له ستورو سره

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهيز
نن شپه سر کې زما غوغا ده
زړه کې بل د عشق رڼا ده
ځان په جګ آسمان کې وينم
هلته بل شانې دنيا ده


لاس تر لاس ستورو نيولى
د زړه راز او مشغولا ده
نن شپه راز شومه د ستورو
نن د ستورو دنيا زما ده
لکه ستورو نن روښان يم
چا ليدلې دا ځلا ده
نن شپه ډک يمه له شوره
رانه لرې ها دنيا ده
زړه کې بل د مينې اور دى
دا دنيا ډېر بې ريا ده
خلاص وزرې هر خوا ځمه
غېږه خلاصه د هر چا ده
بې زينې لوړ پورته کېږم
جوړ له مينې وزر زما ده
ولولې دي جذبې دي
د جنت حوره زما ده
دژوندون سندرې وايم
د ښايست ليلا تر خوا ده
ښکلاګانې زړه راښکونکې
د جنت نن شپه زما ده
ما يو خال ورته راوړى
د مريخ ښاپېرۍ دا ده
سپوږمۍ هار ورته سوغات کړم
بې جوړې دا په ښکلا ده
زړه تخنېږي له خوښۍ نه
څومره ښکلې نن دنيا ده
نن شپه جوړ به دلته شور کړم
يو خوا جام بل خوا مينا ده
د شنو ميو جام به ډک کړم
زهره مسته له حيا ده
له پروين سره غږېږم
زحل ډک شنه له خندا ده
له دې شپې خوندونه اخلم
د پلوتون هلته نڅا ده
نپتون ورايه اشارې کړي
عطارد لاس کې رڼا ده
دښايست ډېر انځورونه
څپڅپانده ساه زما ده
دلته غم او ژړا نشته
په هر شونډو کې خندا ده
ستوري مست دي له شرابو
دلته مينه او وفا ده