عظيم جان كاكړ

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

{slide=غم اوخوشحالي}
شـپه دوصلت راغـلـه مـگرتـيره سوه
غـم اوخوشـحالي پـرما چاپـيره سوه

دوست مي وې چـلونـه دغـليم کوې
ځکه مې لـه داسي خلگو وېـره سوه

کلـه چي واصل سـومـه پـه مينه کي
هغه دهـجران دوره مي هـېره سوه

رابـه سـي زمـابـه سـي پـخلابه سي
داسـي تــلـوسـه راسـره ډېـره سوه

تـه چي دعظـيمه څخه سـوې جـدا
(کـاکړ)بانـدي غـمونـه بـرسېره سوه

{/slide}

{slide=ځانمرگى}
يـــتيم مـاشــوم يــمـه اغـا مـې لا ړی
ځـانــمرګـی بـريـدوسـؤبابامـې لاړی

چي زه پري ډيرزيات نازيدمه هميش
اوس يم زهـيرنـازد پـه خوامې لاړی

داچـی لار ورکی بـي مـــنزلـه اوسـم
هــــغـه دلاري رهــنـــمـــامـې لاړى

پــه کومه هېله به اوس ژوند تــېروم
چـی ښـه راتـلونـکی دسـبامې لاړى

عظيمه نه مې شته ژوندون كي خوښي
كــاكـړه هــــــوس دپـــخـوامـې لاړى.

{/slide}

{slide=دزړه پرهار}
راســه وگــوره دزړه مـې پــرهـارونــه
مالگه مه شـينده پري كښيږده ملهمونـه

سخت رنـځوريـمه دمـيني نه جوړيږم
درمـل نــه كـړم پـه كارماتـه وصلتونه

پـرښكلابـاندي خوهرڅوك مين كيږي
زمـاخوښيږي دبدرنگ جانان خويونه

داته نه يې،داته نه يې مـجـرم زه يــم
مــاچــي تـــالـــره درلودل امـيدونـه

عظـيم نـه كړم دوفـاطــمعـه دښــكـلو
مـا(كا كړ)يـې دي لــيدلي ډيــرچلونـه

{/slide}

{slide=سپرلى ځواني}
مــيـنه لــرم ســـتاســره جــفا مــکـړه
مـه مـې ځــوروه ظـلم پـر مـا مــکـړه

زه دي دوصــلت پـه هــيلـه اوســمـه
تــه راتـــه دهــجـرخــبربــيا مـــکـړه

داسپرلى ځواني به دي خزان يوسي
ډيـرغـرورپـه حـسن اوښـکـلامــکـړه

راشه همدا اوس دي ديـدن غواړمه
نـوري وعـدي ته دنـن سـبا مــکـړه.

عظـيم دي دخــپلـوئ عــزم کـړيــدي
(کـاکړ)بـانــدي گـمان دپـخوا مــکـړه.

{/slide}