د ځوانۍ یاد

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
عزیز پرهیز ملکزي 
د ژوندون لړۍ ته ګورم چې غوڅيږي
هره ورځ یوه کړۍ ترينه بېللېږي
زړګی سوړشوګرمي یوړه ورنه ژمي
سپنيې واورې مې په مخ او سر ورېږي

کله راشي د ځوانۍ سباوون خوب ته
خو چې ويښ شمه زړښت مخ ته ودرېږي
ښکلي واړه بې پروا شو په دې وخت کې
تش کاته د چا پرمونږه نه لورېږي
دا رښتيا ده چې ځوانۍ يوه نشه وي
موږ هم نه پوهېدو څنګه څوک زړېږي
د ځوانۍ ارمان را درومي په زړښت کې
هر سپين ږيری د ځوانې پسې ځورېږي
کاشکې ټول عمر ځواني او غښتلتیا وی
څه حالت شو مغز او لاس دواړه سړېږي
د دې وخت قدر په کار دی ګران زلمیو
نن سبا درته دا بل نوبت ر سېږي
دغه څو شېبې د ژوند د ځوان پسرلي دي
د ارمان تنکۍ چې مو غوړېږي
بله ورځ در ته خزان په وره ولاړ وي
بېوسۍ نه به مو لاس نه غزېږي
د عزیز د ځوانۍ روڼ لمره سلام دی
لاړې ستا پلوشې نورې نه ستنېږي