لیکوال شاعر او سیاستوال سلیمان لایق په حق ورسېد

خبرتیاوې او اعلانونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان علومو اکاډیمۍ علمي مشاور، شاعر، لیکوال او سیاستوال اکاډیمسین سلیمان لایق د ۹۰ کالو په عمر په جرمني کې ومړ.

د ښاغلي لایق زوی غرزي لایق بي بي سي ته وویل چې پلار یې د هغو ټپونو له کبله چې د ۲۰۱۹ کال سپتمبر کې یې په کابل کې د یوې چاودنې له کبله اخیستي وو، ساه ورکړه.

سلیمان لایق له ټپي کېدو وروسته په لومړي سر کې هند ته او بیا جرمني ته د درملنې لپاره لاړ او له تېرو لسو ورځو راهیسې په روغتون کې بستري و.

ښاغلی لایق د ۱۳۰۹ کال د تلې پر نهمه د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د عبدالغني کره زېږېدلی و او په لومړي سر کې پرې د غلام مجدد نوم اېښودل شوی و.

نوموړي لومړنۍ زده کړې د پغمان په مدرسه شرعیه، حبیبیه لیسه کې او بیا یې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون له شرعیاتو او ادبیاتو پوهنځیو ترلاسه کړې.

د ۱۳۳۰ مو کلونو اوږدو کې د افغانستان له کیڼ اړخه سیاسي بهیر سره له یو ځای کېدو وروسته ښاغلی لایق د خلق دیموکراتیک ګوند له موسسو غړو یو و، د ۱۳۴۲ کال د جدي یا مرغومي پر ۱۱ مه د ګوند تاسیس په ګنګره کې هم شامل و، خو د مرکزي کمېټې غړی نه و.

ښاغلي لایق د ۱۳۴۴ او ۱۳۴۸ کلونو په پارلماني ټاکنو کې هم کاندید و، خو بریالی نه شو.

واک ته د دغه ګوند له رسېدو وروسته یې د قومونو او قبایلو وزارت، علومو اکاډیمۍ ریاست په ګډون یو شمېر دندې تر سره کړې.

 

سلیمان لایق د خلق دیموکراتیک ګوند حکومت په لومړنۍ کابینه کې د راډیو ټلویزیون وزیر ټاکل شوی و

خو په دا وروستیو کلونو کې یې په علمي سیاست کې برخه نه درلوده.

ښاغلي لایق په ۱۳۴۵ کال کې د خلق جریدې له بندیدو وروسته د پرچم په نامه جریده خپره کړه، چې د دغه ګوند نشراتي ارګان بلل کېده.

ښاغلي لایق په ۱۳۹۱ کال کې د بي بي سي له مینه بکتاش سره یوه مرکه کې وویل:

'' پر (مردي از کوهستان) نومي ناول کار کوم، چې په ۱۳۵۹ کال کې مې پیل کړ او ټول عمر به پرې کار وکړم، زه غواړم د انقلاب او د هغه اړوند پېښې له خپله نظره په دې رومان کې وړاندې کړم، دا ډېر مهم کار دی او غواړم پای ته ورسېږي او خلک یې ولولي. دا د یوې اتلولۍ کیسه ده او اتل یې هم زموږ (د خلق دیموکراتیک ګوند غړو) په اصطلاح انقلاب ضد یانې له مجاهدینو یو دی. ''

سلیمان لایق چونغر، سندرې په سویو واتونو کې، کېږدۍ، یادونه او درمندونه، کیسې او افسانې، د اباسین سپیدې، شپیلۍ، سپرغۍ او ګڼ نور پښتو او دري شعري او نثري اثارپرې ایښي.

 

د سپرغۍ د ویبپاڼې د ډاډګېرنې پيغام

د سپرغۍ ویبپاڼه د افغان ادب او فرهنګ له آسمان څخه د ځلانده ستوري آکادمېسین سلېمان لایق د پرېوتلو له امله د ادب او فرهنګ مینوالو ته د ژورې ډاډګېرنۍ مراتب وړاندې کوي ، لایق خپل لیاقت او استعداد د وطن د محرومو او بې وزلو انسانانو د ژغورنې په لاره د ادبي او شعري مرغلرو په بڼه په کار واچوه څو د وطن په خوب ویده زیارکښه انسنان د پېړیو له خوبونو را ويښ او د یوې پتمنۍ او غوړېدلې ټولنې د رامنځ ته کولو په لار يې وهڅوي، لایق خپله دنده او مسولیت په ویاړ ترسره کړ او دده ميراث به د راتلونکو نسلونو دپاره د ترانو او وطنپالو زمزو په بڼه تل ژوندی پاتې وي. موږ د لایق کورنۍ او دوستانو ته ددغه سترې ضایعې له امله د ژور تسلیت مراتب وړاندې کوو روح يې ښاد یاد يې تل پاتې

د سپرغۍ ویب پاڼه

 

 

عيدِ قربان شد و من لايق قربان نه‌شدم

بوسه‌باران شد و من در خورِ باران نه‌شدم

نه‌رسيدم به هوس‌خانه‌ى آغوشِ كسى

رنج‌ها برده‌ام و واصلِ درمان نه‌شدم

عشق را هر چه ستودم نه‌رسيدم به مراد

ناله‌پرداز شدم، ناى نيستان نه‌شدم

در خيال و هوسِ بوسه و ديدارِ كسى

آستان‌بوس شدم، محرم خوبان نه‌شدم

نه‌شدم كشته و قربانىِ يك تير نگاه

از بدِ حادثه در تير‌رسِ آن نه‌شدم

منِ دريا‌زده رفتم به نبردِ دد و ديو

چون سليمانِ نبى حاكمِ ديوان نه‌شدم

سفرِ كشتى من در طلبِ ساحلِ عشق

غرق دريا شد و من واصلِ امكان نه‌شدم

بال و پر هرچه گشودم نه‌رسيدم به مراد

كِرمِ شبتاب شدم، مهرِ زرافشان نه‌شدم

لايقا در يَمِ نامحرمِ درياى فساد

بَرده‌ى تن شدم و روحِ غزل‌خوان نه شدم

سلیمان لایق