ترهګرې ډلې د ټاکنو د ګډوډولو هڅه کوي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

افغان حکومت او ځینې چارواکي وایي د طالبانو د بریدونو د زیاتوالي اصلي لامل د راروانو ټاکنو ګډوډول او د خلکو په منځ کې وېره او ترهه خپرول دي چي په ټاکنو کې برخه وانخلي.

د هیواد په ځینو برخو په خاص ډول کابل او ننګرهار کې د ترورستي ډلو او هیواد د دښمنانو پرلپسې بریدونه د ټاکنو د مخنیوي په موخه کېږي،چې وسلوالو طالبانو لا له وړاندې د افغانستان د جمهوري ریاست  انتخاباتو د ګډوډولو اعلان کړی یې،خو له دې هر څه سره سره افغان حکومت ډاډ څرګندوي چې ټاکنې به ترسره کوي او په ټول هیواد کې امنیتي چارې سنبالوي. 

له ۲۰۰۱ کال را وروسته طالبان چې د افغان او امریکایي چارواکو په وینا د پاکستان کلک ملاتړ هم ورسره دی په افغانستان کې د افغان حکومت او بهرنیانو په ضد جنګېږي د داعش ډله هم له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهال وېش له اعلان او ځواکونو د شمېر له کموالي وروسته را ډېره شوه دغه دواړه د جنګ دوه لویي ښکیلې غاړې دي چې په افغان او بهرنیو ځواکونو او تاسیساتو باندې ځانمزګي او نور بریدونه کوي.

د طالبانو د بریدونو د ډېرېدو یو علت دا هم کېدای شي چې زمونږ ځینې ادارې او چارواکي د ټاکنو په تیاریو بوخت دي چې طالبان هم له همدې موقع ګټه څخه اخلي دوی پر هغو ځایونو بریدونه کوي چې د دوی قوت وښیي او اغېزناک وي، دوی غواړي چې له دغې لارې په نړۍ کې  مطبوعاتو د سر خبرونه د ځان په ګټه جوړ کړي.

د طالبانو او داعش جګړه مارانو وروستي بریدونه د افغان ځواکونو او استخباراتي ادارو د وړتیا او د افغانستان د جنګ د ګټلو په اړه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تګلارې په اړه شکونه او پوښتنې پیدا کړي دي، طالبان او داعش د افغان حکومت نسکورول او له افغانستان څخه بهرنیو ځواکونو وتل غواړي.

په واشنګټن کې د ویلسن په انسټیټوټ کې د اسیا د چارو کارپوه مایکل کوکلمن بیا وایي چې د طالبانو د بریدنو د زیاتوالي یو علت د کابل ښار په ګډون په لویو ښارنو کې د امنیتي تدابیرو کموالی او استخباراتي معلوماتو د راټولو کمزوری ظرفیت دی هغه په دې باور دی چې طالبان له دغو فرصتونو څخه ګټه اخلي او بریدونه کوي.

د طالبانو د بریدونو د زیاتوالي یو بل لامل د افغانستان د ملي یووالي په حکومت کې د واک سیاسي وېش بلل کېږي چې د۲۰۱۴ کال له ټاکنو وروسته د ښاغلی محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ  وویشل شو چې  د ډېرو په باور د واک داسې وېش په حکومت کې دننه بې اعتمادي جوړه کړي او داسې نه ښکاري چې د حکومت ډېرې ادارې دې یوه خوله وي،دغه په خپله د حکومت مشروعیت ته زیان رسوي چې د طالبانو لپاره هم بری بلل کېږي.

په افغانستان کې د روانې جګړې یو لوی علت ځینې پردۍ پالې او مافیايي کړۍ او ډلې هم کېدای شي چې له بده مرغه د نورو لپاره کار کوي او د هیواد په ناامنیو کې خپلې ګټې خوندي ویني، دوی د ګاونډیانو استخباراتي ادارو په مرسته ځانمرګي بریدګر کابل ښار ته داخلوي.

د دغو ټولو تهدیدونو او خطرونو باوجود د هېواد مېړني امنیتي او دفاعي ځواکونه د ترهګرو او وسله والو طالبانو پر وړاندې په مېړانه جنګېږي. هغوی یې د جګړې په ډګر کې مات کړي او له همدې امله یې خپل ترهګریز فعالیتونه په ښارونو متمرکز کړي، تر څو په خلکو کې وېره، نهیلي او بې باوري خپره کړي.