ) نودا بشپړه جمله شوه اودواړه اساسي برخې یعنې مبتدا او خبر یې تکمیل شول .
۲ـ په یو عبارت کې دتل لپاره یوه برخه دبلې برخې یا یوه خپلواکه کلمه دبلې خپلواکې کلمې تابع وي چې یو یې کلمې ته تابع کوونکې اوبلی ته تابع شوې کلمه ویل کیږي نو ځکه یې مانا او مفهوم کامل نه وي او تقریبا د یوې مرکبې کلمې حیثت غوره کوي .
دبیلګې په ډول (د کابل مڼې) عبارت . په دې عبارت کې ګورو چې د (مڼې) کلمه د (د) د اضافت په واسطه د (کابل) دکلمې تابع شوې چې (کابل) تابع کوونکې کلمه او (مڼې) کلمه تابع شوې کلمه ده .
۳ـ عبارت د کلمې په نسبت لوی او د جملې په نسبت نیمګړی او کوچنې وي . اودا ځکه چې له یوې خواله دوه خپلواکو کلمو څخه جوړ وي او له بلې خوا دجملې په شان دخبرو برخه نه لري .لکه د ( زمونږ ټولګی) عبارت چې له یوې خوا دوه خپلواکې کلمې لري او له بلې خوا د جملې په ډول یې د خبربرخه نشته .
۴ـ عبارت یا ساده بسیط وې یعنې له دوه خپلواکواومستقلو کلمو څخه جوړ وي لکه دا لاندې عبارتونه :
دغاښ برس، دوطن مینه ، نیکمرغه ژوند ، او داسې نور... او یا هم مرکب وي یعنې له دوو څخه زیاتو خپلواکو کلمو یا مورفمونو څخه جوړ وي لکه دا لاندې عبارتونه :
زما د غاښو برس ، زمونږ ګران هیواد ، دوه دلوست کتابونه او داسې نور...
همدا سبب چې د ژبې پوهانو دجوړښت له مخې په دوه برخو ویشلي چې ترتیب یې په لاندې ګراف کې وینې :


عبارت د جوړښت له مخې


ساده عبارت

مرکب



د کابل ښار



د کابل









یو بله بیلګه یې چې د اضافت (د) هم ونه لري داده

ساده عبارت



مرکب عبارت



ښه سړی



ډیر ښه سړی







د ساده او مرکب عبارت د ښې زده کړې لپاره لوستونکي کولای شې چې دوی پخپله له لاندې خپلواکو کلمو څخه ساده او مرکب عبارتونه جوړکړي .
مور،پلار ، وطن ، مینه ، ایمان ، غیرت ، خپلواکي ، ژوند ، کتاب ، قلم ، ګران ، زما ، هیواد ، پلورنځی ، زړه ، سړی ، ټولنه ، ژمی ، ټوکر، نیکمرغه ، زده کړه ،څوک ، بزګر، پښتو ، کور، لاس او داسې نور...



د عبارت ډولونه

په پښتو ژبه کې د عبارت ډولونه خورا ډیر دي خو مونږ د اړتیا له مخې یواځې د هغو څو مهمو او ضروري عبارتونو یادونه کوو چې زمونږ درسي پروګرام یې ایجابوي او زمونږ دمحصلینولپاره د هغوی زده کړه ضروري او اړينه ده .

نومیزیانوم لرونکي عبارتونه:

نومیز یا نوم لرونکي عبارتونه هغو عبارتونو ته ویل کېږي چې اساسي او عمده برخې یې له نومونو څڅه جوړه شوې وي . دا عبارتونه کیدای شې په غونډله یا جمله کې دمبتدا یا خبر په برخه کې راځي .

نومیزعبارتونه دالاندې ډولونه لري :

۱ـ اضافي عبارت :

اضافي عبارت کیدای شې له ددونومونو څخه جوړ وي اودا چې د اضافت (د) هم ورسره ملګری وي نوځکه یې اضافي عبارت بولي .په دې ډول عبارتونوکې یونوم دعنعنوي ګرامري څیړنې له مخې مضاف الیه او بل نوم مضاف راځي اود (د) د اضافت توري په واسطه دیوه نسبت وبل ته کیږي .لکه : د کابل ښار ، د بریالي کتاب او داسې نور .
اضافي عبارت بیا د مانا له مخې نور ډولونه لري چې خورا مهم یې دادي :
الف ـ ملکي اضافي عبارت : په ملکي اضافي عبارت کې مضاف الیه دمضاف مالک وي اویا دمضاف الیه ملکیت د(د) په واسطه په مضاف باندي ثابتوي . دبیلګي په ډول (دتوریالي کور) په دې عبارت کې ګورو چې لومړی د اضافت توری (د)راغلی او بیا مضاف الیه (توریالی) او ورپسې مضاف (کور) واقع شویدی اود (کور) نسبت داضافت د(د) په واسطه(توریالي) ته شوی اود (توریالی) ملکیت ګرځیدلی دی .
که چیرې په ملکي اضافي عبارت کې مضاف الیه متصل یاکمزوري شخصي ضمیرونه وي لکه (مې، دې،یې)نو بیا دا ضمیرونه تر خپل مضاف وروسته راځي او (د) داضافت ادات بیا ورسره نه راځي . لکه :( کتاب مې ، کتاب دې، کتاب یې ) اوداسې نور.

ب ـ اختصاصي اضافي عبارت :


په اختصاصي اضافي عبارت کې مضاف ،مضاف الیه ته مختص شوی وي .لکه پدې لاندې عبارتونو کې:
دسرک غاړه ، دګلو باغ ، د کور دروازه او داسې نور...
په پورتنیو عبارتونوکې ګورو چې د (سرک ،ګل ، کور) کلمي هم نومونه او مضاف الیه واقع شوي دي اود(غاړه ، باغ ، دروازه ) کلمي هم نومونه او مضاف په ډول راغلي دي . (د) داضافت توری اود( غاړه، باغ ، دروازه ) کلمې یانومونه چې مضاف راغلي ومضاف الیه ته مختص شوي .

ج ـ بیاني اضافي عبارت :


په بیاني اضافي عبارت کې مضاف د مضاف الیه له جنس څخه وي یعني یوشی د خپلې مادې وخواته منسوب شوی وي ، یعني په بیاني اضافي عبارت کې مضاف الیه او مضاف دواړه له یو جنس څخه وي .لکه په دې لاندې عبارتونو کې :
داوسپنې سیخ، طلایي ګوته ، وریښمین ټوکر اوداسي نور.
په پورته عبارتونوکې ګورو چې (اوسپنه ، طلا ، وریښم ) کلمې نومونه دي او مضاف الیه راغلي دي اود (سیخ ، ګوته ، ټوکر ) کلمې هم نومونه دي اود مضاف په ډول راغلي دي ،چې له یوې خوا مضاف الیه او مضاف له یو جنس څخه دي اود بلې خوا دمضاف کلمې د مضاف الیه په وسیله بیان شویدي .

دـ تشبیهي اضافي عبارت :


په تشبیهي اضافي عبارت کې مضاف الیه دمضاف سره تشبیه شوی وي .لکه : پدې لاندې عبارتونوکې :
دزړه تخت ، دبڼو غیشی اوداسې نور.
په پورتنی لومړی عبارت کې د (زړه ،بڼو) کلمې مضاف الیه اومشبه واقع شویدي اود (تخت ،غشي ) کلمې مشبه به په دول راغلي دي اودا عبارتونه بې له تشبه له توري څخه یو له بل سره تشبه شوي اودتشبه توري ته پکې کومه اړتیا تشبه خو وجه شبه ددوی په منځ کې شته خو دا باید له یاده ونه باسو چې کله کله په تشبیهي اضافي عبارت کې د تشبیه توري هم رتلای شي لکه پدې لاندې عبارتونو کې :
د صدف په شان غاښونه ، د نرګس غوندې سترګې، د لعل په شان شونډې اوداسې نور.
چې په لومړي عبارت کې (په شان ) په دوهم عبارت کې (غوندې ) په دریم عبارت کې هم (په شان ) د شبه توري دي او وجه شبه هم لري.

هـ ـ استعاري یا مجازي اضافي عبارت :


پدې ډول عبارت کې دمضاف الیه او مضاف ترمینځ رښتینی اړوندتوب (حقیقي تعلق) موجود نه وي بلکي مجازي تعلق د زړه سترګې ، د خیال وزري ، اوداسي نور.
چې په پورته عبارتونوکې (زړه ، خیال ) مستعاراومضاف الیه واقع شویدي او (سترګې، وزرې) مستعارمنه او مضاف په ډول راغلې دي .

یادونه :


دنوی ګرامري تیورې له مخې د ا ډول عبارتونه یوازي ددوو نومونو څخه جوړشوې عبارتونه بولي اونور مسایل لکه مضاف اومضاف الیه یا په نورو مختلفو نومونو یا اصطلاحاتو نه یادول کیږي .

۲ـ له نوم او ستاينوم څخه جوړشوی عبارت :


دا ډول عبارت له نوم او ستاينوم څخه جوړشوی وي .که : ښکلی ښار، لوړه ونه ، روښانه فضا ، اوداسې نور. چې زمونږ ژبپوهانو دا عبارت د توصيفي عبارت په نامه ياد کړيدی او په ګرامري لحاظ په دی عبارت کې لومړی صفت او بيا موصوف راځي او صفت دموصوف څرنګوالی بيانوي .
دلته يوه خبره بله هم ديادونې وړ ده هغه داچې په دې عبارت کې صفت دنارينه ، او ښځينه ،يوګړي او ډيرګړي په لحاظ د خپل موصوف تابع وي.لکه:زوړ سړی ، زړه ښځه ، زاړه سړي ، زړې ښځې .دا عبارت هم کيدای شې کله ساده وي لکه : ( هوښيار سړی) اوکلمه هم مرکب لکه : (دزمانې هوښيار سړی ) اوداسې نور.

۳ـ له نوم او عدد يا له نوم او شمير نوم څخه جوړشوی عبارت :


په دې ډول عبارت کې نوم او شمير نوم سره يوځای کيږي او په عنعنوي ګرامري اصطلاح له عدد او معدود څخه جوړشوي وي .لکه : (دوه کتابونه ، پنځم کتاب، شل سړي ، څلورښځې) اوداسې نور. په پورتنيو عبارتونو کې (دوه ،پنځم ، شل ، څلور) کلمې عددونه دي او (کتابونه، کتاب ، ،سړي، ښځې) کلمې نومونه دي .
په دې ډول عبارت کې کيدای شي اصلي اعداد راشې لکه (لس روپۍ) او کله هم کيدای شي توصيفي ياترتيبي اعداد را شي لکه ( لسم پوړ، شلمه پيړۍ ) اونور.

۴ـ له نوم او نومځري څخه جوړشوی عبارت :


پدې ډول عبارت کې نوم او نومځي سره يو ځای کیږي .لکه : (هغه ښار ، داسړی ، دې ښځې ، دې سړي ، هغه ونه ).
په پورته عبارتونو کې (هغه ، دا ، دی ، دې، هغه ) کلمې نومونه دي .چې پخوايې دا عبارت اشاري باله چې لومړی کلمې ته يې اشاره اودوهمې کلمې ته يې مشاراليه ویل چې لومړی اشاره او ورپسې د مشاراليه کلمې راتلې .

۵ـ له نوم او فعلي ستاينوم څخه جوړشوی عبارت :


پدې ډول عبارت کې نوم او فعلي ستاينوم سره يوځای کيږي او عبارت جوړوي .لکه : (ليکلی کتاب ، ګنډلی کميس ، ليکلی مقاله ) اوداسې نور. په پورته عبارتونو کې(کتاب ، کميس ، مقاله ) نومونه دي او (ليکلی ، ګنډلی ، ليکلې) کلمې فعلي صفتونه دي . چې سره يو ځای شوی اوعبارتونه يې جوړکړيدي .

۶ـ له نوم اومصدر څخه جوړ شوی عبارت:


پدې ډول عبارت کې نوم او مصدر سره يو ځای کيږي او بيا عبارت جوړوي.لکه : ډوډۍ پخول ، کتاب ليکل ، ډرامه کتل ، اوداسې نور .
په پورته عبارتونو کې (ډوډۍ، کتاب ، ډرامه ) کلمې نومونه دي اود (پخول ، ليکل ، کتل) کلمې مصدرونه دي .

يادونه :


زمونږ په ډيرو پښتو ګرامرونو کې دعبارت په نامه څه نشته موږ چې داموضوع نوی ګرامر ته ورداخلوو نو عبارتونه جلا او ترکيبونه جلا موضوعات ګرځي له سره بايد دواړو ته بريدونه وټاکل شي او اصول ورته وضع شې . بله داچې په پښتو ژبه کې هغه موضوعات چې د فرازيولوژي (Phraseology ) په علم پورې اړه لري بايد شخص او ځانګړې شي . بريدونه ورته وټاکل شې او بيا درڅيړل شې .

غونډله او ترکيب ځانګړتياوې


دمخه مو دعبارت په هکله بشپړې څرګندونې وکړې اودهغې له ځانګړتياو سر مو اشنايې پيدا کړه ، دلته به اوس دغونډ اوترکيب په ځانګړتياواو خصوصياتو وغږيږو تر څو د عبارت اوترکيب ترمنځ توڅو د عبارت اوترپير سره واضح او څرګند شي .
۱ـ دمخه مودعبارت په هکله ويلي وو چې له دوه خپلواکو مورفيمونو څخه جوړشوی وي لکه : زما کور ، زمونږ ګران هيواد او نور،خو ترکيب او غونډ کې کيدای شي ناخپلواک مورفيمونه هم راشي .لکه : کورته ، له پلارسره، له ښاره ، اوداسي نور .
۲ـ په عبارت کې که ساده وي يوه کلمه دبلې تابع ګرځي او که مرکب وي يوه برخه دبلې تابع کيږي،مګر په غونډ‌ اوترکيب کې وينو چه يوه برخه بلې يا يوه کلمه بلې ته تابع شوې نه ده لکه په پورتنې ترکيب کې .
۳ـ دنحوې يا غونډله پوهې د اساساتو له مخې مرکبې کلمې يا امتزاجي ترکيبونه په عبارت کې نه شامليږي مګر زمونږ ګرامر پوهان په ترکيب کې هغه راوړي دي ،لکه: (جلال اباد ، پښتون کوټ) کلمې.
۴ـ په عبارت کې معاون فعلونه په خپلواکو کلمو کې نه حسابيږې ولې زمونږ ګرامر پوهانو هغه په ترکيبونو کې راوړې دي؛ لکه : انسان يم ، او داسې نور .
۵ـ تکراري کلمي يا مورفيمونه عبارت نه بلل کيږي مګر په ترکيب کې راتلای شي چې زمونږ ځينې ګرامر پوهانو راوړي دي : پټ-پټ .يو ..يو ، په قيدي ترکيبونو کې.
۶ـ په عبارت کې نحوي رابطه ضروري ده خو په ترکيب کې داخبر هم له نظره لويدلې لکه د (هلته ـ دلته ، کوم ـ کوم ) په ترکيبونو کې .
۷ـ په عبارت کې هغه کلمي چې د (او ) د عطف د توري پواسطه يو ځای کيږي ښاملې نه دي مګر په تر کيب کې راتلای شي لکه : الفاظ اوکلمې ، شپه اوورځ .
۸ـ دتاکيدي ترکيب په نامه چې زمونږ ګرامر پوهانو کوم ترکيبونه راوړي هغه هم دعبارت خواص او ځانګړتياوې نه لري ؛ لکه : کټ مټ ، ډزډوز، اوداسې نور .
۹ـ اداتې ترکيبونه هم دعبارت ځانګړتاوې نه لري چې بيلګې يې تاسې په لومړي مثال کې ولوستې او يا هم لکه دالاندې مثالونه :
په خوله، چای سره ، په کور کې، اوداسې نور . ځکه چې دامورفيمونه خپلواکې ماناوې نه لري اونه خپلواکې کليمې دي .
۱۰ـ يوه بله خبره چې دلته يې يادول بالکل ضروري دي هغه دفعلي ترکيبونوخبره ده .
زمونږ ګرانو او فاضلو ګرامر پوهانو د فعلي ترکيبونو په جوړښت کې چې کومې بيلګې وړاندې کړي له هغو سره يې داهم ښودلې چې داترکيبونه دمسند يا خبر پر ځای کې راځې او په ځانګړې توګه جملي هم ګڼل کيدای شي نو بيا ولې ديته ترکيب وایې ؟ که چيري دوی داترکيب بولي نوبيا په عبارت کې نه شې راتلای . او نه جمله بلل کيدای شي .داځکه چې عبارت بيا دجملي ځانګړتياوي او خصوصيات نه لري

دتير بحث پوښتني


۱ـ غونډله پوهه څه ته وايې او واحدونه يې په لنډيز سره راوپيژنې ؟
۲ـ عبارت څه ته وايې اودجوړښت له مخې په څوډوله دي ؟
۳ـ د عبارت ځانګړتياوې په لنډيز سره وليکی؟
۴ـ نوميز عبارت کوم عبارت ته وايې مثالونه يې راوړې؟
۵ـ اضافي عبارت څوډوله دی د بيلګو په واسطه يې څرګند کړی؟
۶ـ دګړپوهې اوغونډله پوهې تر منځ کومې اړيکې شته واضح يې کړی؟
۷ـ تاسو ته ځينې کلمې ، ترکيبونه او عبارتونه درکړ شوی دي تاسو له هغو څخه يوازي عبارتونه په نښه اوبيايې توضح کړې؟
انګورباغ ، دانګوروباغ، زماکور، ستاکتاب، قلم مې، پنسل يې ، د ښوونځی اداره، دلرګي همسا، د شعر رواني، ديوالي ساعت، دپسرلي باران ، وړين ټوکر، لوړه ونه، هسکه غاړه، دليلی مينه، دزلفومار، دسينداوبه ، دزمري په شان زړه ور، لايق شاګرد، نهم تولګی ، دوه کتابونه، په ښوونځي کې، تر کوره، له ښاره، ښوونځي ته، دا الوتکه، هوايی ډګر، په تيزۍسره ، په کراره تګ ، شپه او ورځ ، ناوخته ، بيديدل، تللی و، نه راځي ، راغلی به وي ، ټول ځوانان ، د ښوونې اوروزنې پوهنتون ، زمادرسي خونه، ستره محکمه ، کابل پوهنتون ، پوهنوال ، پوهندوی، ښوونمل ، کاغذي ګل، لور اوزوی، خوږخټکی، خوږهندوانه ، د باغ ګلان ، دسرک غاړه، ښکاري سپی، توررنګ، سپينه خوله، سرې شونډې، نازک خيالونه، د زړه سترګې، د مالګې پاکټ، د لارې مسافر، کتاب لوستل، رقعه ليکل، ښوونه کول، د دښمنانو تېری، خپلواکي ګټل، بې وزله سړی، لار جوړول، کټ مټ، تڼاکې، لاسونه، انځرګل، جمال مېنه، پښتونستان واټ، جلال کوټ، ادبي ليکنه، د ښوونکې خبرې، د زده کوونکو فکر، درسي خونه، لوړخيالونه، ژور فکرونه، کتابتون، درملتون، د غاښو ډاکټر، د ډرامې لوبغاړی، توريالی شهيد، وطن پلورونکی، لرغونی هېواد، سهارنۍ وږمه، د سبا ستوری، د لمر رڼا، پنځلسمه سپوږمۍ، شين آسمان، ساړه بادونه، يخه سيلۍ، کميډي ډرامه، ښه پوهه، پوه او ځيرک، مېړنی اولس، ليکوال، ليکونکی، شين خال، سره لمبه، لوی اختر، ځوان نسل او نور.



غونډله (Sentence )


غونډله پښتو او جمله عربي کلمه ده، چې په لغت کې مجموعې ته وايي، غونډله په هره ژبه کې د خپلو ځانګړو ماناوو درلودنکی ده ولې ګرامري ماناوې يې سره ورته يا يو ګڼل کيږي.که وغواړو، چې غونډله په خپل ګرامري چاپيريال کې وڅېړو نو اړ يو، چې هغې ته يو تعريف ورکړو خودا چې په تعريف او پيژندنه کې د ژبپوهانو ترمنځ د نظر يووالی نه ليدل کيږي، ښه به داوي، چې د غونډلې په هکله د څو پوهانو نظرونه راواخلو او بيا غونډله تعريف کړو.
کله چې موږ په وينا ليکنه کې خپل فکر په شفاهي يا ليکلی بڼه افاده کوو نو مجبور يو چې غونډلې او جملې جوړې کړو ځکه چې زموږ وينا د جملو په مرسته څرګنديږي او يا د جملو څخه جوړه ده. په دې توګه افکار يوازې په جملو کې او د هغوی په مرسته افاده کيږي.
دا چې غونډله او جمله له پخوا څخه تر څېړنې لاندې نيول شوې نو موږ هم خپله خبره له هماغه وخته راپيل کوو.
ارسطو د غونډلې په هکله وايي: ((هره نظريه (مفهوم) د جملې په شکل څرګنديږي مګر ټولې جملې مفاهيم نه څرګندوي په جملو کې ممکن سوال، خبرداری او داسې نور مفاهيم ځای شي، خو پرته له دې څخه ممکنه نه ده، چې يو فکر د شعور د ځينو نورو اشکالو پواسطه هم ورسول شي.)) دی وايي: (( جمله د دماغ فعاليت انځوروي او جمله د احساس د څرګندولو وسيله هم ده)). همدارنګه په پخوانی فلالوژي کې داسې ښودل شويده، چې جمله مفاهيم د الفاظو په مرسته څرګندوي او يا جمله داسې يوترکيب دی، چې پوره مطلب څرګندوي.
په لرغوني يونان کې د نن څخه کابو (۲۰۰۰) کاله د مخه يو يوناني پوه د يونانيوستراکس (Dionysius thrax ) د يوناني ژبې د قاعدې په باب يوه کوچنۍ رساله ليکلې وه، چې په هغې کې يې د جملې يا غونډلې تعريف او پيژندنه په لاندې ډول کړې ده:
((جمله يا غونډله په نظم او نثر کې د کلمو او الفاظو د ټولګې څخه عبارت ده، چې پوره مانا او مفهوم څرګند کړي.))
له دې وروسته بيا غربي ګرامر ليکونکو هم دغه تعريف منلی او کارولی دی ولې له دوی څخه د مخه عربي ګرامر ليکونکو هم دغه تعريف منلی دی خو ډېريو جمله د کلام په نامه بللې او داسې يې تعريف کړې ده: ((جمله هغه کلام ته ويل کيږي، چې اورېدونکي له هغه څخه پوره مطلب ترلاسه کړي.)) ځينو ګرامر پوهانو په نوي عصر کې په ځانګړې توګه په (۱۹) پېړۍ کې دا هڅه کړې ده، چې جمله د يو منطقي قضاوت د فعلي ترکيب په توګه وپيژندل شي.
د منطق له نظره د جملې په هکله يوسلايف ويلي دي: ((هغه قضاوت چې د الفاظو په واسطه څرګند کړای شي جمله ده.))
د نولسمې پېړۍ په پای او د شلمې پېړۍ په پيل کې په لويديځه نړۍ کې د جملې په باب روحياتي نظريې منځ ته راغلې او ګرامر پوهانو په دې برخه کې ډول ډول څېړنې وکړې او خپلې نظريې يې وړاندې کړې.
ايراني ژبپوه داکتر پروېز نايل خانلري د غونډلې تعريف د تراکس په ډول کړی دی او يوازې د نظم او نثر الفاظ يې ترې ايستلي دي، دی وايي: ((جمله مجموعه از کلمات است که بر روی هم دارای يک مفهوم تمام و کامل باشد.))
له دې وروسته زموږ ځينو ژبپوهانو غونډله داسې تعريف او راپېژندلې ده:
(( جمله يا غونډله د الفاظو او کلمو يو داسې ترکيب دی، چې يو بشپړ مفهوم افاده کوي.))
يا په بله وينا: ((خبرې او ويناوې د جملو په مرسته کيږي او پرته له جملو خبرې او ويناوې نه تر سره کيږي.))
په دې سربېره په يو شمېر نورو ګرامرونو کې جمله يا کلام داسې راپيژندلې شوی دی: جمله د کلمو د يوځای کېدو څخه جوړيږي او هم د نحوي کوچنی واحد دی.
يا دا چې: د يو مقصد د څرګندولو لپاره مجبور يو چې کلمې سره يوځای کړو نو له دې امله د يو شمېر کلمو او لفظونو له يو ځای کېدو څخه کلام يا جمله منځ ته راځي او د جملې په مرسته خپل مقصدونه يو بل ته څرګندولای شو.
دغه پورتني تعريوفونه چې د پښتو ژبې په يوشمېر ګرامرونوکې شوي له حقيقت څخه لرې نه دي او په خپل وخت کې يې مطلب بشپړ څرګند کړی دی،خو د امريکې مشهور ژبپوهاند بلوم فيليډ د غونډلې جوړښتي او اساسي تعريف دا ډول کړی دی: ((د غونډلې جوړښتي مانا هغه مانا ده، چې د غونډلې د توکونو په مرسته څرګنديږي، بې له دې چې لغوي اړخونه يې په نظر کې ونيول شي.))
د غونډلې جوړښتي مانا يوازې د بلوم فيليډ په ذريعه نه ده ښودل شوې بلکې اکاډميسن شېربه هم دغه ډول موضوعات بيان کړي دي.
په هر صورت د غونډلې د تعريف او پېژندنې د کره کولو لپاره ښايي غونډله دفورم او مانا دواړو له مخې په پام کې ونيول شي ځکه يوازې فورم غونډله نه شي راپيژندلی او مانا هم په ګوښې توګه سره د غونډلې د تعريفونو څخه نه شي وتلای.
که چېرې دا ومنو چې غونډله يو داسې نحوي واحد دی چې د فورم او مانا په شريک او ګډ ارتباط سرخ ځانګړی ژبنی سيستم جوړ کړی دی نودا به هم ومنو، چې دا نحوي واحد (جمله) يو ژبنی سيستم هم دی.
څرنګه چې ژبه يو جلا سيستم دی او غونډله په دې سيستم کې د نحوي واحد په توګه پېژنو نو بيا ويلای شو، چې غونډله هم يو کوچنی ژبنی سيستم دی.په دې کې هېڅ شک نشته چې غونډله مانا لري او يو مفهوم افاده کوي، نو له دې کبله ښه به داوي، چې د بلوم فيليډ نظريه په نظر کې ونيسو. دی وايي: ((د متکلم او خبرې کوونکی د خبرو اورېدونکی دې ته اړ باسي چې شرايط او حالاتو ته ځواب ورکړي، دغو شرايطو او حالاتو او په هغوی پورې اړوند ځواب ته د هغه عبارت مانا وايي.
يا په بل عبارت کله چې يو ژبنی فورم له جملې څخه ووځي نو اورېدونکی هم هغې ته هغسې ځواب ورکوي او يا هماغسې عکس العمل ښيی، جې د ټاکلي مربوط ژبني شکل مانا ګڼل کيږي.))داچې په نحوي جوړښت کې اساسي نحوي واحد غونډله ده، نو په دې ماناسره جمله د وينا هغه واحد دی، چې پوره مطلب رسوي.
د غونډلې د تعريف او پېژندې لپاره په پای کې په لنډه توګه ويل شو، چې :جمله يا غونډله له کلمو يا مورفيمونو څخه جوړه وي، خو په دې جوړښت کې يوازې د مورفيمونو شمېر او اندازه مهمه نه ده، بلکې بايد لاندې خصوصيات او ځانګړتياوې ولري:
۱- غونډله داسې مورفيمونو څخه جوړه شوې وي، چې له يو له بله سره ارتباط او اړيکې ولري او بشپړ مفهوم افاده کړي.
۲- که چېرې جمله يا غونډله له يوې کلمې څخه جوړه وي خو شرط په کې دا دی، چې ديوې جملې يا غونډلې پوره مفهوم به افاده کوي.
۳- دا غونډله به د يو ځانګړي سيستم تابع وي او ځانګړي لحن، تون او موسيقيت به لري.
۴- که غونډله وشنل شي خپله مانا بايلي او بيا غونډله نه بلل کيږي.
۵- د ليک د نښو نښانو پواسطه د غونډلې حدود جلا او نومونه يې بشپړه شي.
د غونډلې د پېژندنې لپاره لاندې بېلګو ته ځير شی:
۱- هر څوک د خپل هېواد سره مينه لري.
۲- کارګر په فابريکه کې کار کوي.
۳- بسپنه د پښتنو يو ښه دود دی.
۴- ناپوه سړی خپل کور په خپله خرابوي.
۵- ځه .
۶- ولوله.
۷- وليکه.
لکه څنګه چې له پورته بېلګو څخه څرګنديږي جمله د مرتبطو کلمو څخه جوړه شوې ده او دا پايله لاس ته راځي.دوه يا تر دوو ډېرې مرتبطې کلمې او يا يوه ځانګړې کلمه، چې پوره او بشپړ مفهوم څرګند کړي جمله بلل کيږي.



د تېر بحث پوښتنې:

۱- لاندې يو شمېر عبارتونه او جملې درکړشويدي تاسو دغه عبارتونه او جملې سره جلا کړﺉ او بيا يې د ځانګړتياوو له مخې وڅېړﺉ.
سره مڼه، دا سره مڼه ده.، د قلم رنګ، ما دقلم رنګ واخيست. د بريالی ورور، د بريالي ورور راغی، زوړ سړی، ما زوړ سړی وليد، تياره خونه، زه په يوه تياره خونه کې ناست يم، ستاسې موټر، ستاسو موټر راغی، خوږه ډوډۍ، ما خوږه ډوډۍ وخوړه. يخې اوبه، په دوبي کې يخې اوبه څښل ښه وي، زموږ هېواد، زموږ هېواد ډېر غرونه لري.
۲- تاسوته څو مورفيمونه او کلمې درکړی شوي دي تاسو ترې عبارتونه او غونډلې جوړې کړﺉ.
ورځ، هېواد، نيالګي، آزادي، لوستل، پنځه، دوه، ښه، ځواني، زړښت، روان، ښوونکی، ځمکه، پسرلی، زده کړه، پښتون، ګران، تور، شين، لاس، پلورنځی، کتابتون، ښکلی، ټولنه، مينه، ډېر، روغتيا، ناروغ او روغوالی.







په غونډله (جمله) کې د مورفيمونو ترمنځ اړيکې

دا خو څرګنده خبره ده، چې په غونډلو او جملو کې مورفيمونو يو د بله سره اړيکې لري او دغه اړيکې ډېرۍ د ناخپلواکو مورفيمونو پواسطه منځ ته راځي.د بېلګې په ډول لاندې جملې وګورﺉ:
۱- بدخويونه سړی د خلکو په نظر کې سپک کوي.
۲- د مشرانو په پاملرنه د کشرانو کارونه سميږي.
۳- هوښيارې مېندې خپل اولادونه ښه روزي او ډېر ناز نه ورکوي.
په پورتنۍ لومړنۍ جمله کې (په، کې) په دوهمه جمله کې (په) په دريمه جمله کې (او) ناخپلواک مورفيمونه او په غونډلو کې د خپلواکو مورفيمونو ترمنځ د اړيکو ټينګولو لپاره استعمال شوي دي.


په غونډله کې د مورفيمونو ترمنځ د اړيکو ډولونه

په غونډله کې د مورفيمونو ترمنځ اړيکې په دوه ډوله دي، چې د لاندې شکل په واسطه ښودل کيږي.

په غونډله کې د مورفيمونو ترمنځ د اړيکو ډولونه





الف: عطفي اړيکې:


په عطفي اړيکو کې د غونډلې د خپلواکو مورفيمونو ترمنځ د (او، و) د ناخپلواکو مورفيمونو پواسطه په مساوې او متوازي ډول اړيکې ټينګيږي؛ لکه :
ځمکه او آسمان، مشر او کشر، ځوان او زوړ، ښځه او نر، تور او سپين، مور او پلار، او داسې نور.

ب: تابعي اړيکې:
په دې ډول اړيکو کې تابعيت موجود وي، هغه مورفيم، چې بل د ځان تابع کوي تابع کوونکی مورفيم بلل کيږي او هغه مورفيم چې د بل مورفيم تابع ګرځي تابع شوی مورفيم ورته وايي.

تابعي اړيکې په څلورو ډولو تړلې کيږي:

۱- د سمون اړيکه:
د سمون اړيکه دمبتدا او خبر په منځ کې واقع کيږي او خبر د يو ګړي او ډېر ګړي او همدارنګه د نارينه او ښځينه په لحاظ د خپل مبتدا سره سمون لري.
د سمون د اړيکې د پيژندنې لپاره لاندې جملې وګورﺉ:
۱- زه د خپل وطن سره مينه لرم.
۲- بريالی پرون کندهار ته لاړ.
۳- نجونې له ښوونځی څخه راغلې.
په پورته لومړۍ جمله کې (زه) مبتدا ده او د خپل خبر (مينه لرم) سره سمون لري يانې مبتدا يو ګړی (مفرد) واقع شوی نو خبر (مينه لرم) هم ورسره مفرد راغلی دی.
په دوهمه جمله کې مبتدا (بريالی) نارينه يو ګړی راغلی او خبر (لاړم) هم ورسره نارينه يوګړی راغلی او د دواړو ترمنځ د سمون اړيکه موجوده ده، په دريمه جمله کې مبتدا (نجونې) ډېر ګړی ښځينه راغلې نو جز (راغلې) هم ورسره ډېر ګړی ښځينه راغلی دی.

۲- اضافي اړيکه:
په اضافي اړيکه کې يو مورفيم د بل سره د اضافت د تورو (د-ز-س) پواسطه خپله رابطه ټينګوي او د مضاف مورفيم ته ټاکل شوی او مضاف اليه مورفيم ته ټاکونکی وايي.
د اضافي اړيکې د پېژندنې لپاره لاندې جملې وګورﺉ:
۱- زما ورور ښوونکی دی.
۲- ستا ورېرونه کار ګران دي.
۳- د ګناه توروالی په صابون نه لرې کيږې.
په پورتنيو جملو کې د اضافت اړيکې (ز، س، د) د تورو پواسطه، چې د (زما، ستا، د ګناه) له مورفيمونو ته مضاف اليه يا ټاکونکی او د (ورور، ورېرونه،توروالی) مورفيمونه يا کلموته مضاف اليه يا ټاکل شوي مورفيمونه وايي.

۳- د ملتيا اړيکه:
د ملتيا په اړيکه کې تابع شوی مورفيم يا کلمه د تابع کوونکی مورفيم يا کلمې سره څنګ پر څنګ راځي او د دوی ترمنځ د تړنې، سمون او اضافي رابطو او سپينو ته اړتيا نشته او که فرضاً تابع شوې کلمه له جملې څخه لرې کړای شي بيا هم غونډله يا جمله مانا ورکوي او د جملې مانا ته کوم ځانګړی بدلون نه ورکوي. د ملتيا د اړيکې د پېژندنې لپاره لاندې جملې وګورﺉ:
۱- احمد په تلوار راغی.
۲- زه په کراره ځم.
۳- يما ډېر وځنډېډ.
په پورته جملو کې (په تلوار، په کراره، ډېر) تابع شوې کلمې دي، چې د جملې د خبر يانې تابع کوونکو (راغی، ځم، وځنډېد) له کلمو يا مورفيمونو سره په څنګ کې راغلي دي
.
۴- د تړنې اړيکې:
په دې ډول رابطه کې د غونډلې يا جملې خبر تابع شوې کلمې مجبوره وي، چې په جمله کې د بشپړونکي يا نحوي قيد په ډول واقع شي.
د تړنې د اړيکې د پېژندنې لپاره لاندې جملې وګورﺉ:
۱- زلمی کورته لاړ.
۲- بريالی له ښوونځي څخه راغی.
۳- توريالی په موټر کې راځي.
په پورته جملو کې وينو، چې (لاړ) د لومړۍ جملې خبر دی او د (کوم کور) کلمه د (تا) سره يوځای مکاني نحوي قيد دی او په جمله کې په خبر (لاړ) پورې مربوط شوی دی.
په دوهمه جمله کې د (راغی) کلمه جز او تابع کوونکی هم دی او د (ښوونځي) کلمه چې مکاني نحوي قيد دی (له، څخه) سره يوځای د (راغی) تابع دی، چې په منځ کې مفعول او بشپړونکی واقع شوی دی.
په دريمه جمله کې (راځي) خبر او تابع کوونکې کلمه ده او (موټر) بشپړوونکې او تابع شوې کلمه ده، چې د (په) سرينه نحوي قيد په وسيله (موټر) مفعول او د خبر تابع شوی دی.



د تېر بحث پوښتنې:
لاندې جملې په غور سره ولولی او په هغو کې د پورتنيو رابطو ډولونه په نښه او بيا په دلايلو سره يې وڅېړی.
۱- وېره او ډار د ژوندانه په چارو کې ډېرې بدې اغېزې لري.
۲- کېدل له کولو پيداکيږي.
۳- شاعرانوته د ګلونو ننداره ډېر خوند ورکوي.
۴- يو بد سړی نور هم له ځانه سره بدولی شي.
۵- توريالی او بريالی دواړه همزولي دي.
۶- ځناور په غرو او ځنګلونو کې اوسيږي.
۷- غم او ښادي يو له بله خور او ورور دي.
۸- ناوړه کارونه کول ناوړه پايلې لري.
۹- مېروېس نيکه د پښتنو ملي مشر ؤ.
۱۰- ستا ورور مې په ننګرهار کې وليد.
۱۱- دوی ژمی په ننګرهار کې اوسي.
۱۲- د کابل هوا ډېره سړه ده.
۱۳- زموږ هېواد سمسور باغونه لري.
۱۴- د اجمل ورور ناروغه دی.
۱۵- پښتانه قدم په قدم خپلې حماسې تکراروي.
۱۶- په نه ازمويلو لارو مه درومی.
۱۷- ويده وګړي له هر نعمت څخه بې برخې وي.
۱۸- هغه يو زوی او يوه لور لري.
۱۹- په کار سره هر څه سميږي.
۲۰- د ګلاب پلار زيارکښ سړی دی.
۲۱- د ړانده په اشاره تلل ښه نه وي.
۲۲- برېښنا د ژوندانه له اړتياوو څخه ده.
۲۳- څوک چې د غره په سرناست وي نور ورته واړه ښکاريږي.
۲۴- لمر په ګوته نه پټيږي.
۲۵- څه چې کرې هغه به رېبې.
۲۶- اوسپنه په اوسپنه ماتيږي.
۲۷- باز چې هر څومره خوار شي چونګښې نه خوري.
۲۸- پردي خواړه يا پور دي يا پيغور.
۲۹- اوبه په ډانګ نه بېليږي.
۳۰هر څوک چې زيار باسي بريالی کيږي.



دغونډلې (جملې) برخې او اجزاوې

دمانا له پلوه خپلواکې کلمې یامورفیمونه نظر خپل نحوي موقیعت ته کیدای شي د جملې مختلفې برخې شي .په جمله کې یواځې هغه مورفیمونه یا کلمې د جملې په اجزاوو یا برخوکې راځي چې هغه پوښتنې ته ځواب وویلای شي اودمانا له پلوه خپلواکې وي .لکه : نوم ، ستاینوم، عدد، ضمیراو فعل کلمې.

د غونډلې اجزاوې په دوه ډوله ویشل کیږي :
لومړی هغه اجزاوې چې په جمله کې اساسي بڼه لري یعنې (دجملې اساسي برخې ) اودوهمې برخې ته یې د جملې پیروې برخې وایې.دبیلګې په ډول:
ـ هغوی په موټر کې راغلل .
پورتنې جمله کې ګورو چې له پنځو کلمو څخه جوړه شویده خو درې کلمې په کې خپلواکې او دجملې اجزاوې ګڼل کیږي،چې لومړی جز یې مبتدا (هغوی) دوهم یې خبر(لاړل) او دریم خبر یې بشپړوونکی ( په موټر کې) دی .
د غونډلې او جملې د اجزاوو او برخو د پیژندنې لپاره لاندې شکل وګورﺉ.





دغونډلو (جملو) اساسي اجزاوې

د غونډلې اساسي او بنسټزې برخې مبتدا او خبر دی ځکه چې په ساده او بسیطو جملو کې مبتدا او خبر د جملو اساسي برخې او بنسټ جوړوي . خو پخوا له لدې چې په غونډلو کې مبتدا او خبر وپیژنو لازمه ده چې لومړی دمبتدا او خبر په هکله یو څه معلومات وړاندې کړو .

لومړی ـ مبتدا :

مبتدا د غونډلې اساسي او بنسټیزه برخه ده اومعمولآ دیو شخص او دیو شي په باره کې معلومات ورکوي اود (څوک، چا،څه شي او څه شیان ) پوښتنو ته ځواب وایي .یا په بل عبارت د جملې هغه برخه چې دهغې په نسبت څه ویل کېږي یا دڅه بیان کیږي ، یاد جملې هغه برخه چې دهغې په باب خبر ورکول کیږي مبتدا بلل کیږي د غونډلې یا جملې پدې برخه کې دوګړو نومونه ، د شیانو نومونه، ضمیرونه، عددونه، صفتونه او قیدونه له ټولو ساده اومرکبو بڼو سره راځي .
دمبتدا دپیژندنې لپاره لاندې جملې په غور سره وګورﺉ:
۱ـ زه په کابل کې ژوند کوم .
۲ـ په سپرلي کې ګلان غوړیږي .
۳ـ هارون ښوونځي ته لاړ.
۴ـ ښکلا ناروغه ده .

په پورته جملوکې (زه، پسرلی، هارون، ښکلا) کلمې دمبتدا په ډول راغلي دي ، چې د (څوک او څه شي ) پوښتنو ته ځواب وایې:

الف :ـ په نوم سره دمبتدا څرګندونه
نوم اودهغې دولونه په غونډله او جمله کې د مبتدا دنده ترسره کولای شي .
لکه پدې لاندې جملو کې:
۱ـ کتاب د زده کړې ښه وسیله ده.
۲ـ زړه دمینې او عاطفې ځای دی .
۳ـ بلخ دتمدن ځانګو ده .
په پورته جملو کې (کتاب، زړه، بلخ) کلمې نومونه دي چې په جملو کې دمبتدا په ډول راغلي دي .
ب : په ضمیر یا نومځري سره دمبتدا افاده :
نومځری او ضمیرپه جمله اوغونډله کې دمبتدا په ډول راتلای شي .لکه پدې لاندې جملوکې:
۱ـ هغه هنر مند دی.
۲ـ زه زده کوونکی یم .
۳ـ ته خپل کار کوه .
په پورته جملوکې (هغه، زه، ته ) کلمې ضمیرونه دي چې دمبتدا په ډول راغلي دي .
ج: په مصدراو مصدري عبارت باندې دمبتدا افاده:
په مصدر او مصدري عبارتونو باندې هم مبتدا راتلای شي .لکه پدې لاندې جملوکې :
۱ـ لیدل کتل موسره وشول .
۲ـ په هر څه پوهیدل اوهرڅه نه ویل هوښیاري غواړي .
۳ـ وهل او ټکول دماشوم په روحیه ناوړه اغیزه لري .
په پورته جملو کې(لیدل کتل، په هرڅه پوهیدل، وهل او ټکول) مصدر یا مصدري عبارتونه دي چې دمبتدا پر ځای راغلي دي .
د: دکلام یا جملې په نورو برخو باندې دمبتدا افاده :
دکلام نورې برخې لکه صفت، عدد، فعلي صفت، او عبارتونه هم دمبتدا دنده تر سره کولای شي .لکه پدې لاندې جملوکې:
۱ـ زاړه د تیر عمر ارمان کوي .
۲ـ دوه او دوه څلورکیږي .
۳ـ لیکونکی ګرم نه دی.
۴ـ پنځه واړه سره وروڼه دي .
۵ـ زما د کورنۍ غړي ټول راغلل .
په پورته جملوکې (زاړه،دوه،لیکونکی،پنځه واړه،زما دکورنۍ غړي) په ترتیب سره ستاینوم، عدد، فعلي ستاینوم، اوعبارتونو په ډول په مبتدا کې راغلي دي .
ساده، ترکیبي او متعدد مبتدا
الف ـ ساده مبتدا : ساده مبتدا وهغې مبتدا ته وایې چې دیوې سده مستقلې یا خپلواکې مانا لرونکي کلمې څخه جوړه وي .لکه پدې لاندې جملو کې :
۱ـ مصطفی نن کنفرانس ورکوي .
۲ـ مونږ سوکاله ژوند غواړو .
۳ـ زړه دعاطفې مرکز دی .
په پورته جملوکې (مصطفی، مونږ، زړه) ساده خپلواکې کلمې یا مورفیمونه دي چې له یوې اساسي ریښې څخه جوړ او دمبتدا په ډول راغلي دي .

ب ـ تر کیبي مبتدا:
هغه مبتدا ته وایې چې له دوه یا له زیاتو مورفیمونو اوکلمو څخه جوړه وي.
لکه پدې لاندې جملو کې :
۱ـ د تولیداتو په زیاتوالي کې کارګران ستره ونډه لري .
۲ـ د پاکو اوبو څښل وجود ته ګټه رسوي .
۳ـ ښه زده کوونکی خپل درس په ټاکلي وخت زده کوي .
په پورته جملوکې (دتولیداتوپه زیاتوالي کې، د پاکو اوبو څښل، ښه زده کوونکی) ترکیبي کلمې دمبتدا په ډول راغلي ځکه ترکیبي مبتدا ورته وایې .

ج ـ متعدده مبتدا:
که په یوه جمله یا ِغونډله کې دوه یا څو مبتداوې د یو خبر په مقابل کې راغلي وي او ټولې یو خبر ته ځواب ووایې متعدده مبتدا بلل کیږي .
په متعدده مبتدا کې څو مبتداوې که ساده وي یا مرکبي راتلای شي خو پدې شرط چې دیو خبر په مقابل کې راغلي وي .لکه پدې لاندې جملو کې:
۱ـ مصطفی او هارون په یوه دفتر کې کارکوي .
۲ـ زه او ته باید نن ښه درس ولولو .
۳ـ دننګرهار او کندهار هوا په ژمي کې ښه وي .
په پورته جملوکې ( مصطفی او هارون، زه او ته، ننګرهاراو کندهار) متعددې مبتداوې دي چې د ( کوي ، ولو ولو، ښه وي ) د خبر په مقابل کې راغلي دي .

په جمله یا غونډله کې دمبتدا ځای

مبتدا په پښتو جملو کې زیاتره د جملې په پیل کې راځي خو کله کله د جملې په مینځ او پای کې هم راتلای شي .دمبتدا د ځای د پیژندنې لپاره لاندې جملې وګورﺉ:
۱ـ کابل د افغانستان پایتخت دی .
۲ـ سخت دی دنیمګړو طبیبانو ناز تر مرګه
مرګ ته غاړه کښیږده د دارومه کوه بیماره
۳ـ هیڅ کار نه شي بې زحمته په دنیا کې
څو چې اوسې په دنیا زحمت به ګالې.
په پورته لومړۍ جمله کې ( کابل) مبتدا ده چې دجملې په سرکې راغلي ، په دوهمه جمله کې (نیمګړوطبیبانو) مبتدا ده چې دجملې په مینځ کې راغلی او په دریمه جمله کې ( په دنیا کې) مبتدا ده چې دجملې په پای کی راغلې ده .



دتیر بحث پوښتنې:

په لاندې جملو کې مبتدا، دمبتدا ډولونه، دمبتدا ځای اوداچې مبتدا یې دڅه ډول کلمې پواسطه شروع شوې پیدا اوونوموﺉ.
۱ـ خوشحال دتورې او قلم قهرمان دی.
۲ـ حمید یو نازک خیال شاعر دی.
۳ـ خپل عمل دلارې مل دی.
۴ـ ناپوهي رنځ دی .
۵ـ معنوي لویوالی په علم سره حاصلیږي .
۶ـ وخت لکه سره زر دي .
۷ـ زمونږ میړانه لکه سره زر دي.
۸ـ درې او پنځه اته کیږي .
۹ـ واړه نیالګي به لویې ونې شي .
۱۰ـ د سپین ږیرو خبرې بې ګټې نه وي .
۱۱ـ غفلت مه کوﺉ.
۱۲ـ ځوانان د کارکولو ښه توان لري .
۱۳ـ څوک دچا څه پروا لري ؟
۱۴ـ خپل وخت هسې مه تیروﺉ.
۱۵ـ هغوی ډیر پرمخ تللي دي .
۱۶ـ زما ورور بزګر دی .
۱۷ـ هر څوک چې اوزګار شي یا غل شي یا بیمار شي .
۱۸ـ ژړل او خندل یو له بل سره اړیکي لري .
۱۹ـ اوریدل او کتل سره ډیر توپیر لري .
۲۰ـ ټولول او بازل هم هوښیاري غواړي .
۲۱ـ پاک او سه بې باک اوسه .
۲۲ـ ما کتاب واخیست .
۲۳ـ د اومو میو و خوړل بدن ته زیان رسوي .
۲۴ـ د کتابتون کتابونه باید ښه وساتل شي .
۲۵ـ د بامیان او غزني هوا په ژمي کې ډيره سړه وي .
۲۶ـ د وطن ساتنه پښتانه د خپلو مټو په زور کوي.
۲۷ـ ژاړي په غمونو کې خواخوږي له هر چاسره
سل پتنګان سوزي دیوې شمع ژړا سره .



دوهم - خبر:
خبر هم دغونډلې یوه بنسټیزه برخه ده اودمبتدا حرکت څرګندوي . خبر په حقیقت کې د مبتدا پوښتنې ته ځواب وايي او خبره پوره کوي .
خبر په جمله کې د (څه کوې؟،څه وشول؟، څه کیږي ؟، څه ډول دي؟، څه شی دی؟، څوک دي؟) او داسې نورو پښتنوته ځواب وایې. د خبر د پیژندنې لپاره لاندې جملي وګورﺉ:
۱ـ هغه له کابله راغی.
۲ـ رحمان بابا یو صوفی شاعر ؤ.
۳ـ مونږ هغه ونه لید .
۴ـ توریالی له شا، نه وهل کیږي .
په پورته جملو کې (راغی، شاعر ؤ،ونه لید ، وهل کیږي)کلمې دخبر په ډول راغلي دي.

اسمي او فعلي خبر

نومیز یا اسمي خبر: نومیز او اسمي خبرونه تل دنوم له ډلې (نوم، ستاینوم، نومځری، عدد او مرستیال فعلونو) سره راځي.دنومیز خبر د پیژندلو لپاره لاندې جملي په غور سره وګورﺉ:
۱ـ دهغه ورور ښوونکی دی .
۲ـ رخصتي خلاصه شوه .
۳ـ افغانستان غرنی هیواد دی .
۴ـ هغه یوه پوه میر من ده .
په پورته جملو کې (ښونکی دی،خلاصه شوه ،هیواد دی،میرمن ده ) کلمې دنومیز خبر په ډول راغلي دي .

الف ـ نوم دنومیز خبر په توګه :
کله چې نوم د نومیز خبر په توګه راځي هلته یواځې نوم ‌ذکر کیږي.لکه پدې لاندې جملو کې :
۱ـ زمری بزګر دی.
۲ـ جمال مالیار دی
۳ـ دورغوي تڼاکه مرغلره ده .
په پورته جملو کې (بزګر دی، مالیاردی، مرغلر ه ده ) کلمې نومونه دي اودنومیز خبر په ډول راغلي دي.

ب ـ ستای نوم دنومیز خبر په توګه :
ستای نوم زیاتر د مرستیال فعلونو سره دنومیز خبر په توګه راځي . لکه پدی لاندې جملو کې :
۱ـ داحمد کالي زاړه دي
۲ـ هغه مڼه پخه ده.
۳ـ زمالیک ښکلی دی.
په پورته جملو کې (زاړه دي، پخه ده، ښکلی دی) کلمې ستاینومونه دي او (دی ، ده ،دي)مرستیال فعلونه دي چې دواړه په تر کیب سره نومیز خبرونه جوړوي.
ج ـ نومځري دنومېز خبر په توګه
نومځري هم کیدای شې دنومیز خبر په توګه راشي . ددې خبر د پیژندنې لپاره لاندې جملې وګورې :
۱ـ دا لیک دچا دی؟
۲ـ دا په لوړ اواز خبرې څوک کوي؟
۳ـ هغه سړی څوک دی؟
په پورته جملو کې (چا، څوک، څوک)کلمې د پوښتنې نومځري دي چې ځنې دمرستیال فعلونو سره یو ځای شوی اونومیز خبرونه یې جوړ کړیدي.

ساده ترکيبي اومتعددخبر
الف ساده خبر:ـ دا ډول خبر د خبرو دنومیزو برخو او فعلونو څخه دفعلي روستاړو په زیاتولو سره جوړیږي .لکه پدې لاندې جملو کې :
۱ـ ژمی راغی .
۲ـ کار ګران کار کوي.
۳ـ زه ښونکی یم .
په پورته جملوکې ( راغی،کوي، یم )د ساده خبر په ډول راغلي . او (یم ) کومکي فعل اود(راغی ، کوي) د فعلي روستاړو (ي – ی) سره یې یو ځای ساده خبر جوړ کړیدی.
ب ـ ترکیبي خبر: ترکیبي خبر د فعلونو اود کلام د ځینو نورو برخو څخه په ترکیبي ډول جوړیږي.دترکیبي خبر د پیژندلو لپاره لاندې جملې وګورې:
۱ـ هغه په پوهنځی کې شامل شو .
۲ـ مشاعره پیل شوه.
۳ـ زما ورور دوهم نمبر بریالی شو .
په پورته جملو کې ( شامل شو، پیلوشوه، بریالی شو ) کلمې د ترکیبي خب په ډول راغلې دي.
ج ـ متعدد خبر: هر کله چې دوه یا ډیر (فعلي یانومیز) خبرونه په یوه مبتدا پورې اړه پیداکړي یا یوې مبتدا لپاره راشي متعدد خبر بلل کیږي.دمتعددخبر دپیژندلو لپاره لاندې جملې وګورې :
۱ـ اجمل له ښونځی څخه راغی ، ډوډۍ یې وخوړه او له ورور سره بازار ته ولاړ
۲ـ زده کوونکی ښوونځی ته لاړ او ازموینه یې ورکړه .
۳ـ دوی دریواړه ورته ودریدل اوله هغه یې پوښتنه وکړه.
په پورته جملو کې ( راغی ، وخوړه، لاړ) خبرونه دیو ې مبتدا په مقابل د خبر په ډول راغلي او (لاړ، وکړه) خبرونه هم دیوې مبتدا په ځواب کې راغلي او همدارنګه(ودریدل ، وکړه) خبرونه د یوې مبتدا په مقابل کې راغلي نومتعدد خبر بلل کیږي .
تفصیلي خبر: هغه خبر چې نومیزه یا اسمي برخه یې ټاکونکی ولري تفصیلي خبر بلل کیږي .
دتفصیلي خبر د پیژندني لپاره لاندې جملې په غور سره ولولې:
۱ـ نازو یوه ښکلې پیغله ده .
۲ـ زمونږ لپاره دادخوښۍ ځای دی.
۳ـ د رخصتې ورځ داستراحت ورځ وي.
په پورته جملو کې ( ښکلې پیغله ده، د خوښۍ ځای دی، داستراحت ورځ وي ) تفصیلي خبرونه دي، چې ( ښکلې د پیغلې لپاره ، خوښي د ځای لپاره او استراحت د ورځ لپاره د ټاکوونکی په ډول راغلې ده .

په غونډله یا جمله کې د خبر ځای
خبر په پښتو ژبه کې عمومآ دجملې په پای کې راځي خو کله کله خصوصآ په شعرونو (نظمونو) کې د جملو په سر اومینځ کې هم راتلای شي.دخبر د ځای د پیژندنې لپاره لاندې جملې وګورﺉ:
۱ـ دبیانې جملې په پای کې ټکې ایښودل کیږي .
۲ـ په سپرلي کې هوا ډیره ښه وي.
۳ـ دملالۍ مور په ښوونځی کې درس ورکوي.
په پورته جملو کې ( ټکی ایښودل کیږي ،ډیره ښه وي،درس ورکوي)کلمې اوترکیبونه دخبر په ډول د جملو په پای کې راغلي دي .همدا ډول د جملو په مینځ او پیل کې هم خبر راتلای شي .لکه په لاندې بیلګو کې:
۱ـ په ساده ګې کې څومر ښه لګې په زړه جانانه
راته په ویښه کې ویده لګې په زړه جانانه
۲ـ چیرې لاړې له ما لیرې ای زما د رنځ طبیبه
چې ته نه یې خو زه نه یم اوزما دزړه حبیبه
په پورته لومړۍ جمله کې (ښه لګې)خبر او دجملې په مینځ کې راغلی دی
او په دوهمه جمله کې (چیرې لاړې) خبر د جملې په سر کې راغلی دی

په جمله کې دمبتدا سره د خبر سمون
په پښتو ژبه کې عموما مبتدا د خپل خبر سره سمون لري یعنې که مبتدا مفرد وي خبر هم مفرد وي او که مبتدا جمع وي خبر هم جمع راځي .همداډول مبتدا او خبر دنارینه او ښځینه په لحاظ هم سره سمون لري .که مبتدا دجنس نوم وي خبر یې د جمع په شکل راځي او که مبتدا د جمع نوم وي خبریې مفرد واقع کیږي .په جمله کې د مبتدا اوخبر دسمون لپاره لاندې جملو ته ځیر شې :
۱ـ زه نن ډیر خوشحاله یم .
۲ـ زمری او زلمی دواړه کورته ولاړل
۳ـ تیل ټول تویې شول
۴ـ رمه راغله
په پورته لومړۍ جمله کې (زه ) مبتدا او (خوشحاله یم ) خبر دی چې دواړه مفرد واقع شویدياو خبر له مبتدا سره سمون لري.په دوهمه جمله کې(زمری اوزلمی) دوه تنه دي او دجمع په ډول راغلي دي او خبر یې(ولاړل) هم دجمعې په ډول راغلی دی چې یو له بله سره سمون لري.په دریمه جمله کې مبتدا (تیل) دجنس نوم دی اوخبریې (تویې شول)
د جمع په ډول راغلی دی او په څلورمه جمله کې مبتد ا(رمه) د جمع نوم دی اوخبر یې ( راغله) مفرد واقع شوی یعنې پدې کې مبتدا او خبر سره سمون نه لري اودا په استثنایي ډول قبول شویدي .



د تیر بحث پوښتنې:
په لاندې جملوکې خبر ،اسمي خبر، دنوم ،صفت او ضمیر ، پواسطه جوړشوي خبرونه پیداکړﺉ او هم د ساده ،ترکیبي اومتعدد خبر ډولونه او په جملو کې دخبر ځایونه په نښه کړﺉ اودمبتدااو خبر د سمون ډولونه راوپیژنی؟
۱ـ مونږ له هغه سره وکتل
۲ـ د بد سړی ګاونډیتوب یو لوې عذاب دی
۳ـ د ګل سترګې په اوښکو ډکې دي
۴ـ په هغه کلی کې څوکسه او سیږي.
۵ـ خوله له بدو خبرو ژوغورﺉ.
۶ـ دا پیټی مې په شاه کړه
۷ـ او به په ډانګ نه بیلیږي
۸ـ هغه کار کوي
۹ـ له شش ټوپکه دوه تنه ویریږي
۱۰ـ غنم په ژمي کرل کیږي
۱۱ـ دځمکې مخ په تا ښایسته دی
۱۲ـ ګوره چې مغروره نه شې
۱۳ـ دې با غ تر اوسه مالیار پیدا نه کړ
۱۴ـ لکه نرګس هر چا ته په ښه سترګه ګوره
۱۵ـ راشه زما د باغچې ګل شه
۱۶ـ د هغې ویښتان اوږده دي
۱۷ـ داحمد د ګوتې غمی سور دی
۱۸ـ له ناست زمري ګرځنده ګیدړ ښه دی
۱۹ـ د ظالم عمر لنډ وي
۲۰ـ صبر که تریخ دی میوه یې خوږه ده.
۲۱ـ په خوله خوږ په زړه کوږ
۲۲ـ له بې کاره ټول بیزاره
۲۳ـ دوی دلته څ کوي؟
۲۴ـ زرغونه انا یوه پوهه میرمین وه
۲۵ـ وطن په زیار ودانیږي
۲۶ـ د جرګې خبرې پیل شوې
۲۷ـ هر څوک خپل شی ښاغلی ګڼي
۲۸ـ په زور کلي نه کیږي
۲۹ـ د هوسیو ښکار اسانه کار نه دی
۳۰ـ خوشحال خان (۲۵۰) اثار لري
۳۱ـ هغوی دوطن په مینه مست دي
۳۲ـ دلته به ډیر زورور په ګونډو شي
۳۳ـ دا ژوند خودعمل دی،د حرکت دی، د قوت دی
۳۴ـ دمنیې پتنګان له لمبو نه ویریږي
۳۵ـ لنډ غر له اوبو نه ډاریږي









دغونډلې پیروې برخې:
په غونډلوکې د اساسي برخوسربیره پیرو برخې هم راځي چې دا برخې دغونډلو خبر بشپړوي .دغونډلو په پیروو برخو کې بشپړوونکې (مفعول ) ، ټاکونکې (مشخص کوونکی ) اونحوې قید راتلای شي .
الف ـ بشپړوونکی : بشپړوونکی د جملې دپیرو برخو څخه دی او په جملو کې همیشه دمفعول په ډول راځي .
۱ـ مستقیم (بې واسطی) بشپړوونکې ، ۲ـ غیر مستقیم (په واسطی سره )بشپړوونکی.
۱ـ مستقیم بشپړوونکی: مستقیم بشپړوونکی یا بې واسطې مفعول د (څوک ، څه شی او څه)پوښتنوته ځواب وایې په مستقیم بشپړوونکی باندې فعل په جمله کې بې له کومې واسطې (سرینو او پسینو) څخه مستقیما واقع کیږي او جمله پوره کوي .لکه پدې لاندې جملو کې:
۱ـ ننګیالی لوبې کوي
۲ـ توریالی ورځپاڼه لولي
۳ـ علم نړۍ رڼا کوي
په پورته لومړی جمله کې (لوبې) په دوهمه جمله کې (وځپاڼه ) او په دریمه جمله کې (نړۍ) مستقیم بشپړوونکي دي.

۲ـ غیرمستقیم بشپړوونکی:
غیر مستقیم بشپړوونکې په جمله کې د سرینو او پسینو په راوړولو جوړیږي .د غیر مستقیم بشپړوونکي د پیژندنې لپاره لاندې جملې په غور سره ولولی:
۱ـ دمشرانو لارښودنه دکشرانو په ګټه ده
۲ـ ټول باغ له ګلونو ډک دی
۳ـ په حماسي لنډیو سره انسان هیجاني کیږي
په پورته جملو کې (کشرانو ، ګلونو، انسان) کلمې د غیر مستقیم بشپړوونکې په ډول راتلای شي.لکه په دې لاندې جملوکې:
۱ـ مصطفی هارون ته وویل
۲ـ بریالی خپلو وروڼو ته پاملرنه کوی
۳ـ د پښتو لوست مې ښه زده کړ
په پورته جملوکې هارون، خپلو وروڼو،پښتو) کلمې نومونه دي چې دغیرمستقیم بشپړوونکی په ډول راغلي دي .

نومځری یا ضمیر د غیر مستقیم بشپړوونکي په توګه :
ضمیرونه هم د غیر مستقیم بشپړوونکي په ډول راتلای شي .لکه په لاندې جملو کې:
۱ـ زلمي هغه ته وویل .
۲ـ مصطفی له دوې سره خبرې کوي
۳ـ په تا باندې دزمانې ډیرې سړې تودې تیرې شویدي .
په پورته جملو کې (هغه ، دوې ، تا ) کلمې ضمیرونه دي چې دغیرمستقیم بشپړونکي په ډول راغلي دي .

۳ـ متــعدد بشــپړوونــکي
کله چې دوه یا زیات بشپړوونکي په يوه جمله کې راشي او هماغه یو سوال ته ځواب ووایې متعدد بشپړوونکي بلل کېږي .دمتعدد بشپړوونکي دپيژندنې لپاره لاندې جملې په غور سره ولولې .
۱ـ دانسان عزت او اعتبار په علم او ښه خوی کې ساتل کیږي .
۲ـ د لمر تودوخه دغلو اومیوو په خوند او ښکلا اغیزه کوي .
۳ـ دننګ اوناموس دپاره له خپل سراوماله تیریدل یولوی صفت دی.
په پورته جملو کې (علم اوښه خوی،دغلو اومیوو په خوند او ښکلا له خپل سر اوماله ) عبارتونه د متعدد بشپړوونکي په ډول راغلي دي



ب ـ ټاکونکی
ټاکونکی هم د جملې له پیروو اجزاو څخه دی چې د وګړو او شیانو څرنګوالی ټاکې . ټاکونکې په جمله کې یواځې نه راځې بلکې د مبتدا ، خبر او د جملې د پیروو برخو سره یوځای راځي اود (څه رنګه ، څه ډول ، کوم ، څو ) پوښتنو ځواب وایې .
د ټاکونکی د پیژندنې لپاره لاندې جملو ته ځیر شې
۱ـ زیار کښه بزګران ډیر کار کوي .
۲ـ مشر ورور یې د پښتو ژبې تدریس کاوه
۳ـ دی ښکلی او وطنپال ځوان وو
په پورته جملو کې (زیارکښه ، مشر، ښکلی ، وطنپال) کلمې د ټاکونکي په ډول راغلې دي.

د ټاکونکي ډولونه
ټاکونکي په دوه ډوله دي :
۱ـ اضافي ټاکونکي
۲ـ غیر اضافي ټاکونکي

۱ـ اضافي ټاکونکي:
د ټاکل شوی کلمې څخه دمخه راځي اودټاکل شوې تابع ګرځي لکه په لاندې جملو کې :
۱ـ هارون د افغانستان دکلتور په باره کې کتاب لیکلی دی .
۲ـ د باغ ګلان یې راوړل
۳ـ هغې به تل په ویال تندي خبرې کولې
په پورته لومړۍ جمله کې (دافغانستان )کلمه د (کلتور)د کلمې ټاکونکې ده په دوهمه جمله کې د(باغ) کلمه ټاکوونکې ده اود(باغ) کلمه ټاکل شویده او په دریمه جمله کې د(ویال)کلمه د (تندي) دکلمې ټاکونکې ده چې خپلې ټاکل شوې کلمې تابع ګرځي.



اضافي ټاکونکي ډولونه
۱ـ توصیفي اضافي ټاکونکي : هغه اضافي ټاکونکي چې د صفتونو په وسیله افاده کیږي توصیفي اضافي ټاکونکي بلل کیږي .
د توصیفي اضافي ټاکونکي د پیژندلو لپاره لاندې جملې وګورې:
۱ـ دهغه دمیړانې اوزړورتیا کیسې لوستونکي احساساتي کوي
۲ـ ټول خلک دهغوی دبدو عملونو څخه په تنګ شوي
۳ـ ښوونکی دزیار کښو زده کوونکو سره مینه لري .
په پورته جملوکې (دمیړانې اوزړورتیا ، بدو عملونو ، زیارکښو ) کلمې چې د خپلو موصوفو څرنګوالی بیانوي د توصیفي اضافي ټاکونکو په ډله راغلي دي.
۲ـ اضافي نسبتي ټاکونکی:
هغه اضافي چې په نسبتي صفت سره افاده شي اضافي نسبتي ټاکونکی بلل کیږي .د اضافي نسبتي ټاکونکی د پیژندلو لپاره لاندې جملې په غور ولولې.
۱ـ ددمینې په اور کباب شوم.
۲ـ د زلمیتوب زمان د کار اوفعالیت زمانه ده.
۳ـ دمیړني ولس دودونه دهر چا خوښیږي.
په پورته جملوکې (دمینې ، زلمیتوب ، میړني ) کلمې نسبتي ټاکونکي دي .

۳ـ ملکي اضافي ټاکونکی:
ملکي اضافي ټاکونکی هغه ټاکونکی دی چې یو ملکیت افاده کوي او یا دیو ملکیت څرګندونه کوي او دنوم او ضمیر په وسیله په جمله کې راځي .
لکه په دې لاندې جملوکې :
۱ـ د خاټول کتابونه ورک شول
۲ـ د مصطفی قلم پرون پیدا شو
۳ـ د هارون خبرې مې ډیرې خوښیږي
په پورتنیو جملو کې ( د خاټول، د مصطفی ، دهارون ) کلمې دملکي اضافي ټاکونکي په ډول راغلي دي .ملکي اضافي ټاکونکی دنوم ، نومځري او متصل یا نا خپلواک نومځرو پوسیله جوړیدا شي .لکه پدې لاندې جملوکې :
۱ـ دملالۍ حماسي لنډۍ ډیرې مشهورې دي .
۲ـ زما کور په پکتیا کې دی
۳ـ کتاب مې ورک شو
په پورته جملو کې (دملالۍ کلمه نوم ، زما کلمه ضمیر او مې کلمه متصل ضمیر) په ډول راغلي او اضافي ټاکونکی هم بلل کیږي .

۲ـ غیراضافي ټاکونکی
څرنګه چې له نوم څخه یې معلومیږي پدې ډول اضافي ټاکونکي کې د اضافت توري نه راځي او ټاکونکي بې داضافت له توري د خپل ټاکل شوي تابع کیږي.پدې ډول اضافت کې ټاکونکی د ټاکل شوي څخه وروسته راځي اوغیر اضافي ټاکونکي ترې دمخه وي غیر اضافي ټاکونکي په دري ډوله دي :
۱ـ توصیفي غیراضافي ټاکونکی.
۲ـ عددي غیر اضافي ټاکونکی
۳ـ اشاري غیر اضافي ټاکونکی لکه په لاندې جملوکې :
۱ـ علامه عبدالحی حبیبي دتاریخ ښه استاد ؤ
۲ـ په ټولګي کې پنځه تنه ناست دي
۳ـ هغه هلک کورته ځي .
په پورته لومړۍ جمله کې د(ښه ) کلمه صفت او ټاکونکې ده او دخپل ټاکل شوي ( استاد ) څخه دمخه راغلې.په دوهمه جمله کې ( پنځه ) کلمه عدد او ټاکونکې ده او دخپل ټاکل شوي (تنه ) څخه دمخه راغلې ده .په دریمه جمله کې ( هغه ) کلمه اشاري ضمیر او ټاکونکې ده چې د خپل ټاکل شوي (هلک) څخه دمخه راغلې ده .

متعدد ټاکونکی
که چیرې دوه یا زیات ټاکونکي د یو ټاکل شوي څرګندونه وکړي متعدد ټاکونکی بلل کېږي.لکه پدې لاندې جملوکې:
۱ـ په دې کلي کې زلمي ډیر لوړ ، قوي اوغښتلي سړي دي .
۲ـ دغه پیغله ډیره ښکلې ، لایقه او هوښیاره معلومیږي.
۳ـ په هغه دفتر کې پنځه تنه مامورین دي چې په وظیفه مین ، په کار پواوتکړه دي .
په پورته لومړۍ جمله کې (لوړ، قوي اوغښتلي ) کلمې دسړي ټاکونکي .په دوهمه جمله کې (ښکلې، لایقه او هوښیاره ) کلمې د پيغلې ټاکونکي او په دریمه جمله کې (په وظیفه مین ، په کار پو اوتکړه ) کلمې د مامورینو لپاره د ټاکونکي په توګه راغلې دي.

ج ـ نحوي قید
که څه هم په ځانګړي ډول د قید په اړوند په مورفولوژي کې خبرې شویدي اودا موضوع په مورفولوژي پورې اړه هم لري خو دلته یادونه ځکه اړینه ده چې دیوې غونډلې په جوړښت کې دقید دنده ځانګړې شي او دجملو تحلیل او تجزیه کې ستونزې راپیدا نه شي .د قید په اړوند به همدومره ووایو چې قید د جملې با غونډلې له پیروو برخو څخه دی چې د زمان اومکان څرنګوالی او یا دفعل سبب اومقصد څرګندوي لکه په دې لاندې جملوکې :
۱ـ هغوی په کراره کراره تلل
۲ـ ستا خبرې مې لږې لږې اوریدې.
۳ـ هغه پرون کابل ته لاړ.
په پورته لومړۍ جمله کې په ( کراره کراره ) ،په دوهمه کې (لږې لږې) او په دریمه جمله کې (پرون ) کلمې د قید په ډول راغلي دي .چې لومړی قید دفعل څرنګوالی او حالت ښایي او دوهم د فعل اندازه معلوموي اودریم قید د فعل زمانه څرګندوي .

د نحوي قیدډولونه
نحوي قید دالاندې ډولونه لري :
۱ـ د حالت او څرنګوالي قید.
۲ـ دمقدار، اندازې اودرجې قید .
۳ـ دزمان قید .
۴ـ دمکان قید .
۵ـ دمقصد اوسبب قید .

۱ـ د حالت او څرنګوالي قید :
چې دیو فعل حالت او څرنګوالی ښیي .
لکه پدې لاندې جملوکې :
۱ـ ښکلا په خندا رغله
۲ـ مصطفی په ژړا له کوره ووت
۳ـ هارون په بیړه کورته لاړ
په پورته جملوکې (خندا، ژړا ، بیړه)کلمې د خپلو افعالو لپاره د حالت او څرنګوالي دقید په ډول راغلي دي .

۲ـ د مقدار ، اندازې ، او درجې قید :
چې د فعل مقدار ، اندازه ، او درجه ښایي.
لکه پدې لاندې جملوکې :
۱ـ زه دوه ځله کابل ته تللی یم
۲ـ هغه خپلې ښادۍ ته ډیر خوشحاله وو
۳ـ د حمید مومند په دیوان کې عشقي شعرونه زیات دي .
په پورته جملوکې ( دوه ځلې ، ډیره ، زیات ) کلمې نحوي قیدونه دي.

۳ـ دزمان قید :
چې دجملې د خبر دپیښیدو وخت څرګندوي .لکه پدې لاندې جملو کې :
۱ـ په سپرلي کې هوا ډیره ښه وي .
۲ـ هغه پرون کور ته راغی
۳ـ زه هره ورځ ښوونځي ته ځم .
په پورته جملو کې (سپرلي ، پرون ، هره ورځ) کلمې دزمان قیدونه دي .

۴ـ دمکان قید:
دمکان نحوي قید په جمله کې د فعل دواقع کیدو ځای ښیيٍ.
لکه پدې لاندې جملو کې :
۱ـ زه پرون له کوره راغلم .
۲ـ مصطفی په کابل کې اوسي .
۳ـ ښکلا په چمن کې ګرځیده .
په پورته جملوکې ( له کوره ، کابل ، چمن ) کلمې دمکان نحوي قیدونه دي

دمقصد اوسبب قید :
چې په جمله کې د خبر دواقع کیدو سبب او مقصد ښیي .
لکه په لاندې جملوکې:
۱ـ ننګرهار کې دلویو کورونو د جوړیدو په خاطر یو شمیر زاړه کورونه وران شول .
۲ـ هغه دناروغۍ له کبله په روغتون کې بستر شو .
۳ـ دوی د ښه کار له امله جایزه واخیسته .
په پورته جملو کې (دنویو کورونو د جوړیدو په خاطر، د ناروغۍ له کبله ، د ښه کار له امله) عبارتونه په جملوکې د خبر د واقع کیدو سبب او مقصد ښیي .

متعدد قیدونه
که چیرې دوه یا زیات قیدونه دیو خبر تابع وي او عین سوال ته ځواب ورکړي متعدد قیدونه ورته ویل کیږي .لکه پدې لاندې جملوکې :
۱ـ د ګل پاچا الفت شعرونه ډير سلیس ،روان ، خواږه او له ابتکاره ډک دي .
۲ـ ښکلا ډیره ورخطا ، سرګردانه او خفه معلومیدله .
په پورته لومړۍ جمله کې (سلیس، روان، خواږه) کلمې او په دوهمه جمله (وارخطا، سرګردانه ) کلمې متعدد قیدونه دي .



په جمله یا غونډله کې د نحوي قید ځای
نحوي قیدونه د جملې په سر ، مینځ او کله هم د جملې په اخرکې راتلای شي .
لکه پدې لاندې جملو کې :
۱ـ په کراره کراره یې خپله لار لنډوله .
۲ـ ښکلا ما ته په ژړا ژړا کې وویل.
۳ـ تعلیمي کال په ختمیدو دی.
۴ـ نه جوړیږي دا زمونږ او ستاسو کلی
مونږ ساده یو ته مکار یې ځه پاڅیږه
په پورته جملو کې (کراره کراره) د جملې په سرکې ،(ژړا ژړا) د جملې په مینځ او د (ختمیدو) کلمه د نحوي قید په ډول د جملې په پای کې او په څلورمه جمله کې (کلې) کلمه پدې شعر کې د نحوي قید په ډول هم دجملې په پای کې راغلي دي .

د غونډلې بشپړ اند توکونه
په ِغونډله کې د اساسي او پیرو برخو سربیره ځنې نورواحدونه چې بشپړاند توکونه نومیږي هم شته چې په هغوکې خج ، سیلاب، آهنګ ، بیلتون ، او پیوستون شامل دي چې دا توکونه دلیک نښو سربیره د غونډلې په مانیز جوړښت او د ویلو په ډول څرګنده اغیزه کوي .
همدا لامل دی چې مونږ ېې دلته یادونه اړینه بولو او لږترلږباید زمونږ محصلین ورسره اشنا اوسي.
که څه هم داموضوع د څیړنې د اصولو له مخې په غږ پوهې پورې اړه لري او یا خو دفونیمونودالفونونو په خصوصیاتو پوري تړلې موضوع ده .
په فونولوژي کې یوه موضوع د پره سودیکه ترعنوان لاندې راغلې ده چې دا په روسي ژبه کې پره سودیکه یا پره سودیه ، په انګلیسي ژبه کې (prosody) ، په فرانسوي ژبه کې (prosodie ) ، په هسپانوي ژبه کې (prosodia ) بلل شوې او معمولآ د فونیم پیژندنې په اثارو کې تر څیړنې لاندې راځې .چې دغو پدیدو ته سوپرا سیګمنټ(Supra Segment ) هم ویل کیږي .دا چې د غونډلې د ویلو یا وینا پروخت دغه پديدې په جملو اود جملو پر مانیز او تلفظي ډول ستر اغیزه ښیندي او د غونډلې مانیز جوړښت بدلوي نو ځکه یادونه یې په غونډله پوهه کې هم و شوه ترڅو دا موضوع روښانه او دغونډلې په ویلو او له هغې څخه د معنا اخستنې پروخت له نظره ونه غورځول شي .
زمونږ په زیاترو ژبپوهنیزو اثارو کې دغو پدیدو ته فونیمونه ویل شوي دي چې په همدې سبب یې دافونیمونه په دوه ګروپونو ویشلي دي مقطعه فونیمونه او عروضي فونیمونه .دغسې پدیدو ته لکه خج او آهنګ ته عروضي فونیمونه ویل شويدي خو پټه دې پاتې نه شي چې دلته سیلاب له یاده ایستل شوی دی ځکه چې دا هم یوه پره سو دیکه پدیده ده .حال داچې سیلاب، خج او آهنګ په هیځ ډول فونیمونه نه دي پدې کې شک نشته چې سیلاب ، خج او آهنګ د بیلو بیلو ژبو د جوړښت له پلوه کله فونټیکي او کله کله هم فونولوجېکي خصوصیتونه لري.
په پښتو ژبه او دنړۍ په زیاترو هغو ژبو کې چې غیر سیلابیک جوړښت هم لري سیلاب فونولوجیکي خصوصیت نه لري په دغسې ژبو کې سیلاب ا و د سیلاب بیلونه دمانا سره اړوندي نه لري ځکه نو سیلاب یو فونولوجیکي واحد نه دی . مګر په هغو ژبو کې چې سیلابیک جوړښت لري د سیلاب برید او سرحد تل د مورفیم دسرحد سره مطابقت لري نو کیدای شي چې په دغسې ژبو کې سیلاب د سیلاب دفونیم دافادې د شکل په حیث وڅیړل شي .
همدارنګه دخج په اړه هم ویلای شو چې که څه هم خج په ځینو پښتو کلمو کې معنوي بیلوالی راوستلای شي خو په هيڅ صورت فونیم نه دی . خج بې له فونیمونو اصلآ موجودیت نه لري ، خج د ژبو د غږیز جوړښت په اړه د کلمو په خاصو او ځانګړو موقیعتونو کې د فونیمونو یو خصوصیت دی چې همدې خصوصیت پر اساس دیو فونیم لوفونونه سره بیلیږي خج لرونکی الوفون او بې خجه الوفون .
خج اصلآ بې له فونیم په جلا او مستقل ډول نه کوم اواز دی او نه هم تلفظ کیدای شي.
خج دیو فونیم دالوفونونو دبیلولو او ټاکلو ځانګړتیاوو څخه یو خصوصیت دی . مونږ په پښتو ژبه کې د یو فونیم خج لرونکي الوفونونه اوبې خجه الوفونونه لرو ، خج لرونکي او بې خجه سیلاب لرو .چې یو یې د بل په پرتله زیات او بل یې د بل په پرتله په لږ فشار سره ویل کیږي .
همدارنګه آهنګ هم د غږیز جوړښت یو خصوصیت دی .
آهنګ د وینا د وییزې بڼې یو حتمي خصوصیت دی اوبې له آهنګه وینا ممکنه نه ده . پدې کې هم شک نشته چې اهنګ د جملو د مانا سره اړیکه لري اود آهنګ په بدلیدو سره د نحوي ترکیبونو او جملو مانا بدلیږي . خو دلته هم څرګنده ده چې اهنګ په خپله کومه مستقله او جلا ژبنۍ نښه یا علامه نه ده او نه هم کوم ژبنی واحد دی بلکې دنحوي واحدونو دنورو خصوصیتونو په څنګ کې یو خصوصیت دی .په هر صورت دا چې خج ، سیلاب ،آهنګ د جملو په جوړښتي اومعنوي نظام اغیزه لري نو مجبور یو چې په لنډیز سره پرې رڼا واچوو .

لغوي خج :
لغوي خج هغه اوازونه سره یو ځای کوي چې د کلمې یامورفیم بڼه جوړوي . که چیرې یوه کلمه تر یوه زیات سیلابونه ولري نو خج لرونکی سیلاب نور سیلابونه تر خپل تسلط لاندې راولي او ټول سره تړي . که چیره یو کلمه دوه سیلابي وي نو خج یې دوه بریدونه لري خج لرونکي او بې خجه . که چیري یو کلمه تر دوو زیات سیلابونه ولري نو په هغه صورت کې مهم خج لرونکی سیلاب توحیدي وظیفه اجرا کوي چې دا بیا د کلمو د اوازونو په تنظیم کې مهم رول لري .
خج د تل لپاره د مو قیعت له نظره دیو بل سره فرق لري په ځینو ژبوکې ځای ټاکلی وي او ځینوکې یې ځای متحرک وي .خج په ځینو کلموکې په لومړی سیلاب ، په ځینوکې په منځني سیلاب او په ځینو نورو کلمو کې په وروستي سیلاب راځي .لکه په لاندې کلموکې :
اوسپنه، لوړوالی او پرون په کلمو کې چې په لومړې کلمه کې په لومړي سیلاب په دوهمه کلمه کې په منځني سیلاب او دریمه کې په وروستي سیلاب کې خج راغلی .
اوس نو که چیرې په کلمو کې د خج ځای بدل شي نو کلمې ړنګیږي یا له منځه ځي .
دا چې خج د کلمو په جوړښتي نظام اغیزه لري دغه ډول د جملو په جوړښت او دهغوی په معنوي نظام هم بې اغیزه نه دی او کولای شي چې د خج په راوړلو یا ځای بدلولو جمله خپله مانا بدله یا له لاسه ورکړي .
غونډلیز خج هم هماغه پیاوړی خج دی چې د نوروتوکونویا واحدونو په ترڅ کې پریوه سیلاب راشي او هماغه خجن توک تر نورو زیات موخن (مطلوب) وښيي اونورتوکونه یا سیلابونه یا هیڅ خجن نه وي او یا دهماغه خجن یا پیاوړي خج تر اغیزې لاندې کمزوري ویل کېږي .چې په دې اساس درې ډوله غونډلیز خجونه سره توپیروو ، پیاوړی، لږپیاوړی، او کمزوری.لکه داولمیر استاد پدې سندره کې : چې ښاغلي پوهان زیار په خپل کتاب پښتو پښویه کې راوړې:
« ستا د سترګو بلا واخلم ، بیادې سترګې ولې سرې دي »چې (ولې) پیاوړی، پر(واخلم) لږپیاوړی او پر (سترګو) کمزوری خج اوریدل کېږي یا لکه پدې لاندې جملو کې :
ته کورته ځې ، ته کورته ځې ، ته کورته ځې.
اوس که دلومړې جملې په لومړنۍ (ته ) په ضمیر پیاوړی خج راشي دا جمله تعجبي یا هیښني ګرځي او دلیک نښو په مراعات کولو باید دا جمله پدې ډول ولیکو: (ته کورته څې!)په دوهمه جمله کې که د(کور) پرکلمه کمزوری خج راشي نو جمله خبري یا بیانې شکل غوره کوي اوداسې لیکل کیږي : (ته کورته ځې)همدارنګه که په دریمه جمله کې د (ځې) پر کلمه لږ پیاوړی خج راشي نو جمله د پوښتنې بڼه غوره کوي اوداسې لیکل کیږي : (ته کورته ځې؟)
یو بله خبره چې دلته ېې یادونه اړینه ده هغه داده چې دجملې دتلفظ او ادا کولو په وخت کې د فشار دځای بدلول مستقیمآ د جملې مانا بدلوي نو ښه به داوي چې دیوې جملې دلوستلو په وخت ددې خبرې خیال وساتل شي او چیرې چې فشار اچول ضروري وي په هماغه ځای کې مراعات شي .د بیلګې په ډول دا لاندې جمله وګورﺉ:
دا زما ورور دی .
اوس که چیرې د جملې په لومړی سیلاب فشار راوړو نو پدې صورت کې د جملې ویونکی دخپل ورور له کار اوعمل څخه راضي او خوښ معلومیږي .همدارنګه که چېرې جمله په کمزوري فشار ادا شي یوه بیانیه جمله ترې جوړه او پورته دواړه مانیز اړخونه بایلي .

څپه یا سیلاب :
سیلاب ډیر کوچنی ویز واحد دی د وینا یا جملې دادا کولو په وخت کې جمله په وړو وړو ټوټو بیلوي او دا وړې ټوتې په خپلو کې سره اړیکې لري . دا سیلابونه د مختلفو ژبو دجوړښت له مخې متفاوت خصوصیتونه لري . په هغو ژبو کې چې سیلابیک جوړښت لري . سیلابونه یې دمانا سره اړیکه لري خو هغه ژبې چې سیلابیک جوړښت نه لري سیلابونه یې هم له مانا سره اړیکه نه لري لکه پښتو ژبه چې که یو ه کلمه یا جمله یې په سیلابونو وویشو نو په مانا د جملو کې کوم اغیز نه راوړي او که یې په فونیمونو وویشو نو بیا د سیلاب له سرحد څخه تیریږو او فونیمونو ته ور داخلیږو ،نوځکه ویلای شو چې په پښتو ژبه کې یوه څو سیلابیزه کلمه هر څومره ورو یا په غیر طبیعي ډول تلفظ کړو پدې نه بریالي کیږو چې هغه سربیره په طبعي ټوټو پرنورو وییزو ټوټو تجزیه کړو.

بله داچې په یوه ژبه کې سیلابونه د تل لپاره په کلموکې دواولو یا خپلواکو اوازونو په موجودیت پورې اړه لري او واول اواز دسیلاب حتمې غړی دی .په ژبه او وینا کې دتل لپاره هرسیلاب درې وییزې مرحلې لري .شروع ، جګوالی و



ټیټوالی چې دا دریواړه وییزې مرحلې یوه په بلې پسې متصلې یا تړلې ویل کېږي او دوینا له پلوه نه تجزیه کیدونکی خصوصیت لري .
دسیلابونو دخصوصیاتو له مخې د پښتو ژبې د سیلابونو سرحدونه د وینا په جریان کې د وییزو غړو د فشار پر اساس په متناوب ډول جګیږي او ټیټیږي .هره ټیټه نقطه چې په هغې پسې بل جګوالی شروع کیږي د سیلابونو سرحدونه دي .لکه پدې لاندې شکل کې :



آهنګ (Intonation )
د هغو وسایلو یا شیانو مجموعي ته چې وینا تنظیموي آهنګ ویل کېږي .آهنګ دوینا ویيزې بڼې حتمې خصوصیت دی اوبې له آهنګه وینا ممکنه نه ده هغه وسیلې چې داهنګ د اجزاوو په حیث دوینا په وییز نظم کې برخه اخلي دادي :
۱ـ میلودي ـــ داساسي تون د آواز حرکت (ټيټدل او لوړیدل ) دي .
۲ـ وقفه ـــ د جملې پرکومې برخې دآواز توقف دی .
۳ـ خج ـــ چې دجملې کومه برخه نسبت نورو برخوته په زیات فشار سره ویل کیږي .
۴ـ ټیمپ ـــ یعنې د جملې کومه برخ نسبت بلې یا نورو برخوته په زیات سرعت سره ویل کیږي .
۵ـ ټیمبرـــ یعنې د جملې موسقیت .
د آهنګ دغه پورتنې اجزا د مفاهیمې په پروسه کې په ګډه په یوه وحدت کې عمل کوي . آهنګ په وییز سستم کې مهم ځای لري اومختلفې دندې سرته رسوي . د بیلګې په توګه : وینا په نحوې واحدونو بیلوي ، جملې تنظیموي او سره بیلوي يې آهنګ د افکارو ، احساساتو اود اشخاصو د ارادې پر څرګندولو کې فعاله برخه اخلي . د وینا داوریدو په وخت مونږ یواځې د آهنګ په مرسته پدې پوهیدای شو چې جمله استفهامي ، امري ، ندایې، تهدیدي ، تعجبي، احساساتي یا دخوښۍ یا غم مفهوم او مانا افاده کوي .
د آهنګ په بدلیدو سره پرته له دې چې د جملې په ترکیبي اجزاوو کې کوم بدلون راشي د جملې مانا بدلیدای شي .
آهنګ یوه فونڼیکي پره سودیکي پدیده ده اود نحوې سره دهمدې پورتنیو خصوصیاتو له مخې مستقیمې اړیکې لري او باید دنحوي واحدونو دیو خصوصیت په حیث وڅیړل شي . آهنګ پخپله کومه مستقله ژبنۍ نښه یا علامه نه ده بلکې د ژبنۍ نښې (نحوي واحد) یو خصوصیت دی .
همداسبب دی چې مونږ د غونډلو په مانیز نظام کې آهنګ تر څیړنې لاندې وینوه اودهغې په اړوند مو لږه رڼا واچوله .د پښتوژبې ګرامر پوهانو د غونډلو آهنګ په دریوو ډولو ویشلی دی :
خبري آهنګ ، پوښتنې آهنګ، هیښني آهنګ او بلني آهنګ

۱ـ خبري غونډلې آهنګ :
ددې راز غونډلې اهنګ هوارپیلیږي او بیا غورځیدلی پروت پای ته رسیږي .لکه: دازمونږ وطن دی .یا لکه : زمری راغی.
۲ـ دپوښتنې غونډلې آهنګ :
ددې راز غونډلې آهنګ ټیټ پیل مومي او بیا نیغ شوی پروت پای ته رسیږي .لکه : دازمونږ وطن دی؟یا لکه : زمری راغی؟
۳ـ هیښني او بلنې اهنګ:
ددې ډول غونډلې اهنګ ټیټ پیلیږي بیا پورته ځي آو په پای کې ریب پای ته رسيږي .لکه :
دازمونږ وطن دی!
یا لکه: زمری راغی !
یادونه :
د جملو نور ډولونه زمونږ دګرامر پوهانوپه حواله دهمدې دریمې جملې دآهنګ په ډول راځي .
بیلتون او پیوستون
دبیلتون او پیوستون څڅه مطلب دادی چې دنحوي واحدونود پای مورفیمونه یاکلمي سره پیوستې یانا پیوسنې وویل شي او یا داچې د جملو د برخو ترمنځ وقفه په خپل ځای کې مراعات شي یعنې که وقفې ته په جمله کې اړتیا پیښه شي په هماغه ځای کې وقفه راشي اوکه چیرې ددې اړتیا ولیدل شي دجملې برخې پیوسته او تړلې اداشي نو هلته به پیوستون راځي او وقفه به پکې نه راوړل کیږي اودا ځکه چې پخپله وقفه د جملې مانا ته تغیر او بدلون ورکوي او یا یې مطلوبه مانا له منځه وړي .
نولازمه ده چې جمله پخپله متوازن اوطبعي طریقه ولوستلی یاوویلی شي . د مطلب د ښه وضاحت او څرګندتیا په خاطر لاندې جملې وګورﺉ:
راځه مه ودریږه ـــ پاڅه مه کیښنه
اوس که ووایو چې ( راځه مه ـــ ودریږه ــ پاڅه مه ـــ کښینه ) او که ووایو چې
( راځه ــ مه ودریږه ــ پاڅه ــ مه کښینه) په پورته جملو کې د بیلتون او پیوستون یاود قفې د ځای په بدلولو د جملو مانا بدله شوه .
یا د اجمله : ما ماما ته یو کتاب راوړ.
په پورته جمله کې دلومړي (ما) او (ماما)ترمنځ بیلتون موجود دی .او که چیرې دا بیلتون د (ماما ) اوورستي(ما) ترمنیځ راوړو نو باید جمله دا ډول ولولو (ماما ـ ماـ ته یو کتاب راوړ) یعنې په لومړې جمله کې وقفه د(ما اوماما) ترمنځ راوړو او په دوهمه جمله کې وقفه د (ماما اوما ) ترمنځ راوړو نو دجملې مطلوبه مانا ورسره سمه بدلیږي .
یا داچې :
هغه سر له سبا نه غواړي چې خپل کار پیل کړي .
ددې جملې مانا داده چې هغه له سبا له خیره خپل کار پیل کوي .
خو که چیري دا وقفه (له سبا نه) وروسته او له (غواړي ) دمخه راشي مګر چیرې دا جمله داسې وویل شي چې وقفه (له سبا ) وروسته او(نه غوړي)دمخه راشي نودجملې مانا به بدله شي او منفي بڼه به غوره کړي .











دتیر بحث پوښتنې
په لاندې جملو کې دغونډلو پیروې برخې او بشپړ اند توکونه پیدا او بیا یې په دلایلو سره څرنګوالی څرګند کړې.
۱ـ هغه کتاب لولي .
۲ـ په پوهه هر څه سمیږي .
۳ـ زه نه غواړم بیکاره پاتې شم .
۴ـ ما هغه ته ویلی ؤ.
۵ـ هر څوک خپل کار ته متوجه دی.
۶ـ په سپکو ،سپورو خبرو هر څوک خفه کیږي .
۷ـ دوی له هغوسره خبرې وکړي .
۸ـ توریالي ډیرې نا خوالې وزغملې .
۹ـ انسان تابع داحسان دی.
۱۰ـ د وطن عزت په سر ساتل کیږي .
۱۱ـ پروطن مینان وطن ابادولی شي .
۱۲ـ دزړه په وینو یې اولادونه وروزل .
۱۳ـ میړانه اوزړورتیا دانسان ښه صفتونه دي .
۱۴ـ په ښوونکي لایق زده کوونکی ګران وي .
۱۵ـ افغانیت او اسلامیت سره تړلي دي .
۱‍۶ـ اولسیتوب ښه اخلاق غواړي .
۱۷ـ د توریالیو کارنامې مې خوښیږي .
۱۸ـ زماکور په کابل کې دی .
۱۹ـ کوږ بار تر منزله نه رسيږي.
۲۰ـ ترکاڼي د بیزو کار نه دی.
۲۱ـ عبدالشکور رشاد دپښتو ژبې اوادب پیاوړی استاد ؤ.
۲۲ـ پدې کوټه کې درې تنه اوسیږي .
۲۳ـ دوی کورته لاړل.
۲۴ـ ملالۍ په زړورتیا او میړانه کې ډیر شهرت لري.
۲۵ـ دغه نجلۍ لایقه اوهوښیاره ده .
۲۶ـ دوی په منډه منډه له کوره ووتل.
۲۷ـ هارون پرون کابل ته لاړ.
۲۸ـ سپینه په ژړا راغله .
۲۹ـ لایقه په بیړه کورته لاړه .
۳۰ـ هغوی درې وارې ننګرهار ته لاړل .
۳۱ـ د رحمان بابا دیوان صوفیانه شعرونه ډیر لري .
۳۲ـ زه هره ورځ دندې ته ځم .
۳۳ـ هغه په پارک کې ګرځیده .
۳۴ـ شاکر له ناروغۍ ستر شو
۳۵ـ هغوی د ښه کار له امله تقدیر شول .
۳۶ـ دبینوا شعرونه ډیر خواږه او له ابتکاره ډک دي.
۳۷ـ څانګه خوشحاله او خوښه ښکاریده .
۳۸ـ نه مړیږي دغه وږي د کلونو
کاڼي کله او به کیږي په باران



په لاندې کلموکې خجونه ،سیلابونه ، په نښه کړﺉ؟
۳۹ـ ملګرتیا ، زړورتوب، لړمون، ښکاري ، لاروی، ګرم.
په لاندې جملوکې دوقفو ځایونه وټاکې:
۴۰ـ ځوانان دا وطن ابادول او جوړول غواړي ـ د خلکو د امید سترګې ستاسو په لور دي ــ تاسو دکار قدرت لرې اوهر څه مو په وس پوره دي .
لاندې دآهنګ له مخې ونوموې؟
۴۱ـ دازمامینه ده .
۴۲ـ دا مینه به زه ساتم .
۴۳ـ په مینه له سره تیر شې
۴۴ـ خپله مینه په مینه وساتې
۴۵ـ پردی کټ تر نیمو شپو وي .
۴۶ـ تر پروت زمري ګرځنده ګیدړ ښه دی .
۴۷ـ دا پیټی مې په شا کړه .
۴۸ـ زه دې چې غوښتم دادی راغلم .
۴۹ـ ګوره چې په خپل جمال اوکمال مغروره نه شې.
۵۰ـ لکه غوټۍ هر سهار خلکو ته خانده





نومواله (اسمي) او کړواله (فعلي) غونډله
۱ـ نومواله غونډله : که چیرې په یوه غونډله کې مبتدا او خبر دواړه نومونه یا دنوم له دلې څخه وي او ورسره نیمګړي افعال راغلي وي نومواله غونډله بلل کیږي .
لکه پدې لاندې غونډلوکې :
۱ـ خدای (ج) یودی.
۲ـ هغه ناروغه دی.
۳ـ زه ښوونکی یم .
په پورته لومړۍ جمله کې ( خدای«ج»)نوم ، (یو) عدد او (دی) نیمګړی فعل دی .
په دوهمه جمله کې (هغه)ضمیر،(ناروغه) صفت او (دی) نیمګړی فعل دی .په دریمه جمله کې (زه) ضمیر،(ښوونکی) نوم او (یم) نیمګړی فعل دی .
داچې په درې واړو جملوکې مبتدا او خبر نومونه یا دنوم له ډلې څخه دي نو ځکه ورته نومواله غونډلي ویل کیږي .
۲ـ کړواله غونډله:
که چیرې په یوه غونډله کې مبتدا دنوم له ډ‌لې څخه وي. او په خبر کې پوره فعل واقع شي نودې جملې ته کړواله عونډله وایې .لکه پدې لاندې غونډلو کې :
۱ـ زه ځم .
۲ـ هغه راغلی.
۳ـ دوی به لاړشي.
داچې په پورته دریواړو جملوکې مبتدا د نوم له ډلې (کټګوري) څخه راغلی او خبرونه یې له پوره افعالو څخه جوړ دي نو ځکه ورته کړواله غونډلې ویل شويدي .



د ساده یا یوستوي (مفردې) غونډلې مانیز ډولونه
څرنګه چې د غونډلې مانیز ډولونه د غونډلو د آهنګ او فشار سره نیغ په نیغه اړیکې لري اوپه پښتو ژبه کې پدې موضوع تراوسه کوم علمي ، لابراتواري او پوره څیړنه نه ده شوي نو ځکه دغونډلو دمانیز ډولونو ښودنه یوه څه ستونزې لري او همدا لامل دی چې ګرامر پوهانو تر اوسه پورې پدې برخه کې کومه ټاکلې نوم ایښودنه نه ده کړې او که کړې هم وي دنظر اتفاق پرې نه لري .
ځینې ګرامر پوهانو څلور ډوله ، ځینو نورو په لس ډوله او چا هم له شلو ډولونو پسې خبر اړولې اوهر څه یې چې زړه غوښتې هسې یې نومولي دي، ښه خبره خو داده چې پدې برخه کې علمي او لابراتواري څیړنې وشي او که بیا دا کار نه کیږي نودې دنورو ژبو هغو علمي اومعتبرو ماخذونو ته مراجعه وشي او بیا دې دهغوې نوم ایښودنه د خپلې ژبې په غونډله ییزو ځانګړتیاوو تطبیق او تر څیړنې لاندې ونیسي .
زه همدااوس ددې مطلب دڅرګندتیا لپاره کابو (۲۳) ګرامرونه په مخ کې لرم خویو دبل سره پدې باب هم نظره ندې او نه دخپلې مدعا اوغوښتنې د څرګندتیا ثبوت لپاره څه علمي دلایل لري . پوهاند دکتور مجاور احمد زیار د پښتو پښویې په کتاب کې د جملې مانیز ډولونه په لاندې ډول ښودلي دي .
غونډلې د کړدود له مخې په خبري یابیاني او ناخبري یا انشایي او التزامي ویشل کیږي.



که څه هم زمونږد پښتو ژبې ګرامرپوهانو په خپلو ګرامرونوکې د خبري اوناخبري جملې خبره کړیده خو ښه به داوی چې د(خبري) پر ځای یې (بیانیه) او (ناخبري ) پرځای (انشایه) جمله راوړې وای ځکه چې د خبر کلمه په جمله کې یو بیل او جلا بحث دی. ددې لپاره چې دخبري او ناخبري کلمې استعمال کړو دهغوپر ځای مونږ دلته بیانیه او انشایه جمله راوړو تر څو یې دجملې دخبر سر توپیر وشي .

لومړۍ بیاني ساده غونډله:
بیاني غونډله هغه غونډلې ته ویل کیږي چې دیوڅیز د حال او کیفیت څرګندونه کوي .یا په بله وینا چې یوفکرد خبرپه توګه بیانوي ، یا داچې هغه جمله چې پکې درښتیا او دروغو احتمال کیدای شي. دبیانې جملې په پای کې ټکی ایښودل کیږي .
د بیاني غونډلې د پیژندنې لپاره لاندې جملې په غور وګورﺉ.
۱ـ دمیرویس نیکه ټلو کارونه د ویاړنې وړ دي .
۲ـ احمدشاه ابدالي د خپلې خاوري ښه ساتنه کړیده .
۳ـ ټول افغانان غازي وزیر محمد اکبر خان ښه پیژنې .
بیانیه غونډله کیدای شي مثبت اړخ ولري .لکه :
ملالۍ د پښتو شمله او چته کړه .
همدا ډول کیدای شي منفي اړخ ولري .
لکه: دلته رڼا نشته .
دبیانې جملې منفي بڼې د ښودلو لپاره دنفې (نه) نا خپلواک مورفیم دخبر په برخه کې راځي
او غونډلو ته منفي بڼه ورکوي.دبیاني یا اخباري جملې په هکله چې پوهاند دکتور محمد حسین یمین په خپل کتاب ( تیوری های نحوی) کې څه ویلي دي له هغې څخه دا څرګندیږي چې ګوماني ، تمنایي ، شرطي او تاکیدي جملي هم دبیاني جملي په ډولونو کې راځي .او ښاغلی څیړونکي سید محی الدین هاشمي هم په خپل کتاب ( د پښتو ژبې لنډ ګرامر) کې هم خبري جمله د یو واقیعت د تایید ، تصدیق او تاکید لپاره منلې ده .
خو پوهاند دکتور مجاور احمد زیار په خپل کتاب( پښتو پښویه )کې دیوستوې یا ساده جملې نور مانیز ډولونه په انشایې غونډله کې شامل بولي .

دوهم : انشایي یا التزامي ساده غونډله:
انشایي غونډله هغه غونډلې یا جملې ته وایې چې په هغې د ریښتیا او دروغو څه احتمال نه پیدا کیږي
انشایي جمله دا لاندې ډولونه لري :
۱ـ د پوښتنې ساده غونډله : پدې ډول غونډلو کې دویونکي مطلب پوښتنه وي اودا پوښتنه د ځواب غوښتونکې وي او په پای کې یې د پوښتنې نښه (؟) ایښودل کیږي.
لکه دالاندې جملې:
۱ـ ته چیرته ځې؟ ۲ـ ته کله راغلې ؟ ۳ـ چاته وایې؟ ۴ـ ته څه غواړې؟
د پوښتنې ساده جمله دوه ډوله جوړیږي :
الف : د پوښتنې کلمو یا مورفیمونو په راوړلو سره:
لکه : څوک ، څه ، چا، چیرته ، څه ډول ، څرنګه ، ولې ، څله ، کوم ، څنګه ، او داسې نور.
دبیلګې په ډول :
څوک راغی؟ څه غواړې؟ چاته وایې؟ چیرته ځې؟څه ډول راغلې ؟ اوداسې نور .
ب: په آواز د فشار په واسطه :
پدې ډول پوښتنیزو جملو کې منطقې فشار په یوه کلمه یا دجملې په یوه برخه راځي اود جملې هغه برخه چې فشار پري راځې دروند، قوي اولوړ تلفظ کیږي .لکه دالاندې جملې:
۱ـ هارون په کورکې شته ؟
۲ـ ښکلا ډوډۍ خوړلې ده ؟
۳ـ هغه لیک لیکلی دی ؟

۲ـ دامر ساده غونډله :
هغه غونډله چې دویونکی فکر اوهدف دامر،حکم ، هیلې اوغوښتنې په ډول بیان کړي ساده امري جمله بلل کیږي .
دا ډول جملې په عادي ډول تلفظ کیږي اود خبربرخه یې دامر په صیغه (کلمه) افاده کیږي.
لکه پدې لاندې جملو کې:
۱ـ د ښوونکي خبرو ته غوږ ونیسه !
۲ـ دوخت څخه ګټه واخله !
۳ـ په غلطه لار مه ځه!

۳ـ خطابي ساده غونډله:
په هغو غونډلو کې چې دویونکي فکر او هدف په لوړو احساساتو او هیجان سره څرګند شوي وي .
دخطابي یا ندایي جملې په اخیرکې دندا(!) نښه ایښودل کیږي .
شعارونه او خطابې ټول په خطابي جملو سره لیکل کیږي .
او کله کله کیدای شي چې د ندا لپاره ادات یا نا خپلواک مورفیم هم ورسره شي .
لکه پدې لاندې جملوکې :
۱ـ اې خدایه خیر کړې!
۲ـ ګرانو وطنوالو سره یو شې!
۳ـ خپل هیواد ودان کړې!

۴ـ تعجبي ساده غونډله :
تعجبې ساده جمله د تعجب او حیرانتیا د حالت څرګندونه کوي . د تعجبي جملو سره هم کیدای شي د پوښتنې جملې په شان ضمیرونه راشي خو پدې ډلو جملوکې پوښتنه د ځواب غوښتونکې نه وي.لکه دا لاندې جملې :
۱ـ څه ښکلې منظره ده !
۲ـ څومره ښه هواده !
۳ـ څومره ښه هلک دی!

۵ـ تمنایي غونډله:
چې دیو شي هیله او ارمان پکې څرګند شوي وي .
اود تمنا اوارمان مورفیمونه ورسره راغلي وي .لکه پدې لاندې جمله کې:
۱ـ کاشکې هغه مو لیدلای وای!
۲ـ ارمان چې مصطفی دلته وای !

۶ـ قسمیه ساده غونډله :
چې د قسم اولوړې کولو په وخت کې استعمالیږي.لکه دالاندې جملې :
۱ـ قسم دی که دې پریږدم !
۲ـ په خدای چې سبا درځم !

۷ـ دوعایه ساده غونډله :
چې دخیر ، ښګڼې دغوښتنې او څرګندولو لپاره ویل کیږي .
لکه دالاندې جملې :
۱ـ ځه الله دې مرستندوی شه !
۲ـ غازیانوڅښتن مو مل شه !

۸ـ ټینګاري غونډله :
د تاکید او ټينګار په غرض ویل کیږي .لکه دا لاندې جملې :
۱ـ ته به خامخا هارون وینې!
۲ـ هغه دې حتمي راشي !

۹ـ ګماني،شکي او احتمالي غونډله :
چې دګمان ،شک او احتمال په ډول راځي او مطلب یې ثابت نه وي.
لکه دا لاندې جملي:
‍۱ـ ښایې هغه راغلی وي .
۲ـ ګوندې هغه راشي .
۳ـ هغه به لاړ شي که نه.







دتیر بحث پوښتنې
۱ـ دنوموالې او کړ والې غونډلې ترمينځ تو پیر دمثالونو په واسطه څرګند ګړﺉ؟
په لاندې غونډلو کې بیاني، امري ، پوښتني، خطابي، تعجبي، احتمالي یا ګماني، تمنایي ، قسمیه ،ټنګاري جملې په نښه کړﺉ؟
۱ـ زمام ورور په پوهنتون کې محصل دی
۲ـ زه نه غواړم بې سواده پاتې شم .
۳ـ زمونږ وطن تراوسه نه دی ودان شوی.
۴ـ له تا څخه چا پوښتنه کړې.
۵ـ ته به کله راشې.
۶ـ کا کا په کورکې شته .
۷ـ هغه دې خپل درس ولولي.
۸ـ بې ځایه خبرې مه کوه .
۹ـ ګرانوهیواد والو اتحاد وکړﺉ.
۱۰ـ دا څه ښه ننداره ده.
۱۱ـ زما یې په تا څه.
۱۲ـ زه د چا پروا نه لرم .
۱۳ـ کاشکې هغه ژوندی وایی.
۱۴ـ ارمان چې زما ورور نشته .
۱۵ـ په خدای چې کتاب دې راوړم .
۱۶ـ ستاسو دې خدای مل شي .
۱۷ـ زه به هرو مرو درځم.
۱۸ـ ګوندې هغه په کانکور کې بریالی شي .
۱۹ـ ښایي هغوی رانه شي .
۲۰ـ زه له هغه کومه توقع نه لرم .

د غونډلې (جملې) جولیز ډولونه
د جولې یا د شکل او څومروالي له مخې غونډله په لاندې ډولونو ویشل کیږي
۱ـ ساده یا يوستوې (مفرده) غونډله .
۲ـ غبرګه (مرکبه) غونډله.
۳ـ ګډه (آمیخته ) غونډله .
۴ـ ګډله (مختلطه) غونډله.

لومړی ـ ساده یایوستوې (مفرده) غونډله :
ساده یا یوستوې غونډله هغه غونډلې ته ویل کیږي چې یو مبتدا اوخبر ولري .لکه دا لاندې غونډلې:
۱ـ هارون لاړ.
۲ـ ګلان په سپرلي کې غوړیږي .
۳ـ دریاضي ، پښتو ، هندسې، او کیمیا ازموینه خلاصه شوه .
۴ـ زده کوونکي په کتابتون کې ورځپاڼې ، مجلې ، قاموسونه او کتابونه ګوري.
په پښتوژبه کې ساده یا یو ستوې غونډلې په لنډو، اوږدویا منکشفو او څو جز لرونکو غونډلو ویښل کیږي چې وروسته به هره یوه په ترتیب سره وڅیړل شي .

الف ـ ساده یا یستوې لنډه غونډله :
هغه ساده غونډلې ته ویل کیږي چې یواځې د غونډلې اساسي اجزاوې (مبتدا اوخبر) ولري اونورې پیروې برخې ونه لري .لکه دا لاندې غونډلې :
۱ـ سپرلی راغی، ۲ـ ګل وغوړید، ۳ـ مصطفی لاړ.
په پورته ساده لنډه غونډله کې یواځې دغونډلې اساسي اجزوې(مبتدا او خبر ) راغلي دي اونورې پیروې برخې نه لري .په لومړۍ جمله یا غونډله کې (سپرلی) مبتدا او (راغی)خبر دی .
په دویمه غونډله کې (ګل)مبتدا او (وغوړید) خبر دی .همدارنګه په څلورمه غونډله کې (مصطفی ) مبتدا او (لاړ) خبر دی .

ب ـ ساده اوږده یامنکشفه غونډله :
هغه غونډلې ته ویل کېږي چې داساسي یا بنسټیزو برخو(مبتدا او خبر ) سر بیره د غونډلې پیروې برخې هم ولري .لکه دا لاندې غونډلې:
۱ـ بزګرد خپلو څارویو ښه پالنه کوي .
۲ـ هغه زما په لیدو ډیر خوښ شو .
۳ـ زمونږ هیواد په خپله غیږه کې ښه نومیالي روزلي دي .
په پورته لومړۍ غونډله کې (بزګر) مبتدا (د خپلو څارویو) پیروې برخې او (پالنه کوي) خبر دی .په دوهمه غونډله کې (هغه) مبتدا (زماپه لیدو) پیروې برخې او (خوښ شو) خبر دی .
په دریمه غونډله کې (زمونږ هیواد) مبتدا (په خپله غیږکې ښه نومیالي ) پیروې برخې او (روزلي دي) خبر دی .

ج ـ څوجزلرونکې ساده غونډلې:
څوجزلرونکې یا د متعددو اجزاوو لرونکې ساده غونډلې هغو غونډلو ته ویل کېږي چې یو جز داجزاوو یا برخو څخه یې ( مبتدا یا خبر) په متعدد ډول راغلی وي .لکه دا لاندې غونډلې :
۱ـ د فوټبال ،هاکي، والیبال او باسکټبال لوبې زیات مینه وال لري .
۲ـ ښوونکی په هټۍ کې کتاب، تباشیر،قلم او تخته پاک اخلي .
په پورته لومړۍ غونډله کې فوټبال، هاکي، والیبال او باسکټبال کلمې د(لوبې) د کلمې مشخص کوونکې اود جملې له متعددو اجزاو څخه ګڼل کیږي . او داچې (لوبې) کلمه د جملې مبتدا او د (څه شي ) پوښتنې ته ځواب وایې نودمتعددو اجزاوو نورې کلمې هره یوه د( لوبې) دکلمې په شان د څه شې پوښتنې ته ځواب ورکوي.په دویمه غونډله کې کتاب، تباشیر، قلم اوتخته پاک د (اخلي) د کلمې بشپړوونکي او دغونډلې خبر بلل کیږي اود متعدد خبر هره کلمه د(ځه ــــــ کوي ؟) پوښتنې ته ځواب ورکوي.لکه : څه کوي؟ کتاب اخلي ، تباشیراخلي. اونور
نو ویلای شو چې په دوهمه جمله کې د جملې یا غونډلې خبر په متعدد ډول راغلی دی.

حذف شوې یا نابشپړه ساده غونډله
په ساده یا یوستوو غونډلو کې حذف شوې یا نابشپړه غونډله هم شاملیدای شي . پدې ډول غونډله کې ځینې برخې نه وي راغلې یا حذف شوې وي اودا ‌ډول غونډلې زیاتره په دیالوګ کې پکار وړل کیږي .لکه دالاندې غونډلې :
ماله هغې څخه پوښتنه وکړه:
نوم دڅه شې دی ؟
ښکلاڅوکلنه یې؟
شل کلنه .
چې ددې غونډلې بشپړه بڼه داسې راځې، ماله هغې څخه پوښتنه وکړه ، ستانوم څه شې دی؟زما نوم ښکلا ده . ته څوکلنه یې ؟ زه لس کلنه یم .



د تير بحث پوښتنې
په لاندې غونډلو کې ساده لنډې ،ساده اوږدې یامنکشفې او متعددو اجزاوو لرونکې غونډلې په نښه كړئ.
۱ـ هغه راغې .
۲ـ هغه له بازار څخه سودا واخیسته .
۳ـ هارون لاړ.
۴ـ واوره اوریږي .
۵ـ پښتو یوه زړه اريایې ژبه ده .
۶ـ مونږ دخپلوقهرمانانو په کړو وړو ویاړو .
۷ـ سړه هوا،باد،باران او واورې د ژمي دموسم نښې دي .
۸ـ ښوونکي، زده کوونکي اود ښوونځي نور منسوبین د ښوونځي په پاکولو لګیا دي .
۹ـ مخ د یار شمس وقمر دری واړه یودي .
۱۰ـ دساده یا یوستوو (مفردو) غونډلو پنځه پنځه مثالونه په خپلو کتابچو کې ولیکې؟



دویم ـ غبرګه (مرکبه) غونډله :
د غبرګې یا مرکبې غونډلې په هکله هم زمونږ د ګرامر پوهانو ترمنځ دنظر یووالی نه لیدل کیږي . همدا خبر مونږ دې ته اړ باسي چې ددوی هغه تعریفونه چې د غبرګ غونډلې په هکله یې کړې دي راوخلو اوله هغې وروسته بیا هغه فیصله چې ګټوره او مؤثره وي ولیکو.
ښاغلې پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار د خپل کتاب (پښتو پښویه) په (۲۲۳) مخ کې د غبرګې غونډلې تر عنوان لاندې لیکلي دي :«غبرګه غونډله هغه ده چې دیو ایښي (مبتدا) او یو ایښونی (خبر) پرځای دوه دوه ایښې او ایښونې‎ولري. یا په بله وینا که دیوې پوهونې او مطلب د بشپړتیا یا دوو اړوندو مطلبو د څرګندونې لپاره سره دوې غونډلې په کوم اړیک وییکي غبرګې اوملګرې شي او یوه غبرګغونډله مینځ ته راړي.داړیکوییکو دډولونو له مخې سره ډول ډول غبرګغونډلې توپیرولای شو .
د غبرګغونډ‌لې په دواړو بیلو بیلو غونډلوکې یوه اره یاخپلواکه او بله څرمه (فرعي) یا بیواکه غونډ‌له بلل کیږي .آره یا خپلواکه پدې مانا چې آر مطلب او موخه پکې څرګندیږي او ځانته په خپلو پښو دریدای شي . څرمه یابیواکه پدې مانا چې آرمطلب اوموخه پکې نه څرګندیږي او ځانته په خپلو پښو درېدای نه شي ».
آغلې پوهندوې ډاکټر زرغونه زیور رښتین د خپل کتاب (پښتونحوه) په (۲۰۲) مخ کې لیکلي: «مرکبه (غبرګه ) جمله : ددوو یا زیاتو ساده جملو څخه جوړه او یه جمله دبلې سره لفظي اومعنوي رابطه لري اوهره یوه جمله ځانګړي خصوصیات هم لري.»
ښاغلي محمدالله «لطیف» په خپل کتاب «دستورزبان دری» په (۷۵) مخ کې لیکلي : « جمله مرکب جمله يرا نامند،که از دو یا بیش از دو جمله ساده ساخته شده باشد .»
همدارنګه پرویز نایل خانلري په خپل کتاب «دستور زبان فارسي» په (۱۳۷) مخ کې لیکي : «جمله مرکب جمله ای است که دوفعل یا بیشتر داشته باشد هر جمله مرکب ازدووجمله ناقص بیشتر ترکیب یافته است . این جمله های ناقص معنی یکدیګر را تمام می کنند.»

ښاغلی سیدخیال بخاري په خپل کتاب «د پښتو صرف ونحو» کې په (۲۶۳) مخ کې دمرکبې جملې تر عنوان لاندې لېکلي:«ځنې جملې داسې وي چې دوه برخې لري اوهره یوه برخه یې په خپل ځای یوه جمله وي . دادواړه یوبل سره



تړلي وي او یوخاص تعلق لري داسي جملو ته مرکبې جملې وایې .داجملې دارتباط د تورو پواسطه سره یو ځای شوې وي .»
ښاغلی محمد اعظم ایازي په خپل کتاب (د پښتو نحو) په (۵۶) مخ کې د جمله مرکب تر عنوان لاندې لیکې :« مرکبه جمله وهغې جملې ته وایې چې دوه یازیاتو مستقلو جملو څخه جوړه شوې وي اودیوه ارتباطي حرف پواسطه یې رابطه پیداکړې وي او د هماغه حرف په نامه سره یادیږي .»
ښاغلي څیړونکي سیدمحی الدین هاشمي په خپل کتاب «صرف ونحوه» کې چې په ۱۳۸۳ ه ش کال کې لیکلی دی د (مرکبې یا غبرګې جملې)تر عنوان لاندې لیکي :« مرکبه یا غبرګه جمله هغه جمله ده چې له دوه یازیاتو ساده جملو څخه جوړه او یوه جمله یې له بلې سره لفظې اومعنوي اړیکې ولري . خو هره جمله یې خپلې ځانګړنې لري .»
که څه هم دمخه مو دغبرګغونډلې په هکله دیو شمیر پوهانو نظرونه راواخستل خو په دوې کې ځنې پدې ټینګار کوي چې غبرګغونډله له دوه ساده غونډلو څخه جوړه شوي او ځنې نوریې بیا دا وایې چې غبرګغونډله له دوو او یا له دووڅخه زیاتو ساده غونډلو څخه جوړیدای شي،خو ترکومه چې ګرامري څيړنې ښایي داسې څرګندیږي : کومه ډله ګرامر پوهان چې غبرګغونډله کې له دوو څخه زیاتې ساده غونډلې منلای شي هغوی مختلطه یاګډلې غونډله په خپلو لیکلو اثارو کې نه یادوي او یواځې په ساده او غبرګغونډلو اکتفا کوي،
مګر دلته یوه خبره دیادونې وړ ده اوهغه داچې که چیر مونږ غبرګغونډلې له دووڅخه زیاتو سادوو غونډلو څخه جوړې کړو نوله یوې خوا به ددې غونډلې په جوړښت کې ګډوډي راشي او له بلې خوا به ورته حدود او چوکاټ نه شو ټاکلای او هم به دمرکبي او مختلطې جملې مفهوم او ترکیب سره ګډوډ شي .
ددې لپاره چې ددې ګډوډیو مخه ونیول شي اوغبرګغونډلې لپاره هم چوکاټ او قاعدې جوړې شي ښه به داوي چې غبرګغونډله له ګډلې (مختلطه ) جمله لومړی سره جلا او بیاتر څیړنې لاندې ونیسو .
غبرګغونډله له ګډلې غونډلې څخه جلا جولیز جوړښت لري او دهمدې جوړښت له مخې یې شکل او قاعدې سره بیلیږي او معنوي جوړښتونه یې هم دځانته اصولو تابع دي.
غبرګغونډله هغې مرکبې غونډلې ته ویل کیږي چې ددوو ساده یا یوستوو غونډلو څخه جوړه شوې وي او دیو مبتدا اویو خبر پرځای دوه مبتداوې اودوه خبره لري. یا په بله وینا که دیوې پوهنې اومطلب د بشپړتیا یا دوو اړوندو مطلبو د څرګندونې لپاره سره دوې غونډلې په کوم اړیکوییکې (ارتباطي ادات ) غبرګې او ملګرې شي یوه غبرګغونډله مینځ ته راوړي .
لکه دا لاندې غبرګغونډلې:
۱ـ خوشحال خان د پښتنو ترمنځ د اتفاق غوښتونکی ؤ او ټول پښتانه یې سره یو ګڼل .
۲ـ هغه ناروغه دی خو تراوسه ډاکټر ته نه دی ورغلی.
پورتنۍ لومړۍ غبرګغونډله له دوو ساده غونډلو جوړه شوې ، دوه مبتداوې او دوه خبره لري اود (او) د عطف وربط پواسطه سره تړل شويدي .دوهمه غبرګغونډله هم له دوو ساده یا یوستوو غونډلو څخه جوړه او دوه مبتداوې اودوه خبره لري . او د( خو) د عطف وربط یا مورفیم پواسطه دواړه ساده غونډلې سره ملګرې شوې دي .



د غبرګغونډلې ډولونه داړیکوییکو له مخې
د پښتو ژبې ځینو ګرامر پوهانو غبرګغونډلې په لومړې مرحله کې په دوه برخو ویشلې دي :
۱ـ پیوسته مرکبې غونډلې .
۲ـ تابع مرکبې غونډلې
چې بیا وروسته د پورته هر ډول مرکبې غونډلې لپاره یې ډولونه ټاکلي دي ددوی په نظر ددې دوه ډولو غونډلو ترمنځ یوڅه لفظي او معنوي توپیرنشته البته پدې ډول:

۱ـ پیوسته غبرګغونډله:
هغې غبرګغونډلې ته ویل کېږي چې له دوو ساده وو ، متوازنو او خپلواکو غونډلو څخه جوړې شوې وي . اود(او) د عطف وربط پواسطه سره تړل شوی .
لکه دا لاندې غونډلې :
۱ـ زما زوی اووه کلن دی اولور مې لس کلنه ده .
۲ـ خلک کار کوي او ته چرتونه وهې،
پورتنې دواړه غبرګ غونډلې له دوو ساده غونډلو جوړې او هره برخه یې مبتدا او خبر لري او دغونډلې داوړه برخې یوه څه خپلواکي لري یعنې که سره جلا شي خپله خپلواکي ساتلی شي .په پیوستو غبرګغونډلو کې دعطف وربط مورفیمونه (اړیکوییکي) په درې ډولونو واقع کیږي:
۱ـ پرلپسې عطف ربط (او)
۲ـ خلافي عطف ربط (اما،خو،ولې،لیکن)او داسې نور.
۳ـ د جدایې یا جلاوالې عطف وربط( یایا، هم هم ، څه څه ، که که ،یا ،نه نه .)



۱ـ پیوسته غبرګغونډله د پرله پسې عطف وربط پواسطه سر ه :
پیوسته غبرګغونډله د پرله پسې عطف وربط (او) پواسطه جوړيږي او پدې ډول غونډلوکې واقعې او پیښې په یوه وخت کې پرله پسې واقع کېږي .لکه دا لاندې غونډلې :
۱ـ لږ وایه او ډير اوره .
۲ـ یو مړ کیده او بل یې لور غو ښتله .
۳ـ د بیهوښه پر مخ یې اوبه وراچولې او سترګې یې رڼې کړي .

تابع مرکبه غونډله
پخوا مو په پیوستو مرکبو غونډلو کې ولیدل چې له دوو ساده وو او متوازنو غونډلو څخه جوړې شوې وې او یوه یې بلې ته نه تابع کیدله خو په مرکبو تابع جملو کې یوه ساده جمله دبلې ساده جملې تابع کیږي او یا په بله وینا د ساده جملو ترمنځ د تابعیت مورفیمونه راوړل کیږي.
پدې ډول جملو کې یوه اساسي یا عمده خپلواکه او غونډله بلل کیږي او بله تابع (ناخپلواکه ) یاد تړنې جمله وي چې دعمده جملې تابع وي .
په مرکبو تابع غونډلو کې ساده غونډلې د(که ، چې، کله چې، ځکه چې، ترڅوچې، له دې کبله، ددې لپاره چې، څرنګه چې،) او دا ډول نورو عطف وربطونو یامورفیمونو پواسطه یوه دبل تابع ګرځي .
په تابع مرکبه غونډله کې کیدای شي عمده او تابع غونډله دمرکبې غونډلې په سر ، مینځ او پای کې راشي .
د تابع مرکبو جملو د پیژندلو لپاره لاندې غونډلې په غور سره وګورﺉ:
۱ـ داسې کتاب اخلم چې ستا خوښ وي .
۲ـ د چا ور مه وهه په نوک ترڅودې ور ونه وهل شي په سوک .
۳ـ زه چې له سفره راغلم مور مې له ډيرې خوښۍ په جاموکې نه ځاییدله .
په پورته لومړۍ غونډله کې لومړی ساده غونډله عمده او اساسي اودوهمه ساده غونډله د (چې) د عطف وربط پواسطه تابع غونډله ګرځیدلې ده .
په دوهمه غونډله کې لومړی ساده غونډله عمده او اساسي اودوهمه ساده غونډله تابع غونډله ده چې د(ترڅو) دمورفیمونو یا عطف وربطونو پواسطه دلومړۍ ساده غونډلې تابع ګرځیدلې ده.په دریمه مرکبه تابع غونډله کې لومړۍ ساده غونډله تابع او دوهمه ساده غونډله عمده ده چې د(چې ) پواسطه لومړی ددوهمې ساده عمده غونډلې تابع شویده.

عمده اوتابع غونډلې
دا چې دمخه مود عمده او تابع غونډلو یادونه وکړه دلته لازمه بولم چې پدغه عمده اوتابع غونډلو یو څه رڼا واچوم .

عمده او اساسي غونډله:
په هغو غونډلو کې چې اساسي فکر افاده کیږي عمده غونډله بلل کیږي او داچې عمده غوندله تابع د ځان تابع کوي نو تابع کوونکې هم بلل کیږي

پیرو او تابع غوندله :
تابع او پیرو غونډله و هغې غونډلې ته ویل کیږي چې ټوله عمده غونډله یاد هغې یوه برخه د ځینو اړخونو له مخې څرګندوي .
او دا غونډله دتابعت دعطف وربطونو یا مورفیمونو پواسطه د عمده غونډلې تابع کیږي نوتابع شوې غونډله هم بلل کېږي .
اوس ددې لپاره چې په یوه مرکبه غونډله کې اساسي اوعمده غونډله او همدارنګه ددې غونډلې پیرو او تابع برخه وپیژنې نولاندې غونډلې په غور سره وګورﺉ:
۱ـ هارون روغتون ته لاړ چې ډاکټر یې معاینه کړي.
۲ـ له دې کبله چې هوښیار او ښه سړی دی دهر چا خوښیږي .
۳ـ دی زیار باسي تر څو اول نمبر شي .
په پورتنې لومړۍ مرکبه تابع غونډله کې (هارون رغتون ته لاړ) عمده غونډله بلل کیږي چې دمرکبې غونډلې په سر کې راغلې ده اود (چې ) دعطف وربط یا اړیکوییکی پواسطه تابع غونډله (ډاکټر یې معاینه کړي ) دځان تابع ګرځولې ده .په دوهمه تابع غونډله کې (دهر چا خوښیږي ) عمده ساده غونډله ده چې دې (له دې کبله) اړیکوییکو په وسیله یې (هوښیار او ښه سړی دی) غونډله د ځان تابع ګرځولې ده او همدا تابع غونډله هم ده ،
په دریمه تابع مرکبه غونډله کې (دی زیار باسي) عمده غونډله ده چې د مرکبې غونډلې په سر کې راغلې ده او د (ترڅو) د عطف وربط پواسطه یې (ترڅو اول نمبر بریالی شي ) تابع جمله ېې دځان تابع ګرځولې ده .

یاودونه:
که څه هم داډله ګرامر پوهانو نورې ټولې غونډلې د تابع مرکبو غونډلو تر عنوان لاندې راوړې دي او دتابع مرکبې غونډلې تابع ساده غونډله یې یا د تابع په نامه نومولې اویا یې هم دمعترضه په نوم یاده کړې ده .
حال داچې معترضه جمله ځان ته اصول او قواعد لري که دا برخه دجملې ویستل شي په اصلي جمله کوم اغیز نه کوي .

۲ـپيوسته غبرګغونډلې دخلافي عطف وربط (اړیکوییکو) پواسطه سره :
خلافي عطف وربط لکه څنګه چې له نوم څخه څرګندیږي هغه ساده غونډلې سره نښلوي چې مفهوم ېې یو دبل سره تو پیر ولري یا یوه دبلې په مقابل کې ودریږي .لکه دالاندې غونډلې :
۱ـ ته جسمآ دلته یې خو فکر دی بل چیرې دی .
۲ـ دی په خوله یو څه وایې لیکن په زړه یې بل څه وي.

۳ـ پیوستې غبرګغونډلې دجدایې یا جلاوالي عطف وربط پواسطه سره :
په دې ډول غونډلو کې ساده غونډلې د جلاوالې دعطف وربط پواسطه سره یو ځای کیږي او پیوستې مرکبې جملې جوړوي .لکه دا لاندې غونډلې:
۱ـ څه توره تیره وه څه انا ورسته وه .
۲ـ یا زه نه پوهیږم یا یې ته غلط وایې.
یادونه: کله کله کیدای شي دوه سا ده غونډلې بې له کوم اړیکوییکی د کامې (،) پواسطه غبرګغونډله جوړه کړي او یا یې تر مینځ هیڅ اړیکوییکي نه وي .لکه دالاندې غونډلې:
۱ـ واوره ورو ورو وریده ، هوا هم کراره کرارسړیده .
۲ـ باد میوې راتویولې ، کوچني زر زر ټولولې .
که څه هم پدې ډول غونډلو کې (او) رتلای شي خو حذف شوی دی .د ښاغلي او فاضل استاد پوهاند دکتور مجاور احمد زیار په وینا تابع غبرګغونډلې داړېکوییکو د ډولونو له مخې ډول ډول نومولی شو ، خوڅرنګه چې د پیوستې مرکبې غونډلې اوتابع مرکبې غونډلې څه برخې مو دمخه ولوستلې دپاتې ډولونو یې په لاندې ډول یادونه کوو:

۳ـ اړوتې یا شرطي غبرګغونډله :
اړوتې یا شرطي غبرګغونډله هغې غونډلې ته ویل کیږي چې له دوو ساده غونډلو څخه جوړه وي او زیاتر ه لومړنې غونډله یې بې واکه (تابع) او دوهمه یې خپلواکه (عمده) وي . او دشرط د عطف وربط یا مورفیم پواسطه سره تړلې شوې وي . لکه دالاندې غونډلې:
۱ـ که ته راشي زه به درشم .
۲ـ که شمال نه وي ونه ، نه خوریږي .
۳ـ که علم زده کړې نو به عزت حاصل کړې.
په پورتنیو شرطي غونډلو کې د مرکبو غونډلو لومړۍ برخې بې واکه او دوهمې برخې خپلواکه دي او(که ) پکې د شرط عطف وربط یا وییکي یا مورفیم دی

۴ـ توسني یا علتي غبرګغونډله :
هغه غبرګغونډلې ته ویل کېږي چې دواړه یوستوې غونډلې یې دعلت یا توسن وییکو یامورفیمونو پواسطه سره پیوست او یا تړلې شوي وي .لکه دالاندې غونډلې :
۱ـ زه راغلم ځه چې تا بللی وم.
۲ـ خواري کوه چې بریالی شي .
په پورته لومړۍ غبرګه جمله کې لومړۍ ساده جمله معلول اودوهمه ساده جمله ېې علت بلل کیږي او په دوهمه غبرګه جمله کې لومړۍ ساده جمله علت اودوهمه ساده جمله معلول بلل کیږي او ( ځکه چې ، چې) پکې دعلت مورفیمونه یا عطف وربطونه دي .

۵ـ څرګندنۍ یا بیاني غبرګغونډله :
چې دویمه غونډله یې دلومړۍ غونډلې د څرګندتیا لپاره راغلې وي او د پوښتنې ځواب ووایې .ددغسې څرګندتیا د څرنګوالي له مخې دالاندې کوچني ډولونه دیادونې وړ دي:

۱ـ موخنه یامرامي څرګندنۍ غونډله :
چې په عمده یا خپلواکه غونډله کې راغلی مطلب په دوهمه څیرمه غونډله کې څرګند شي . لکه :
۱ـ مصطفی ایران ته لاړ ـ چې ځانته کار پیداکړي .
۲ـ زه راغلی یم چې تاووینم .

۲ـ مهالي څرګندنۍ غبرګغونډله:
چې لومړۍ تابع او بې واکه غونډله ددوهمې عمده اوخپلواکې غونډلې د څرګند کړي کار او پیښې وخت اومهال ښیې. لکه :
۱ـ چه ته راغلې ـ زه به لاړشم .
۲ـ کله چې ته راغلې ـ زه به لاړشم .
۳ـ زه به هله درشم ـ کله چې تاوغوښتم .
په پورته لومړۍ او دوهمه غبرګغونډله کې لومړۍ برخه یا لومړۍ ساده غونډلې بې واکه او په دریمه غونډله کې دوهمه ساده غونډله بې واکه او لومړۍ یې خپلواکه ده .

۳ـ توني یا د ځای څرګندنې غبرګغونډله:
هغه غونډلې ته ویل کیږي چې بیواکه یا تابع ساده غونډله یې د خپلواکې یا عمده غونډلې لپاره ځای وټاکي .لکه :
۱ـ چې له کومې راغلی یې ـ پرهماغه ځه.
۲ـ چیرې چې اوسې ـ په خوی به دهغو سې.
په پورته دواړو غبرګغونډلو کې لومړۍ ساده تابع غونډلې دي چې دغبرګغونډلې ددوهمې برخې دخپلواکو غونډلو لپاره یې د ځای څرګندونه کړېده .

۴ـ وګړیزه څرګندنۍ غبرګغونډله :
هغه غبرګغونډلې ته ویل کیږي چې په دواړو ساده غونډلو کې فاعل یا مفعول یو شخص یا وګړی وي . لکه :
۱ـ څوک چې خوب کوي ـ نر کټي به زیږوي
۲ـ ځې هغو خوارو ته جنت وګټوـ څوک چې له موره دوزخیان پیدا وي .
په پورته داوړو غبرګغونډلو کې فاعل او مفعول (کړند او کړي) دواړه وګړي دي چې لومړۍ غبرګغونډله کې لومړۍ ساده جمله تابع او بې واکه او په دوهمه غبرګغونډله کې دوهمه ساده غونډله بې واکه او لومړۍ خپلواکه او عمده جمله ده .
۵ـ څیزواله څرګندنۍ غبرګغونډله:
هغه غبرګغونډلې ته وایې چې داوړه ساده غونډلو کې فاعلین یا مفعولین یو څیز وي .لکه :
۱ـ څه چې کرې ـ هغه به ریبې.
۲ـ څه چې وي ـ هغه به وي .
چې په پورتنیو دواړو غبرګغونډلو کې لومړنۍ بې واکه او دوهمې یې خپلواکې دي . چې په لومړۍ کې فاعل او په دوهمه غبرګغونډله کې فعل راغلی او فاعل نه لري

۶ـ کړولې یا قیدي څرګندنۍ غبرګغونډله :
هغه غونډلې ته ویل کېږي چې دواړه ساده غونډلې یې قیدونه ولري .لکه :
۱ـ کله چې شپه پخیده ـ ورو ورو دباندې وتلم .
چې لومړۍ ساده غونډله خپلواکه او دوهمه بې واکه او داوړه قیدونه لري .

۷ـ پرتلیزه څرګندنۍ غبرګغونډله :
هغه غونډلې ته ویل کیږي چې ددواړو ساده غونډلو مبتداوې سره پرتله شوې وي .لکه :
‍۱ـ څنګه چې غر وي ـ هسې کربوړي .
۲ـ څنګه چې دیګ وي ـ هسې ټیپر .
په پورته دواړو غونډلو کې مبتداې پرتله شوې دي چې لومړۍ غونډلې تابع او دوهمې خپلواکې دي .
۸ـ متضاده څرګندنۍ غبرګغونډله :
هغه غبرګغونډلې ته ویل کیږي چې ددواړو ساده جملو مبتداوې متضادې یامتقابلې وي .لکه:
۱ـ سره لدې چې ناروغ وم ـ بیاهم پوهنځي ته لاړم.
۲ـ هغه چې ژوندی وي ـ مرګ هم لري .

۹ـ سرغاړې (منصرفه) څرګندنۍ غبرګغونډله :
هغه غبرګغونډلې ته ویل کیږي چې لومړۍ بېواکه یا تابع جمله ېې دلومړۍ خپلواکې یاعمده جملې څخه سر وغړوي اونور څه زیات څرګند کړي .لکه :
۱ـ څومره چې هارون ګرم دی ـ له هغې زیات مصطفی ګرم دی .
۲ـ چا چې خوړلې وه ـ هغوو بیا هم وخوړله.
۱۰ـ بشپړانده څرګندنۍ غبرګغونډله :
هغه غبرګغونډلې ته وایې چې دویمه بیواکه غونډله یې دلومړۍ خپلواکې غونډلې دمفهوم په بیشپړولوکې مرسته وکړي .لکه:
۱ـ دانسان استعدادونه پراخي کړي ـ چې په پوهه ژوند په واک ازادي کړي .
۲ـ پریتيمانو رحم پکار دی ـ ځکه چې دوی د رحم او شفقت وړ دي.
۳ـ خوشحال نه یواځې دقلم قهرمان دی ـ چې دتورې قهرمان هم دی

معترضه غونډله
دا چې څینو ګرامرپوهانو معترضه جمله هم په مرکبو یا غبرګغونډلو کې راوړې ده نو لدې امله مونږ هم دلته دهغې یادونه اړینه وبلله .

معترضه غونډله:
هغې غونډلې ته ویل کیږي چې د څه وضاحت او څرګندتیا لپاره یا کله کله ددوعایه په ډول د بلې غونډلې به منځ کې راوړل کیږي .که چیري دا غونډله له هغه بلې عمده غونډلې وایستل شي بیا هم عمده برخه هغه خپله مانا څرګندولای شي . معترضه غونډله د تل لپاره په قوسونو کې نیول کیږي .لکه پدې لاندې غونډلو کې :
۱ـ توریالی کاکا ( خدای دی خوشحاله لري ) ډیر ښه سړی دی .
۲ـ هارون ( چې د مالګې دکان لري ) ډیر ایمان داره سړی دی .
اوس ګورو چې پدې پورتنیو دواړو غونډلوکې :
۱ـ توریالی کاکا ډير ښه سړی دی .دا یوه ساده اصلي یا اساسي غونډله ده او ( خدای دی خوشحاله لري ) دامعترضه برخه ده که نه وی نو غونډله خپله مانا افاده کولای شي .
همدارنګه :
۲ـ هارون ډير ایمانداره سړی دی . دا اساسي ساده جمله ده که معترضه یا تابع برخه (چې دمالګې دکان لري) ترې لرې شي بیاهم اساسي برخه خپله مانا ساتلای شي .
کله کله داسي هم کیدای شي چې دیوې معترضه غونډلې په مینځ کې بله معترضه غونډله راشي نو پدې صورت کې دا غونډله داسي لیکل کیږي :
هغه [ چې د زړښت له کبله یې څه نه لیدل(خدای دی وبښي) ] له موټر سره د ټکر له امله مړ شو.



دتيربحث پوښتنې
۱ـ غبرګه یا مرکبه غونډله کومې غونډلې ته وایې؟
۲ـ دغبرګې او مرکبې غونډلې لفظي جوړښت څنګه دی؟
۳ـ دمانا او اړیکوییکو له مخې غبرګې غونډلې څو ډوله دي؟
په لاندې غبرګغونډلو کې هره یوه د خپلو ځانګړتیاوو له مخې ونوموﺉ؟
۴ـ رحمان بابا په خپلو اشعارو کې نه دچا مدحه کوي او نه یې هجوه وایي.
۵ـ له غرونو لویدلی ښه دی نه له زړونو لویدلی.
۶ـ بریالی کورته ولاړ،مور او پلار یې ولیدل او بیا بیرته خپلې دندې ته ستون شو .
۷ـ څه ژرنده پڅه ده څه غنم لانده دي.
۸ـ کله چې یوه ډله ولاړه شوه بله ډله په ډوډۍ کیښناسته .
۹ـ دی ناروغ دی مګر ماته تر اوسه چا څه نه دي ویلي .
۱۰ـ ای خدایه ! له مونږ څخه دا بې درده زړونه واخله .
۱۱ـ څه دی بې عقل وو او څه یې د شیطان ومنله .
۱۲ـ یا سبا ته ته دلته راشه یا دې ورور راولیږه .
۱۳ـ نه مې د چا مال خوړلی نه مې څوک وژلی دی .
۱۴ـ تورې به لالا وهي مړۍ به عبدالله وهې .
۱۵ـ هغه کتاب چې زه یې درته ښایم مطا لعه کوه.
‍۱۶ـ دوی ددې لپاره چې دنویو شیانو ننداره وکړي نندارتون ته لاړل.
۱۷ـ که زه راغلم خوښ به دې شم .
‍۱۸ـ دا چې تا بللی وم راغلم .
۱۹ـ زیار باسه چې بریالی شی.
۲۰ـ هغه ښار ته لاړ چې مزدوري ځان ته پیدا کړي.
۲۱ـ کله چې تا وغوښتم در به شم .
۲۲ـ چیرې چې بلل شوی یې هلته ځه .
۲۳ـ څه یې چې غوښتل هغه ور ورسیدل .
۲۴ـ چې لړي دې لړه یې .
۲۵ـ کار هغه کوه چې نورو ته پکې خیر وي .
۲۶ـ څنګه چې بوټی(ونه) وي هسې میوه .
۲۷ـ سره له دې چې معروف وي بیا هم راځي .
۲۸ـ چا چې مواد اخیستي ؤ بیا یې هم واخیستل .
۲۹ـ زه سبا (که خیروي) شینوارو ته ځم .
۳۰ـ دزمانې دا عادت دی چې زاړه شیان له کاره باسي .
۳۱ـ ترڅو چې ژوند دی پدې کې برکت له حرکت څخه دی .
۳۲ـ ښکاره ده چې ایمل خان او شیر خان د تورې قهرمانان ؤ.
۳۳ـ لازمه ده چې هر محصل خپل درسونه ښه زده کړي.
۳۴ـ ډاکټرانو به داویل چه وقایه تر تداوۍ ګټوره ده .
۳۵ـ هغه غوښتل چې نحوه ښه زده کړي .



دریم : ګډه (امیخته) غونډله
د ګډې (امیخته) غونډلې په هکله هم زمونږ د ګرامر پوهانو تر منځ دنظر یوالي نه لیدل کیږي .څوک یې یو ډول او څوک بل ډول را پیژني . ښاغلی پوهاند دکتور مجاور احمد زیار په خپل درسي کتاب (پښتو پښویه ) کې تر ګډې غونډلې دمخه یو عنوان د (ګډه غونډله ) په نامه راوړ ی دی او په دی کې ویلي دي :
«ګډه غونډله هغه غونډلې ته وایی چې په هغه کې له دوو نه زیاتې غونډلې پرله پیسې راغلې وي او څرګندونې یې سره یو له بله کوم ډول اړیکې او اړوندي ولري .پدې غونډله کې زیاتره یوه خپلواکه او نورې بیواکه وي .»
همدا فاضل استاد د همدې کتاب په (۲۳۰) مخ کې د پورته مطلب په ادامه لیکي :
«په ګړنۍ (محاوره وي) پښتو کې ګډې غونډلې زیاتره له دوه غبرګغونډلو څخه جوړې وي چې په دې ډول دواړو یوځای شوو غبرګغونډلو کې د آر او څرمه غونډلو شمیر یو پر یو وي .»لکه پدې لنډیو کې :
ښه دی چې سترګې دی وړې دي ــ که چیرې غټه وی خوړلی به دې ومه
یاره مې دکوټ زه د تيرا یم ــ ربه کوټ وران کړې چې جوړه تیراه له ځونه
چې همدا نظر محمدالله لطف د خپل کتاب (دستورزبان دری) په (۱۳۶) مخ کې لیکلي او ویلې دي : «جمله مرکب امیخته (مختلط) ان جمله راګویند که از جمله مرکب پیوست و جمله مرکب تابع ترکیب شده باشد . در جمله مرکب امیخته دو جمله ساده مستقل و یا یکی از انها بخود جمله معترضه یا تابع میګردند .باید دانست که جمله مختلط ګروه مستقیل نه بوده بلکی نوعی ازجمله مرکب میباشد .»
د پورتنیو دواړو ګرامر پوهانو تر مینځ داختلاف مهم ټکی داو چې ښاغلي محمدالله لطف مختلط او ګډه (امیخته) غونډله له یوې خوا په مرکبو غونډلو کې شامله بولي او له بلې خوا په امیخته مرکبه غونډله کې یوه برخه معترضه یا تابع بولي او دې ګډې جملې ته په کوم جلا بڼه قانع نه دی.
نورڅه علمي او بنسټیز اختلاف ددوی تر منځ دګډې غونډلې په اړوند نه لیدل کیږي .
اوس خبر دلته ده چې مونږ باید د فاضل استاد زیار صیب دا خبره ومنو چې ګډه او ګډله غبرګغونډله دوه بیل او جلا فورمونه دٍي .
باید دغونډلو په جولیز جوړښت کې دا توپیر ومنل شي او هره برخه تربیل عنوان لاندې وڅیړل شي نو که مونږ اوس دا کار په همدې ډول سرته ورسوو نو اړ یو چې دمخه دغونډ‌لو جولیز جوړښت او ویش ته تغیر ورکو او دا برخه په څلورو ډولونو وویشو او که چیرې دا کار وشي یا مونږ وکړو ښايي یا ممکن دکوم پوهاند تر اعتراض لاندې راشو .
په هر صورت دا چې یو ضرورت دی او مونږ هم دیته اړه لرو چې دا خبر سپینه کړو نو ځکه ګډه او ګډله غونډله ترجلا عنوانو لاندې څیړو .
اوس د ګډې غونډلې د څرګندتیا لپاره په هغو لنډیو رڼا واچو چې د مخه دمثال یا بیلګې په ډول راوړل شوې دي او وروسته به یې څو نور مثالونه هم وړاندې کړو .





لنډۍ:
ښه دی چې سترګې دی وړې دي ــ که چیرې غټې وای خوړلی به دې ومه
په لومړۍ لنډۍ کې لومړۍ مسره یوه غبرګغونډله یا مرکبه جمله ده چې عمده یا آره غونډله یې دمخه راغلې ده او تابع یاڅیرمه غونډله ورپسې ده ،په دوهمه مسره کې یوه بله غبرګغونډله یامرکبه جمله راغلې چې تابع یا څيرمه غونډله یې دمخه راغلې او عمده یا خپلواکه ورپسې راغله ده .او داچې په لومړۍ مسره کې دویمه تابع څیرمه غونډله د(چې ) د څرګندنې عطف وربط یا اړیکوییکی پیل شوې نو ټوله لومړۍ مسره یوه څرګندنې غبرګغونډله بلل کیږي .او داچې دویمه مسره کې لومړۍ څیرمه په آړ یا شرطي اړیکوییکو پیل شوې نو ټوله دوهمه مسره یوه شرطي یا اړوتې غبرګغونډله ده . څرنګه چې دواړه مسرې یاغبرګغونډلې په توسني اړیکوییکو (عطف وربط) څرګندیږي نویوه ګډه (آمیخته) غونډله جوړوي .ددې ډول غونډلو نورې بیلګې:
۱ـ هغه وخت چې زه راغلم پلار مې ویده ؤ خو مور مې ویښه وه ځکه چې ماته سترګې په لار وه .
۲ـ ما دخپل پلار څخه دنجارۍ کسب زده کړ، خو هغه کار زما له ذوق سره برابر نه ؤ ځکه چې ماد تعلیم سره مینه درلوده او غوښتل مې ښوونځی ولولم .
۳ـ هارون غوښتل چې خلکو سره مینه وکړي خو دمرستې توان یې نه درلوده او ورور یې چې توان درلوده له چاسره مرسته نه کوله .

څلورم: ګډلې یا مختلطه غونډله
ګډلې او مختلطه غونډله هغه ده چې دیوې یوستوې غونډلې په مینځ کې یوه یا زیاتې څيرمه یا نا خپلواکې غونډلې ورننوتې وي چې دغه راز څيرمه غونډلو ته منځپېښې (معترضه) غونډلې ویل کېږي .
ددې غونډلو جوړښت داسې دی چې د آرې یا خپلواکې تر مبتدا یا دهغې تر کومې بلې برخې وروسته دهماغه مبتدا په راتباط یوه یا زیاتې غونډلې په ناخپلواک او څیرمه ډول راشي او دآرې او خپلواکې غونډلې پاتې برخه تر ټولو پای ته راوځي.
که څه هم دا ډول غونډلې په ګړنې پښتو کې نه کارول کیږي او نه دومره ادبې وي زیاتره په غبرګغونډلو اړول کیږي .ددې غونډلو بیلګې په ګړنې او لیکنې پښتو کې په لاندې ډول دي:
۱ـ زه چې کورته ځم ـ رخصت اخلم .
۲ـ ځلمی چې پرون راغلی ؤـ ما ونه لید.
۳ـ ما هغه چې دا وروستی ځل کورته راغلی ؤ ونه لید.
۴ـ خوشحال خټک پخواتر دې چې ګوالیار کې بندي شي ـ له اورنګزیب سره په داسې میړانه ، چې ساری یې نه درلود ـ جنګ وکړ.
دا یوه دوه اړخیزه ګډلې غونډله ده چې په دې توګه د لومړۍ آرې یا خپلواکې غونډلې (خوشحال خټک له اورنګزیب سره په میړانه جنګ وکړ) په مینځ کې دوه مینځپېښې غونډلې راغلي دي چې لومړی یې ( په ګوالیار کې بندي شي ) مبتدا څرګندوي . چې (خوشحال خټک ) په ګوالیار کې بندي کیدل څرګندوي . او دویمه یې (ساری یې نه درلود) د خبر ( جنګ وکړ) یو کړول یا قید(په میړانه)څرګندوي .
پدې غونډله کې ګورو چې دمبتدا او خبر تر مینځ دوه نورې منځپېښي یا معترضه جملې راغلي دي . او دمبتدا او خبر ترمینځ یې فاصله زیاته کړیده.که اوس دا غونډله داسې ووایو چې :(دخوشحال خټک ـ پخوا تردې چې په ګوالیار کې بندي شي له اورنګزیب سره یې ـ پداسې میړانه جنګ وکړ چې (ساری یې نه درلود )نو به دافا صله د مبتدا او خبر په اساسي غونډله کې لږه را لنډه شي او هم به یې مبتدا اوخبر ترمینځ نږدیوالی راشي .



د پورته بحث پوښتنې
۱ـ ګډه غونډله کومې غونډلې ته وایې د مثال په واسطه یې څرګندکړﺉ؟
۲ـ ګډله غونډله کومې غونډلې ته وایې دمثال پواسطه څرګنده کړﺉ؟
په لاندې غونډلو کې ګډه او ګډلې غونډلې په نښه او ونوموﺉ
۱ـ نن مصطفی څه نا څه خفه ښکاریده څه یې په فکر ګرځیدل او هغه داوو چې یو کار پیدا کړي او څه پیسې لاس ته راوړي.
۲ـ زه یې چې غواړم نه شم کولای چې درس ولولم او هغه چې کولی شي نه یې لولي.
۳ـ هارون ماشومانو ته شعرونه وایې خوداسې فکر ونه کړي چې شعرونه یې طفلانه دي اولویانو ته خوند نه ورکوي.
۴ـ پروسږه کال ډیر واوره وریده او هغه سبب شوه چې دځمکو حاصل زیات شي اوخلک پرې هوسا شي .
۵ـ ما واوریدل چې دهغوی کور له پیښور څخه راغلی او اوس په ننګرهار کې اوسي او خپل کارو بار کوي .
۶ـ د کابل له ښاریانو څخه دامنیت په خاطر هیله کیږي چې د شپې ګرځیدنې بندیز په نظر کې ولري .
۷ـ زه سبا که دخدای (ج) رضا وه، څه واقعه پیښه نه شوه او لاره هم خلاصه وه کابل ته ځم.



اصطلاحات (فرازیالوژیکي واحدونه)

په پښتو ژبه کې ځیني ټاکلي ترکیبونه شته چې دا ترکیبونه بې له کوم تصرف کولو کارول کیږي او د ژبپوهنې په اصطلاح دغه ډول ترکیبونو ته فرازیالوژیکي ترکیبونه یا آیډیوم (Idioms ) وایې، چې په پښتو ژبه کې ورته فاضل استاد دکتور مجاوراحمد زیار د ګړنې یا اصطلاح لفظونه استعمال او کارولي دي .
دا ګړنې او اصطلاحات هغه واحدونه دي چې تعبیر یې دهر ملت او اولس دخپل ژوندانه د چاپیریال په خصوصیاتو (عنعنو ،دودونه ، اخلاقو، روحیاتو) پورې اړه لري .دا ګړنې نه یوازې په خبرو اترو کې کارول کیږي بلکې په لیکلي اثرونوکې هم ترې کار اخستل او په لیکنه کې لویه برخه لري . دابرخه که له یوې خوا لغوي ذخیره زیاتوي له بلې خوا ادبي خوند او رنګ هم لري .
په ژبه کې دغه ډول ترکیبونه ځانته جلا او بیل بیل خصوصیات او ځانګړتیاوې لري او په همدې اساس دا اصطلاحات دنحوې ترکیبونو څخه بیلیږي او فرازیولوژیکي ترکیبونو او اصطلاحاتو په نامه یادیږي .
داچې نحوي ترکیبونه دمخه څیړل شوي نو اوس به ګورو چې دغه ژبني اصطلاحات (Idioms ) برسیره پردې چې دسیمانټکس له پلوه څیړل کیږي نو په نحوي لحاظ یې څه ډول جوړښتونه بللي او په ژبه کې یې ارزښتونه څنګه ارزیابي کولای شو ؟
دا چې داډول ترکیبونه د ژبې خاص او ځانګړي عناصر دي او دډیرې اوږدې زمانې را پدیخوا مینځ ته راغلي او په هره ژبه کې ثابت حیثیت لري نویې جلا کول او تجزیه یو څه ګران کار دی.
دا اصطلاحات او ګړنې سمدلاسه په خبروکې نه جوړېږي بلکې زیاتره په جوړه شوي ډول د ویونکو په حافظه کې ساتل کیږي او دضرورت په وخت کې د مطلب د روښانولو لپاره ور څخه کار اخیستل کیږي .
له دې ترکیبونو او ګړنو څخه زیاتره وخت په مجازي اوکنایي مانا کاراخستل کیږي .
خودمخه تردې چې دداډول ترکیبونو بیلګې او مثالونه وړاندې کړود متل او اصطلاح په اساسي توپیر یو څه

رڼا واچوم .

نن سبا زمونږ د ژبې زیاترو لیکوالو اصطلاحات او متلونه سره یو کړي دي او اصطلاحاتو هم دمتلونو ځای نیولی دی او په زیاترو لیکلي کتابونوکې په همدې ډول څیړل شوي دي.
مګر که چیرې د خپلې ژبې په تاریخ یوه څه وړاندې نظر واچوؤ او غور پرې وکړو نو دابه راته څرګنده شي چې پخوا متلونه د اصطلاحاتو په څیر نه ؤ.بلکې دمتل په دواړو برخوکې به یوه څه هم غږي موجوده وه .لکه :
ژرنده که د پلار ده ــ هم په وار ده
چې وې غواړې په خوله ــ نو وبه یې خورې په څه
څه چې کرې ــ هغه به ریبې
خو نن سبا اصطلاحات هم په متلونو ګډ شوي دي او دمتلونو ځای یې نیولی دی .لکه :
ترکاڼي د بیزو کار نه دی
کوږ بار تر منزله نه رسیږي . یا داسې نور
دا ډول لفظي جوړښتونه پخوا اصطلاحات بلل کیدل ،ځکه چې په دې ډول لفظي جوړښتونو کې لومړۍ دوه برخي نه شته او دوهم دا چې هم غږي پدوی کې هیڅ ارزښت نه لري چې په همدې اساس دا هم اصطلاحات بلل کیږي .چې دډیر استعمال له مخه اوس دمتلونو په چوکاټ کې راغلي او معنوي ارزښتونه یې هم دومره زیات شوي چې دمتلونو ځای یې نیولی او دنورو متلونو په شان په ژبه کې کارول کیږي، خو کوم اصطلاحات چې دلته مونږ تر بحث لاندې نیولي داهم دهغه نورو اصطلاحاتو په شان ارزښت لري او ویونکی یې په همدې غرض ترې کار اخلي .
البته زما داخبره ښایي سل په سلو کې او س رښتیا نه او سي ځکه پدې اصطلاحاتو کې تر اوسه ټولې دمتل ځای ته ندي وررسیدلي.او دهمدغې اصطلاح په شکل په کار وړل کیږي.
چې زمونږ موخه اوهدف همدغه ډول اصطلاحات دي چې بیلګې یې دادي :
لور په لوټه اچول یا لور په لوټه تیره کول .
اوښ په بډه منډل ـ اوښ په بډه وهل.
چې پورته دواړې اصطلاحاګانې خپله مانا په مستقیمه توګه نه څرګندوي بلکې په دوهم مجازي مانا سره کارول کیږي .چې لومړی یې د چل فریب او غولولو په مانا استعمالیږي او دوهمه اصطلاح یې په واقعتونو دسترګو پټولو مانا لري اوهغه څوک چې نور غولوي او یا په ښکاره واقعیت سترګې پټوي نوخلک دادوه اصطلاحګانې ورته ددلیل اوملامتولو لپاره په خپلو خبرو کې ورته وایې .
دفرازیالوژیکي اصطلاحاتو (Idioms ) ځانګړتیاوې

فرازیولوژیکي اصطلاحات دا لاندې ځانګړتیاوي او خصوصیات لري :
۱ـ اصطلاحات ثابت ترکیبونه دي اوهره ځانګړې اصطلاح یوګډ مفهوم څرګندوي .
۲ـ له کومو الفاظو چې دا اصطلاحات جوړیږي هغه الفاظ او کلمې په دې ترکیب کې خپله مانا نه ورکوي یعنې که چیرې په خپله اصلي مانا دا کلمې مانا شي او یایې تجزیه وشي نو به دا اصطلاح خپله مانا بایلي اوهم به خپل مفهوم دلاسه ورکړي .
۳ـ زمونږ دمخكنۍ خبرې په تایید پدې برخه کې ځینې متلونه ،اصطلاحات اوحتی دځینو پوهانو خبرې هم راتلای شي .
۴ـ داډول اصطلاحات ټکی په ټکی ژباړل کیدای نه شي ځکه چې دلته الفاظ او کلمې په مجموع کې په خپلې اصلي مانا نه استعمالیږي .
۵ـ دیوې ژبې اصطلاحات د بلې ژبې سره توپیر لري ځکه چې د ژبو دویونکوکلچر او ژوند دود یو له بله توپیر سره لري .
۶ـ په ژبه کې داډول ترکیبونه او اصطلاحات له نورو ترکیبونو څخه په اسانۍ سره بیلدای شي ځکه چې ددې ترکیبونو خصوصیات له نورو ترکیبونو سره توپیر لري .
۷ـ ددې ډول اصطلاحاتو ګرامري خصوصیات هم د ژبې دنورو لغاتو او ترکیبونو په شان څیړل کیدای شي .
۸ـ دا ډول اصطلاحات کله کله دمکملو یا پوره او بشپړو جملوپه شان هم کارول کیدای شي .
فرازیولوژیکي اصطلاحاتو یوڅه نورې بیلګې دادي :
ـ په چپ اړخ پاڅیدل.
ـ دلستوڼې مار.
ـ دبوسو لاندې اوبه تیرول.
ـ زړه لویدل .
ـ زړه سړول.
ـ ابۍ مړه شوه تبه یې وشلیده .
ـ سپین سترګي کول.
ـ توراو سپین کیدل.
ـ مخ توریدل.
ـ له خوشحالۍ نه په جاموکې نه ځاییدل .
ـ نوک اوروۍ.
ـ لاس وینځل.
ـ زړه ماتیدل .
ـ پګړۍ له سره لویدل ،
ـ او به خړول.
ـ په سترګو کې خاورې اچول .
اوداسې نور.

دتیر بحث پوښتنې
۱ـ دمتل او اصطلاح توپیر دمثالو په واسطه څرګند کړﺉ؟
۲ـ فرازیولوژیکي اصطلاحات کوم خصوصیات اوخانګړتیاوې لري ؟
۳ـ اصطلاحات دڅه غرض لپاره استعمالیږي ؟
په لاندینو مثالونوکې متلونه او ا صطلاحات سره بیل کړﺉ:
۱ـ چې غواړې پرې واوړې.
۲ـ پوره ورک دې کړل دوه کوره .
۳ـ لاس په زنې کیښناستل .
۴ـ لږ خوره تل خوره .
۵ـ نوی لاس لرل.
۶ـ غاښونه چیچل .
۷ـ لاسونه مروړل.
۸ـ خاورې په خوله کیدل .
۹ـ آسمان په غونډارو ویشتل .
۱۰ـ دکبر کاسه نسکوره ده .
۱۱ـ سر تندی وهل .
۱۲ـ اوبه په ډانګ بیلول .
۱۳ـ خپله ژبه هم کلا ده هم بلا.
۱۴ـ مه کوه په چا ، چې وبه شي په تا .
۱۵ـ ترځان غټې خبرې کول .





د پښتو غونډلو شننه او تجزیه

کله که مونږ وغواړو چې یوه پښتو غونډله په بنستیز ډول یعنې د لفظي اومعنوي جوړښت له مخې وشنو یا تجزیه کړو نو اړینه ده چې لومړی دلوې غونډلې دجوړښت مورفیمونه او کلمې تر غور لاندې ونیسو کله چې دا برخه پوره څرګنده او واضح شوه وروسته له هغې به دغونډلې نحوي جوړښتونه وګورو او غونډله به دخپلو نحوي ځانګړتیاوو له مخې تر څيړنې لاندې راولو.تر څو ښاغلي محصلین وکولای شي دغونډلو شننه او تجزیه په بشپړډول ترسره کړي او لارې چارې په ښه ډول زده کړي .
دغونډلو کومه شننه او تجزیه چې مونږ دلته کارولې هغه په همدې اصولو ولاړه ده یعنې مونږ کوښښ کړی چې لومړی د غونډلو مورفیمونه او کلمې په نښه او ونوموو او بیایې نحوي څانګړتیاوي .


ګورﺉ:


د بیلګو په ډول لاندې غونډلې به غور سره وګورﺉ:

1 ـ زه ځم
ضمیر فعل
شخصي یوګړی
متلکم فاعل لازمي معلوم
یوګړی حال زمانه
مبتدا فعلي خبر
مبتدا پیروبرخه
فعلي خبر
ساده



۲ـ هارون کتاب لولي
نوم نوم فعل
فاعل مفعول یوګړی
یوګړی نارینه یوګړی نارینه
متعدي معلوم
ځانګړی نوم ټولنوم نوم حال
ساده ساده
ساده



ټوله غونډله ساده یا مفرده ګړواله او بیانیه ده ټوله غونډله ساده یا مفرده تفصیلي کړواله او بیانیه ده .
دمخه مو ساده یا مفرده کړواله او ساده تفصیلي کړواله بیاني غونډلې تجزیه او وشنلې دلته به څو جزلرونکې ساده نومواله او کړواله غونډله تر غور لاندې ونیسو .
۳ـ مڼې ،انګوراو نوري خوږي میوې په کندهار کې ډیرې دي .
مڼې : ټول نوم ــ ښځینه
انګور: ټول نوم ــ نارینه
او : عطف وربط ــ پیوستونکی
نورې: نومڅری ــ ناټیک ــ ډيرګړی
خوږې: ستای نوم ــ آرستاینوم
میوې :ټول نوم ــ ښځینه
په : عطف وربط ــ نا خپلواک مورفیم
کندهار: ځانګړی نوم ــ نارینه ــ مفردنوم
کې : عطف وربط ــ .
ډیرې : ستای نوم ــ عددي ستاینوم
دي : نیمګړی فعل ــ .
په پورته جمله کې (مڼې ، انګور،نورې) خوږې میوې په کندهار کې ډیرې دي
مورفیمونه څو جز لرونکې مبتدا ده ټاکونکی دی مکانې قید نومیز خبر دی

ټوله غونډله ساده یا مفرد ، نومواله او بیانیه ده .
۴ـ
زه :نومځری ــ متکلم ــ ځانګړی ــ فاعل
ته: نومځری ــ مخاطب ــ ځانګړی ــ فاعل
او: عطف وربط ــ پیوستوونکی
هغه: نومځری ــ غایب ــ ځانګړی ــ فاعل
درې: شمرنوم ــ جمع ــ آرشمیر
واړه: نومځری ــ مبهم
یو: شمیرنوم ــ آرشمیر
ځای: نوم ــ مکانې
ډوډۍ: نوم ــ ټول یا عام نوم ــ بشپړوونکی
خورو: فعل ــ متعدی ــ ډیرګړی
په پورته غونډله کې (زه ،ته ،هغه) درې واړه یوځای ډوډۍ خورو
څوجز لرونکی مبتدا او فاعلي حالت لري ټاکونکی دی قیدمکاندی فعلي خبردی
پیروی برخه پیروی برخه
ټوله غونډله ساده یا مفرده کړواله او بیانیه ده .
داچې دمخه مو دساده یا بسیطو او مفردو غونډلو شننه او تجزیه ولیده او څه نا څه پرې وپوهیدو نو اوس به غبرګه اومرکبه غونډله تر غور لاندې ونیسو .خو دلته به لومړی پیوسته بیا تابع او ورپسې هغه غبرګه غونډله وڅیړو چې اړیکوییکي یا عطف وربط نه لري او یا د (،) په واسطه او یا دمعنوي اړیکو له مخې یې ساده غونډلې سره تړل کیږي .
۵ـ ښوونکي کتابونه راوړل او زده کوونکو ته یې ورکړل .
ښوونکي:ټول نوم ــ نارینه ــ مغیره ــ یوګړی ــ فاعل مبتدا
کتابونه: ټول نوم ــ نارینه ــ ډیرګړی ــ ټاکونکی
راوړل: فعل ــ متعدي ــ ډیرګړی ــ معلوم فعل ــ خبر
او : اړیکوییکي ــ پیوستوونکی
زده کوونکو: ټول نوم ــ مغیره ــ ډیرګړی ــ بشپړوونکی مبتدا
ته: عطف وربط ــ ناخپلواک مورفیم
یې: نومځری ــ نا خپلواک ــ اضافي ــ ډبرګړي
ورکړل: فعل ــ مطلقه ــ تبره زمانه ــ ډیرګړي خبر
ټوله نوموړې غونډله یوستوې کړواله بیانیه ده ( او ) اړیکوییکي دي او ټوله دوهمه یوستوې غونډله کړواله بیانیه ده . او په پورته غبرګه جمله کې لیدل کیږي چې له دوه یوستوو اومفردو غونډلو څخه جوړه ده او دواړه غونډلې د (او) دپیوستونکي عطف وربط (اړیکوییکو) پواسطه سره تړل شوي دي ددې غبرګغونډلې لومړې یوستوې غونډله یو مبتدا او یو خبر لري اودوهمه یوستوې غونډله یې هم یو مبتدا او یو خبر لري .چې که دواړه یوستوې غونډلې سره یوځای کړو یوه غبرګه یا مرکبه غونډله جوړوي چې دوه مبتداوې او دوه خبره به ولري نو ځکه ورته غبرګغونډله یا مرکبه غونډله وایو .

غبرګه تابع غونډله
په پیوستو مرکبو غونډلو کې مو ولیدل چې یوه یوستوې غونډله بلې ته نه تابع کیدله مګر په غبرګه تابع غونډله کې یوه یوستوې غونډله دبلې یوستوې غونډلې تابع وي او ددواړ یوستوو غونډلو ترمنځ د تابعیت اړیکوییکي راځي .پدې غونډلو کې یوه آره یا خپلواکه او عمده وي او بلې یې بېواکه یاتړنې غونډله وي .لکه دا لاندې غبرګغونډله :
۶ـ هغه کابل ته لاړ چې خپل ورور وویني .
هغه: نومځری ــ اشاري ــ غایب نارینه ــ یوګړی ــ فاعل ــ ساده مبتدا
کابل: ټول نوم ــ ځانګړی ــ نارینه ــ یوګړی ــ ټاکونکی ــ پیروبرخه
ته : عطف وربط
لاړ: فعل ــ یوګړی ــ معلوم ــ لازمي ــ مطلقه ــ ساده خبر
چې: اړیکوییکي ــ تابعت لپاره
خپل: نومځری ــ اشتراکي ــ . ــ ساده مبتدا
ورور: نوم ــ ټول نوم ــ یوګړی ــ بشپړوونکی ــ پیرو برخه
وویني: فعل ــ مطقه ــ یوګړی ــ ساده خبر
په پورته غبرګغونډله کې لومړۍ ساده غونډله خپلواکه یا عمده غونډله ده یوه مبتدا او یو خبر لري ، په دوهمه ساده غونډله کې (خپل ورور ) مبتدا او ( وویني ) خبر دی .
او (چې) اړیکوییکې دي .
ټوله غونډله مرکبه او دوه مبتداوې او هم دوه خبره لري . غونډله کړواله ده او په ځانګړې ډول لومړې ساده غونډله خپلواکه ، بیاني او دوهمه یې د مقصد ساده غونډله ده چې د (چې) تابع اړیکوییکي په واسطه دوهمه ، ساده غونډله د لومړۍ ساده غونډلې تابع شوې ده .

مرکبه یا غبرګه غونډله بې له عطف وربط څخه
ځینې غبرګې غونډلې شته چې یوستوې یا ساده جملې یې بې له کوم عطف وربط څخه سره تړل کیږي او غبرګه غونډله جوړوي .لکه دالاندې غبرګغونډله :
اوړه یو موټې نه لري تنور یې په بام جوړ کړي دي
۷ـ اغونده ګډله له پوره څخه ځغله
اغونده:فعل ــ حال جاري ــ امر دی ــ یوګړی ــ ساده خبر
ګډله: ښځینه نوم ــ ټول نوم ــ یوګړی ــ ساده مبتدا
له: عطف وربط
پوره: نوم ــ ټول نوم ــ نارینه ــ ساده مبتدا
څخه: عطف وربط
ځغله:فعل ــ امردی ـــ جاری حال ـــ ساده خبر
په پورتنې غبرګغونډله کې ګورو چې دوه ساده جملې بې له اړیکوییکي څخه یو ځای شوي اودواړه د امر ساده جملې دې اوهره ساده امري جمله مبتدا او خبر لري .
یادونه:ـ ځینې ګرامر پوهان وایې چې ددې ساده جملوترمینځ باید(،) کامه راوړل شي .
تابع غونډله بې له اړیکوییکی څخه
په پښتو ژبه کې ځینې داسې تابع غبرګغونډلې شته چې له دوو سادوو یا یوستوو غونډلو څخه جوړې شوي دي خو ددواړو یوستوو غونډلو ترمنځ یې اړیکوییکي نشته او په اسانۍ سره یې خپلواکه یا عمده غونډله او تابع غونډله سره جلا او پیژندل کیدای نه شي .
مګر د ګرامر ځینو پوهانو ددې غونډلو د پیژندلو لپاره دوه لارې ټاکلي دي یابه یې دمعنوي ارتباط له مخې بیلوې او یا به ېې د پوښتنې او ځواب په بڼه اړوې او له هغې وروسته به یې خپلواکه او عمده برخه د بیواکې یا تابع برخې څخه جلا کوﺉ . لکه دالاندې غونډلې:
۱ـ درې ورځې دمخه یې لیدلای ؤ له پلاره سره یې سپین سترګي کوله.
۲ـ ډاکټران دنده لري د زړه له کومې د رنځورانو خدمت وکړي .


ـ درې ورځې دمخه یې لیدلی ؤ
ـ ډاکټران دنده لري



څه شي ؟
څه ډول ؟



[دا عمده یا خپلواکې غونډلې دي .]
ـ له پلارسره یې سپین سترګي کوله
ـ دزړه له کومې د رنځورانو خدمت وکړي
[دا تابع غونډلې دي ]
چې په همدې ترتیب یې نورې بیلګې او نومونې هم ترڅيړنې لاندې نیولی شو .
او س که غواړو دا ډول تابع غبرګغونډلې چې اړیکوییکي نه لري تجزیه کړو نو به په لاندې ډول دهغې د تجزې امکانات برابر شي .
۸ـ درې ورځې دمخه یې لیدلی ؤ دپلار سره یې سپین سترګي کوله .
درې: آرشمیر نوم ـــ ډیرګړی لپاره
ورځې: نوم ــ ټول نوم ــ ډیرګړی لپاره
دمخه: قید ــ زماني
یې: نومځری ــ یوګړی ــ نا خپلواک
لیدلی: فعل ــ یوګړی ــ خبر
ؤ: یوګړی ــ لیرې تیره زمانه
له: عطف وربط
پلار: یوګړی ــ ټول نوم ــ بشپړوونکی
سره: عطف وربط.
یې: نومځری ــ یوګړی ناخپلواک
سپین سترګی ـ ستاینوم + نوم = مرکب نوم ـ فاعلي حالت
کوله: فعل ــ متعدي ــ جاري
په پورته غبرګه تابع غونډله کې دوه یوستوې غونډلې شته چې لومړې ساده غونډله خپلواکه یا عمده او دوهمه یې تابع یا نا خپلواکه ده .
په لومړۍ غونډله کې
درې ورځې = ترکیبي مبتدا
لیدلی ؤ=ترکیبي خبر
دمخه یې = پیرو برخه
په دوهمه ساده غونډله کې
له پلارسره = مبتدا ترکیبي
سپین سترګې کوله = ترکیبي خبر





اخځلیکونه
۱ـ زیار،مجاور احمد،پوهاند دوکتور ، پښتو پښویه ، د ژبو او ادبیاتو پوهنځی ،کابل ۱۳۶۲ل ل کال
۲ـ هلالي عبدالحکیم ، سر څیړونکی ، د پښتو ژبې فونولوژي ، د افغانستان د علومو اکادمي ، د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتوت ، کابل ۱۳۷۰ ل ل کال
۳ـ خانلري پرویز ناتل . د ستور زبان فارسي ، زبان وادبیات فارسي ، انتشارات بنیاد فرهنګ ایران ۱۳۵۲.
۴ـ خټک راج ولي شاه ، د پښتو نوې املا ، پښتو اکادمي پښور یونیورسټي ، ۱۹۹۱ ز کال
۵ـ حمیدی عبدالحبیب، دستور زبان دري، د پوهنې وزارت، کابل سال ۱۳۴۷ ل ل .
۶ـ بخاري سید خیال، د پښتو صرف ونحو، یونیورسټي یک اجنسي پیښور ۱۹۸۳ ز کال .
۷ـ رښتین زیور زرغونه، پوهندوى ډاکټر، پښتو نحوه،کابل پوهنتون، ادبیاتوپوهنځی ،۱۳۶۶ ل ل کال
۸ـ ایازی محمد اعظم ، د پښتو نحوه ، د پوهنې وزارت ، د کابل عمومي مطبعه ،۱۳۲۷ ل ل کال.
۹ـ هاشمي سید محی الدین ، څيړونکی ، د پښتو ژبې لنډ ګرامر (صرف و نحو) ، الازهر خپروندیه موسیسه ، پیښور ، ۱۳۸۳ ل ل کال
۱۰ـ غزنوي سنا محمد اکبر، دستور زبان دري ،کابل ، ۱۳۸۱ ل ل کال.
۱۱ـ رښتین پوهاند صدیق الله، ژبښودنه ، پښتو ټولنه کابل ،۱۳۴۱ ل ل کال
۱۲ـ لطف محمدالله ، دستور زبان دري
۱۳ـ یمین محمد حسین پوهاند دکتور ، دستور معاصر زبان فارسي دري ، پوهنځی زبان وادبیات ، پوهنتون کابل ۱۳۸۲ ل ل کال
۱۴ـ شیرزاد محمد اقا، دنومځرو نحوي حالتونه، دماستری تیزس، ۱۳۶۶ ل ل کال .











 

Add comment

Security code
Refresh