د هېواد په اړه ؛ زموږ بد نيتونه

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اسدالله غيرت

له نن څخه تقريبآ څلور کاله وړاندې مې د خپلې سيمې په يوه دولتي ښوونځي کې د ښوونکي مقدسه دنده ترسره کوله ، هره ورځ به له دندې سره د بې کچې مينې له امله له درسي ساعت شل او يا هم ديرش دقيقې وړاندې ښوونځي ته تلم او په پوره مينه او لوالتيا مې خپل مضمون تدريسوه ، د ښوونځي نورو ښوونکو زما په دې عادت پسې خندا کوله او پس شاه به يې يو بل ته ويل چې (( غيرت ليونی شوی ؛ وختي ښوونځي ته راځي او تر دولسو بجو پورې درس ته مټه وي )) د ښوونځي ښوونکي بيا زما په شان نه و ، د درسي ساعت له پيليدا به نيم او يا هم پوره يو ساعت وروسته ښوونځي ته راتلل ، دوه ساعته به يې تدريس کاوه ، باقي به يې په اداره کې شخصي مجلسونه کوله ؛ خو ماته به يې د ليوني حطاب کاوه

.

.............................

کله مې چې د ښوونځي د يو شمير نورو ښوونکو سره يو ځای د دارلمعلمين درسونه پيل کړل ، په خپل وخت به درس ته حاضريدم او په پوره دقت سره به مې خپل درسونه تعقيبول ، د سيمې خلکو او د لېسې ښوونکو به راپسې ويل چې (( غيرت له دارلمعلمين څخه د الازهر پوهنتون جوړ کړی دی او هره ورځ ورشړت وي )) ښوونکو ځکه راپسې دا خبرې کولې ، چې دوی به اونۍ کې يوازې دوه او يا هم درې ورځې درس ته حاضريدل او باقي به يې خپل شخصي کارونه ترسره کول .

................................

له نن څخه نيږدې يو کال وړاندې مې له ولسوالۍ څخه د مرکز يوې ليسې ته د ښوونکي په توګه تبديلي وکړه ، د نوموړې لېسې اکثر زده کوونکي دولتي مامورين او سرتيرې و ، دلته اصول داسې و ، چې زده کوونکي بايد په ټولګيو کې له شتون پرته سوب ونيول شي ، په کلنۍ ازموينه کې د زده کوونکو موجوديت ضروري و ، په درسي ورځو کې د زده کوونکو حاضريدل او نه حاضريدل کومه خبره نه وه ،  نوموړې لېسې له مدير پرته تقريبآ لس ښوونکي درلودل ، چې يوازې زه پکې رسمي او باقي نور ټول په حق الزحمه نيول شوي و .

 په هغه ورځ چې ، کندوز ولايت د لومړۍ ځل لپاره سقوط وکړ؛ د ښوونځي په اداره کې ناست وم ، چې ګورم د ليسې يو ښوونکی په چټکو قدمونو  ادارې ته راننوت ، د ښوونځي په سرښوونکي يې غږ کړ :

سرمعلم صيب ! زموږ معاشونه څنګه شول ؟

سرښوونکي  په نرمه لهجه ورته  وويل : په نيږدې څو ورځو کې بانک ته حواله کيږي .

ښوونکي په تونده لهجه وويل : سرمعلم صيب ته ګورې ، چې کندوز سقوط وکړ ، د وطن وضعيت ښه نه دی ، چې څومره زر کيږي بايد زموږ معاشونه حواله شي .

سر ښوونکي ورته د هو په مانا سر وښوراوه .

ما چې د ښوونکي خبرې تر پايه واوريدې ، افسوس مې وکړ ، هغه هم په دې ، چې موږ دومره ځان غوښتونکي او بد خلک يو ، چې د هېواد او خلکو غم راسره نشته ، خو يوازې د خپل جيب او شخصي مادياتو غم راسره ده ، د ښوونکې له خبرو ما داسې انعکاس کړه ، چې وطن او خلک خو دې اور واخلي خو ، چې زما معاش پاتې نه شي .

...............................

تير کال په خپل کتابتون کې له ملګرو سره په خبرو بوخت وم ، چې په دې وخت کې زموږ د سيمې يو محصل چې د پوهنتون په وروستي سمستر کې و ، کتابتون ته رادننه شو ، له نورو ملګرو سره د هېواد په راون وضعيت بحث روان و ، ځينو د د ولت د سقوط خبرې کولې او ځينو بيا راونې جګړې لنډمهالې او د امريکا پروژې يادولې ، د بحث په جريان کې د پوهنتون محصل خبره ونيوه او په پوره سپين سترګۍ يې وويل چې ، خدای ج دې تر هغې دولت سقوط نکړي تر څو چې ما د پوهنتون وروستی سمستر نه وي خلاص کړی او ديپلوم مې نه وي اخيستی . د محصل په دې خبرو مې زه او ملګری سخت په عوسه شوو ؛ خو ملګري مې محصل ته هغسې ځواب ورکړ ، څنګه چې ما غوښت  او لازم و .

..............................

پورته مثالونه مې ددې لپاره ذکر کړل ، چې زموږ د هېواد وګړي څومره د خپل هېواد او خلکو په حق کې شوم او ځان غوښتونکي نيتونه لري ، دلته لويه ستونزه همدا ده ، چې له خلکو سره د هېواد پالنې فکر او روحيه نشته ، له بې سواده تر باسواده پورې ټول د خپل هېواد او خلکو په بربادۍ او ناکامۍ بوخت دي او يو نيم کس چې پکې د زړه له اخلاصه د هېواد او خلکو لپاره چوپړ کوي ؛ هغه ته خو يا د ليوني حطاب کيږي او يا هم ملا نصرالدين بلل کيږي .

زما په اند تر هغې، چې ددې خاورې او هېواد وګړو ته د هېواد پالنې ، زړه سوي ، مينې ، د شخصي ګټو پرځای د ملي ګټو د غوره ګڼلو او په ټوله کې د پوره انسانيت او سړيتوب درس او فکر ورنه کړل شي ، ددې وطن د جوړولو او  د پرمختګ   خبره ؛ هماغه د سړې اوسپنې ټکول او يو خيال دی .