نور به د موبایل نمبر لپاره سېمکارت نه؛ بلکې سافټ وییر کارول کېږي

طبیعي علوم
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

زاهـدالله ځـلانـد
په ۲۰۱۶ زېږیز کال کې به د موبایلونو د سېمکارتونو د شتون ۲۵ کاله پوره شي. د سېمکارت سلور جوبلي (Silver Jubilee) یا ۲۵ مه کلیزه به ونمانځل شي؛ خـو د (Golden Jubilee) یا ۵۰ مې کلیزې د نمانځنې کوم څرک به یې ونه لیدل شي.

 

د ګرځنده ټلیفونونو کاروونکي به کولای شي، چې د پاسورډ په مرسته په هر موبایل کې خپل نمبر وکاروي.
د انګلستان د کېمبرج پوهنتون د کمپیوټر ټکنالوژۍ ماهرینو ویلي دي، چې نور د موبایلونو د سېمکارتونو وخت تېر شوی دی او د دغو سمکارتونو ځای به سافټ وییر ونیسي.
د ډاکټر مرکوس په وینا د سېمکارت ځای به یوه آی ډي/ ګڼون او پاسورډ ونیسي. دا به داسې کېږي، لکه څنګه چې وای فای کارول کېږي او د موبایلونو کاروونکي به کولای شي، چې د هر یو موبایل له پرانستلو پرته خپل نمبر وکاروي.
د دغې نوې ټکنالوژۍ وروسته به د ګرځنده ټلیفونونو شبکې یوازې د سافټ وییر په مرسته ټولې شمېرې څاري او کنټرولوي به یې.
د افغانستان په څېر هېواد کې کېدای شي، دغه ډول ټکنالوژي ډېره زر بریالۍ نه شي، ځکه چې په افغانستان کې ډېری خلک د معلوماتي او عصري ټکنالوژۍ سره بلد نه دي او د خپلو سېمکارتونو د ډېرو وړو ستونزو د هواري لپاره هم د مخابراتي شبکو دفترونو او یا یې هم نماینده ګیو ته ورځي.
خو بیا هم هر کله چې دغه ټکنالوژي مخې ته راغله؛ نو د دغه ډول ستونزو لپاره به په یو نه یو ډول د هواري لارې چارې هم پیدا شي.