پسرلی به وي هر خواته!

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اسدالله غيرت/ پکتيا

پسرلی به وي هر خوا ته

پنډې سپرغې به راشنې وي

د ديار سيلاب به چمندې روان وي

په پټيو کې به شنه سره ټيکري ښکاري

هرې خواته به مرغان سندرې وايي

بوډاګان به د جومات دېوال ته ناست وي

يادوي به د ځوانۍ شرينې ورځې

پاس له غره به د شپېلۍ اواز را درومي

له هوا به د مرغۍ اواز را درومي

په ګودر به د جلکيو شورماشور وي

خو زما به مې له ژوند نه زړګی تور وي

 

زه به ستا په سوچ کې ډوب وم

د سيلاب تر څنګ د شنو ونو په منځ کې

په اوږده لاره به کلي ته روان وم

ګوشکۍ به مې غوږونو کې پرتې وي

د ممتاز له شاعرۍ سره به ژاړم

د کرن له موسيقۍ سره به ژاړم

 

په دې وخت کې به په ځمکه راګوزار شم

ناڅاپي به ژوند ياري راسره پرېږدي

ځای په ځای به د وجود ټول اندامونه

خدای راکړې زندګي راسره پرېږدي

له دې پس به ته خبره شې ګل مخې!

چې زما مين زما په عشق کې مړ شو

اخير هم د تکو تورو خاورو وړ شو

له دې وروسته به خپل ظلم درته ياد شي

خپل غرور به ډېر سوالونه درنه وکړي

په خپل حسن به لغنت درنه جاري شي

خو دا هر څه به بې وخته درنه کېږي

په مين به دې کږې جنډې رپيږي

۱۳۹۷/۱۱/۱۱