د سپرغۍ ویبپاڼې درنو همکارانو او لوستونکو د پاملرنې وړ

خبرتیاوې او اعلانونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

یو شمېر درنو لوستونکو او همکارانو د سپرغۍ د ویبپانې د نوي جوړښت په اړوند د توضیحاتو او مالوماتو غوښتنه کړې چې په لاندې ډول یو لړ اړین مالومات په لنډ ډول وړاندې کېږي:

ویبپاڼه لومړی مخ د مطالب د سریز پربنسټ ویشل شوی او هره مقاله د اړوندې برخې لاندې نشر ته سپارل کېږي د بېلګې په توګه د خبرونو ، مقالو ، کلتور، ،تاریخ او داسې نور برخو ویشل شوی. پاڼه دو مینوګانې لري یوه ټاپ مینو ده چې د لوګو په سر کې ځای لري او هلته تاسې د اړیکو برخه چې له سایټ سره د اړیکو برخه ده او نورې برخې ليدلی شې. دویمه مینو د لوګو لاندې د تورې پټې دپاسه ځای لري. ددې مینو ځنې برخې لاندې مینوګانې لري ، کله چې موس د هرې سریزې دپاسه راولۍ

لاندې مینو راڅرګنديږي د بېلګې په توګه د مقالو لاندې ، سیاسي ، ټولنیز، اقتصادي ، څېړنیزې او حقیقت موندنې برخې را څرګندېږي د لاندې مینو مقالې په لومړي مخ کې د مقالو تر سریزې لاندې خپرېږي، د اړوندې برخې د مقالو د لوستلو دپاره کولی شئ اړونده مینو پرانیزې او د خپل نظر وړ مقاله چې په لومړي مخ کې نه لیدل کېږي هلته ووینئ. په لومړي مخ کې یوازې تازه لیکنې لیدل کېږي چې تر یوې مودې وروسته په لومړي مخ کې لیدل کېدی نه شي خو په لاندې مینو کې يې تر لاسه کولی شئ. هر سریزه خپله پاڼه لري چې د اړوندې برخې مقالې په همدې برخه کې موندلی شئ.

د شعر برخه هم لاندې سریزې لري چې له شاعرانو، د اونۍ شعر، د شعر دکلمه او شعر په شعر برخې لري. د شاعرانو تر سریزې لاندې د درنو شاعرانو لست تر مخه کېږي او د هر شاعر تر نوم لاندې د شاعر شعرونه تر لاسه کولی شئ.

تاسې کولی شئ د خپل نظر وړ موضوع په فیسبوک او نورو ټولنیزو خپرونو کې د هرې مقالې لاندې د شریکولو له برخې شریک کړئ.

تاسې کولی شئ مقلې خوښې کړئ. زیات لوستل شوی مقالې په اوتومات ډول د سایټ په پورتنۍ او کوزنۍ برخه کې ځای نیسي.

د لټون د کړکۍ له لارې خپل مطالب په چټکه توګه تر لاسه کولی شئ. کله چې په ټاکلو پاڼو کې د مقالو شمېر زیاتېږي د پاڼو شمېر زیاتېږي او د پاڼې په لاندې برخه کې د ۱، ۲ ،۳، ...... شمېرې په توګه زیاتېږي.

د سپرغې پخوانې پاڼه د« زړه سپرغۍ» تر نامه لاندې په دویمه مینو کې ساتل شوې.

البته دغه لنډ معلوماتو د دوستانو د پښتنو له مخې وړاندې شو . بیا که له دوستانو سره پوښتنې موجودې وي هيله ده له پاڼې سره يې شریکې کړئ.

په درنښت