یوه کاکړۍ قطرسولې ته

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د قطرلارې اوږدې شوې

په وطن وینې خورې شوې

د خبرو نندارې شوې

په هلمند دوړې خپرې شوې

کډې بار دې له هلمنده

خوارغریب شولو برڼډه

دا ماشوم په وینو رنګ ده

هلمندۍ مورې ترڅنګ ده

له ډېر درده مورې ژاړي

تورې خاورې په سرباري

سوال کوي له خپل الله نه

دا تیارې کړه ته روښانه

څوک ئې نشته د پوښتنې

په قطر خېټې شوې پڼډې

په والله که شي ودانې

که داغسې وي روانې

د وطن هره کوڅه کې

ځوانان مري په دروازه کې

خدایه جهاد که داغزا ده

کوم کتاب کې دا روا ده

د ډالرسره پخلا ده

مسلمان په سر بلوا ده

په قطر کې دي روانې

دا خبرې څومره ګرانې

دا په مینه کړئ ودانې

که هرڅو نوي آسانې

سولې غږ نه راځي غوږته

مئین مري د مينې څنګ ته

دقطرناندرۍ دي رنګ ته

جوړې لارې ډالرشرنګ ته

سولې غږ جګ په هرکورده

بلبلانو شور ماشورده

نورله جنګه نفرت خورده

صبورزړه کې سولې اورده

صبورساپی جرمنی     ۲۰۲۰کال داکتوبر ۱۳مه