‎غزل

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
مختلف الوزن و المعنی، متوازن الألفاظ رديفي‎ ‎
‎                        ‎غزل
پوښتې نه شم چې ناز په څو او ستا اداء په (څو) ده؟‎
پرته د برندو سترګو يې پر مخ بلا په (څَو) ده‎
زما نظر ته ګوره دې نظر د سوداګرو‎
د مينې قيمت څو؟ د قربانۍ سودا په (څو) ده؟

يوازې د خالق تخليق کمين نيولی نه دی‎!
دپاسه پرې سوره ستا مصنوعي ښکلا په (څَو) ده‎
پر سر به رضا نه شې! ارزاني ده د سرونو‎
له دې پورته به څه وي تر دې ښه بها په (څو) ده؟‎
درځي په کړس خندا پسې له رازه خبر نه دي‎
چې ناسته بس وژلو ته دا شنه خندا په (څَو) ده‎
عجب دی چې به څوک هم د وفا په نوم څه مومي‎
ځواب پسې درځم رټل په څو؟ جفا په (څو) ده؟‎
دا زړه مې رانه ورک شو له مود پسې ګرځېږم‎
دې چم کې خو څوک شته! چې هميشه د غلا په (څَو) ده‎
چغيږه عندليبه! د خفګان قيمت يې نه شته‎
اوس ګرځه چې په څه خوښه؟ او يا پخلا په (څو) ده؟
محمد اسماعيل (عندليب)‏