محمدحسن حقيار

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

{slide=اى سپينې واورې}

له کلونو ورورسته ،دنننۍ واورې په مناسبت

اى واورې واورې اى سپينې واورې
نن به له مانه هم سپينې واورې
منم چې ته هم يوحقيقت يې
تږې نړۍ ته يو ضرورت يې
له تانه پرته ژوندون ډېر سخت دى
بې وخته نه يې همدادې وخت دى
ته هم ښکلايې هم تجلايې
تږي فطرت ته جدي اړتيا يې
ډېر دې غواړي لاس به  يې وي پورته
که ته رانشې دوى به ځي ګورته
دې تورو غروته سپينه جامه يې
ځنګل ورشوته جام پيمانه يې
ژوندي موجود ته آب و دانه يې
منم بې شمېره ستا رحمتونه
دژوند ماده يې تاکې فيضونه
خونن زما حال لږ شان بدل دى
رالاندې ځمکه اسمان بدل دى
نن اوبه وځي زماله ورخه
نن دې له فيضه يمه بې برخه
نوروته رحم ماته جنجال يې
بل ته ثواب يې ماته اوبال يې
زماجونګړې زما کېږدۍ ته
زمازانګوکې کوچنۍ لورکۍ ته
نوره وبايې نوره بلايې
نوره ستم يې نوره جفايې
ستا دڅپو و مقابلې ته
ستاديخنيومجادلې ته
نه کور کې تېل شته اونه خاشاک شته
نه مې بړستن شته اونه پوښاک شته
کوراوجونګړه زما ورانوې ته
لوى او کوچنى مې بربادوې ته
که ته يې اور هم هم مز قتلوې ما
که ته سېلاب يې هم  ډوبوې ما
شنې کروندې مې خرابوې ته
بوداوهستي مې لاهوکوې ته
زيان دې زما دى ګټه دنورو
تبادې زه کړم فايده د نورو
ترخه دې زما دي خواږه دنورو
فيض او رحمت دې هرڅه دنورو
چې پرتا موړ شم نه لرم جام زه
چې تاايسارکړم نه لرم دام زه
نه لرم لپه تنده مې ډېره
زه جل وهلى تاکړمه هيره
اى واورې واورې اى واورې سپنې
زخم مې وينې وينې مې وينې

{/slide}