حیراني

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


نه بیماریم نه خوشحال یم نه له خپل حاله خبرداریم
کله له ځان  کله له زړه کله له دواړونه بېزاریم
کله دخم په شان په جوشیم کله خمار دڅښویم

کله ويښ هسې په خوبیم کله په خوب کې هم هوښیاریم
کله پردېسی له خپل ځانه کله پردېس هم ځان یم
کله هغه یم کله دغه یم کله سر په ګرویوانیم
کله په شور و په سازیم کله غصوسره دمسازیم
کله ترعرشه ور زغلم کله د زرې سره سازیم
کله ښاد و غزل خانیم کله له دردونو بی تابیم
دا څه جوړه غوغا ده په عالم زه ورته حیرانیم

ژباړه: عبدالصبورساپی