کورونا ويروس: څنګه ځان خوندي ساتلی شو

روغتیا
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

روغتياپالان او ډاکتران د کورونا ويروس د مخنيوي په موخه معلومات او مشورې ورکوي.

ځان څنګه خوندي کړو؟

 

 

 

د کورونا نښې او علامې کومې دي؟

 

 

 

که چېرې تاسو افغانستان کې ياست د بېلابېلو ولايتونو لپاره د کورونا ويروس په اړه ځانګړو شويو شمېرو ته زنګ ووهئ.

 

 

د کورونا وېروس خپرېدل څنګه پيل شول؟

اوس د دې هڅې روانې دي چې مالومه شي، له ژویو یا حېواناتو انسانانو ته کورونا (کووېد-۱۹) وېروس څنګه ورغی. خبریال هېلن برګ د ساینسپوهانو هغو څېړنو ته کتنه کړې چې غواړي مالومه کړي، د دې وبا خپرېدل له کومه ځایه پېل شول؟

یوه اسمانڅکالي د چین په کومه سيمه کې د الوت پر مهال په خپلو فضله موادو کې کرونا وېروس په هوا کې پرېښود. دا په وېروس ککړ فضله مواد په ځنګل کې پرېوتل او هلته د پينګولین په نوم تر یوه ژوي ورسېدل.

دا ویروس هلته اوسېدوونکو نورو ژویو ته هم ورغی.

پر کرونا اخته شوي دغه ژوي په ښارونو کې وپلورل شول او تر انسانانو ورسېدل. په دې ډول په انسانانو کې د دې وېروس خپرېدل پيل شول او په نړۍ کې په یوې وبا بدل شو.

د لندن د ژوپوهنې ټولنې پروفېسر اينډريو کنګم وايي، ساینسپوهان د جاسوسي مسلو غوندې بېلا بېلې پېښې په يوې بلې پورې غوټه کوي.

د ده په خبره، په ځنګل کې اوسېدونکو مختلفو ژویو کې دا وېروس وي، په ځانګړي ډول په اسمانڅکالو کې د کورونا وېروس څو ډولونه شته.

نو موږ "د وېروس د خپرېدو حقیقت" نه څومره خبر یو؟

کله چې ساینسپوهانو د یوه ناروغ له بدنه اخیستل شوی وېروس وڅېړه نو لومړنۍ اشاره يې اسمانڅکالو ته وکړه. اسمانڅکالي اوږدې الوتنې کوي او په هره وچه کې شته. دوی پخپله ډېر نه ناروغېږي خو په پراخه کچه د وېروسونو د خپرولو وړتیا لري.

د لندن د یوه پوهنتون استاد کېټ جونز د مالوماتو له مخې، داسې نظرونه شته چې اسمانڅکالو ته ډېر اوږد پرواز کول یوه عادي خبره ده.

دوی ډي اېن اې ته رسېدلی تاوان ډېر په سادګۍ سره بېرته سمولی شي او له همدې کبله اسمانڅکالي پخپل بدن کې څو ډوله وېروسونه زغملی شي، خو تر اوسه دا هم یوه خیالي انګېرنه دی.

د نوټېنګم پوهنتون استاد جانتن بال وايي، د اسمانڅکالو د ژوند ډول ته په کتو په دې کې هېڅ شک نه شته چې دوی وېروس خپروي او د تي لروونکو ژویو په حيث په مستقیم یا نامستقیم ډول انسانانو ته هم وېروس ورلېږدولی شي.

د دې معما یا راز بله پوښتنه پخپله د هغه ژوي په پېژندلو کې ده چې دا ويروس ورغلی و او بیا د چین د ووهان په ښار کې خپور شو. په دې اړه پر پينګولین نومي ژوي شک کېږي.

دا ژوی مېږي او نورې خځندې خوري. په نړۍ کې تر ټولو ډېر قاچاقېدونکو ژویو کې حسابېږي او نسل يې له ورکېدو سره مخ دی.

همدا راز د چین په ځينو دودیزو درملو کې کارول کېږي او یو شمېر بیا د پينګولین غوښه خوندور خواړه ګڼي، خو کارپوهان وايي، تر کره څېړنو او د یوې پایلې له ترلاسه کولو مخکې په دې اړه خپرو شویو مالوماتو باندې باور نشي کېدلی.

پېنګولین او اسمانڅکالو ته ورته بېلا بېل ځنګلي ژوي په لندو بازارونو کې خرڅېږي. لانده بازارونه هغو ته وېل کېږي چې ژوندي ژوي پکې اوبو کې ايښي وي او پلورل کېږي. په داسې ځای کې له یوه ژوي بل ته او انسانانو ته د وېروس د لېږد امکان ډېر وي.

په وهان کې د وبا له خپرېدو وروسته همداسې يو بازار وتړل شو چې ژوي به پکې حلالېدل او خرڅېدل. په دوی کې د اوښ، ېږې او نورو ژویو غړي هم خرڅېدل.

د ګارډين ورځپاڼې د خبر له مخې، پر یوه هټۍ ځړېدلي نوملړ یا لېست کې د لېوه د بچي، سره ملخ، لړم، موږک، بيلونګړي، ګېدړ، شکوڼ، شمشتي او د تمڅا د غوښې نومونه هم وو.

زموږ د مالوماتو له مخې په دې لېست د اسمانڅکالي او پينګولین د غوښې یادونه نه وه شوې. چينايي چارواکي به خبر وي چې هلته څه خرڅېدل.

کارپوهان وايي، په وروستیو کلونو کې موندل شوي وېروسونه ټول له ځنګلي ژویو انسانانو ته لېږدېدلي دي، که هغه اېبولا و، که سارس وېروس او که اوس کورونا کويد .....

د پروفېسر جونز په خبره، له ځنګلي ژویو د ناروغیو د خپرېدلو پېښې په ډېرېدو دي او انساني ټولنه د نویو نویو وېروسونو ښکار کېږي. انسانانو د ځنګلونو په لاندې کولو پېل کړی، د ځنګلونو ځمکه کارول کېږي چې دا پخپله د وېروسونو د خپرېدو یو لامل کېدلی شي.

پروفېسر کنګم وايي، که د دې پر خطرونو پوهېږو نو وار له مخه يې مخنیوی هم کولی شو. که یو خوا په اسمانڅکالو کې ډېر وېروسونه شته نو بلخوا يې چاپېریال ته ګټه هم رسېږي.

ځينې اسمانڅکالي په پراخه کچه خځندې خوري چې په ډله کې يې کرنې ته زیان رسوونکي ملخان او میاشي هم وي. په ۲۰۰۳ کې سارس وبا له خپرېدو وروسته د ژویو د غوښو پلروونکو بازارونو باندې تر یوه بریده بندیزونه هم لګول شوي وو. خو ډېر ژر په چین، وېتنام او د سويل ختيځې اسیا په نورو سيمو کې بیا پرانيستل شول.

چین یو ځل بیا له ځنګلي ژویو جوړېدونکو خوراکي او نورو څېزونو پېر او پلور باندې بندیز لګولی دی.

د ايسټ اينګلیا پوهنتون پروفېسره ډيانا بېل وايي، چې ښايي موږ هېڅکله پر دې پوه نه شو چې د انسانانو وژونکی دغه وېروس کله، له کومه او څنګه پېدا شوه خو موږ "بل توپان" له راتلو مخکې درولی شو.

موږ په بېلا بېلو هېوادونو کې، د مختلفو سيمو او مختلفو چاپېریالانو کې په بېلا بېل ډول ژوند کوونکي ژوي سره یو ځای کوو چې ځينې يې په ونو کې اوسېږي، ځينې پر ځمکه او یو شمېر يې په اوبو یا سمندرونو کې. دا له خطره ډک کار دی او باید ويې دروو.