طالب جان هم دا نیمګړې دنیا پرېښوده!

خبرتیاوې او اعلانونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

امیرجان وحید احمدزی

”دفن دي څه خوږې خوږې لهجې په مقبره کې

ما وژني دغه چوپې چوپې خولې په مقبره کې“

وړم کال چې د ښاروال (عصمت الله) د واده په خوښۍسره راټول وو، نو په وروستي ځل مې هملته ولیده. ماسپښين مهال په برنډه کې زموږ ټولو ترمنځ اوږد غځېدلی و. غلنی مې وسکونډه، خیز یې واچاوه.

برګ او قهرجن یې راوکتل.

ما ویل څه تورې بلا وهلی یې، درټول شه!

 کرار کرار یې ټنډه غوړېده او چې په خندا شو، نو سترګې یې د مخ په کاسه کې ورکې شوې. دواړه لاسونه یې ولګول، چې ښه یې ځان شاته تکیه کړ، ویل: چارچشمه ولاکه جوړ یم.

-         ولې؟

-         سخت رنځور یم، دعا راته کوه.

تر پرونه خو به دې ویل چې د نر په دعاګانو پایئ، اوس له ما دعا غواړې؟

ویل، بچیه، دا د وخت وخت خبره ده، خو که نه وم ولا ارمان مې وکړې.

ما ویل، هیڅ بلا هم نه یې وهلی، هسې دې زړه غورځولی، رابار کړه او بېرته په دې کنډ راواوړه که جک جوړ نشوې بیا زه ناغه!

ویل، هو په خدای، هغه د خوګانو وطن دی چې وس مې وشي، ولاکه یو ساعت هم ورته وګورم. خوا مې ترې بده ده، دعا کوه چې که جوړ شوم، ډېر ژر به یې واورې، خو ارامیتوب به نه کوئ، یو کار او روزګار به رابرابروئ.

نېغ راکېناست، بالښت ته یې تکیه وکړه، ویل، ګردې مې ختمې دي، نه مې دم پرېښود او نه دوا خو یو توت ګټه هم نه کوي.

ما ویل، جک جوړ یې، ناحقه زړه مه غورځوه، په اندېښنو نه کېږي.

بیا یې سر وښوراوه او په خپل انداز یې راته کړه، بچیه ته زما له حاله څه خبر یې، همدا زه یم چې دا دردونه زغمم.

ما ویل، ته لږ راوړاندې شه.

-          څه شی راباندې کوې؟

چپ لاس مې ترې راچاپېر کړ، بغل ته مې ښه را لنډ کړ، په ښي لاس مې موبایل ورته ونیوه، ما ویل هلته ګوره. ډېر هیبت دې وکړ، سبا به رښتیا ډډ رالګېدلی وې، د ابک خبره چې یو یادګاري عکس خو دې واخلم.

د موبال په سکرین مې چې عکس ورښکاره کړه، په خندا شو، ویل: یاره منم دې د ترور زو!

په خندا شو، له ډېرې خندا یې سترګو اوښکې وکړې، په دواړو لاسونو یې وسولولې، پښې یې وغځولې، د چپ لاس په پنجه یې په دا ټټر کېکاږلم، ویل ، یاره، خدای خو دې وبښي، ابک لا څه سړی و، رښتیا تاته به یې څه ویل؟

مال، هو هغه ته تر تا ښه او مودب و، ژورنالیست به یې راته ویل، مګر ته مې چارچشمه بولې.

سترګې یې برندې کړې، ویل، خو چارچشمه یې، نو څه پلار درته ووایم؟

دواړو ښه وخندل، بیا یې مخامخ خط او برېت ځوان ته چې زېړچک کالي یې په تن و، لاس ونیوه، ویل دا مې زوی دی، زما پرځای نن دی درځي هوټل ته پام پرې کوه چې نابلده دی.

ما ویل لېونی لېونی مه کېږه، هلته دې ساعت تېرېږي، حتما راشه!

خندل یې، ویل:  زوی مړې، دا کورونه چاته پرېږدۍ. تاسې لاړ شئ، زه به دلته پیرداري وکړم.

د طالب جان ماشومتوب او هلکتوب مې نه یادېږي، ځکه دی په تخار او موږ په کابل وو، خو د کډوالۍ پرمهال مې چې په صوابۍ کې ولیده، نو چټ زلمی و. دی له موږ څو کاله وروسته پاکستان ته راغی، خو په لنډ وخت کې له موږ ټولو سره داسې خوږ شو، لکه د وړکینې ملګری او همزولی.

ساده زړی، بې ازاره او کمینه انسان و، تل به یې خوله له خندا ویړه وه. خندا خو یې بې له هغې هم خندا وه، مګر غم یې هم په خندا تېراوه. په وړو او زړو یې خپل ناز او نیاز لاره. په هر چا یې یو نوم ایښی و، په همغه نوم به یې باله. ټوکمار سړی و، هم یې خپلې ټوکې ته خندل او هم یې ستا ټوکه بده نه ګڼله.

تل به یې ویل، چې څومره لوی درجې ته ورسېږئ، ځانته به نه غلطیاره کېږئ، ځان به یې ښوده، ویل له دې لالا به مو لاسنیوی کوئ او د دې ځوان دم او دعا چې درسره وه، نو په فلک هم رای مه وهئ، بېغمه پرې ورځئ، په توکل د خدای!

ژوند د ډېرو نورو افغانانو په څېر تر پایه د طالب جان په اوږو پېټی و او د سرګردانه ژوند همدغه پېټي ترپایه ارامۍ او هوسایۍ ته پرېنښود. د ژوند رنګینۍ یې لږ، مګر سختۍ یې بېخي ډېرې ولیدې. ډېرې سختۍ، کړاوونه او غمونه یې وګالل، خو سختۍ، بې وزلۍ او رنځورۍ د طالب جان خندنۍ او موسکې شونډې مړاوې نه کړې او نه اندېښنو او نهیلیو مات کړ.

واده یې چې وکړ، نو ډېر کلونه یې اولادونه نه و، بیا یې چې بل واده وکړ، نو له هغه نه خدای ښه ډېر اولادونه ورکړل، خو د مور او پلار رنځورۍ او غمونو د اولادونو په خوښۍ پوه نه کړ.

په کابل کې له څو کاله استوګنې وروسته خپل پلرني کلي ته ولاړ، هلته یې د مشرې مېرمنې له رنځورۍ او وفات وروسته په خپل ځان راغله، که به یوه ورځ جوړ، دوه ورځې به ناجوړه و او بالاخره همغې ناروغۍ یې ژوند واخیست او د بیا لیدو ارمان یې  د ډېرو په زړونو داغ پاتې شو.

ارمان د بیا لیدو یې درده پاتې شي، دوی لاړ شي
د ګل غوندې د ورځو میلمانه وي ځینې خلک“

طالب جان نه کوم مقام او منصبدار و او نه هم عالم اولیکوال و چې کومه خطبه، وینا او اثر یې د نورو په ذهن کې وي، مګر د هغه کمیني، خوش طبعي، ښه سلوک، ټولنیز خوی او ټوکې ټکالې به تر ډېره موږ ته هغه رایادوي. په وروستي ځل لیدو کې یې د دعا هیله او غوښتنه کړې وه، نو د خدای تعالی په دربار کې طالب جان ته مغفرت او فردوس جنت ، اولادونو او خواخوږو ته یې د زغم دعا کوم!

راغلم جهان ځای د اوسیدو نه و
کډه په زیړي ماذدیګر بیرته وړم