مینه او رضا

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

زما خو ټول ځان او زړه تا سره دی
دا راته وایه ستا زړه چا سره دی
وايې چې یو زړه نه، لار بل زړه ته وي
د پښتو دا متل ریښتیا سره دی؟

د ژوند او مرګ واک مې ستا پښو کې ایښی
دا واک بل چا، نه مسیحا سره دی
د سرښندنې دومره پورته حد کې
یو نیم لېدن دې هم په غلا سره دی
لامل د ټولو انساني ښېګڼو
د ځان او زړونو په صفا سره دی
ژوند د جوړښت او درناوۍ یو نوم دی
ژوند په همدې مفهوم، مانا سره دی
ستا په رضا کې بس رضا ده  زما
ژوند زموږ دواړو په رضا سره دی
شعروزمه خیالونه