غزل

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

یو خوږ یاد مخې ته دنگ شو د سرو میو جام مې ړنگ شو 

زړه مې تنگ شو میکده کې له پیالوسره مې جنگ شو

 

د ساقي خوږې خبرې د بې سوره نغمې ترنگ شو 

شوه خوره تیاره پر سترگو ساقي هم رانه په څنگ شو

 

ځان مې ولیده گودر کې گودر جوړ راته اورنگ شو 

مازدیگر و زیړی لمر و بوی د عطرو د لونگ شو

 

مات خمار مې شو گودر کې د بنگړو چې سره شرنگ شو 

څو ترخې ترخې خبرې را گذار تیر د خدنگ شو

 

چې پر شنه لوپټې کیناست زړه د زړه سره همرنگ شو 

د خوږې مینې په شمه نصرت وسوزید پتنگ شو

۰۶.۰۱.۲۰۲۰ وایله دنمارک

یادونه: سوژه مې د منلی شاعر ښاغلی محمد صدیق ننګ له شعره:

یو خیال و رانه بر ته او زه لاندې غورځیدم د پښو لاندې مې غر ته او زه لاندې غورځیدم اخستي دی.