د سولې خوب! ۰

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

 

 خوب مې لیده وطن کې سوله راغله

نور د پردو ټوپک مو وغورځاوه

ورور ته مو غیږه ورکړه

 مینه کامیابه شوه د کرکې په ځای  

چې په اړخ واوښتمه

 ګورم چې دا یو ښکلی خوب وه زما

 زما خوب څه چې دافغان ملت دا سوچ وه زما

 ځان سره غلی شوم، خپه شومه زه

 بیامې قلم واخیست په فكر شومه

چې زما  خوب، د ملت سوچ به

 حقیقت شي کله ؟

 نو سمد لاسه مې په جګ آواز

ناره کړه پورته: ۰

د بسم الله او توکل  په بازو

د خپل ملت د ستر تکل په بازو

 چې دا تقدیر به  بدلوو

  ، د هوډ  لاسونه به یو بل ته ورکوو

 دا لر او  بربه یو کوو

 چې مو خوبونه او خیالات

 په حقیقت بدل شي

 وطن کې سوله راشي

دا ملت عزم ، اراده شي سره

افغانان ټول جرکه جرکه شي سره

-----------------------

دکتور صلاح  الدین سعیدي

٢٠١٧ كال د مارچ میاشت

م ۰ کال