د بدن دفاعي سیستم کې نوی کشف؛ 'ښايي د هر ډول سرطان درملنه وي'

روغتیا
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

ساینسپوهان وايي، د بدن دفاعي سیستم یوه نوې کشف شوې برخه د هر ډول سرطانونو درملنه کولی شي. د برتانیا 'کارډیف' پوهنتون څېړنډلې داسې یوه لاره موندلې چې د پروستات، د تیو او د سږو سرطانونه درمللی شي

.

دا څېړنه په "نېچر" مجله کې هم خپره شوې ده، چې څېړونکي یې وايي، په وینه کې د T (ټي) حجره چې بدن سکن کوي او په کې شته ګواښ ارزوي، له منځه وړي.

پوهانو څه شی کشف کړي؟

د انسان د بدن دفاعي سیستم د ساري ناروغیو د لېږد پرضد د طبیعي دفاع کرښه ګڼل کېږي، خو پر سرطاني حجرو هم کله-کله برید کوي.

پوهانو له یوې "نادودیزې" لارې هڅه کوله د سرطان ضد دفاعي سیستم پیاوړی کړي.

دوی د انسان په بدن کې د موجودې T حجرې په موندلو سره خپله ورکه پیدا کړه، دا د دفاعي سیستم اړوند حجره بدن د ممکنه خطر لپاره سکن کولی (موندلی) شي چې بیا وروسته د خطر له منځه وړلو ګام اخلي.

توپیر ی دا دی چې دغه حجره د سرطان پر ډېری ډولونو برید کولی شي.

له بي بي سي سره مرکه کې د پوهنتون استاد انډرو سویل وویل: "د هرې ناروغۍ د درملنې فرصت شته. پخوا به هېچا داسې انه انګېرله چې ګني دا کار هم ممکن دی."

دی زیاتوي، دا کشف د هر ډول سرطان د درمللو علاجي اسلوب ته د رسېدو لار هوارولی شي، داسې چې "یوازې یو ډول ټي T حجره ددې توان لري چې د ټولو سرطانونو ډولونه ویجاړ کړي."

څه پېښېږي؟

ټي ژونکه کیمیاوي جوړښت لري. د کارډیف پوهنتون داسې یوه ژونکه څېړنډلې موندلې، چې ډېری سرطاني ژونکې موندلی شي، چې د سږو، پوستکي، وینې، هډوکو، پروستات او رحم سرطانونه یې ډولونه دي.

مهم دا ده چې له سالمو انساجو سره سروکار نه لري.

د سرطان د ناروغ د وینې ازموینه کېږي. بیا ټي حجره ترې رایستل کېږي او په وراثي ډول بدلېږي.

دا نوې طریقه اوس یوازې پر څارویو عملي شوې ده، خو پر انسان یې د ازمویلو لپاره د خوندیتوب ضمانت ته اړتیا ده.