غزل

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

میرویس نجیبي  
ستا کتل د ناز خندا سړی تیر باسي
ځوانان پریده سم بوډا سړی تیر باسي
طالب جانه مدرسې ته د شپې مه ځه
د شیطان معلم ملا سړی تیرباسي
د حنا رباني مړاوې مړاوې سترګې
د کرزي غوندې بلا سړی تیرباسي
سپینه غاړه تړمې شونډې سینه چاکه
په والله چې خامخا سړی تیرباسي
له پنجابه لاس نیوی کوي چالبازې
پیښورۍ جونې رسا سړی تیرباسي
د کابل او پیښور ټاپکي لګیږي
تور لالی زمونږ دلخوا سړی تیرباسي
د تلوار خبره نه ده وخت به راشي
هسې غورې د انډیا سړی تیرباسي
میرویس څه وایی لګیا دی خبر نه دی
چې اکثر ډیره وینا سړی تیرباسي