د عثمان کاکړ د مړینې د لامل په اړه ګنګوسې؛ کورنۍ یې وایي نوموړی 'وژل شوی'

خبرتیاوې او اعلانونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یوسف کاکړ په اغاخان روغتون کې خپلو پلویانو ته وینا کې اعلان وکړ، چې عثمان خان کاکړ "نور له موږ سره نشته."
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان ایالتي صدر او پخواني سناتور عثمان خان کاکړ د دوشنبې په ورځ( د جون ۲۱) د کراچۍ په اغاخان روغتون کې ساه ورکړه.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند وايي، د ښاغلي کاکړ د جنازې مراسم به سه شنبه په کوټه او چارشنبه د نوموړي په پلرني ټاټوبي مسلم باغ کې ترسره کېږي او هملته به خاورو ته سپارل کېږي.


د دې ګوند یو سیاستوال یوسف کاکړ په اغاخان روغتون کې خپلو پلویانو ته وینا کې اعلان وکړ، چې عثمان خان کاکړ "نور له موږ سره نشته."
که څه هم یوسف کاکړ په دې وینا کې ادعا وکړه، چې پر عثمان خان کاکړ په خپل کور کې برید شوی و او په برید کې ټپي شوی و، خو د دې برید په اړه يې نور جزييات ورنه کړل.
د عثمان کاکړ زوی خوشحال کاکړ هم رسنیو سره خبرو کې ویلي، پلار یې په ډېر چل وژل شوی او دوی پوهېږي چې دا کار چا کړی دی.
نوموړی وایي، له ډېرې مودې راهیسې یې پلار ته ګواښنې کېدلې چې د جمهوریت په ملاتړ دې څرګندونې نه کوي.

ګوند او نور سیاستوال څه وایي؟
محسن دوړ وایي، ډاکټرانو ورته ویلي چې د عثمان کاکړ پر سر کلک ګوزار شوی و
پښتونخوا ملي عوامي ګوند ځينې سیاستوال چې د ښاغلي کاکړ په هکله د ګوند له لوري یوه بله اعلامیه ژر خپره شي، چې د دوی په خبره په هغه کې به د نوموړي د ټپي کېدو ټول مالومات له رسنیو سره شریک کړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي محسن دوړ هم وایي، د عثمان کاکړ او کورنۍ سره یې خبرې کړې دي چې ورته ویل شوي چې نوموړی د پرېوتلو له کبله نه، بلکې پر سر د کلک ګوزار له کبله ټپي شوی او بیا مړ شوی.
تردې وړاندې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي له بي بي سي خبرو کې ویلي وو، چې عثمان کاکړ د ناروغۍ له امله په تشناب کې غورځېدلی و او په سر ټپي شوی دی.

افغانستان او پاکستان کې غبرګونونه
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له لوري په خپره شوې یوه اعلامیه کې عثمان خان کاکړ ته د (شهید) توری کارول شوی خو پر نوموړي د برید په هکله نور مالومات لاهم رسنیو ته نه دي ورکړي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د عثمان خان کاکړ پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او د هغه مرګ یې یوه ضایعه بللې. په دې تړاو د ارګ اعلامیه کې راغلي:
"عثمان خان کاکړ د افغان وطن د واقعي خواخوږي او ځيرک سیاستوال په توګه د امن، سولې، ثبات او یووالي لپاره عملي مبارزه او د قدر وړ هلې ځلې وکړې. نوموړي په افغانستان کې د سولې بهیر د ملاتړ ترڅنګ تل د پردیو د لاسوهنو سخت مخالفت کاوه او هغه ټولې پالیسۍ او کړنې یې سختې نقد کولې چې د سیمې او افغانستان د امنیت، ثبات او پرمختګ په زیان وې."
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، عثمان کاکړ خپلې ایدیولوژۍ او د ځپل شویو ولسونو د حقونو لپاره خپلې مبارزې ته ژمن کس و او تشه به یې ډکه نشي.
پښتون سیاستوال غلام احمد بلور هم د عثمان کاکړ پر مړینه خواشیني ښودلي او هغه یې یو بې وېرې سړی بللی دی.
عثمان کاکړ نه یوازې د پښتنو بلکې، د بلوڅانو، سیندیانو او نورو قومونو د حقونو غوښتنه هم کوله.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سیاستوال عثمان خان کاکړ له ځوانۍ نه په یاد ګوند کې فعال پاتې شو و او اوس په بلوچستان ایالت کې د دغه ګوند ایالتي مشر و.
نوموړی له ۲۰۱۵میلادي کال نه تر ۲۰۲۱م پورې د پاکستان د سنا غړی هم و.
ښاغلی کاکړ د ډیموکراسۍ یو له پلویانو او د ډیموکراسۍ ضد قوتونو سخت انتقاد کوونکی بلل کېده.
د پاکستان په سنا کې نوموړي تل د ډیموکراسۍ ضد قوتونو پر خلاف ویناوي کړې او د همدې ویناوو له امله يې په پاکستان کې شهرت ترلاسه کړی و.
ښاغلی کاکړ چې د روان کال په مارچ میاشت کې د پاکستان په سنا کې په خپله وروستۍ وینا کې ویلي وو، ده ته بیا بیا ویل شوي، چې د ډیموکراسۍ له پلوۍ او د ډیموکراسۍ ضد قوتونو خلاف خبرې دې نه کوي او باید چوپ پاته شي.
نوموړي په دې وینا کې زیاته کړې وه، چې ده ته داسې اشارې ورکړل شوې دي، چې دی به ووژل شي خو نوموړي په دې وینا کې ویلي وو '' که مړ هم شم، پروا نه کوي، خو باید وژنه مې په ریکارډ پاتې شي، چې زما د وژلو ذمه وار د پاکستان استخبارات دي. ''
عثمان کاکړ چې تل به يې د لر او بر افغان خبره کوله، د پاکستان پوځ او استخبارات ېې تل په افغان جګړه کې په لاس وهنې تورنول او په دې فکر و، چې د ترهګرۍ مرکزونه اسلام اباد او لاهور دي.
ښاغلي کاکړ به د پاکستان په سنا کې هم همداسې وینا کوله او تل يې د پښتنو ترڅنګ د بلوڅانو، سیندیانو او نورو قامونو د حق غوښتنه کوله. نوموړي په همدې خاطر په پاکستان کې د یوه زړور سیاستوال په توګه مشهور و.