د جنت لارښود

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
په جنت د ونو څانګې ماتې نه کړې
نظافت ساته جنت چې مردار نه کړې
د نسوارو دبلي نشته په جنت کې
په هر ځاى او هر مکان لاړې تو نه کړې
کر د بنګو او کوکنارو هلته بند دى
شوق د چرسو دنشې هلته و نه کړې
پردۍ حورو ته مه ګوره حرام کار دى
له اویا حورو د زیات هوس ونه کړې
له ايوب سره به ټوکې بې ځاى نه کړې
له دې کاره به د زغم  هيڅ تمه نه کړې
جهنم ته به قاچاق د حورو نه  وړې
د خوړو او له مېوو به  هم غلا نه کړې
دهشتګر به له دوزخ جنت ته نه وړې
د ښايسته حورو تر شا يې چې پټ نه کړې
د دهشت او ترهګرۍ  تورو کارو ته
چې د حورو کميسونه په ځان نه کړې
جاسوسي او چغلي  هلته بد کار دى
انفجار او انفلاق به هلته نه کړئ
جنت ځاى دبندګانو د لوى خداى دى
د قوم ، ژبې هېڅ تعصب به هلته نه کړې
درناوى د هرکلتور ، ژبې  په کار دی
فاشېستي، سکتارستي  تعصبب نه کړې
نور د نوح څاروي به نه وژنې په غشو
خپلې داړې پدې غوښو چې سره نه کړې
د شرابو په وياله به ګوزاره  کړې
د ويسکي او د ودکا قاچاق به نه کړې
د موسى په همسا   لوبې په کار نه دي
آرزو به د جادو او تاویز نه کړې
په جومات کې پر ماشوم تېری ګناه ده
په جنت دا بد کردار چې تکرار نه کړې
زلېخا او فرخنده دي خداى بښلي
بيا يې هلته  اور پر  سر او ځان بل نه کړې
په جنت کې د چرس مرس کار او بار نشته
چې په چرسوښکلي حورې  روږدي نه کړې
قالينچه د سلېمان يو کس ته جوړ ده
چې سپاره پرې د وحشيانو لښکر نه کړې
د ديني تعصب تبليغ به هلته نه کړې
بې قانونه به د واک غوښتنه نه کړې
د یو طنز له مخې