غزل

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

چې په خندا ورته د خوږ زړه پرهرونه نشي
چيرې دې هم ستا د ښايست غوټۍ ګلونه نشي
راشه مظلوم زړه مې په يو نظر يوه لمبه کړه
چې په ظالم زړګي دې پاتې ارمانونه نشي
بيا د جنون مستي ځواني غواړي د مستې مينې
بيا چيرته خيال د تورو زلفو ځنځيرونه نشي
په دُعاګانو مې د خوږ زړګي دردونه نه ځي
څو چې ښيرې د شونډو تړم ټکورونه نشي
وړې مې د روح جنازه چېرته د خندا په اوږو
په وينو سره دې ترې شينکي شينکي خالونه نشي
د نظر غشي مې په زړه باندې په پام اوروه
چيرته زخمي پکې دا ستا نازک يادونه نشي
خاموشې شونډې مې لوستې بيدارېدې ويل يې
اورونه مه چېړه لوګي دې پرې فکرونه نشي
ويده دنيا ای د (سائل ) قلمه مه لړزوه
د فريادي اوښکو مات ستوري تندرونه نشي