ښکلی کنړ

خبرتیاوې او اعلانونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهیز

غربت او له هیواده بېلتون یو درد دی او له وطن څخه د غجمنو خبرونو راتګ بله بدمرغي  . په داسې حال کې چې هره ورځ د وژنو ، دهشتونو او دربدریو غږونه د وطن له هرې لوېشتې راسېږي او د هغه ښکلي هیواد پر ځمکه د نړېوال ستمګرو او د هغوی د لاسپوسو  ویجاوړنکی چلند په بې ځنډه ډول دوام لري

او د خلکو ژوند يې له بې شمېره کړاونو سره مخامخ کړی ، د دردونو او غمونو په داسې توره او خړه فضا کې د لیکوال ولي الله ملکزي ښکلی اثر «کونړ یا کنړ» په تر لاسه کولو سره مې یو ځل بیا د خپل ښکلي ټاټوبي ښایسته او زړه راښکونکي منظرونه را په یاد او یوه شیبه مې د اوسنې بدرنګو شیبو تور تصویر هېر کړ. دې کتاب ماته خپل زوړ خټین کلې او کور چې ښکليو زیارکښه او وطنپاله وګړو په کې د سولې او ورورلۍ په فضا کې ژوند کاوه او د مينې او اخلاص غېږه يې خپلو او پردو ته خلاصه وه او خپله یوه مړۍ يې له مېلمه سره په بې سارې مینې او اخلاص شریکوله، په یاد کړ.

ددې کتاب په پاڼو کې د کنړونو درو او ورشو ګانو ته ولاړم ، د کنړ څپڅپاند سیند، خوړونو ، اوچتو غرونو، ځنګلونو ته ولاړم او د کنړ د ښکلاګانو ننداره مې وکړه . بوټي او ځنګلونه ، شنه فصلونه اوشتمن  کانونه مې د سترګو له پردې تېر شول.

 دا کتاب چې ۳۱۴ لیکلړونه لري  هر نوملړ يې د ځانګړې برخې ښکلا ګانو ته اړوند شوې. په ځانګړي ډول د کنړ طبیعت ، غیرتي او مېلمه پاله وکړو، دودونو او رواجونو ، د یو شمېر شخصیتونو او اوسېدونکو قومونو او پر ګنو معرفي ته اړوند شوی. زه ددې کتاب د لوستلو وړاندیز د کتاب ټولو لوستونکو او علاقه مندانو ته کوم . او د ښاغلي ولي الله ملکزي څخه ددې زیار له امله مننه کوم او ورته د نورو زیاتو  بريو هیله کوم.

په درنښت