ډاکټر تورپيکۍ الم

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

{slide= ښځه} ربه زه خو هم انسان يم
هم ادم زما ابا دى
او حوا مې ده ادکه
ولې دې لويه دنيا کې
ځاى مې نشته دى په ځمکه
د پايښت د راز کيسه يم
د ژوندن دبڼ حصه يم
سراسر خوند او مزه يم
د خوښيو پرښته يم
ولې دې لويه دنيا کې
ځاى مې نشته دى په ځمکه
ربه زه خو هم انسان يم
دا با کور کې سوالګره
د ميړه کور کې نوکره
يم له کور بهر تورسره
تل د خپل هويت ټولګره
اوس نو سوچ ښه په دې وکړه
څومره يم زه بې ضرره
ولې دې لويه دنيا کې
ځاى مې نشته دى په ځمکه
ربه زه خو هم انسان يم
بشريت کتار کې مور يم
د پښتون د کاله خور يم
کور کټوى ته برغول يم
يو کالبد د تش انځوريم
تړل شوى په دستور يم
ولې دې لويه دنيا کې
ځاى مې نشته دى په ځمکه
ربه زه خو هم انسان يم
که ګناه زما د ورور وي
جرګه ناسته زمونږ په کور وي
فيصله په بد دستور وي
زما عمر سور تنور وي
چې مې خواښې او خسر وي
يامې بنه او لېور وي
ولې دې لويه دنيا کې
ځاى مې نشته دى په ځمکه
ربه زه خو هم انسان يم
د ناموس په نوم ياديږم
خو حيوان په دود خرڅيږم
انسانيت نه بهر کېږم
بې ګناه تل رټل کيږم
په تبى درول کيږم
د ناخوالو سمندر کې
ښه پوهيږم چې ډوبيږم
ولې دې لويه دنياکې
ځاى مې نشته دى په ځمکه
ربه زه خو هم انسان يم
د شاعر غزل مصرع يم
د پتنګ د عشق شغله يم
د پښتون د سر شمله يم
ډوبه لا په خپل خوله يم
ربه زه خو هم انسان يم
هم ادم زما ابا دى
هم حوا مې ده ادکه
ولې دې لويه دنيا کې
ځاى زما نشته دى په ځمکه



روهي ادبي او علمي ټولنه
کابل
www.srohi.com
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ. {/slide}