د لری وطن مســـــــــــــــــــافر

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

شاعر :عبدالعزیز( پرهیز)
په زړه سوی یو میین یم
ما یوازی ځانـته پریږدی
بی له یاره ډير غمجن یم
ما یوازی ځانتـــه پریږدی


د حالاتو نیز اخیــــــستی
ځم شیبه شیبه ډوبیـــږم
شل بی لاسو لامبـوزن یم
ما یوازی ځانته پریـــږدی
د ښکلا ســـــــندری وایم
خو ښکلا تښتي له مــــانه
پاتی ژوند ته مـخ تورن یم
ما یوازی ځانته پریــــږدی
د پردیسۍ لری وطــــن نه
د زړه ویني می خوراک دی
په پردي ځمـکه لوغړن یم
ما یوازی ځانتــــه پریږدی
دلته چاته کتی نشم
د زړه حال ویلی نشم
سپک په تول د هر یو تن یم
ما یوازی ځانته پریږدی
دناخوالو په زندان کی
لاس او پښی تړلی پروت یم
د وطن په درد تورن یم
ما یوازی ځانته پریږدی
وخت به ماتی حد کړیۍ کړي
د تبجن ژوند د لاسونو
ستر سبا ته هیله مند یم
ما یوازی ځانته پریږدی