دښمنه

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

سوزوه مې چې بدل درست په ايرو شم

څو ستي ستا د حرصونو په لمبو شم

بدن ټول ټوټه ټوټه مې پر چړو کړه

څو د وږو تور لېوانو د خوړو شم

تاريخي ميراث مې دم په دم نابود کړه

ترڅو ورک د نوي نسل له فکرو شم

ټول بچي زما بې برخې له تعليم کړه

څو د تور فکرو منو ته په ګونډو شم

ورانوه مې ښوونځي پوهنتونونه

څو په دواړو سترګو وړوند ډوب په تیارو شم

د عزت او پت برجونه زما ړنګ که 

څو منونکى ستا د بدو ټولو کړو شم

د فساد لمنه پراخه هرې خوا کړه

څو بې غمه د وجدان له زولنو شم

بنسټونه مې د  ژوند کړه دړې وړې

څو سوالکر زه د هر کلي او بانډو شم

په قاچاق وړه زما کانونه معدنونه

چې ته شتمن او زه ګدا د عمرو شم

راته تل کره کوکنار په کروندو کې

تر څو خلاص بيخي د عقل له زنځيرو شم

د وحشت او د ترور لمن خوره کړه 

څو په کور لکه ماشوم پروت په لړزو شم

زما خاوره او هوا ساته قبضه کې

څو بې واکه په خپل کور کلي بانډو شم

واک اختيار زما څو غلو ته په لاس ورکړه

څو مشهوره په جهان په بد نومو شم

د نفاق او تربګنۍ اورونه شينده

څو غلام دې په پېړیو او عمرونو شم

نن مې وژنه په یو نوم سبا په بل نوم

زه قربان به ستا د هر نوې نخرو شم

وروه له ښکته پورته تل بمونه

کله مړ په جومات کله ودو شم