داسې چرګه چې هګۍ یې سرطان ختمولی شي

روغتیا
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times



څېړونکي وایي، په دې تخنیک کې چرګه هېڅ تکلیف نه ویني او خپله هګۍ اچوي
په سکاټلنډ کې یو شرکت داسې فارمي چرګې تولید کړې دي چې هګۍ یې کولی شي د سرطان او د هډوکو د ناروغیو مخنیوي وکړي. دا چرګې له جنیتیک پلوه له یو څه بدلون سره تولید شوې دي، او هګۍ یې ځانګړی درمل لري.

څېړونکي وایي، په هګیو کې د دې درملو خوړل په فابریکه کې د تولید پرتله سل چنده ارزانه تمامېږي.

دوی په دې باور دي چې یو وخت د هګیو له لارې د تولید کچه ډېرولی شي، او ان عام بازار ته دا ځانګړۍ هګۍ ورکولی شي

.

د روسلېن تکنالوژۍ شرکت ډاکټره لیزا هېرن وایي، په دې تخنیک کې چرګو هېڅ ډول زجر نه ویني، او د عامو فارمي حیواناتو پرتله یې ښه ساتنه او پالنه کېږي.

نوموړې وایي:

"دا ځانګړې چرګې په لویو مرغانچو کې ساتل کېږي. پرېمانه اوبه او دانه ورکول کېږي. هره ورځ یې په سمه توګه ساتنه او پالنه کېږي. ماهره امله ورباندې پام کوي او ډېره ارام ژوند لري. د چرګې کار یوازې همدومره دی چې په عادي توګه خپله هګۍ واچوي. نور هېڅ کوم تکلیف نه ویني".

څېړونکي وایي، لس کاله وروسته ښایي دا هګۍ په عام بازار کې موجودې وي
تر دې وړاندې هم څېړنو موندلې ده چې د چرګو په هګیو او د بزې په شیدو کې د جنیتیک بدلون له لارې ځانګړي پروتین تولیدېدلی شي.

خو دا ځل څېړونکي وایي چې دغه نوې تکنالوژي یې د پخوا پرتله ارزانه ده او په لویه کچه تولید کولی شي.

ډاکټره هېرن وایي، د سرطان او د هډوکو د ناروغیو لپاره همدا درمل که په فابریکه کې تولید شي نو له لسو تر سل چندو ګران پرېوځي. ځکه یې اسانه او ارزانه لار دا ده چې د جنیتیک تکنالوژۍ په مرسته د چرګو په هګیو کې درمل واخیستل شي.

دا ناروغۍ ځکه رامنځته کېږي چې د انسانانو په وجود کې یو ځانګړی ډول پروتین کم وي.

د مخنیوي لپاره یې همدا پروتین په صنعتي کچه تولیدېږي او بیا په بازار کې د درملو په توګه خرڅېږي. خو دا یې ګران بیه لار ده او وخت هم ډېر نیسي.


څېړونکي وایي چې دغه نوې تکنالوژي یې د پخوا پرتله ارزانه ده او په لویه کچه تولید کولی شي
ډاکټره هېرن وایي، دوی د چرګو په "ډي اېن اې" کې یو ډول انساني جین ور اضافه کړی. همدا جین د چرګو د هګیو په سپین کې هغه پروتن تولیدوي چې د خاصو ناروغیو مخنیوی کوي.

ماهرین وایي، د یادو ناروغیو لپاره د یو وخت درملو پر ځای تاسې کولی شئ چې درې هګۍ وخورئ.

هره چرګه په کال کې کابو ۳۰۰ هګۍ اچوي. دا په دې معنی ده چې که د دا ډول ځانګړو چرګو شمېر ډېر وي، یاد درمل په لویه کچه تولیدېدلی شي او په عام بازار کې به هم شته وي.

خو د دې کار لپاره به لږ تر لږه لس یا شل کاله وخت پکار وي، تر څو دا تکنالوژي په لویه کچه پر کار واچول شي.

څېړونکي وایي، تر هغه وروسته دوی ښایي په ځناورو کې هم د ناروغیو د مخنیوي لپاره دا تکنالوژي وکاروي.