د کرونا پېښې او زموږ دهیوادوالو اندېښنه او مسئولیت

روغتیا
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پوهاند دودیال

(کرونا په احصائیوی ګرافونو کې)

له بده مرغه له څو میاشتو راهیسې په نړۍ کې د کرونا ناروغی د زیات شمیر انسانانو د مړینی ترڅنګ لوی اقصادی زیان هم رامنځټه کړ. دتلفاتودغه بشری زیان خو نه جبران کیدوکی دی، خواقتصادی ټکان به هم ممکن تر ډیره پورې جبران نشو کړای. اوس ډیر خلک د دغې ناروغی د سرایت د مسیر( trend) په هکله پوښتنې سره مخامخ دي.

احصائیه ډیرې پېښې( events) د ګرافونو په واسطه را ته بیانوی. دغه ډول ګرافونو ته په کتنې سره یو څوک دیوې پېښې په څرنګوالی ، مسیر، صعودی او نزولی سیر باندې. ډیر په آسانه پوهیددای شي. دغه ګرافونه زیاتره په اقتصادی او ساینسی مسایلو کی تر استفادې لاندی دی. یو هم په دی کې د ارقامو یا مشاهداتو د ثبت او څیړنی طبیعی منحنی دی. ډیرې ښکارندې د دغه منحنی سره سم سیر، صعود او بیرته نزول کوي. په افغانستان کې د کرونا لومړنۍ نښې د فبروری په وروسیتو ورځو(دحوت پنځمه) کې په هرات کې هغه وخت ولیدل شوې چې افغان مهاجر په زیات شمیر هیواد ته راغلل. لومړنۍ شمیری اووه تنه اخته وو، چې یو تن ځوان پکې شهید شو، خو له بده مرغه په تدریج دغه واقعات زیات شول. اوس هم موږ نه پوهیږو چی ددغه بحرانی مسیر په کوم موقعیت کې یاستو. هغه نقطه چی د ناروغۍ سرایت اودناروغانو شمیر ترټولو لوړه نقطی ته ورسیږی او وروسته تر هغه بیرته نزول پیل کوی، دې ته اوج او د فلاکت حد ویلای شو. افغانستان او افغانان باید نور ځان د فلاکت نقطه کې وبولي او اجازه ورنکړی چې دمنحنی مسیر لوړ شي، ځکه چی تر دې اضافه یې تحمل نلرو، نه روغتونونه ورته رسیدګی کولای شی او نه هم وسایل ورته لرو، خو زیاتره ټولنې(هیوادونه) له دغې نقطې څخه واوښتل او اوس یې مسیر مخ په ښکته روان دی، دوی یې دقیق ارقام ( data) ثبت کړی او کولای شی د نیټې له مخې هغه بیان کړی، متاسفانه زموږ په لاس کی زموږ د خپل هیواد دقیق او ثقه ارقام نشته، خو دغه مسیر له دوو محورونو جوړ دی: یو مستقل محور( x) او بل تابع محور(y )ّ . مستقل محور به د وخت تیریدل فرض کړو چی د فبروری میاشت به یې ولیکو، تابع محور( dependent) به د ناروغانو شمیر. اوس نو دا په موږ پورې اړه لری چې ددغی مودې په ترڅ کې څومره روغتیایی هدایات او وقایوی - احتیاطی عملی کوو. هر څومره چې موږ هر یو په انفرادی ډول قرنطین، نظافت او وقایوی تدابیر ښه کلک کړو ډیر ژر د ګراف له څوکې یعنی د فلاکت peakله نقطې څخه تیر او مسیر به نزول پیل کړی، پرته له هغه خدای مه کړه دا مسیر تر هغې پورې دوام کوی، تر څوچې ...؟

لاندې شکل ته وګورئ:

 

په پورته فرضی شکل کی تاسی فرض کړئ چې د حوت په پنځمه هرات کې اوله حادثه مشاهده شوه، همدا نن د ثور په ۱۷مه موږ د فلاکت اوج ته ورسیدو او ټول هیواد کی ۲۹۰۰ناروغان لرو ، که همدا نن موږ ټول په ګډه تصمیم ونیسو او:

  • قرنطین په کله رعایت، صابون او نظافت سره یو ځای ټولنیزه فاصله رعایت کړو،
  • دلمر د رڼا د زیاتیدو او د نسبی لمبدبل د کمښت مثبت فکتور،
  • د خپل تشویش په کمولو اود مناسبې تغذیې، دلمر سیده وړانګو ته (پرته له ښيښې) څو شیبی کیناستو او جبری انتظار سره یو څای به موږ ډیر ژر د شیوع د لوړې نقطی یا فلاکت څخه بیرته نزولی سیر غوره کړای شو.

تاسی فرض کړئ چی مثلاً د دریو میاشتو په بهیر کی د منحنی(ګراف) شنه کرښه ایتالیا فرض کړئ او سره کرښه (چې پری پرې شوی کرښه ده) چین فرض کړئ، یو هیواد (ایتالیا) ډیر اخته ناروغان او مړینی لری، خو دغه بل دوهم هیواد په عین موده کې کم ناروغان لری(شکل وګورئ اومقایسه وکړئ).

طبیعی منخنی دری حالته لرلای شی :

لومړی: هغه وضعیت چې ناروغي په دوه میاشتو کی خپره او لوړ حد ته رسیدلی او دوه میاشتو کې بییرته صفر حد ته ورسیږی (دشیوع او پای ته رسیدو وخت برابر دی). عمودی محور دناروغانو شمیراړوند فریکوینسی او افقی محور وخت دی

.

دوهم: هغه فرضی وضعیت چې ناروغی دوو میاشتو کې اوج ته ورسیده، خو بیرته صفر کیدل یی خدای ناخواسته تر دوو میاشتو زیات وخت ونیسی، یعنی د منحنی لمن ښۍ خواته ډیره پلنه وی. موږ دا حالت نه غواړو، اما زموږ تدبیر په دې کې ډدیر رول لری، که چیرې پورتنی احتیاط- وقایوی تدابیر په نظر کی ونه نیسو همداسی یو وضعیت به پېښ شی. له لاندنی rightward skewness څخه باید ځان وساتو.

 

درېیم: دغه حالت زموږ د خوښې او غوښتنې وړ حالت دی، غواړو ‌ډیر ژر د ناروغی د شیوع له حالته ووځو، هغه دا دی

:

دا کیڼ لوری ته ( تیری دوه میاشتی)د منحنی دلمنی پراختیا، خو ښي لاس ته یی ډیر ژر راټولیدل ښکاره کوی. یوشمیر هیوادو لکه ویتنام، شمالی کیوبا او جرمنی همدا مسیر تیر کړ، دوی اوس ډیر ژر د ناروغی څخه د وتلو په حالت کی دی، آن دا چې قرنطین د رفع کیدو په حال کي دی. جرمنی له کرونا سره بریالی مبارزه وکړه.

درنو هیوادوالو! د ناروغی د شیوع طبیعی منحنی ستاسو احتیاطی او وقایوی تدابیرو پورې اړه لری، نو:

  • دحکومت اعلانونو ته توجه وکړئ،
  • کرونا کومه ټوکه مه بولئ، تاسې دهغې په وړاندی مسئولیت لرئ، دهغی مخنیوی زموږ هریوه پورې اړه لری.
  • له کوره مه وځئ، د کور ضروری سودا لپاره صرف یو تن توظیف کړئ، چې له ماسک او ځانګړو جامو سره بهر ولاړ شی اشد ضروری وسایل تهیه او ژر بیرته راستون او سم له راتګ سره جامی بدلی او هغه لمر ته واچوی، مخکی تر دی چی نورو سره په تماس کی شی، ځان او لاسونه دی په صابون ومینځي،
  • ټولنیزه فاصله (اقلاً دوه متره)رعایت کړئ،
  • سپورت او ساده ورزشی حرکات مه هیروئ،
  • د ناروغی د نښو په لیدو سره ډیر ژر نږدې روغتیایی مرکز ته ورشئ.

امید شته د ورځو په اوږدیدو، د لمر لرونکو ورځو په زیاتیدو او احتیاطی تدابیرو په نیولوسره به موږ ډیر ژر له دی حالته ووځو. یعنی موږ د پورتنیو شکلونو دریم حالت سره علاقمند یو. لاندی ګراف موږ د هوا تودیدو او دلمرینو ورځو لرونکی وضعیت ته امیدواره کوي.

هغه ولایتونه چی توده هوا لری، پېښې پکې کمې دی( له سړو سیمو څخه تر تودو یې مقایسه کړئ).

دکرونا ناروغی لا تر اوسه هم ډیر ناپیژندل شوی اړخونه لری، د واکسین او درملو تر جوړیدو او ازمایښت کیدو یی ډیر وخت پاتی دی،. خو د احتیاطی تدابیرو په واسطه یی شیوع کمه او صفری حالت ته رسولای شو. عملاً لیدل کیږی چې زموږ هیوادوال احتیاطی تدابیر نه رعایتوی، نو ځکه اوسنی حالت کی ارقام لاندی وضعیت ښکاره کوی:

پورتنی ګراف د هرې ورځې د اخته کیدونکو وسطی شمیرښکاره کوی چې موږ د حوت په اوخرو کی روزانه په اوسط ډول کم شمیر ناروغان لرل، دا دی اوس د ثور(اپریل) میاشت کی طور اوسط دسلو شاخوا اخته کیدونکی ناروغان لرو. دولتی ارګانونه دریو ستونزو سره مخامخ دی:

۱.خلکو ته معلومات ورکول، خو زیاتره هیوادوال ورته توجه نه کوي،

۲.دخلکو له بی باوری سره مخامختیا او دغی بی باوری ته د پای ټکی ایښودل،

۳.خپل منځی اختلافات او مخالفت کوونکو سره د چوکیو او امتیاز ورکولو)دقدرت ویش او د ع.ع ټیم ته امتیازات منلو) کی بوختیا چی د روغتیا لومړیتوب ته سمه رسیدګی نشی کولای،

۴.وسله والو مخالفینو اوجنایی بانډونو سره مخامختیا ،

۵.دجګړی ډګر کی بوختیا.

مخالفین او جنیاتیکاران له هرې وسلی کار اخلی، بریښنا پری کوی، تروریستی عملیاتو ته یی زور ورکړی، غلاوی او تښتونی کوی او داسې نور اعمال، په داسې حال کی چی نورو هیوادو کی د جګړی او له حکومت څخه د چوکی غوښتلو او امتیاز غوښتنې ستونزه نشته، حکومتونو خپله توجه ناروغی اود ولس روغتیا ته متمرکزه کړی ده، د افغانستان حکومت له ناروغی سره د مبارزی تر څنګ څو نورو برخو کی لازیات بوخت دی، نو په داسې حال کی ډیر مسئولیت د ولس غاړی ته لوږی چی د فلاکت څخه د وتلو په خاطر باید دوی خپله لاس په کار شی، وقایوی او احتیاطی تدابیر کلک کړئ، رضاکار ځوانان او مدنی ټولنه دی لاس په کار شی او استرس سره مبارزه وکړی؛ لویی غونډو، تجمعاتو،ګڼه ګوڼه جوړولواو دغه ډول نورو بی احتیاطیو څخه دی مخنوی وکړی چی هر ورځ یی ګورو. دغه بی احتیاطی هره ورځ زیاتیږی او کمیږی نه. راځئ ناروغی ته د کمیدونکی ګراف leftward skewness شکل ورکړو. او دا موږ پورې اړه لری. دا زموږ خپل کار دی، که مو دغه شکل غوره کړ ډیر ژر به د روغتیا او سلامتی ورځو ته ورسیږو، پرته له هغه به خدای مه کړه دګراف هماغه لومړنی شکلونه وی چی دا به افغانی ټولنی ته ډیر دردوونکی وی. په دی هیله چی د leftward skewness لوری ته حرکت پیل شی. نو درنو هیوادوالو په دغو سختو شرایطو کی له روغتیایی ادارو سره همکار شئ، خپل ژوند وژغورئ. نن ورځ طبیعی منخنی ډیرو مسایلو کی موږ ته وضاحت راکوي، راځئ ورڅخه استفاده وکړو او په هغو سره ځانته مسایل واضح او ثبوت کړو.