ای هیواده

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عزیزی غزنوی

را روان دی کړاوونه وحشتونه را روان دی
نا رواوې او نا وړه ستمونه را روان دی
امن نشته سوله نشته وحدت نشته قانون نشته
په هرکلې او کوڅه کشې یرغلونه را روان دی


پوهه نشته عدل ورک شو احساس مړده مینه نشته
زمونږ په خلکو له هر لورې نه ظلمونه را روان دی
ننګیالان له مینځه لاړل او پوهان ټول شهیدان شول
د نا پوهو او ناکسو کاروانو نه را روان دی
ډوډۍ نشته اوبه نشته لرګې نشته بریښنا نشته
جنازي د شهیدانو په زرګونه را روان دی
له نغریو را خوټیږې د سیلابو طوفانونه
په ویالو او دریابو کشې انګارونه را روان دی
درمل نشته داکتر نشته روغتون نشته بستر نشته
ډلي ډلي ناروغان ټپې ځانونه را روان دی
ګردي ګردي پکولونه په سرکړې شیطانان دی
له ایران او پاکستان نه قطارونه را روان دی
کلې وران ښارونه ړنګ او شنه باغونه کنډوالې شوی
هرې خوانه د باروتو طوفانونه را روان دی
د ویرونو په تورتم کشې وینې سرې له سترګوڅاڅې
له هرکور نه د ژړاوو آوازونه راروان دی
په سلګونه شهیدان شول په سلګونه دی ټپیان
بارانونه زلزلی او سیلابونه را روان دی
ای هیواده ستا له غمه می له سترگو وینی څاڅی
زما اولسه په تا څومره ناتارونه را روان دی
عزیزی غزنوی
تورنتو/کانادا