ښځه

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اسدالله زمری

د ستر خالق د هستونو بی مثاله شاهکار ،
د طبعیت د تکامل د څلې لوړه څوکه،
او د لطیفو عواطفو دا ژور سمندر ،
په ځان ښیندنې او په زغم  کې لکه غر داسي ستر ،
د شفقت کان او دمینې مقدسه مولا ،
د ژوندانه د کږلیچنو آزموده رهنما ،
د تعقل او د کلتور دغه ځلانده غمی
د تحول او پرمختګ دغه بی ویری اتل ،
د آزادۍ - برابرۍ دشمعې سوې پتنګ ...
***
دا نه «سیاه سره»،نه «عیال» ده او نه هم «عاجزه»
«کډه» هم نه ده او یوازې«کورودانه» نه ده .
نه د جاهلو او ړندو په ډیر معیوب منطق کې :
ناقص العقل ،ناقص الدینه نه ده!
آزاد انسان ده او نور وینځه نه ده!
او دناولو فحاشانو د هوس نانځکه هم نه ده دا .
***
چې انسانیت يې دبقا او خپل دوام په خاطر ،
په درناوي او د منت بدل کې سر ټیټوي ...
هر نارینه چې نارینه وي نو پرې سر ورکوي ...
وفا او زغم ،ګذشت او صبر یې له عجزه نه دی ...
هر نابغه ددې له عقله او وجوده پیدا ،
هغه چې ټول جهان پرې ویاړي دې روزلي دي ټول،
پخپله دین ،ایمان،مذهب ده داسپیڅلی موجود ،
دا الهه ده خدای خلق کړې پرستش لپاره :
دا مقدسه موجود مور ده ...
دا مو خور ده ،دا آنا او د اترور ...
دا مو توړۍ ده،دا زمونږ د ستړي ژوند ملګرې ،
دا مو د ژوند خوږه میوه ده د لورکۍ په نامه.
***


جنت ددې په غیږ کې ،
ثواب دد‎ې وجود کې،
جهان ددې په لاس کې،
لویې ددې په زړه کې،
ښکلا ددې وینځه ده،
نیکمرغۍ دې سره ده،
خوشحالي دا راولي،
***
ددې په ښکلي مخ د غم ګرد د لیدلو نه دی.
دغه موجود که نمانځئ نه ، د ځورولو نه دی.
دا چې وي خړه او خفه ورته اسمان ژړیږي،
پردې ګوذار باندې د خدای عرش او دربار لرزیږي.
په سپکه سترګه او په ټیټ نطر کتل ښځې ته...
د انسانیت د ستر مقام د سپکاوې معنی ده؛
ددې درنښت دی د مریم او آمنې درناوۍ،
ددې درنښت دی د ادم او د حوا درناوۍ،
څوک چې انسان وي د انسان دخالق قدر کوي
د خپلې مور خپلې میرمن او دخور قدر کوي
***
افسوس زمونږه په حال افسوس او بیا هم سل افسوسه...
چې د افغان وطن کې :
چې یې سوما ،او سروشه ،اناهیتا لمانځله،
چې یې میترا ،سوریا او هم یې اندیرا لمانځله؛
او دعالم د اداری لپاره اهورا مزدا.‎:
صرف فرشتي ټاکلې.
افغاني ښځې نن په ډیرو ځنځیرو تړلې...
تن یې زخمي، میړه یي مړ او په اولاد ده بوره،
کله سنګسار شي ، کله پریک کړي ورته غوږ او پوزه،
کله له ډیرې ناچارۍ نه ځانته اور واچوي.
د څو وحشیانو په نظر کې اوس لا هم وینځه ده
چې نه د ځان اختیار لري اونه دخپل د اولاد .
****
خو ګرانې خورې ،درنې مورې راته ګرانې لورکۍ
چې ځان څوک خلاص نه کړی له بنده ،بل یې نه خلاصوي
ای داناهیتا ملګرې او ای د ملالۍ خورلنډې ،
د رابعې ملګرې ای د ثریا لوره کې ...
دتا ژړا او سلګۍ ،
زما فریاد اوساندې ...
نه کوم اثر لري او نه هم څه ترې لاس ته راځي...

پاڅه راپاڅه!!
د فرخندی په وینو سور پړونې...
لکه کاوه د ازادۍ او سولې،
د سوکالۍ او تمدن لپاره ...
او د روانی ناروا او د ظلمونو پرضد،
 رپاند بیرغ کړه ځانته.
او ملا دې د رخشانې د سنګسار شوی شنه بدن کسات ،
او د بابک د پاکو لوڼو د عفت په کسات ...
او د ناهید د شهادت او مظلومیت په کسات ...
په شنه ټیکري وتړه !
او دغه تور زندان يې مات کړه ورته!
او دغه تور دوران ته نور د رڼا ټکی کیږده!
۶/۳/۲۰۱۷
ویسبادن
مریم عیسی ع مور ،آمنه د محمد ص مور، سوما دمقدسو شرابو بوټي ،سروشه د قانون الهه ،اناهیتا د باران او حاصلخیزی الهه،میترا د روښنایی الهه،سوریاد لمر الهه،اندیرا دجنګ الهه،رابعه بلخی افغانه شاعره او د موجودو قیدونو پرضد د قیام سمبول،ملاله د میوند اتله،اناهیتا دکتور اناهیتا راتب زاد د ښځو د نوی نهضت بنسټ ایښودونکي او د ښځو د خقوقو مبارزه ،ثریا ملکه ثریا د د اعلیحضرت امیر امان الله خان میرمن او د ښځو د نهضت او حقوقو غوښتونکی