تقصیر د چا دی

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

هره ورځ په ډېر افسوس او درد او غم موږ

ځو تېرېږو د غمونو له ماتم موږ

جنازې د رښتيا درومي او ښخېږي

هر دروغ ته کړو چکچکې ولولې موږ

له دروغونو دوی ديني اوسانې جوړ کړي

تل باور کړو د دروغو په قصو موږ

د رښتيا ټپي بدن په کاڼو ولو

هر ناورين ته لار آواره کړو په لاس موږ

د دروغ دې اوږدو لارو کې تل ژاړو 

قرباني ددغې لوبې تل مدام  موږ

د تعصب په تور جالونو یو ښکېل کړي

فکر نه کړو تورې چارې چې کوو موږ

د مور خيټه کې ماشوم هم ترې خلاص نه دى

پر لمانځه او جنازه ډزې کوو موږ

د جنت حورو دى وړى له موږ عقل

 د جنت لار په ناخوالو  لټوو موږ

له دين جوړ يې وسيله د دهشتو کړه

شيطان هم شو غولوى په دوکو موږ

موهوماتو په صحرا کې روان ورک یو

تور قبرونه ډکوو له جنازو موږ

په يوه خبره حل مو ټول ګلې شي

د  ناخوالو رضا بولو د الله  موږ