د آلو ګل

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د پسرلي نرۍ شمال خوږه وږمه ده
په غزني کشي د آلو د ګل میله ده
د مرغانو قطارونه دی خوځیږی
هري خوا ته په زړه پوری ننداره ده


د بلبلو او مینا خواږه نغمی دی
د نسیم د بهیدو هوا تازه ده
لیکوالان او شاعران دي را ټول شوي
دا غزنۍ ده که مکه معظمه ده
زیږند ځای ده د پوهانو نوابغو
زما غزنۍ بیا تر جنته ښایسته ده
د غزنی د آلو ګل جشن په ویاړ
لر او بر په ټول هیواد کي ولوله ده
راشه راشه د ګلانو ننداری ته
هره برخه د جنت یوه منظره ده
د لر غوني تمدن لرونکي ښار کی
د بزګرو او اولس جوړه میله ده
عزیزی غزنوی
تورنتو – کاناډا