نهیلي هیلې

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

 

نهیلي هیلې

 

مورنی کلی می خپه دی د غم کوکې وهي

پرهر پرهر له وینو ډک زړگی یې څړیکی وهي

ترخې کیسې هم چم گاونډ او له پردو نه لري

ژاړي په لوړکومي گیلې خپلو بچو نه لري

وایي که نن مې تر پښو لاندې غلیمان رغړوي

ورسره جوخت مې ځان پلورونکي زورواکان کړوي

له څړیکو کریږو او زگیرویو نه مې خوند اخلي

په  ویر رنځونو یې اخته کړم اوس مې ژوند اخلي

دلته کوربه او کوربانو نه اډماران جوړ شوي

دلته پردو سره پلمو کې ټگماران جوړ شوي

ترغۍ تالان په وینو لیت ستي په اور یې کړمه

په دښمنۍ کې یې راښکیل تربور د ورور یې کړمه

ما ته زما د زړگي بڼ ښکلیو غاټول گلانو

ما ته د بڼ په غوړگو بوټو کې مې ټول گلانو

یه در واري شم تاړاک وړې مور مو ننگ غواړي !

یو خوږه مینه توده غېږه څنگ تر څنگ غواړي

نور مې پردو لاسو کې مه پریږدې چې ولوبيږم

ښکار له لمسون سره سورکو وینو کې ولمبيږم

پاڅې یووالي کې خپلواکه اراده جوړه کړئ

یوې سپیڅلې رښتیا لار ته مو وسله جوړه کړئ

س . سیلنی

۱۳۸۱ لمریز ورستۍ میاشت :

دا اسرې بربنډومه !

که مې دا لیونې سر را سره نه و

ما به ولې د منصورمینه ستایله

ده به ولې د دار پړی ښکلولو

ما به ولې اور په خپل زړه کې کرلو

ما به ولې خپل ګوګل پرې سوځولو

خو چې دا لیونې سر پر اږو وړمه

خامخا به دا اسرې بربنډومه

ځم د کلي لیوني را پارومه

پرې ویده په خوب وګړي ویښومه

د خلیل لوبې نمرود سره کومه

سره ګلونه په سرکوټو کې کرمه

میخانې ته له رندانو سره ځمه

په شرابو د زړه تنده ماتومه

په مستۍ مې زاهدان را پارومه

خپل زاړه مذهب ته اور ورته کومه

سل کعبې تر سوو زړو کربانومه

مالیارانو سره بڼ خړوبه ومه

له بورا سره ځولې د ګلو وړمه

س . سېلنی

۲۰۰۵ - ۰۳ - ۱۵