پاڅه له خوبه!

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

راځئ چې ورته ځيرشو

څنګه تېرږي

دنن او سبا ورخې

دا غم لړلې

د رڼا ورځې

ټول به درته وائي

هره تيارې پسې روښنا راځي

دروغو مزل لنډ ده

رښتیا به خامخا راځي

راځئ چې ورته ځيرشو

دلته رڼا پسې 

بېګا راځي،

له تیارومې زړه تورده

بس چې له کلونو

ظلم زورده

ماشوم په ګهواره کې

بې مورده

همدې ته مې ژړا راځي

راځئ چې ورته ځيرشو

دلته رڼا پسې 

څه بلا راځي،

دا څه اور ده

دا څه شور ده

له پامیر تراشنغره

له آسمان ځمکې ترقعره

ټوله فضاده مُحقَره

زوړ اوځوان پکې

نسکور

ښځه ماشوم بېزار

له کوره

پښتون همداسې

ويدهٔ پروت په تمه چې

ښکلا راځي

راځئ چې ورته ځيرشو

دوۍ ته به لارښود کله

له عرشه د مولا راځي!

ای د سپين غرسپينو واورو

په سپينو سپينومو

خبره وم له دواړو

تیارې خورېږّي

 د جهالت

 کاڼي را ورېږي

په شنولمنو

د ‌‌‌‌ذلت

نوردعلم او تبحرنارې مونشته

نوردګل او دبلبل قصې مونشته

د منګي او د ستار

د ګدر مېلې مونشته

بد رنګه

افسانې

له شاوخواراځي

ارزښتونه دي

 یو بل پسې راپرځي

داسې فلاکت ته

اوښکۍ د هرچاراځي

په لولو به ويدهٔ نه شي

معصوم زړګی

په درزا راځي

راځئ چې ورته زيرشو

عزت جنازې مو

شاپه شا راځي،

ای د توروغر تورو مارانو

غره مه شۍ د پنجاب په

مداریانو

که څه هم شپه ده

له تیاروسره

جاهلت ده ستاسو

زړوسره

سپوږمۍ درڼاخوند

دمئين زړوسره

دا لارې سره جلا دي

یوه ځي له بیدیا سره

بل د مینې د ښکلاسره

ستورې ګرځي په مدار ‍

خویوبل سره پخلادي

لوېدلي دلته له مدار

پښتون او ژوند سره

جدا دي

دا تیارې به پاتې نشي

داشوکې به پاتې نشي

یوورځ به دحساب راځي

یوورځ به د عذاب راځي

راځئ چې ورته ځيرشو

په تمه ئې صبور چې

دظلمت به انتها راځي

جون ۲۰۲۰ جرمنی