خوب کې

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

:

چیري مې ولېدې بېګا خوب کې

لار کې ولاړه وې تنها خوب کې

تش څو خبرو کې حیران پاتې شوم

چې مو لېدلي لا پخوا خوب کې

بیا په چکر شو د ځنګل په لوري

ناڅاپي پېښ شو په بلا، خوب کې

جګړه زموږ او د بلا ترمنځه

خورا اوږده وه تر سبا، خوب کې

بلا له موږه سا تیګا ولاړه

موږ له بلا نه سا تیګا خوب کې

ما دې پرشا د ارامتیا لاس کېښود

تا هم لاس کش، زما پر شا خوب کې

لږ وروسته تم شو د چمن په منځ کې

کیناستو دواړه خوا په خوا خوب کې

 

په برنډو سترګو مو یو بل ته کتل

راپورې ستورو کړه خندا خوب کې

د سترګو جنګ کې مو بری نصیب شو

د دواړو راغلله رضا خوب کې

بیا مې د مینې در خواست وکړو درنه

ستا پرې فوري راغله سلا خوب کې

تا بیا د مینې لاس راواچولو

مګر ما وکړله حیا خوب کې

هیله مو دا وه چې شپه لا اوږده شي

چې د ژوند وباسو ستړیا خوب کې

د ژوند نیمګړې، ناتمامې قصې

که عملي شي په ریښتیا خوب کې

ژوند خو مو هیسې لکه خوب وو تېر شو

که ریښتیانی ژوند راشي بیا خوب کې

د جفاګانو او ناخوالو پر ځای

که چیري وګورو وفا خوب کې

خو لا د دې قصو لړۍ اوږده وه

چې په کوڅه کې شوه درزا، خوب کې

یو خوا کاروان د خرو، اوښانو بار شو

بلخوا توده، د سپو غپا خوب کې

ملا او چرګ د اذانو سیالۍ کې

زموږ توښه کړله تالا خوب کې

په مات زړه ویښ شومه، مښلې سترګې

د ژوند راپاتې شوه، رویا خوب کې

په ویښه داسې حال ما نه وو نه لیدلی

لکه چې ومې لید بېګا خوب کې

شعر وزمه خیالونه