د ښکلا رنګونه

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

کينه په زړه کې مه ساتئ هیڅکله د هېڅ چا

ښایسته شي هله زړونه چې کوي مینه رښتیا

 

چې وخاندي غوټۍ په مينه موږ ته هر سهار 

 پېرزو کوي د مينې بې توپىره په هر چا

 

دا مینه جادوګره ده وګړي یو کوي

غوړېږي مړاوي زړونه په کوچنۍ خوږې موسکا

 

وایه سلام  د لار په لارویو تل مدام

د زړو د خپلولو لار  یوازې ده  همدا

 

روغبړ د نا آشنا پرانیزې لار د آشنايې

په ټينګ روغبړ به واړه مرور شي بيا پخلا

 

دستور دى پخوانى د مور او پلار لاس مچول
ښايسته د ولولو شيبه په ژوند کې ده همدا

   
درنښت يې تل په کار دی که دې مور ده که دې پلار

دا مينه تکرار نه لري دوى لاړشي له دنيا

 

ښايسته توتکۍ زېرى تل راوړي د پسرلي
به کاڼو  به يې نه ولې دا ښکلي د هوا


دنيا ده ښايسته په رنګارنګ خورو ګلانو

ورځه خوندونه واخله پسرلي کې له بېديا

 

هرخوا مچکې اخلي له ګلپاڼو پتتنګان

برېښنا د طبيعت ده تخنوي زړه د هر چا

 

رامبيل او کشمالي د مست عطرو کړي حاتمي

نرګس ته سترګې ټيټې دي ښايست کې د ليلا

آسمان تل ښايسته وي بې له وريځ بې له غبار

دا شپې هم ښايسته وي چې کوي ستوري نڅا  

 

هر څه دلته ښايسته دي ښايسته ورته وګوره

بدرنګه طبيعت وي چې کوي سترګې خطا