دصاحبدل خوږه وینا یمه زه

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

سید عبیدالله نادر

د شعر او ادب د پاڼي د پاره

کال ۱۳۸۵کابل

 

 ګلي چي تا سره ، آشنـــــــــا یمــــــــه زه

د عشق په رنځ کې، مبتلا یمـــــــــــه زه

ته می یـــــــادونو ، او خــــوبونو کې یي

تل به دا ستا په مینه، پایمـــــــــــــــه زه

بی له ته ژوند رابـــاندي نه تــــــــیریږي

باقي ژوندون ته ، په سو دا یمــــــــــه زه

چي می څو ګوټه ، ستـــــا د میني څښلي

عمرونه مست ستـــــــــــــا په هوا یمه زه

ټول عمــــــــــــــر کاږم د فراق ، بارونه

ځــــــــــــکه دردونو ته ، پیدا یمــــــه زه

آزار می مه اخـــله ، بیلـــــــتونه ، نوري

چي ستا د لاســـــــــه ، په ژړا یمــــه زه

هومره په زړه کي ، دیدنی ، لرمــــــــــــه

د خاطرو لویه ، دنیا یمــــــــــــــــــــــه زه

هر چـــیرته اوري می ، دردمن دزړه غږ

ځکــــــــــه خوږمن زړو ته ، دوا یمــه زه

د خپل احســــــــاس په شــان میندلای نشم

لــه ټول عــــالم ځیني ، جـــلا یمـــــــه زه

غیر د رښتیا نه ، زړه کـــي ، هیڅ نه لرم

چي په خپل قول کې بي ریا یمـــــــــه زه

که چــــــــــا نه ورکه وي ، احسـاس قافله

ددغي لارې ، رهنمــــــــا یمــــــــــــه زه

هر چاته شیـندم ، لکه شمـــــــــــــع فروغ

د تیـارو زړونو رڼا یمـــــــــــــــــــه ، زه

خپلــه وینــــــــــــــا کې می ، دردونه لرم

د صاحبدل خوږه وینـــــــــــــا، یمــه زه

ظاهر صــــورت می، د مجــنون مه ګنئ

ځــکه لټون کې د معنــــــــــــی ، یمه زه

یو څوک همــدرد ، د زړه په درد نه وینم

په دي دنیــا کې ، یک تنـــــــــــها یمه زه

د نادانــــــــــانو ، د غفلــــت پایلــــــه ده

چي نن ، په هر کوڅــــــه رســـوا یمه زه

پرون مــــی برم ، ټولــــــه نړئ ښـوراوه

نن د هر چــــــا د در ګـــــدا یمــــــــه زه

راشه محـــــبوبی ، اوس می حال وګوره

چي خــپل وطن کې، بینــــــــــــوا یمه زه

 

 

سید عبیدالله نادر

فیض د سحر

نه پوهــیږم،چي تصـــور راته د چـــا ورســــــید

چي می دمـاغ ته دهـــــوس،بوی د سبا ورســــید

له کیــفیت نه دســـــحراوفـــــــــیوضاتود قــد س

دمحــــبت پیــغام می زړه ته، له آشــــنا ورســـید

چي د معنـی په عـالمونو خــپل پرواز کړم اوچت

ســیردخیـــال ته مـــی،وزرونه دهمـــا ورســـید

دعبـادت نه کـمه نه ده ،ژورســـوچ په خپل حال

دغــه ارشــــــاد له رمــــوزاتو،د دنــــیا ورسـید

هـلتـه چي ورک وم په سوچــونو دهســتي او فنا

یا ربه! څنــګه ستــــا پیــغام زړه ته زمـا ورسید

اغزن ماحــول په ګلــستان ،د مــــعرفت شو بدل

دمصلــــحت قــــدم چي هلـــته، د دانـا ورســـید

چي خار وخس څخه راټول کړم،دعبرت نښاني

د زړه غوږونــوته می،ټــــکي د معــنی ورسید

رمز د وینــاوو،په خپل مینځ کــي دبلبل او دګل

پیــام د دواړو زمــا ذهــن ته رســا ،ورســــــید

رندان له خـــپلو طــالو،ډکي پیـــــالي وڅښـــلي

د ســاقي تشــــه پیــمانه شوه ،چي په ما ورسید

زمـــاني هرې خـوا و ټولوته خــندا غـوره کړه

ماته په ټول ژوندون ،په ویر او په ژړا ورسید

 

 

سی عبیدالله نادر

۱۳۷۸ کال د طالبانو د واکمنۍ پر مهال

د هجرت کلونه            

د لو یي ارواح خاوند        

زړه ســـــــواند چی په دردونو، او غمـــو سره آشـــــناوي

د بشر په درد و غم کـــــــې، له راحت ځینـــــــي جلا وي

چي په نور د معرفت کړي ،دا تیـــــــارې په مونږ روښانه

لارویانو د تیـــــــــــارو ته ، د څــــــــراغ په څیر رڼا وي

چي روښــــــانه زړه ضــــــمیر کړي ، د بیدرو کوردلانو

دي روانو جنـــــــازو ته ، لـــــــــــــــــکه دم د مسیحا وي

چي عالم د بیـــــــخودئ ته ،هر غمجن له ځـــــــانه بوځي

چي په سل ژبو وینا کي ، صــــــــاحبدل په شان ګویا وي

لکه لمر په شان تندی یي ، غوړیدلـــــــــی وي ، هر چاته

هم خاوند د لوړ احســــــاس وي د ټولنـــــــــي ، مدعا وي

چی د لاس امســـــــــا وګرځــــي ، د ا د زړه ړند و د پاره

کوردلانو ته لارښود شي ، د بی لارو رهنمـــــــــــــــا وي

چی پړاو په نیــــــم کتو کړي ، د غمــجن زړه دفتــــــرونه

پټ له حاله مو خبر وي په رمــوز باندي ، آګــــــــــاه وي

داحســــاس په سمــــــــندر کې ، بیدردان په کې لاهو کړي

سر تر پایه لوی احســـــــــــاس وي ، کړیدو لره پیـــدا وي

د مکارې زماني نه ، لاس په سر یو ګوت کې ناســـت وي

بیا له دي عالمـــــــــه لیري ، په عالم کې ، د معــــــنی وي

چي په څو ټکو خبــــــــر کړي ،هر غافل له خپله حاــــــله

له ازله خبر دار چي ، په اســـــــــــــــــرار ددي دنیا وي

په نظر د معـــــــــــــــــرفت چي ، د غمجن ویني حالونه

مسیحـا زمونږ د رنځ وي ، چــــــــــي دردونو ته دوا وي

هم په وجد و غلـــبلـو کړي ، په ګو ګل کې مړاوي زړونه

چي مرحـــــم یي وي پــــــــه ژبه، هر کلام یي د ژړا وي

در ګوهر چی یي له خولي نه ، په محفل هر خوا وریږي

علم و فن باندی ، سمبـــــــــــال وي، تر همه واړو دانا ي

یو د لوی ارواح خـــــــــاوند وي ،د بشر په حال خبر وي

د درد من زړونوټکور وي ، مهربــــــــــانه په هر چاوي

ای د کل جهان واکــــــــــــداره ،لږ زمونږ دردونه واوره

دا دردمـــــن مونږ کي پیدا کړې ، که زمونږه په دعا وي