د لاسونو الکهول څنګه اغېزه کوي؟

روغتیا
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهیز

د لاسونو یو کمزوری الکهول د میکروبونو له خپراوي څخه د مخنیوي په برخه کې ګټور دی. تاسې کولی شئ د لاسونو الکهول د کورونا ویروس پر خلاف وکاروئ.

د لاسونو الکهول د ممبران په له منځه ولاړلو سره اغیز کوي

.

د لاسونو الکهول، بکتریا، ویروس او ګڼ شمېر نور میکروارګانیزمونه له منځه وړي او لاسونه له میکرو ارګانیزمونو څخه پاکوي.

د لاسونو الکهول هغه وخت اغیزمن وي کله چې د لاسونو د ضد عفوني کولو  مایع لږترلږه په سلو کې ۶۰ الکهول ولري.، دغه اندازه د میکرو ارګانیزمونو د حجراتو ممبران له منځه وړي او د حجرو د چاودېدلو سبب کرځي.

د حجرو ممبران له غوړ او پروتینو څخه جوړ شوی چې لکهول د ممبران پر دواړه توکو ویجاړونکی اغیز لري. 

د الکهولو مالیکول د ممبران  غوړ مالیکول ته ننوځي او ویجاړوي يې. 

پروتین یو ډېر اوږد مالیکول لري چې د سیم په څير په ټاکلي ډول تاوراتاو شوی دي.

هریو تاو د پروتین د سم کار له پاره  زیات ارزښت لري، خو الکهول د تاو شویو برخو منځ ته ننوځي او تاونه پرانیزي او اواروي يې چې د پروتین د له منځه تللو سبب کرځي.

په دې ډول الکهول بکتریا له منځه وړي.

د لاسونو الکهول په دوو جبهو کې پر ویروس او بکتریا برید کوي او د سوریو او د ممبران له منځه تېریږي او د پروتین دندې دروي.

د  ویروس خلاف د لاسونو الکهول 

د لاسونو پاک ساتنه د کورونا د نوي ویروس پر خلاف ډېره غوره دفاع ده.  دا به ډېره ښه وي چې سړی لاسونه په اوبو او صابون پرېمینځي. صابون په آسانۍ سره کولی شي د ویروس د ساتونکي ممبران د غوړ یا فيټ برخه ويلې او له فعالیته وغورځوي.

که چېرې صابون او اوبو ته لاس رسی و نه وي د لاسونو الکهول غوره الترناتیف دی.

د لاسونو الکهول  په سلو کې د ۶۰- ۸۰ د ایتانول د محلول په لرلو سره کولی شي لکه د صابون د کورونا ویروس د غوړ ممبران ویلې کړي. د الکهول اندازه باید په همدې کچه وي چې پورته ترې یادونه وشوه. ویسکي او ودکا چې په سلو کې ۴۰ الکهول لري نه شي کولی په اغیزمنه توګه ویروس ویلي کړي.

 

آیا د لاسونو الکهول ټولې بکتریاګانې وژلی شي؟

د تولیدونکو د مالوماتو پر بنسټ د لاسونو الکهول په سلو ۹۹،۹۹ بکتریا ګانې له منځه وړي. خو  حقیقت دادی چې ځنې بکتریاګانې سپورونه جوړوي ، چې الکهول پرې اغېزه نه لري او وروسته په بکتریا ځان بدلوي. د بېلګې په توګه کلوستریدیوم Clostridium چې د کولمو جدي ناروغۍ رامنځ ته کوي. اغیرمنه اغیزه غوښتنه کوي څو لاسونه ناولي او غوړ و نه اوسي، ځکه الکهول نه شي کولی له میکرو ارګانیزمونو سره په تماس کې راشي. او همدارنګه الکهول د اغېز دپاره وخت ته اړتیا لري. الکهول هغه وخت ښه اغېزه کوي کله چې لاسونه تر هغې ښه و مښل شي ترڅو لاسونه وچ احساس شي.