هیله

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


څه ښکلی چه هیواد کی ورورګلوی او محبت وی
پرانیستی وی غیږونه په خبروصداقت وی
څه ښکلی وی که پریږدو(زه) او(ته)ټول سره (مونږ)شو
وطن مو ټول ودان وی او خوشاله مو ملت وی


نه فسق وی نه قاسق وی نه قساد اونه فاسدوی
نه غله نه ترهګر وی نه خاین نه خیانت وی
نه جنګ نه جنګسالاروی اونه سولی په نوم جنگ وی
نه قتل وی نه قاتل وی نه ویری نه وحشت وی
نه ظلم او نه ظالم وی نه بچی دای اس ای وی
نه هیڅ یو وطنوال دومره بی ننګ او بی غیرت وی
نه وی وطن پلورونکی نه بهرته غلامان وی
نه نور پخپله خوښی بی همت او بی غیرت وی
مونږټول که وروڼو شان سره یو لاس او یو نظرشو
نه فرق وی نه فارق وی نه توهین دیو ملت وی
نه چابه زور زیاتی کړی اونه چاسره تیری شی
قضابه ک‌ړی پوښتنه ښه قانون او عدالت وی
میشته ټول ملیتونه لکه یوی کورنی شی
باورکوومونږټول چه په هیواد ملی وحدت وی
د۱۳۹۶کال دکب میاشتی۲۱